یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د خدای دوه لاسه

د خدای دوه لاسه

لیکوال: مرتضی رضوي

ژباړه: فیصل جلال

الله پاک جسم نه دی، چې لاس ولري، له « د خدای لاس »ـ یدالله-  څخه مراد نورې معناګانې دي، چې زموږ د بحث موضوع هم له دغو معناګانو یوه ده.
قران په ډېرو ځایونو کې داسې تعبیر کړی دی. لکه:

قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ.  آل عِمرَان  ۷۳

يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ. الفتح ۱۰

بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ.  آل عِمرَان  ۲۶

تبٰرَكَ الَّذِى بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ. ملک ۱

په پورتنیو ایتونو کې «لاس» راغلی، په ځینو نورو ایتونو کې دوه لاسه راغلي.

وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَان. مائده۶۴
يهوديان وايي: د الله لاس تړل شوي دي، د دوى لاسونه وتړل شول، او پر دوى لعنت واورېد، د دې بې ځايه او ناوړه وينا پر اساس چې دوى یې كوي. د الله لاسونه خلاص دي.

قَالَ يٰٓإِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَىَّ. ص ۷۵
الله ج وفرمايل: اې ابليسه! ته څه شي هغه چا) ادم ( ته له سجدې كولو څخه منع کړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو سره جوړ کړی دى؟
په دغو ایتونو کې له دوو لاسونو څخه مراد دا دی، چې الله پاک دوه ډوله کارونه لري: ۱- خلق ۲- امر.

لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ. اعراف ۵۴ الله پاک ته خلق او امر دی.

د کتاب په سریزه کې وویل شول، چې دغه بحث ډېر پېچلی او منسوج دی. غوره مو وګڼله، چې د دغه پېچلي بحث د آسانه کولو لپاره، لیکوال یې په اسانولو کې کوشش وکړي او لوستونکی هم د هر بحث په پای کې د مطلب روح یادښت کړي.

خدای دوه ډوله کارونه لري:

۱ـ خلق.

۲- امر.

ګورو، چې دغه دوه کارونه کوم دي، څه توپیر لري؟

خلق: خلق یعنې له یوه څیزه د بل څیز هستول. له یوه څیزه د بل څیز پیداکول، چې مخکې شتون ولري.

لاندې ایتونو ته پام وکړئ:

وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّن مَّآءٍ…. نور ۴۵

الله هر ساكښ له يو ډول اوبو پیدا کړ.

خَلَقَ الْإِنسٰنَ مِن صَلْصٰلٍ كَالْفَخَّار. الرحمن ۱۴

انسان یې له داسې خټې، چې ظاهر یې وچ او باطن یې نرم؛ لکه سفال وه، پیدا کړ.

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّار. الرحمن ۱۵

او پيرى یې د اور له شغلې پيدا کړ.

 أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْـَٔةِ الطَّيْرِ….  آل عِمرَان  ۴۹

عیسی (ع) وفرمایل: تاسو ته له خټې د مرغۍ مجسمه خلقوم.

په ټولو دغه ډول آیتونو کې د «مِن» لفظ، چې د «له» په معنا ده، راغلی؛ خلق یعنې د یوه څیز پیداکول، جوړول، هستول له بل څیزه.

خلق او ځانګړنې یې:

۱- له خلق سره د «له» لفظ ضرور دی.

۲- له مخه باید یو څیز وي، چې بل څیز ترې خلق شي.

۳ـ خلق د «علت و معلول» د قانون پر اساس وي، چې علت نه وي، معلول نه رامنځ ته کېږي.

۴ـ خلق د طبیعت له قانون سره په مطابقت کې ترسرېږي.

که یوه کیهاني پدیده ده، د فضائي او کیهاني فیزیک له قوانینو سره په مطابقت کې خلقېږي او که یو عنصر دی، په شیمیایي فورمولونو سره باید رامنځ ته شي او که نباتي څیز وي، د نباتاتو قوانینو ته په کتو رامنځ ته کېږي.

۵ـ خلق هغه کار دی، چې په مهال(زمان) کې ترسرېږي.

ځکه خلق پخپله له لومړي څیزه دویم ته حرکت دی، حرکت یعنې عین مهال، مهال د څیزونو له حرکت او تغیر پرته، بل څه نه دی. ۱
۶- خلق هغه کار دی، چې په ځای(مکان) یا ووایو فضا کې ترسرېږي. ځکه له خدای پرته هر څیز محدود دی،( د هر څیز حدود) د همغه څیز ځای دی. لومړی څیز محدود دی، دویم څیز، چې لومړی څیز ترې خلقېږي، هم محدود دی. هغه که یو لوی کهکشان وي یا اتم وي یا د غنمو یوه دانه وي.

دلته هم لاندې تعریف یادښتوو:

خلق: په زمان و مکان کې د علت و معلول د قانون پر اساس او د طبیعت له قوانینو سره په مطابقت کې له یوه څیزه د بل څیز رامنځ ته کول.

امر: یعنې «ایجاد»، «انشاء»، «احداث» او «ابداع».

امر یعنې ( د یوه څیز ایجاد) د یوه څیز رامنځ ته کول، نه له بل څیزه.

د خدای په امري کار کې د «له» لفظ ته ځای نشته. کوم څیز، چې خدای په امر رامنځ ته کوي یوه «ابداع» ده، له بل څیزه یې نه رامنځ ته کوي. یوازې د کُن «شه» په فرمان هغه څیز موجودېږي.

إِنَّمَآ أَمْرُهُۥ إِذَآ أَرَادَ شَيْـًٔا أَن يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ. یس ۸۲

د الله پاک امر له دې پرته بل څه نه دی، چې کله د یوه څیز اراده وکړي، ورته ووایي، چې شه او هغه کېږي.

د خدای امر کټ مټ د خدای اراده ده، کله، چې یوه څیز ته یې د کېدلو اراده وکړي، کېږي. حتی د کُن فرمان ته اړتیا نشته؛ په ځینو ځایونو کې د کُن فرمان هم ورکوي. الله پاک هغه څه کوي، چې خوښه یې وي.

…سُبْحانَهُ إِذَا قَضٰىٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ. مریم ۳۵

 الله پاك ذات دى، چې كله  څه وغواړي، وايي شه؛ نو کیږي.

پام: په پورته ایت کې د «کُن» کلمه – کن فیکون ـ  امر زموږ د بحث موضوع ده او د «امر» لفظ د «څیز» په معنا ده.

د خدای امري کار یعنې «کن فیکون»؛ خو په پورته ایت کې «امر» یعنې د خدای امري کار.

په لومړي ایت کې وایي، د خدای امري کار«کن فیکون» دی؛ په دویم ایت کې فرمایي، کومې پدیدې، چې له کن فیکون سره رامنځ ته کېږي، د خدای امري کار دی. لاندې ایت ولولئ

…فَإِذَا قَضٰىٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ. غافر۶۸

داسې نور ایتونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب