Homeخبرونههرات کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ډیر شوي

هرات کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ډیر شوي

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷مه) د هرات ولایت د کرنې او مالداري ریاست چارواکو ویلي چې هلته سږ کال پر ۱۰۰ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې ښه حاصلات به ورکړي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست سرپرست بشیراحمد احمدي ویلي چې تېر کال هلته د ځمکني توتان ۱۴۰ مټریک ټنه وو، چې سږکال به دا شمېره څو برابره لوړه شي.

د مالوماتو له مخې اوس مهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو ځمکنیو توتانو بیه له ۲۰۰ څخه نیولې تر ۲۵۰ افغانیو پورې ده.

د هرات ځمکني توتان د نیمروز، غزني، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو بازارونو ته هم استول کېږي.

افغانستان د ځمکنيو توتانو د کرکیلې لپاره مناسبه هوا او اوبه لري چې سږ کال د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار او ننګرهار کې یې کرکېله پراخه شوې ده.

روغتیاپالان وایي، ځمکني توتان د ويټامين سي ترڅنګ په خپل ترکيب کې نور ګڼ شمېر ويټامينونه هم لري چې د انسان د روغتيا لپاره ډیر ګټور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...