دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکابل ته د امریکايي پلاوي سفر؛ افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او...

کابل ته د امریکايي پلاوي سفر؛ افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو دوام ته ژمن یو

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ راغلي امریکایي پلاوي له افغانستان سره د پراختیایي، سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا بین الوزارتي پلاوي نن یکشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکایي پلاوي په دغه لیدنه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې پر دوام د ټینګار ترڅنګ، له افغانستان څخه د امریکا د هر اخیز ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د امریکا متحده ایالات مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر د ویه مستقل، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي، څو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې عبدالله عبدالله سره کتنه کې امریکايي پلاوي د خپل سفر موخه د امریکا او افغانستان ترمنځ د همکاريو د نوي فصل او اړیکو په اړه خبرې بللي.

د دې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د زلمي خلیلزاد له قوله راغلي چې هېواد یې له افغان سولې بشپړ ملاتړ او په دې برخه کې د سیمه ‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاړتیا لپاره هڅې کوي.

خلیل‌ زاد زیاته کړې، هغه وخت را رسېدلی چې دواړه لوري تاوتریخوالی را کم او د سولې جدي او پایله ورکوونکي خبرې پیل کړي.

عبدالله عبدالله بیا د جګړې په پای ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې خلک نه‌ باید د بې‌ معنا جګړې قرباني شي او هېڅ لوری دا تېروتنه ونه کړي چې د جګړې له لارې روانه جګړه ګټلای شي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ دغه امریکايي پلاوی داسې مهال کابل ته راځي چې په قطر کې د افغان سولې د بیا ځلې پیل لپاره هڅې روانې دي، خو دا بهیر نه دی پیل شوی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت څو ورځې مخکې وویل چې د مرکچي ټیم یو شمېر غړي دوحې ته رسېدلي او تمه ده چې سبا د دوی د مرکچي پلاوي پاتې غړي هم دوحې ته ولاړ شي.

د نړیوالې ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو سربېره، افغانانو د اوربند او په افغانستان کې د روانې جګړې د درېدو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب