پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبلخ کې موټربم برید دوه سرتېري وژلي او د ملکیانو په ګډون...

بلخ کې موټربم برید دوه سرتېري وژلي او د ملکیانو په ګډون ۴۲ نور ټپیان دي

تاند (یکشنبه د جوزا ۱۶) د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت د بلخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخې ته د موټربم چاودنې له امله دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۴۲ تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ویلي چې دغه موټر بم چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده.

د عادل په خبره، “د چاودېدونکو موادو یو ډک موټر چې تر اوسه یې نوعیت لا معلوم نه دی، په زیات احتمال سره چې هاموي ټانګ به وي د بلخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ مخته چاودنه کړې چې له امله امنیتي سرتیرو ته تلفات رسېدلي دي.”

وسله والو طالبانو د دغې موټربم برید مسؤلیت منلی او د ګڼو سرتیرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

د راپورونو له مخې په دغه موټر بم چاودنه کې د سیمې خلکو ته هم ګڼ مالي زیانونه رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب