یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د افغانستان د بشري حقونو له کمیسیونه د تعصب د پای ته...

د افغانستان د بشري حقونو له کمیسیونه د تعصب د پای ته رسېدو غوښتنه

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) وروسته له هغې چې د افغانستان د بشري حقونو (خپلواک) کمېسیون تېره ورځ د کلب هاوس (Clubhouse) له لارې د خپلې نولسمې کالیزې د نمانځلو او د خپلو کارونو د ارزونې په موخه شپږ کسیزه بحث خپور کړ، یو وار بیا د یو شمېر افغانانو پام د دغه کمیسیون له تعصب سره ملې یو اړخیزې پالیسۍ ته واوښت.

په دې بحث کې د کابل چاپ د هشت صبح او اطلاعات روز ورځپاڼو مسؤولان، ذکي دریابي، مجیب مهرداد، همداراز د بشري حقونو د کمېسیون مشره شهرزاد اکبر، ګل بلوچ، محمد محق او ډاکټر هما سعید بلل شوي وو چې ټول په اقلیتونو پورې تړلي کسان دي.

په دې بحث کې هیڅ پښتون ته د هیچا په استازيتوب بلنه نه وه ورکړل شوې، چې له امله یې له تېرې ورځې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د یاد کمېسیون پر کارونو نیوکې پیل شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د رسمي ټویټر پاڼې په تبصره کې افغان سیاسي فعال او لیکوال شفیع عظم لیکلي:

همدلته بیا د حامد ستانکزي په نوم یو بل افغان لیکوال په خپله تبصره کې اضافه کړي دي:

افغان او پښتانه سیاسي او ټولنیز فعالان پر یاد کمېسیون نیوکه کوي چې له تېرو نولسو کالو راهیسې یې واک یوازې د څو محدودو کسانو او قوم په لاس کې دی او امتیازیات هم همدوی ترلاسه کوی، خو پښتون قوم چې له کالونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي او د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی اکثریت جوړوي، د یاد کمېسیون له لوري ورته هیڅ ډول پاملرنه نه کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا په ټولنیزو رسنیو کې د افغان سیاستوالو او لیکوالانو نیوکې په کلکه رودي.

د خلکو له عکس العملونو وروسته د یاد کمېسیون کمیشنر او ویاند شکرالله مشکور په همدې اړه له تاند خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل:

شکرالله مشکور ـ د بشر حقونو کمېسیون ویاند

دا چې د ټولنیزو رسنیو د برنامو پیل دی ولس دې تر نورو برنامو حوصله ولري انشا الله راتلونکي برنامو کې هر څه ثابتیږي.
دلته پر بشري حقونو باندې بحث کیږي او بشري حقونه له هر ډول توپیره پرته په ټولو انسانانو پورې تړاو لري.
سره له دې چې د تیرې شپې په ناسته کې په پښتو ژبه هم بحث کیده او له ملي څيرو سره هم هماهنګي شوی وه او یو له ګډونوالو هم زه وم خو دا چې د عاجلو بوختیاوو له امله می ګډون ونشو کړای له ولسه بخښنه غواړم خو دا په څرګنده توګه وایم چې دا یوه تخنیکی موضوع وه او د توپیری چلند خبره په کلکه ردوم.”

د بشري حقونو کمېسیون پر رهبري دا ډول نیوکې پخوا په تېره بیا د سیما سمر د ریاست په مهال هم موجودي وې چې کله ناکله به په ټولنیزو رسنیو کې پرې بحثونه کېدل خو افغان حکومت او په لوړه کچه حکومتي چارواکو بیا یوازې او یوازې چوپتیا اختیاروله.

سیما سمر ـ د بشر حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره

سیما سمر دوه کاله وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې ګوښه او پر ځای یې شهرزاد اکبر د یاد کمېسیون مشره وټاکل شوه.

1 COMMENT

  1. حقوق بشر کمیسیون د پښتون قوم ضد اداره ده ، تهداب یې د حزب وحدت د یوې متعصبې غړې له خوا اېښودل شویدی او ترڅو چې پدې نوم دا بشري ضد کمیسون وي ، مشرتوب به یې د حزب وحدت د غړې په غاړه وي .
    شهزاد اکبر که څه هم ترکمنه ده خو د مېړه کورنۍ یې له سیما بې ثمرې نه په تعصب کې پښه وراړولې ده .
    تر ټولو بهتره به داوي چې دا تجملي او نمایشي متعصبه اداره منحله او بودجه یې د ملي دفاع وزارت سربازانو او د ښوونې او روزنې وزارت ښوونکو ته اختصاص ورکړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب