دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهبریتانیا: له افغانستان څخه خپل سرتیري اوباسو او وسایل مو کباړوو

بریتانیا: له افغانستان څخه خپل سرتیري اوباسو او وسایل مو کباړوو

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷مه) له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د بریتانیا دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

د بریټانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي ویلي، په پام کې لري چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

سټیفن هپسي زیاته کړې چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه لري په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر پاتې شوي تجهیزات هم له منځه یوسي.

هغه دا څرګندونې په داسې کې کړي، چې امریکایي چارواکو تازه د افغان هوایي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز ته سینه ډبولې ده.

1 COMMENT

  1. دا خو واقعیت دی چی انگریزان زموږ ازلی د ښمنان دی او هغه ملک دی چی ددوی ټولی جنګی پالیسی پاکستانی استبلیشتمنت په افغانستان کښی تدبیق کړی او زموږ خلک یی ټول برباد کړی ددوی قانون تر اوسه په چټلستان کښی حاکم دی کباړ خو پریږدی د انګریزانو فوځ په افغانستان کښی یوازینی خلک وو چی د شوراب هوایی ډګر به یی نظامی طیاری له تریاکو بار نورو هیوادونو ته تللی. تاسو د کباړ خبری کوی دوی زموږ بربادی ته همیش لاس بډ وهلی چی په دی برخه کښی په نامه مسلمان همسایه د ټول اسلام د بدنامولو او افغانستان له منځه وړلو همیش یوازینی د انګریزانو زوی هیواد ډیره مرسته وکړه او کوی یی. دا ستراتیږی هم پنجاب ورکړی ده چی نظامی وسایل افغان غښتلی فوځ ته ورنکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب