Homeخبرونهامریکا: له افغان هوايي ځواک سره د مرستو پر څرنګوالي بحثونه روان...

امریکا: له افغان هوايي ځواک سره د مرستو پر څرنګوالي بحثونه روان دي

تاند (چهارشنبه د جوزا ۱۹) امریکایي چارواکو ویلي، د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د مرستو پر لارو چارو یې بحثونه پیل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې افغان هوايي ځواک د امریکا مرستو ته اړتیا لري نو له همدې امله د پوځ د مرکزي قومنداني لوړپوړي چارواکي پر دې فکر کوي چې څنګه وکړی شي د دغه هوایي ځواک په پیاوړتیا او ساتنه کې خپلې همکارۍ جاري وساتي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې امریکایي چارواکو ژمنه کړې، چې د افغان پوځ د تجهیزاتو په ساتنه او ترمیم کې به همکاري کوي او د افغان هوايي ځواک په پیاوړتیا کې به خپلو مرستو ته هم دوام ورکوي.

تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې دوی د افغان هوايي ځواک پياوړي کولو او ملاتړ ته ژمن دي.

امریکا: د افغان هوايي ځواکونو، پیاوړتیا او تجهیز ته دوام ورکوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...