دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeمقالېپاکستان د امت سرمایه که د افغان-ولس داړونکی

پاکستان د امت سرمایه که د افغان-ولس داړونکی

وحیدالله توحیدي||

پاکستان ظاهراً د یو ازاد مسلمان هېواد په توګه تر دې شعار لاندې رامنځته شو چې په هند کې ګڼ شمېر مسلمانان د هند له ظلمونو څخه ژغوري، د هغوی لپاره حق غواړي تر څو هندي مسلمانان ازاد وي.

دپاکستان د رامنځ ته کیدو او اتومي کیدو ستره موخه دا وه چې اسلامي او عربي نړۍ داسراییلو له وحشت او بریدونو وژغوري،خو متاسفانه دغه دواړه موخې ترسره نه شوې.

پاکستان برعکس خپلو شخصي ګټو پسې لاړو او دلته خپل ګاونډ هېواد افغانستان کې په ورانکاره فعالیتونو بوخت شو او دلته یې د ځینو مجبورو افغانانو نه په استفادې د جګړې اعلان وکړ چې لسېزې کیږي افغانان په دې بدمرغه جکړه کې راګیر دي.

پاکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان څلویښت کلنې جګړې میدان یې ګرم ساتلی او د خپلو ګټو په خاطر یې ځینو غربي هیوادونو ته دا زمینه برابره کړې چې په افغانسان کې لاسوهنه وکړي او د دغه هېواد امنیت، اقتصاد او فرهنګ تر اغېز لاندې راولي، تر څو دغه هېواد پرمختګ ونه کړي او په دې سره دنوموړي هیواد ګټې په خطر کې ونه لویږي.

له عمره کم،خو چالاک پاکستان!

له نن څخه ۷۲ کاله مخکې په ۱۹۴۷م کال کې له افغانستان سره په ګاونډ کې د پاکستان په نوم یو هېواد په ناڅاپي توګه له بريتانوي هند څخه وزېږېده. له زېږېدو څخه تراوسه د سیمې، نړۍ او په ځانګړې توګه د ختیځ او لوېدیځ ګاونډیانو لپاره د یوه ناعلاجه مرض په شکل دوام مومي.

پاکستان دحالاتو په پيچ و خم کې ځان وساته او له سیاسي ځیرکۍ یې کار واخیست، داسې چې د خپل عمر په دیرش کلنۍ کې يې په سیاسي ډګر کې پنځه زره کلن افغانستان را وپرځاوه.

پاکستان څه غواړي؟

پاکستان په ۴ عمده دلایلو په افغانستان کې خپل ستراتېژیک اهداف غواړي ترلاسه کړي.

دا څلور عمده دلایل دا دي:

د پاکستان د داخلي امنیت پېچلتیاوې،

 د بهرني امینت ننګونې،

او د کورني سیاست متحرکات او د اقتصادي سرچینو لټون.

پاکستان د خپل ژوند د بقا لپاره له پیل څخه د اسلامي مبارزینو په نوم مختلفې ډلې تغذیه کړي دي او د ځان لپاره یې یو ستراتېژیک هدف ټاکلی او خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټې یې له افغانستان سره په همدې پورې تړلې دي.

د پاکستان لومړی ستراتیژیک هدف دا دی چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ونه لري او د افغانستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان په خوښه او تر اغېز لاندې وي.

 دویم هدف یې دا دى چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت پښتانه له افغانستان سره یوځای نه شي او یا چېرې د پښتونستان په نوم بېل هېواد جوړ نه شي.

د دې لپاره چې دغه هدف کامیاب کړي، د دې پر ځای چې پښتنو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، په لاس کې یې ټوپک ورکړ او په خپلو کې یې سره په جنګ واچول.

د پاکستان بل هدف دا دی چې په افغانستان کې په خپله خوښه یو داسې دولت رامنځته کړي چې د دوی ګټې له خطر سره مخ نه کړي. د دې لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې په هغه وخت کې پاکستان د افغانانو مجبوریتونو څخه په استفادې ګټه واخیسته او د دوی لپاره یې په خپل هېواد کې روزن ځایونه جوړ کړل  او د پاکستان علماوو په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړه چې له دې سره په افغانستان کې جګړې لا زور واخیسته، حال دا چې په اوس وخت کې د نړۍ معتبرو علماوو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره همهاله فتوه ورکړه چې په دې هېواد کې جګړه هیڅ توجیه نه لري، ځکه دواړه طرفونو ته مسلمانان وژل کیږي.

په اوس وخت کې هم پاکستاني علماء په افغانستان کې د جهاد فتوه ورکوي او وایي چې افغانستان کې باید یو اسلامي نظام رامنځته شي، حال دا چې په پاکستان کې داسې د فحشا مرکزونه دې چې په ګرده نړۍ کې یې مثال نشته ، او د شرابو کارخاني پکې شته،. تازه یې یو چینایي شرکت د شرابو جوړولو اجازه ورکړې ده،

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی دی چې پاکستان غواړي امریکایي ځواکونو ته په خپله خاوره کې اډې ورکړي دا چې د پاکستان علماء به په دې اړه څه فتوه ورکوي؟ وخت به یې ثابته کړي.

د پاکستان هغه هدف چې غواړي ممکن ورته ورسیږي.

طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی تر څو هغه غوښتنې چې پاکستان له افغانستان څخه کوي ومني، او په پایله کې یې د اسلامې امارت په نوم نوی دولت په افغانستان کې رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب