Homeخبرونهافغان طالبان تاجکستان او قرغزستان ته؛ جګړه د حل لاره نه ده،...

افغان طالبان تاجکستان او قرغزستان ته؛ جګړه د حل لاره نه ده، ستونزې په خبرو حل کړئ

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د خپلمنځي ستونزو له راپیدا کېدو وروسته  دواړه هېوادونه د جګړې تر پولې رسولي دي.

افغان طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغو هېوادونو غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې دوی تر بل هر چا زیات د جګړې د زیانونو په هکله عملي تجربه لري او په خبره یې چې د جګړې پيل ممکن اسانه ښکاره شي؛ خو عملي جریان او ورڅخه پاتې ناورینونه او زیانونه په مراتبو له هغو زیانونو څخه زیات دي چې د تفاهم په صورت کې به يې دواړه اړخونه وګالي.

طالبانو د تاجکستان او قرغزستان له مشرانو غوښتي چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، ارامي او امنیت په نظر کې ونیسي او ستونزو ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي.

اعلامیه زیاتوي، «مونږ د خپلې تجربې له مخې د دواړو هیوادونو له مشرانو څخه هیله کوو چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، آرامي او امنیت په نظر کې ونیسي او ستونزې ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي، دا به د دواړو هیوادونو او ملتونو په خیر وي.

طالبان داسې مهال د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د جګړې د درېدو غوښتنه کوي او د هغوی د ګټو خیر غواړي چې په کور دننه دغې ډلې له افغان ځواکونو سره د جګړې ډګر تود کړی دی او هره ورځ د ملکیانو په ګډون ګڼ شمېر وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوړي.

3 COMMENTS

  1. خپله دې ګنډه کې او دا بل جي کي او د سر تر رګونو ټول بارود تېر دي نو بیا د عقل رګ په تاسو کې ځنګه پاتې ده؟

  2. څومره د بی عقلو او جاهلو خلکو سره مو سرکار دی، خپله تمام عمر خپلو وروڼه، خویندی، میندی بچیان وژنی کلی زیر بناوی مکاتب پلونه د پنجابی په خوله خرابوی او اوس چا ورته ویلی چی خارجی سیاست دی ته وایی او شرمیدلو او دوزخیانو له خدایه حیاه وکړی،. نو دا د تورلنګو له غلامی ځان خلاص کړی په خپلو صفونو او د حکومت په صفونو کښی د ږیړ ګلان مه رژوی. او س داسی د بی عقلی حد ته رسیدلی چی هر خبر کوی د مرداری بدی بویی تر خیږی. خدای د هدایت درته وکړی او که یی نکوی خدای مو تباه له دی زلیل او شر منده د دواړو دارینو کړه. د خپل سر اور مړ کړی د بل اور مړ کولو ته اوبه وروړل ستاسی له وسه بیرون خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...