جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپکتیا کې د ملکي کسانو پر موټر چاودنه شوې

پکتیا کې د ملکي کسانو پر موټر چاودنه شوې

تاند ( یک شنبه د جوزا ۱۶) نن له غرمې وروسته د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ملکي کسانو پر موټر چاودنه شوې چې څلور کسان په کې وژل شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د ګردیز ښار اړوند په ابراهیم خیلو کې پر هغه موټر شوې، چې ملکي کسان یې د خپلو دوستانو د واده مراسمو ته لیږدول.

فدایي ویلي، په یاده پېښه کې دوه میرمنې، یو دولس کلن ماشوم او د موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د چاودنې مسؤولیت تر اوسه کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ملکي کسانو پر موټړو د سرک غاړې او نښلېدونکي ماینونه چاودنې کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم د زرګونه بې ګناه هېوادوالو ژوند اخیستی او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...