پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د یوې درنې چاودنې مخه ونیول شوه

ننګرهار کې د یوې درنې چاودنې مخه ونیول شوه

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷) د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په ننګرهار ولایت کې يې د یوې لويې چاودنې مخنیوی کړی دی.

د دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې وسله ‌والو طالبانو په یوه هېنو موټر کې ۱۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې له میدان وردګ څخه ننګرهار ته انتقال او هلته چاودنه ورکړي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.

په اعلامیه کې که څه هم دا نه‌ دي ویل شوي چې نیول شوي چاودېدونکي مواد کوم ډول دي، خو زیاته کړې یې ده چې که چېرې دغه موادو ته چاودنه ورکړل شوې وی، نو تر ۱۳ زره مترو پورې تخریبي وړانګې خپرېدې چې زیات شمېر ودانیو او خلکو ته به ‌يې زیان اړولای وی او کلونه کلونه به یې په چاپیریال اثرات پاتې وی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ملي امنیت په داسې حال کې د دغه چاودېدونکو موادو د نیولو خبر ورکوي چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جنګ جګړو او د وسله ‌والو طالبانو موټر بم حملو زور اخیستی دی.

په تازه  موټربم برید کې چې پرون د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ ترسره شو دوه سرتېري یې ووژل او د عامو وګړو په ګډون لږترلږه ۴۰ نور ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. need to more active checkpoint and help of peoples.
    each border between two province must check the trucks, cars wagon etc
    talibs use camel and donkey for carry of supplies.
    zenda baad afghan national force and afghan kumando &army police

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب