Homeخبرونهمسوولان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تنه په کورونا مړه شوي

مسوولان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تنه په کورونا مړه شوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۷) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا وبا تازه ۱۵۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

یاد وزارت وایي، چې په همدې موده کې پر کورونا اخته  ۵۶ تنه مړه شوي دي.

د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو پر اساس تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۲ زره ۳۲۶ ته رسېدلی.

سرچینه دغه راز وایي، چې تر دې دمه د مړو شویو کسانو شمېر بیا ۳ زره او ۲۵۱ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی، چې د کورونا وبا د درېیمې څپې په مخنیوي کې له دوی سره مرسته وکړي او روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

د کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر مامورین ۲ اونۍ رخصت شول

د کورونا ویروس مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د هېواد روغتونونه د مصنوعي اکسیجن له کمښت سره مخ دي.

د روغتیایي برخې مسوولینو بیا ویلي، چې دوی هڅه کوي ترڅو دغه ستونزه حل کړي.

د کورونا مثبتو پېښو د مخنیوي په موخه افغان حکومت په یو شمېر ولایتونو کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اوونیو لپاره رخصت کړي او دغه راز یې په کابل کې ځینې بندیزونه هم ولګول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...