جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

(7)

دین د هویت په حیث

هویت څه دی؟ اجزا یې کومې دي؟ په ژوند کې مو څه نقش لري؟ موږ ورسره څه نسبت جوړولی شو؟ دین له هویت سره څه نسبت لري او څه ورنه بودېږي؟ په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې دې پوښتنو ته ځوابونه ولټول شي.

د هویت تعریف:

هویت عربي کلمه ده چې د دریم شخص له ضمیر “هُوَ” یعنې “هغه” څخه د جعلي مصدر په بڼه رامنځته شوې ده. [په پښتو کې د دې کلمې تحت اللفظي ترجمه «هغه‌والی» دی. ژ] دا کلمه په پخوا وختونو کې غالباً په عرفاني او فلسفي ادبیاتو کې کارېدله خو نن سبا غالباً په سیاسي او حقوقي ادبیاتو کې کارېږي او د انګلیسي ژبې له Identity  کلمې سره معادله ده. دا کلمه په آکسفورډ ډیکشنرۍ کې داسې توضیح شوې ده:  هغه ځانګړنې، احساسات او باورونه چې وګړي له یو بله توپیروي.

هویت په عامه معنا ټولې هغه ځانګړنې رانغاړي چې وګړی ورباندې پېژندل کېږي. د بېلګې په ډول، کله چې یو څوک پېژنو، پوهېږو چې نوم یې څه دی، د چا زوی دی، څو کلن دی، په صورت څنګه دی، تور دی که سپین، دنګ دی که ټیټ، څه کمال او مهارت لري، د کوم ځای او کوم هېواد دی، قوم او توکم یې څه دی، په دین او مذهب دی، مورنۍ ژبه یې څه ده، په سیاسي لحاظ کومې ډلې ته نژدې دی، په اجتماعي لحاظ په کومه طبقه کې دی، کار او دنده یې څه ده … او دا ټولې خبرې د هغه هویت جوړوي.

څنګه چې یې وینو پورته یاده شوې هره خبره د وګړي په پېژندلو کې راسره مرسته کوي او له نورو سره د هغه توپیر راښيي. پخوا د منطق په علم کې ویل کېده چې که غواړو څوک یا شی وپېژنو، د هغه ذاتي ځانګړنې او عرضي خصوصیات باید وڅېړو او په همدې اساس یې تعریف کاندو. مثلاً د وګړي یوه ذاتي ځانګړنه خبرې کول دي او یو عرضي خصوصیت یې خندېدل دي. یعنې یو نارمل انسان معمولاً خبرې کولی شي خو تل خندان نه وي. اوس نو که وغواړو چې یو څوک په همدې ځانګړنو معرفي کړو، دا ځانګړنې به هغه یوازې له نورو ژوندیو موجوداتو بېل کړي خو ټول بني‌آدمان همدغه ځانګړنې لري، نو د هغه شخصي هویت نه شو رامعلوم.

د چا شخصي هویت په لا دقیقو ځانګړنو بیانولی شو، مثلاً یو څوک مسلمان، شافعي مذهبی، د کردستان د شمالي سیمې او په خټه کرد دی، ژبه یې کردي ده، هغه شتمن او د پاخه عمر او د دیموکرات ګوند غړی دی، هغه د یوه ښار د ښوونې او روزنې رییس پاتې شوی دی، ښه ویناوال دی، له ورزش سره مینه لري، څو ادبي جایزې یې ګټلې دي … لکه څنګه چې یې وینو، دغه هره خبره هغه وګړی لا ښه را پېژني او هویت یې لا ښه انځوروي.

سره له دې چې دغه هر عنصر د وګړي د شخصیت په رغولو کې اغېزناک وي خو معمولاً سیاق/ کانټکسټ راته وايي چې پر کوم عنصر زیات ټینګار وکړو او کوم عنصرونه څنډې ته پورې وهو یا یې ان له پامه وغورځوو. کله چې د چا سیاسي هویت مهم شي، کله یې دیني، کله یې علمي او کله یې حقوقي یا ملي هویت. مثلاً که هماغه کس د ایران د کردستان وي، مذهب یې مهم شي، خو که د ترکیې د کردستان وي نو بیا دا چندانې مهمه نه ده چې هغه شافعي مذهبه دی، بلکې دا اهمیت پیدا کوي چې د مورنۍ ژبې په اړه یې دریځ څه دی. په دې حالت کې د هغه عمر د لومړۍ درجې اهمیت نه لري، خو که خبره د مصالحې او مذاکرې وي نو پوخ عمر مهم وي. نو په مختلفو سیاقونو کې د هویت بېلابېل اړخونه تر نورو مهم ګڼل کېږي.

خو پخپله د شخص په نظر، نورې ځانګړنې مهمې دي. هغه ممکن تر خپل عمر، خپل سیاسي مقام، تحصیل، پوهه یا نور مهارتونه مهم وګڼي ځکه چې همدا ځانګړنې هغه تر نورو بر کوي. خو ان پخپله وګړی هم تل یو شان فکر نه کوي. هغه هم سیاق ته په کتلو سره خپله دا یا هغه ځانګړنه یاودي. مثلاً که خبره د تجربې وي، کېدای شي هغه خپل عمر یاد کړي خو که خبره د مذهبي مسایلو وي، نو خپله دیني کارنامه به ځلوي.

د هویت اهمیت

هویت ولې اهمیت مومي؟ وګړي ولې په خپل هویتي عناصرو پورې نښلي؟ انسان د خپلو هویتي چارو په اړه ولې حساس دي او کله کله تعصب هم کوي؟ د چا پر هویتي عناصرو برید، ولې هغه پاروي او کله کله خطرناکې پایلې لري؟

د وګړو په ژوند کې هویت ځکه مهم دی چې ګټې یې ورپورې غوټه دي، البته ګټې چې یادوو مادي او معنوي ګټې دواړه مو منظور دی. هویت د هر چا د تشخص او پېژندلو پولې معلوموي او مستقل حقوقي شخصیت ور ته ورکوي. هغه اړیکي چې نور حقیقي او حکمي شخصیتونه یې له ده سره ټینګوي، لږ یا ډېر د ده په هویت پورې اړه لري. مثلاً که معلومه شي چې هغه شتمن دی، مالي اعتبار به یې زیاتېږي، که یې پیسې په کار وي، خلک به ورته پور ورکوي، بانکونه ورته قرض ورکوي، حکومت ورته د پانګونې لاره هواروي او ځینې خلک یې احترام یوازې په همدې خاطر کوي چې شتمن دی. خو که یو څوک د شتمن په نامه نه، بلکې د یوه پوه، تعلیم یافته او د ډېرې مطالعې خاوند په حیث وپېژندل شي نو ښه کارونه به ورته پیدا شي، ښه معاش به اخلي، په کنفرانسونو، سمینارونو، ګردي مېزونو، بهرنیو سفرونو، د تصمیم نیولو او سیاسي پروګرامونو په جلسو کې د ګډون زیات فرصتونه ورته برابرېږي. د هویت نور اړخونه چې یو وګړی له بله بېلوي، هم همداسې درواخلئ.

د دې لپاره چې د انسان په ژوند کې د هویت اهمیت او کارېدنګ را معلوم شي، ښه به وي چې د انسان د اساسي اړتیاوو هرم چې د ابراهام مازلو د هرم په نوم یادېږي، وځیرو. د دې هرم پر اساس د انسان اړتیاوې دا دي: فیزیولوژیکي اړتیاوې، امنیتي اړتیاوې، ټولنیزې اړتیاوې، احترام او عزت نفس ته اړتیا، او د ځان غوړولو وړتیا. د دغو ټولو اړتیاوو یا یې د ځینو پوره کول، د وګړو له هویت سره مستقیمه رابطه لري.

انسانان څومره چې خپل هویتي عناصر غوړوي، په هماغه اندازه لا ډېرې ګټې تر لاسه کوي. دا به مو خامخا کله لیدلي وي چې یو څوک راځي او وايي چې تاسې ما نه پېژنئ چې زه د پلانکي زوی یم؟! مطلب یې دا وي چې باید درناوی یې وشي ځکه چې د هاغسې کس زوی دی. یا وايي چې زه د دې وطن د یوه شاعر په حیث د همداسې چلن لایق یم؟! بل به وايي چې زه ستاسو د یوه مسلمان ورور په حیث هیله کوم چې دا ونه کړئ! ملي سوداګر، جهادي قوماندان، ادبي شخصیت، قومي رهبر، چپي روښانفکر، دیني دعوتګر، سیاسي سمونپال، او … په دې ټولو حالتونو کې دا چې وګړی خپل هویتي ابعاد یادوي، مطلب یې دا وي چې نور ورته پام وکړي، خبرو ته یې غوږ ونیسي او په دې توګه درناوی، مقام، دنده، یا نور امتیازونه ترلاسه کړي.

د هویت ښېګڼې او بدګڼې:

پر هویت باندې ټینګار او اهمیت ورکول، ناسمه چاره ده؟ څوک چې هر وخت خپلې هویتي پولې را ځلوي، کوم خطا کار کوي؟ د دې پوښتنې ځوابول آسانه نه دي. تر هغه مخکې باید د هویت اجزا سره بېل کړو. د هر انسان هویت عمدتاً له دوو ډولو عناصرو څخه رغېدلی وي، جبري او اختیاري. دا چې تاسې په څه ډول کورنۍ کې زېږېدلي یئ، کورنۍ مو د کومې طبقې وه، چېرې زېږېدلي یئ، مورنۍ ژبه مو څه ده، او داسې نورې خبرې سره له دې د وګړي په پېژندلو کې مهم نقش لري او د هغه د هویت مهم عناصر دي، خو دا اختیاري عناصر نه دي. هېڅوک د دې موردونو د انتخابولو حق نه لري. کله چې د ودې عمر ته رسېږو او خپل هویتي پولې پېژنو، بیا نو پر دې خبرو تکیه کوو او دفاع ته یې ور دانګو.

د هویتي عناصرو بله برخه زموږ په خپل اختیار وي او په انتخاب کې یې آزاد یو. دا چې وغواړو ډاکټر شو که انجینیر، د سیاسي ګوند غړی شو که د ادبي ټولنې، په حکومتي ادارو کې کار وکړو که په خصوصي شرکتونو کې، په خپل کار کې نوښت وکړو که لټي، له کومې کورنۍ سره دوستي وکړو، له چا سره ملګري شو، له چا څخه څه زده کړو، چا ته څه ور زده کړو، او سلګونه نور موردونه غالباً زموږ په خپل اختیار وي.

عقل خو دا را ته وايي چې هغه چارې زموږ په اختیار کې نه دي، نه د ستایلو دي او نه د رټلو. څوک په دې باید ونه غندو چې ولې په داسې نوم ورکې کورنۍ که پیدا شوی دی او همدرانګه څوک په دې ونه ستایو چې په لویه او نامي کورنۍ کې زېږېدلی دی ځکه چې دا خو د هغه کمال نه دی. خو که څوک له بدو خلکو سره ګرځېدلی وي او د هغوی خویونه یې خپل کړي وي، بیا د خپلو بدو کارونو مسوول پخپله وي. په سیاسي ګوندونو، ټولنیزو ټولنو، علمي مرکزونو … کې د غړیتوب خبره هم همداسې در واخله.

په حقیقت کې د هویتي عناصرو دغه تنوع، سره له دې چې ځینې یې اختیاري نه دي خو بیا هم وګړي ته دا امکان برابروي چې پخپله خپل هویت ورغوي. یعنې هغه تصمیم نیولی شي چې کوم عناصر په خپل هویت کې زیات کړي او ځینې عناصر چې چندانې مطلوب نه دي، له خپل هویته څنډې ته پورې وهي. مثلاً که یو وګړی د خپلې کورنۍ د ځای ځایګي په خاطر خوښ نه دی یا د خپلې مورنۍ ژبې په خاط د علمي او ادبي پرمختګ چانس نه لري، یا په جسمي لحاظ معیوب دی چې دا د هغه فردي هویت ته زیان رسوي. دی کولی شي چې ځینې مهارتونه کسب کړي، ځینې علوم زده کړي، په ځینو فعالیتونو کې برخه واخلي او په دې توګه په نورو ډګرونو کې د یوه هنرمند، خلاق یا فعال انسان په حیث وپېژندل شي.

نن سبا خلکو ته دا امکانات شته چې خپل هویت ښه او غښتلی کړي. ان ملي هویت هم چې پخوا په اجباري عناصرو کې شمېرل کېده، اوس ډېرو انسانانو ته دا لاره هواره شوې ده چې د یوه هېواد تابعیت پرېږدي او د بل هېواد د تابعیت په اخیستلو سره خپل ملي هویت وغوړوي.

د دین او هویت:

په دې منځ کې هغه موضوع چې فکر غواړي او ظاهراً په کافي اندازه بحث ورباندې نه دی شوی، دیني هویت یا دین د هویتي عنصر په توګه دی. کله کله لیدل کېږي چې ځینې دینداران په فخر سره وايي چې زموږ دین زموږ هویت دی. د دوی د دې خبرې هدف ظاهراً دا وي چې دین زموږ لپاره دومره مهم دی چې هېڅکله به ورنه نه تېرېږو. یا ښايي ووايي چې موږ به زموږ په دیني هویت پېژنئ او دا عنصر تر هر هویتي عنصر راته مهم دی. ښايي غواړي ووايي چې موږ به په هره موضوع بحث وکړو خو په دین باندې بحث نه کوو. ښايي په دې خبره کې نور مفاهیم او مقصدونو پراته وي چې ویونکي به یې لا ښه توضیح کړي.

دا چې دین د انسانانو لپاره د هویت یو مهم عنصر دی، هېڅ شک په کې نشته خو دا چې دین د هویتي عنصر کچې ته راټیټ کړو یا یې همدا په خپل ژوند کې د کارولو تر ټولو مهم ځای وګڼو، داسې پېچلې موضوع ده چې کله کله داسې عوارض رامنځته کوي چې بیا به اکثره دینداران ورباندې ټینګار نه کړای شي.

څنګه چې اشاره ورته وشوه، هویت اساساً د ګټې وټې لپاره کارول کېږي او د دنیوي ګټو د حاصلولو مهمه وسیله ده. په هویت د نورو په نظر د وګړي مقام تثبیتېږي او هغوی پوهېږي چې څه رنګ اړیکي ورسره ټینګ کړي او کوم امتیازونه ورته ومني. هویت اساساً د بېلولو کار کوي. هویت پولې جوړوي او شخصي حریم رامنځته کوي. هویت د دې سبب کېږي چې څوک وویاړي، په خپلو وړتیاوو ونازېږي، او له نورو سره خپل توپیر وښيي. دا د هویت لازمې دي چې د دغو توپیرونو پر اساس هم وپېژندل شي او هم په هویت پورې تړلي حقونه او امتیازونه په ښکاره تر لاسه کړي.

له بلې خوا، څرنګه چې څېړونکو او فیلسوفانو موندلي دي، د بشر په تاریخ کې د شخړو علت همدا ګټې وټې دي. کله چې د ګټو خبره وي، تقابل، جدل، شخړه، دښمني او جنګ هم ورسره وي. له رقیبانو سره د مقابلې لپاره او کله چې د پلویانو د پیدا کولو خبره وي نو هویت پر یوه مهمه وسیله اوړي. په تاریخ کې ډېر داسې کسان تېر شوي دي چې ځانونه یې په یوه خاص توکم پورې نښلولي دي، ځانونه یې د یوه مشوره کس له ذاته ګڼلي دي، له چا سره د خپلوۍ دعوا یې کړې ده، او د درواغو شجرې یې ځان ته جوړې کړې دي چې خپله خوا غښتلې کړي او رقیبان وځپي.

هویت تل نه، خو ډېر کله تعصب زېږوي. یو علت یې دا دی چې هویت یوازې وار له واره ګټې نه رانغاړي – سره له دې چې غالباً همداسې وي. پر دې سربېره، هویت اروايي ریښې هم لري. کله چې څوک په یو نوم، صفت، شجره، ځانګړنې او وړتیاوې پېژندل کېږي، بیا نو هغه ته د دې شیانو ساتنه او ننګه مهمه شي. که څوک د دې هویت یا د هویت د کومې برخې بد ووايي یا ورباندې نیوکه یا تېری وکړي، وګړي دا پر ځان باندې تېری ګڼي.

هویت د هر چا لپاره بریدونه ټاکي او په دې لاره د هغه د ځانغوښتنې غریزه ارضا کوي. هویت کله کله د غرور، تکبر، ځان خوښوونې او د نورو د تحقیرولو سبب کېدای شي او وګړی په اخلاقي لحاظ را پرځوي. البته تل داسې نه وي خو کله کله وي. هغه وګړي چې دغه عیبونه لري معمولاً په هغو شیانو نازېږي چې دوی ته یې هویت ورکړی دی او دغه هویت دوی ته حق ورکوي چې ځان تر نورو بر او یا نور تر ځان ټیټ وبولي.

دا عقلاني چاره ده چې څوک دې د خپلو ګټو په خاطر په خپل هویت پورې نښتی وي خو په دې چاره کې غیر عقلاني اړخونه هم شته. د بېلګې په توګه، یو څوک فارسي ژبې ته لېواله دی ځکه چې دا یې مورنۍ ژبه ده. هغه له فارسي شعر او ادب سره آشنا شوی دی او د دې ژبې له ښکلاوو سره یې مینه پیدا کړې ده. هغه تصور کوي چې مورنۍ ژبه یې د نړۍ بهترینه ژبه ده. خو وروسته بیا د ژبپوهنې مطالعه کوي او ګوري چې د دې علم له نظره هېڅ ژبه کامله او بې نقصه نه ده. هره ژبه ځینې ستونزې لري او فارسي هم. دی د فارسي ژبې له ستونزو سره په منطقي بڼه آشنا کېږي، مثلاً هغسې چې د فارسي ژبې نوموتی ژبپوه رضا باطني ویلي دي. هغه د زړه له تله دا مني او دا موضوع ورته علمي مسلمات ګرځي. تر دې ځایه پورې خو کار ښه روان و.

خو فرضاً هغه سبا د داسې کسانو محفل ته ځي چې مورنۍ ژبه یې فارسي نه ده. البته دا به ژبپوهانو محفل نه وي او بحثونه به یې هم د ژبپوهنې نه وي. هلته ځینې کسان پر فارسي ژبه نیوکې کوي او عیبونه یې یادوي. کېدای شي دغه نیوکې یا ځینې یې د ژبپوهنې په لحاظ سمې وي خو دا چې دلته دا خبرې د ناپلوي علمي بحث په حیث نه، بلکې د یوې بلې ژبې د ویونکو له خولې راوتلې دي او پر فارسي ژبې یې برید کړی دی، نو دغه کس ناپلوی نه شي پاتې کېدای. داسې نه ده چې هغه ته به دا نیوکې ناسمې او هوايي ښکاري بلکې په دې چې د هغه د هویت پر یوه عنصر برید شوی دی. دا مثال د هرې ژبې د ویونکو لپاره کارولی شو او همدارنګه د هویت پر هر عنصر لکه ګوندي، سیمه‌ییز، مذهبي او نورو عناصرو هم تطبیقېږي. په دې ټولو حالتونو کې هویت د خپل رواني ریښو په خاطر د غبرګون او داسې کړنو سبب کېږي چې کله کله غیر منطقي ښکاري.

دین د هویت په حیث د بېلولو وسیله کېږي. دا چې ولې په هر دین کې دننه مذهبونه رامنځته کېږي، وجه یې همدا ده. په صدر اسلام کې، په لومړي سر کې مسلمانانو یوازې یو مذهب او یو نوم درلود او هغه «مُسلِم» یعنې مسلمان و. په همدې هویت سره له نامسلمانانو سره توپیرېدل. کله چې د مسلمانانو خاوره پراخه شوه او لویې ډلې اسلام ته را واوښتې، بیا نو دغه نوم نه شوای کولی چې د ټولنې مختلفو سیاسي او ټولنیزو ډلو ته هغسې هویت ورکړي چې له رقیبانو څخه ورباندې بېل او پر هغوی بر شي. همدا خبره وه چې د دین په منځ کې نور واړه مذهبي هویتونه رامنځته شول. دغه واړه هویتونه یا د سیاسي تمایلاتو پر اساس لکه علوي، اموي، عباسي، خوارج، یا د علمي تخصصونو پر بنسټ لکه محدثین، فقیهان، زُهاد؛ یا د سیاسي – ژبني مسایلو پر بنا لکه عربي، موالي، شعوبي؛ یا د فرقو پر اساس لکه سني، شیعي، خوارجي، مرجئي؛ او یا د فقهې پر بنا لکه حنفي، شافعي، حنبلي، مالکي، جعفري؛ یا د عرفاني تمایلاتو له مخې لکه نقشبندي، چشتي، قادري، شاذلي، سهروردي، رفاعي، سنوسي؛ یا د کلام پر اساس لکه اشعري، ماتریدي، اهل حدیث، معتزلي رامنځته شول. دا بهیر د اسلام د تاریخ په اوږدو کې روان و او څومره چې وخت تېرېده، هماغومره نور نوي نوي هویتونه د لویې مجموعې په منځ کې راټوکېدل چې نن سبا یې نوې بڼې هم وینو لکه سلفي، جهادي سلفي، اخواني، دیوبندي، مودودي، بریلوي، حزب اللهي شیعه، ملي مذهبي شیعه، او لسګونه نور چې ځینې یې سیاسي مبناوې لري او ځینې نور یې فرهنګي یا نورې. دا بهیر به په ګانده کې هم روان پاتې شي او راتلونکي نسلونه به د نورو نویو هویتونو  د زېږېدو شاهدان وي.

نو څوک چې د دین په عیبونو پسې وي، یو دلیل چې پر دین د نیوکې لپاره یې راوړي، همدا ده چې دین د انسانانو تر منځ د تفرقې او اختلاف او بیا د دښمنۍ سبب کېږي او نتیجه یې جنګونو او ورانۍ وي. هغوی وايي چې د انسانانو تر منځ یوازې دا تفرقه نشته چې ځینې په یوه دین کې وي او ځینې په بل کې بلکې په هر دین کې دننه داسې کسان شته چې ادعا کوي چې د دین اصلي نسخه له دوی سره ده او د هماغه دین له نورو لارویانو څخه خپله لاره بېلوي. دا تجربه تقریباً په هر دین کې، په تېره بیا په لویو او مشهورو دینونو کې شته. د درې اویا فرقو خبره همدا تاریخي واقعیت تأییدوي. دغې نیوکې ته هغه ساده ځواب دا دی چې دا عیبونه هله پیدا کېږي چې دین یوازې د هویت په حیث وي.

اسلام او هویت په اوسني افغانستان کې

ډېره اوږده موده، ښايي په څو پېړیو کې، په دې سیمه کې چې اوس افغانستان نومېږي، هغه دیني پیغام چې ډېرو زړونو ته یې لاره کوله، د عارفانو پیغام و چې ویل یې دین د معنویت ګوهر له ځانه سره لري او د حقیقت د لټون لاره ده او شریعت دغه تلپاتې ګوهر ته د رسېدو لاره ده.

په جوماتونو، خانقاګانو او ان په شپنیو کورنیو بانډارونو کې مثنوي معنوي، د خواجه عبدالله انصاري مناجاتنامه، د غزالي کیمیای سعادت، د سنايي حدیقه، د عطار تذكرة الاوليا، د سعدي بوستان او ګلستان، دیوان حافظ، او په دې وروستیو وختونو کې د جامي نفحات الانس او د بېدل غزلیات لوستل کېږل او دیني او اخلاقي تعلیمات به د عمومي ژوند په رګونو کې بهېدل.

د دغو تعلیماتو پر بنا، په ټولنه کې به داسې اخلاق بابېدل چې د ځانغوښتنې او ځان خوښنې پرېښودل، نورو ته درناوی، ظواهر کم ارزښته ګڼل او د باطني صفا د اصل منل، تر عقل د عشق غوره ګڼل، او د عشق تر سیوري لاندې د خدای له نورو مخلوقاتو سره په ګډه اوسېدل په کې شامل وو.

د همداسې اخلاقیاتو د خپرېدو په اثر د هویت دعوا، د زه او ته ناندرۍ، د موږ او نورو شخړې، او له دې خبرو راټوکېدونکې دښمنۍ خپل ځای زغم او تېرېدلو ته پرېښوده او ګواکې هر چا د حافظ دا خبره بدرګه کوله چې: با دوستان مروت، با دشمنان مدارا.

البته منظور مو دا نه دی چې هېڅ جنګ به نه و، بلکې سختې خونړۍ جګړې هم کېدلې، خو دغه جګړې به عمدتاً هغو حاکمانو او پادشاهانو کولې چې لا ډېر واک، ډېرې ځمکې او ډېر شیان به یې غوښتل او کله کله به یې خپلو جګړو ته دیني رنګ ورکاوه او ښکاره خبره ده چې بېګناه وګړي به هم په کې زیانمن کېدل.

خو له دې سره سره، بیا هم د ټولنې ارزښتونه هماغه وو چې د عارفو صوفیانو له تعلیماتو څخه حاصلېدل او ان جنګیالیو حاکمانو به هم هماغه ارزښتونه منل، سره له دې چې عملي کول به یې نه، خو کله کله به له خپلو کارونو پښېمانه کېدل او د وجدان په عذاب به اخته کېدل. ځینې به کله کله خانقاه ته هم ورتلل او صوفیانه خویونه به یې کول او ځینو به یې د صوفي پیرانو لاسونه ښکلول او دعا به یې اخیسته.

په دې ټولو دورو کې په ټولنه کې همدغسې دیني روحیه چې لږ یا ډېر عارفانه خوند په کې ګډ و، چلېدله او ورسره هم مهاله په ټولنه کې د شیخ او مفتي او محتسب لپاره هم ځای ځایګی و او مفسر عالم هم له پامه نه غورځېده. خو، ان د فخر رازي غوندې لوی فقیه عالم به هم د عارفانو احترام کاوه او د خپل تفسیر په پای کې به په عارفانه لطایفو پسې هم ګرځېده.

البته کله کله داسې کسان هم پیدا کېږي چې د دین په نامه به یې دوکان کړی و او په دین کې به یې خپلې ګټې وټې کولی. حافظ د دې کسانو په اړه ویل چې له قرآن څخه یې د ریا او تزویر لومه جوړه کړې ده او تر هغې پورې چې همداسې ریا کوي، مسلمان به نه شي.

له دې ټولو موردونو سره سره په آخر کې به خلک په هغه پیغام پسې تلل چې زړونه یې کرار روحونه یې تازه کړي، او د مینې او پخلاینې سبقونه ورکړي چې اغزي ګلونه شي او د دوه اویا ملتونو جنګ ته توجیه پیدا کړي.

دا وضعیت له خپلو لوړو ځوړو سره روان و، تر هغې پورې چې دنیوي ایډیالوژۍ را ورسېدې او خلک یې د کور، کالي، ډوډۍ په لانجو اخته کړل. دوی دعوا کوله چې بې‌طبقې ټولنه به رامنځته کوي او کارګران او خواري‌کښان یې پاڅون ته ور وبلل. دوی د واکمنو را پرځولو ته ملا وتړله او هغوی په وژلو او انقلابي انتقام وګواښل. دوی دین د ملتونو اپیم وباله او په همدې دنیا کې یې د جنت د جوړولو زېری وکړ، داسې جنت چې د پانګوالو، شتمنو او هغو کسانو پر ککریو جوړېږي چې خواري نه کوي. دا خبره به پرېږدو چې د دې جنت پر ځای یې څه ډول دوزخ را ته جوړ کړ!

په دې نوې دعوا کې د زغم او تېرېدلو خبره، مدارا ته رابلل، د پخلاینې ستایل، شعر ته غوږ نیول، له ادبیاتو سره وخت تېرول، ریاضت او د نفس تزکیې ته ملا تړل، په قدسي چارو لاس پورې کول، ټول بې معنا او خرافي کارونه بلل کېدل او کله کله خو خیانت هم ګڼل کېدل. یوازینی شی چې په دې بازار کې یې خریدار درلود، انقلابي شور او ولولې او غټې غټې وعدې وې چې داسې فاضله مدینه او بې عیبه دنیا به جوړوو.

په دې نوي اخ و ډب کې ځینو د دین لمن ونیوله چې وګوري څه ورباندې کولی شي. دوی غوښتل دا وازمايي چې له دین څخه څنګه وسله جوړولی شي چې خپل حریف پرې وپرځوي او میدان ځان ته خالي کړي او بیا د اقتدار او انتصار پر ګډۍ کېني. له دې شېبې وروسته نوی دود رامیدان ته شو او د دین داسې نسخې جوړې شوې چې د آخرت تر غم د حاضرت سودا ورسره ډېره وه او تر اخروي سعادت دنیوي رقابت ته یې زیات فکر کاوه. د دیندارۍ په دې نسخه کې سیاست له دیانت او دیانت له سیاست سره یو شان وو. له اخ و ډبه ډکې مظاهرې ورته تر ټولو آرام چلند ښکارېده او ترور او اختطاف ورته عادي خبرې وې. تر دې وروسته، شبنامه او روزنامه، اساسنامه او مرامنامه او داسې ډېرې نورې نامې باب شوې؛ د شرق او غرب په اړه خبرې ډېرې شوې او له هندو او سیکهـ، مسیحي او یهودي او بودايي سره لاس او ګرېوان کېدل، جهاد وبلل شو او د رحمت او رأفت ځای مذهبي او فرقه‌يي شخړو ونیو.

په دې ډول دیندارۍ کې لومړنۍ معمولې اندېښنې د نامسلمانانو په لاس د اسلامي نړۍ د تېلو او ګازو غارت او د حاکمو نظامونو رټل دي. حاکم نظامونه ځکه پړ ګڼل کېږي چې د عمومي خدمتونو په وړاندې کولو، د اسهامو د بازار په تنظیمولو، د اسلامي بانکوالۍ په ښه کولو، د تولید په زیاتولو، په نړۍوالو بازارونو کې له رقیبانو سره په مقابله کې، او لنډه دا چې په یو مخ دنیوي چارو کې ناکام دي. البته په ټولنه کې د ښځو د حضور او ونډې پورې تړلي تابوګان هم، چې ظاهراً دیني مسأله ښکاري خو په حقیقت کې کاملاً دنیوي چاره ده، د دعوې دنګلې موضوع وي.

د دیندارۍ په دې نمونه کې، د تسامح خبرې کول تسلیمي ګڼل کېږي؛ د مهربانۍ پیغام وېرېدل او ډارنتوب؛ او د پخلاینې غږ خیانت تعبیرېږي.

په دې ډول دیانت کې اسلام ته د هویت د یوه جز او ابزار په سترګه کتل کېږي، کټ مټ د ژبې، جغرافیې او هغو نورو هویت جوړوونکو عناصرو غوندې چې له نیکونو راته په میراث کې پاتې کېږي. د دې هویت دفاع او پر حدودو او ثغورو یې دعوا په داسې رسالت بدل شوي دي چې که همدا رسالت ادا کړې، ګواکې ټول دیانت دې سم شوی دی او که ادا یې نه کړې، نه دې لمونځونه کومه ګټه لري، نه دې دعا او عبادت کومه معنا لري.

دا هویت بیا په نورو وړو هویتونو ماتېږي او سني او شیعي، صوفي او سلفي، حنفي او حنبلي، اخواني او تحریري، جهادي او تبلیغي، دېوبندي او بریلوي، او داسې نور هویتونه ورنه زېږي چې هر یو یې له بل سره دعوې دنګلې کوي، ان کله کله د یو بل وینې تویوي چې خپل هویت بر وښيي او د بل مشروعیت ورنه واخلي. د دې ډول دیندارۍ کار کرښې ایستل او بریدونه ټاکل، د خپل دریځ کلکه دفاع او د نورو پر حریمونو حملې کول دي. دلته د اشتراک ځای افتراق نیسي او د خواخوږي ځای بد نیتي. څه چې دلته د چا چندانې نه وریادېږي، هغه اخلاق دي.

په دې ډول دیندارۍ کې څوک د مخالفانو د وژلو پر مهال زړه نا زړه نه کېږي او د نورو د کورونو له ورانولو ډډه نه کوي، ځکه چې د خپلې ډلې د هرې ګټې لپاره له شریعت څخه توجیه پیدا کولی شي، ان که دا توجیه کمزورې هم وي او خپل کار ته داسې تأویلونه پیدا کولی شي چې مشروع ښکاره شي.

دلته هلته داسې عالمان هم شته چې له حالته ځورېږي او داسې صوفیان شته چې له دې حالته ګیله‌من دي او داسې روښانفکران شته چې ورباندې نېوکې کوي، خو د هویت اسلام د جنګي فیل غوندې هرې خوا ته حملې کوي او د نیوکو او فکر کولو لپاره چا ته موقع نه ورکوي. د دې سره دښمنو هویتونو د جوړولو په اخ و ډب کې د کرکې دیانت خپل سیوری غوړوي او د حقیقت او معنویت اسلام ته بیا وده کولو موقع نه ورکول کېږي. د معنوي اسلام هغه نیالګی چې مهینې عارفانه غوټۍ پرې ټوکېدلې وې، نه پرې ښودل کېږي چې د اخلاق او فضیلت له مېوو په ډکې ونې بدل شي. دا یوازې د افغانستان کیسه نه ده، بلکې په نورو مسلمان مېشتو هېوادونو کې هم همدا کیسه تېره شوې ده یا تېرېږي.

افغانستان د عرفان له پرځېدلو څخه د بنسټپالنې تر عروجه پورې:

د دې ټولنې د نن او سبا لپاره تصوف او عرفان څه کولی شي، په تېره بیا هله چې مذهبي بنسټپالنه ورځ تر بلې له لا لویو ښکرو او منګولو سره را څرګندېږي.

تصوف او عرفان، د اوسنۍ بنسټپالنې بر خلاف، کومه نوې پدیده نه ده، بلکې په دې سیمه کې تر ټولو پخوانی دیني بهیر دی چې له دوهمې هجرې پېړۍ راهیسې تل د پراخېدو په حال کې و او د اسلامي تمدن له غوړېدا سره سم، وغوړېده او د دې تمدن له مړاوې کېدو سره سم، په ځنکدن شو.

هاغه مهال چې د اسلامي عرفان د عروج دور و، صوفیانه طریقتونو په دیني ارشاداتو د خلکو د ذهنونو په خړوبولو کې مهم نقش درلود. تر هغو مسلمانو حاکمانو او پاچاهانو چې په نارو سورو به یې ځانونه د اسلام او شریعت خپروونکي بلل، دې طریقتونو د دیانت د غوړېدا او د اخلاق او معنویت په خپرېدا کې لا زیات کار کاوه.

څنګه چې صلاح شادي د تهذیب مدارج السالکین په کتاب کې ښودلي دي، د صوفیانو تعلیمات پر څلورو محورونو بنا وو: د انسان رابطه له ځانه سره، د انسان رابطه له نورو انسانانو سره، د انسان رابطه له نورو مخلوقاتو سره، او د انسان رابطه له خپل خدای سره چې د هرې رابطې لپاره خپل خپل اصول او ادبونه وو. ډېرو مسلمانو عارفانو، بې له دې چې د شریعت اعتبار ته زیان ورسوي، شریعت ته یې د داسې لارې په سترګه کتل چې انسان پرې معنوي تجربې کولی او په آخر کې حقیقت ته رسېدلی شي. هغوی خپلو مریدانو ته دیني فضایل او ادبونه په منظمه بڼه ورښوول. هغو مشرانو چې په دې برخه کې د نظر خاوندان وو، ځان ته د اجتهاد خپل طریقه درلوده. دوی ځکه ورته طریقت ویل چې په مرسته یې د حقیقت په لوري لاره پرانیستل شي [طریقت په عربي ژبه کې لارې ته وايي. ژباړن]، هغه حقیقت چې د انسان په ژوند کې د اخلاقي فضایلو په عملي کېدو سره پیلېده او له مطلق حقیقت سره، یعنې له الهي ذات سره په وصال ختمېده. د انسان د اروا راسپړل او سلامتي ته یې پام کول چې د نفس تزکیه او تهذیب بلل کېده، د صوفیانو یو مهم کار و. څه چې صوفیانو ته تر ټولو کم راښکونکي وو، په دنیوي چارو لاس پورې کول وو، په تېره بیا د سیاست او قدرت طلبۍ لانجمنې او له شخړو ډکې چارې. صوفیانو به تر هر څه زیات پر نفس او دنیا نیوکې کولې او عیبونه به یې را سپړل. د نفس معنا د انسانانو ځانولۍ او ځانغوښتنه ده او د دنیا دوې معناګانې وې، ثروت او قدرت چې زیاتېدل یې د انسان د ژغورنې او خلاصون د لارې خنډ ګڼل کېږي.

اوسني خلک او ناقدان پر عرفان او صوفي‌ګرۍ دا نیوکه کوي چې هغوی به چارې خورا زیاتې رازجن کولې، عقل او تجربي پوهه به یې کم ارزښته ګڼل او له فلسفې سره به جوړ نه وو. دا کارونه پخپله د خرافاتو د بازار ګرمېدو ته لاره هواروي. ښايي همدا عاملونه د اسلامي تمدن په کمزوري کولو کې لاس درلودلی وي ځکه چې هر تمدن او هر فرهنګ یوازې به عقلاني انتقاد پايي او غوړېږي او کله چې د داسې عقلانیت ځای جبر او تسلیمېدل ونیسي او د چارو د عقلاني ارزولو لپاره کوم ابزار نه وي، نو هغه فرهنګ او تمدن راپرځي. دا هماغه څه دي چې په اسلامي تمدن کې هم را پېښ شول. ښايي دا به د انصاف خبره نه وي چې ټول پړه د تصوف او عرفان غاړې ته واچوو، ځکه چې په داسې بدلونونو کې د سیاست، اقتصاد، هنر، پوهه، او فرهنګ له نقش څخه انکار نه شو کولی او صوفیان د دې تمدن یوازې یوه برخه وه، هغه هم داسې برخه چې په یوه ګوټ کې ناسته وه او له دنیوي چارو سره چندانې لېواله نه وه. په دې ‌ډګر کې مستبدو حکومتي نظامونو، تړلیو فرهنګي منظومو، او بې‌کاره تعلیمي سیستمونو لوی لاس درلود.

ډېره موده کېږي چې زموږ په سیمه او هېواد کې د تصوف زور ختلی دی او څو پېړۍ کېږي چې هېڅ لوی نظریه جوړوونکی، هېڅ لوی عارف شاعر، او هېڅ عارف مشربه دینپوه مو نه دی لرلی. یوازې لاهوري اقبال و چې له اسلامي عرفان سره همفکره و، البته هغه هم پر صوفیانو نیوکې کولې، که له اقباله را تېر شو، نور نو په ندرت سره داسې نامتو کسان پیدا کولی شو چې د مولانا او ان د جامي او بېدل وږم ترې ولټېږي. البته په دې وروستیو وختونو کې څو دیني نوفکران پیدا شوي دي خو لا یې د مسلمانانو په منځ کې خپل ځای ځایګی نه دی موندلی. دا چې تصوف او عرفان پرځېدلی دی، یوازینۍ نتیجه یې دا نه ده چې د خرافاتو بازار غوړېدلی دی او د ځینو کار و بار یې سم کړی دی – سره له دې چې دا خبره هم مهمه ده – خو تر دې لا مهمه خبره دا ده چې د اغېزناکو عرفاني شخصیتونو او عرفاني بهیرونو نه شتون، هغو نویو سیاسي ډلو ته د ودې لاره هوراه کړه چې د دین په نامه د دنیا کار و بار کوي او درګرده لګیا دي چې د حکومت واګي په لاس کې واخلي او که د دې کار لپاره ان د وینو ویالې هم بهوي. دا د اسلامي بنسټپالنې بهیر دی چې د اصیل اسلامي تصوف او عرفان په نه شتون کې یې د مسلمانانو معنوي تنده په کاذبو شیانو ماتوي او د هویت او دیانت په ګډولو سره د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ دعوې کوي او معلومه هم نه وي چې د دې دعوې د پوره کولو لپاره کوم پلان او پروګرام لري.

دیني بنسټپالنې څومره چې یې وس و، هماغومره یې د شریعت پر ظاهر باندې تمرکز باب کړی دی او اخلاق او معنویت یې له پامه غورځولی دی. اوس چې د دې بهیر له پیله قریب یوه پېړۍ تېره شوې ده، اسلامي ټولنې په اخلاقي لحاظ تر پخوا زیات پرځېدلې دي او په انساني لحاظ په ناوړه حالت کې دي. هغه دیانت چې بنسټپالنه یې بابوي، مستقیمه نتیجه یې له خدای څخه لرې کېدل او قدرت ته ور نژدې کېدل دي. دوی په همدې وجه، د الهي صفتونو په منځ کې تر هر څه زیات حاکمیت یادوي او د شریعت په تعلیماتو کې هغو تعلیماتو ته څڼې غورځوي چې له سیاست سره رابطه ولري. سیکولرایزېشن که د دنیوي کولو او دنیاپالنې په معنا وي، نو دا بنسټپال مسلمانان دي چې د مسلمانو صوفیانو او عارفانو برخلاف، دنیوي وسوسې په مسلمانانو کې زیاتې کړې دي او د دین معنوي تومنه لرې کړې او پر ځای یې د ثروت او قدرت دنیوي لانجې په کې اچولې دي. خو دا چې دا کار په سم منطق سره نه دی ترسره شوی، نو نتیجه یې داسې بې ډوله سیکولریزم دی چې نه اجازه ورکوي چې ټولنې مو واقعاً دیني ټولنې پاتې شي او نه پرېږدي چې ټولنې په رښتیا سیکولرې شي.

نن سبا هغه ځوان مسلمان چې د بنسټپالو تبلیغات ورباندې اثر کړی وي، د دې پر ځای چې فکر وکړي چې د خدای رضا څنګه حاصلولی شي او په کومو فضایلو او اخلاقي مکارمو د معنویت په لاره سمېدلی شي، فکر یې په دې خبرو بوخت وي چې د عربستان تېل چېرته ځي، په منځني ختیځ کې د ایران نقش څه دی، د امریکا نفوذ به چېرته ورسېږي، د ترکیې په انتخاباتو کې به کوم ګوند ډېرې رایې واخلي … او همدغه خبرې هغه ته دیانت او عبادت ښکاري. اعتکاف او خلوت چې پخوا د روح د صیقل کولو مهمه چاره ګڼل کېدل، اوس یې خپل ځای په مجازي شبکو کې ګوندي تبلیغاتو او رقیبانو او مخالفانو ته سپکو سپورو او زنده باد و مرده باد ویلو ته پرې اېښی دی. خبره دا نه ده چې څوک دې په دغو موضوعاتو کار نه لري یا ګواکې مسلمانان حق نه لري چې په دې مسایلو بوخت شي، بلکې خبره د داسې چارو د ترسره کولو په منطق کې ده. یعنې باید وپوهېږو چې کوم کار تعبدي چاره ده او په تعبدي منطق باید ترسره شي او کوم کار تعقلي چاره ده چې باید خپل منطق یې وپالو.

د بنسټپالنې په اړه ډېرې خبرې کولی شو خو دلته به غوره دا وي چې پر دې فکر وکړو چې د صوفیانو او عارفانو له میراثونو څخه د مسلمانو ټولنې د وضعیت د ښه کولو لپاره څنګه کار اخیستلی شو. ځینې صاحب نظران په دې باور دي چې اسلامې عرفان د بنسټپالنې ښه بدیل دی، خو باید وګورو چې دا کار څنګه کېدلی شي.

اسلامي عرفان سره له دې چې د دین د لومړي لاس له منابعو څخه یې الهام اخیستی دی خو د انساني هڅې او اجتهاد محصول دی چې د تاریخ رنګ پرې کېناستلی دی او په مختلفو دورو کې د مسلمانانو د تاریخي او فرهنګي ضرورتونو په ځواب کې راټوکېدلی دی. که دې میراث ته د تقدس په سترګه وګورو، بیا به یې نقد کولی نه شو او تر هغې پورې چې سم نقد نه وي، معقول چلند او ډیالوګ ورسره نه شو کولی. هر میراث چې د اوسني پېر نه مخکې نړۍ پورې تړاو ولري، که یوازې په مونولوګ اخته وي او یوازې خپلې خبرې وکړي او زموږ وانه وري، نو نننۍ ټولنې به بندې لارې ته ورسوي او له اوسنۍ نړۍ سره په مخامخ کېدو سره به ټولنه په کړکېچ اخته کړي. د مسلمانو عارفانو له میراث سره د خبرو اترو پیلول او ورسره راکړې ورکړې کول د دې میراث د کارولو یوه ښه لاره ده. دا کار په نویو تیوریو او نننیو علومو ترسره کولی شو.

همدارنګه د اسلامي عرفان ژبه د تېرې زمانې ژبه ده، داسې ژبه ده چې د هغو انسانانو ذهنیت ته جوړه وه چې په رازناکه نړۍ کې اوسېدل او د ډېرو طبیعي چارو له بیانولو عاجز وو. د دې لپاره چې د اسلامي عرفان زېرمې راوسپړو، د ژبې رمزونه یې باید پیدا کړو او لږ تر لږه یوه برخه یې په نننۍ ژبه ولیکو چې د اوسنیو نسلونو په طبع برابره شي.

د اوسنیو ناقدانو په نظر، د پیر او مرید رابطه پخوا داسې وه چې نتیجه یې له پاسه ښکته خوا ته عمودي رابطه وه چې له پخوانۍ نړۍ سره جوړېده او زموږ په فرهنګ کې یې په مختلفو نومونو د استبداد او دیکتاتورۍ بابولو ته لاره هواروله. نن په کار ده چې دا رابطه افقي بڼه خپله کړي چې دیموکراتیکه فضا رامنځته شي او د پير او مرید دوه اړخیزې خبرې اترې په کې وي، هماغسې چې په مډرنو پوهنتونونو کې د استاد او محصل تر منځ وي او د پوښتنو لپاره کوم محدودیت او فکر کولو لپاره کومه وېره نه وي.

اسلامي عرفان له نویو پوهنو لکه ارواپوهنې، ټولنیزې ارواپوهنې، وګړپوهنې، او ان عصب‌‌پوهنې څه ګټه اخیستلی شي، هماغسې چې په پخوا کې یې د یونان او هند او لرغوني ایران له میراثونو څخه ګټه اخیستل شوې وه. په دې کار سره به نوي عصر د مسلمانانو روحي او اروايي اړتیاوو ته ځواب وویلی شي او هغه ځوابونه به تکرار نه کړي چې پخوانیو انسانانو ته ورکړل شوي وو او د هغوی خپل ضرورتونه یې پوره کول.

په همدې ډول، هغه سیالي چې له پخوا وختونو راهیسې د فقیهانو او عارفانو تر منځ روانه وه او کله کله به د یو بل په نفي کولو او رټلو تمامېده، خپل ځای همکارۍ ته ورکړي. د دې کار تر ټولو ښه لاره دا ده چې د هر یوه د تخصص قلمرو مشخص شي. دا چې ویل کېږي چې د مډرنې نړۍ ځانګړنه د قلمرونو بېلول او د هر قلمرو د خپل منطق کشفول دي، هسې خبره نه ده. که دا خبره له نورو تخصصونو او قلمرونو سره د عرفان د رابطې د تعیینولو لپاره وکارول شي، نو ډېره مرسته به وکړي.

لنډه دا چې که د مسلمانانو عرفاني میراث د هغوی د فقهي او کلامي میراث په شان بیا ورغول شي او اصلاح شي، د خرافاتو دوړې ورنه وڅنډل شي، او نوې تیورۍ او پوهنې یې هم مرستې ته ور ودانګي نو تمه کېږي چې په اسلامي نړۍ کې د افراطي ایډیالوژیو لپاره مناسب بدیل شي. تر هغې پورې چې دا کار نه وي شوی، دا وېره به وي چې ساده پاک زړي مسلمان ځوانان به په آسانۍ سره د افراطي ډلو د تبلیغاتو په لومه کې ولوېږي. افراطیان به ورباندې د جنت زېری کوي او دوی به یې په خپل خیال کې ترسیموي، داسې جنت چې لاره ورته یوازې د انفجار او انتحار په سړک تللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب