دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهصالح: که افغانان دوه سوه کاله نور هم وزورول شي د ډیورنډ...

صالح: که افغانان دوه سوه کاله نور هم وزورول شي د ډیورنډ کرښه نه مني

تاند (دوشنبه د جوزا ۱۷) د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که پاکستان دوه سوه کاله نور هم د ترهګرو ډلو په واسطه افغانستان وځپي، بیا هم هېڅ افغان د ډیورڼد فرضي کرښې منلو ته تیار نه دی.

د امرالله صالح د مطبوعاتو مسؤل رضوان مراد وايي چې ښاغلي صالح دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په مرکه کې کړي.

نوموړي زیاته کړې، “د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه خبرې کیدی شي خو هیڅ افغان چمتو نه دی چې د رسمي سرحد په منلو یې ځان د تاریخ په پاڼو کې خاین ثبت کړي.. نور ګندمک تړونونه نه کیږي. “

امرالله صالح د عمران خان وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې چې ویلي یې دي د افغانستان په اړه د اسلام اباد ستراتیژي بدله شوې وايي، پاکستان دې دغه خبرې په عمل کې ثابتې کړي او د افغانستان په مسئله کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغان چارواکو په خبره چې پاکستان یوازې اعلامیې صادروي چې دا کار افغانستان ته د سولې په راوستلو کې هېڅ ګټه نه شي رسولی.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز څرګنده کړې چې افغان حکومت سولې ته تیار دی او باید په افغانستان کې د روانې جګړې اور مړ شي.

عمران خان څو ورځې مخکې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو د افغانستان مسالې ته په بل نظر کتل: “د پاکستان پخوانی سیاست دا و چې دوی په افغانستان کې د هند له زیات نفوذه ویرېدل، نو د پاکستان ستراتیژیک عمق افغانستان و چې د دښمن افغانستان او هند ترمنځ ساندویچ نه شي. دا د پخوانیو حکومتونو تګلاره وه. زما حکومت داسې احساسوي چې دا له وخته تېره شوې پالیسي ده، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو.”

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب