یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+سلوک یا کړه وړه| جنرال دولت وزیري

سلوک یا کړه وړه| جنرال دولت وزیري

یوه ورځ په لندن کې يوې مغازې ته د یوه بالاپوښ د اخیستلو لپاره له یوه ملګري سره چې نوی بریتانیا ته راغلی و، ننوتم.

د بالاپوښ د خوښولو پر مهال د هغې مغازې یوه پلورونکې راغله، لومړی يې په ډېر ادب سلام وکړ او بیا يې زما په ماته ګوډه انګرېزي ژبه له ما سره داسې خبرې پیل کړې، چې ملګري مې فکر وکړ چې ګواکې نوموړی زه له پخوا څخه پېژنم. هغې په ډېر مهارت پر موږ خپل بالاپوښ وپلوره. وروسته يې تر دروازې د بالاپوښ پاکټ راسره یووړ او په ډېر ادب او موسکا سره يې له مغازې رخصت کړو.

ملګرې مې پوښتنه وکړه، چې دا آغلې له څومره وخت راهیسي پېژنې او یا دې ملګرې ده؟ ما ورته وخندل او ومې ويل، ګرانه هغه مې لومړی ځل و چې وليده، خو د نوموړې دې چلند ته سلوک او کړه وړه وايي. هغې د خپل ښه سلوک او کره کړه وړو په مرسته بالاپوښ پر موږ وپلوره.

په همدې توګه یوه ورځ په انقره کې یوې مغازې ته یوازې د سیل، کتلو او وخت تېرولو لپاره ننوتم. د مغازې خاوند له سلام وروسته، بې له ځنډه د لاسو وینځلو لپاره د باکتریا ضد مواد زما په لاسونو واچول او بيا يې سمدلاسه پوښتنه وکړه، چې د کوم ځای ياست؟

له دې وروسته يې له لیمو سره چای راته په مخکې کیښود. د ده ښه سلوک او انساني کره وړو زه دې ته اړ کړم چې له مغازې ډېر څه چې هېڅ په پلان کې نه وو- را ونيسم.

غوره سلوک یا کړه وړه د انسانانو عمل ته وايي. دا په انسانانو پورې اړوند دي چې خپل عمل ته څرنګه رنګ ورکوي. ښه او بد د دوی په خپل لاس کې دي.

وايي:« ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې په ځان پورې آریان کړي.» همدغه خوی ته که ښه وي او که بد وي، د انسانانو کړه وړو او یا سلوک ته وايي.

په لوېدیځ کې د هر بزنس او کار و بار کارکوونکي داسې روزل کېږي، چې له خلکو سره دوستانه چلند وکړي او ورته وښيي چې مشتري د درنښت وړ دي.

په کابل کې چې یوه دکان ته ورشې، لومړی خو که هغه ډېر کشر هم وي ته اړ يې چې سلام ور ته وکړې او بيا به په ډېر مهارت د خپلې خوښې یو څه را ونیسي، که نه نو د « ته ساعت تېروې، نه يې اخلې، ستا لپاره خو مو دکان نه دی پرانیستی، که اخلې وايې خله که نه بلا مې در پسې» که چېرې لږ مسکین ورته ښکاره شوې او یا دې لباس زوړ و بيا خو به حتما درته وايي، چې:«ستا سر د اخيستلو نه دی، سر ته دې ګوره او سودا اخیستلو ته دې ګوره.»

د مرستې پر ځای به در ته وايي:

«د ځان لپاره نوکر ونیسه، زه خو ستا نوکر نه یم.»

په پایله کې به وايي:«ځه ورک شه، رنګ دې ورک کړه.»

ټوکې، ټکالې، خندا، ژړا، حرکتونه، غوسه، ورو یا لوړ غږ، د یو چا صفت کول، ښکنځلې کول، غیبت، چغلګيري او داسې نور ټول په کړو وړو او سلوک کې راځي.

ښه کړه وړه او کره سلوک د مهربانه انسانانو او ښو خلکو عمل دی او وژل، ځورول، بد ویل، غیبت، ښکنځلې او ناروا عملونه چې دا هم د سلوک یوه برخه ده د بدو او نا اهله کسانو کار وي.

هغوی چې ذاتاً ښه انسانان نه وي، خامخا یې چلند هم ښه نه وي او خلک یې د شخصیت نیمګړتیاوو ته ژر متوجه کېږي.

ښاغلی مطیع الله نوشير سروري د خپل آثر«د افغانانو سلوک» په څلورم مخ کې د سلوک یا کړه وړو په هکله ليکي:

«سلوک د یو لړ هڅو او اقداماتو ټولګه ده، چې د يوې موخې د سر ته رسولو لپاره تر سره کېږي.»

او په بل ډول بیا داسې وايي:

«هر هغه فعاليت چې ټاکلې او مشخصه موخه ولري او یا د يوې انګېزې په مقابل کې ښکاره شي، سلوک بلل کېږي.»

له پورته تعريفونو په ډاګه کېږي چې سلوک او یا کړه وړه د انسانانو د خوښې سره سم عمل ته وايي، چې په دې صورت کې د ښو او بدو ټاکل او تر سره کول يې هم د انسانانو خپل کار دی.

ځکه هوښياران وايي:

«نرمه غاړه د ورېښمو په څېر وي، توره يې هم نه شي پرې کولای.»

 او یا چې وايي:

«ښه وکړه په درياب کې يې واچاوه، ځکه چې ښه درياب هم نه وړي.»

د انسانانو همدغه کړنو ته کړه وړه یا سلوک وايي، خو د ښو او یا بډو ټاکل يې هم په خپله انسانانو پورې اړه لري.

د ښو کړنو او ښه سلوک په هیله

1 COMMENT

  1. په لنده توګه محاسبه هم شته او که نه:
    زما پوښتنه هم دانسانی ادب ،سلوک او کړو وړو په رڼا کې ده.زه چې پوښتنه کوم زما هدف هم لکه دلندن ،انقرې اوکابل پلورنکو په څېر معنی او مفهوم لری یوازې په یوه توپیر چې زه نه دولت یم ،نه وزیر او نه جنرال . دقضیی ابزار څه دی لندنی ته دمال پلورنه مهمه ده انقره والا د ناتو دغړیتوب ترڅنګ فرهنګ کې ورته عمل او سلوک کوی خو موږ پردی تیوری په ډهل اوسورنی راوړه استاد سیاف به ویل ترڅوچې یوکمونست له مجاهدینو سره موجود وی زه به هلته رانشم خکه زه یو شیخ الحدیث یم اوزما لار دادول عمل او سلوک هیڅ نه منی . خو اوس ارګ کې چپی دامبریالیزم دالرو ته کولچه وهلې او سیاف هم همدلته پروت دی داهم شو سلوک عمل یی لاپرېږده! اما
    دتبصرې حاصل: ایا ستا سې عمل او سلوک دافغانستان په خاوره کې ددومره تباهیو ،وژنو،لوټماریو ،اختلافونو ،بې غیرتیو و بې ناموسیو عمل اوسلوک مشروعیت درلود چې دتاند له لارې په سترګو راننوخې. چې دتاریخ جبر له خپل عمل دلارې مل سره ملګری کړی.نه دي انقرې مثال نه لندن همدا دېګ اوهمداټېپر!

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب