جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهوردګو کې د افغان ځواکونو چورلکه غورځېدلې

وردګو کې د افغان ځواکونو چورلکه غورځېدلې

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۰ مه)  سرچینې وایي، تېره شپه په وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه غورځېدلې ده.

د راپورونو په حواله، دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې چې له کبله یې درې تنه پېلوټان وژل شوې دي.

د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷ مې لوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پېښه تایید کړې ده.

اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې غوښتل د وردګو ولایت په جغتو ولسوالي کې ځانګړي عملیات ترسره کړي.

د سرچینې په وینا، دغې ام ای-۱۷ ډوله چورلکې غوښتل هلته عملیات ترسره کړي؛ خو دا پېښه رامنځ ته شوې او له کبله یې درې تنه پېلوټان وژل شوې دي.

ورته مهال وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه الوتکې د ويشتلو مسوولیت منلی دی او وایي د الوتکې ټوله عمله وژل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو د سولې خبرې لا هم په ټپه ولاړې او د پرمختګ هېڅ کوم خبر یې نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...