د پاکستان د پټو زندانونو کيسې
درېمه برخه
د لوږې اعتصاب
له کمانډر سره د جګړې له همدې ورځې نه ما د لوږې اعتصاب وکړ؛ نه مې ډوډۍ خوړه او نه مې اوبه څښلې. د استخباراتو په جېلونو کې غذايي اعتصاب کومه ګټه نه لري؛ ځکه چې هلته نه خبري رسنۍ خبرېږي او نه خلک؛ خو ما غوښتل چې نورو بنديانو ته جرات ورکړم او راويې پاروم، په وره کې به ولاړ وم او هر افسر مفسر به چې راته؛ نو په لوړ غږ به مې ښه څانډه، بزدلي او ظلمونه به مې يې ورته په ګوته کول، زما خبرې به ټولو بنديانو اورېدې او په هغوى به داسې لګېدې لکه د زړه ټکور او د زخم پټۍ. ځينو ملګرو به راته نصحيت هم کاوه چې دومره سختې خبرې مه کوه او تاوان به درته وکړي، دا ظالمان دي… خو ما پروا نه کوله. په کوټنۍ کې راسره قرآن کريم ؤ، هغه ته به مې ګوته ونيوه او افسر ته به مې ويل: دا قرآن وايي چې ته مرتد کافر يې، ستا باداران مرتدان کافران دي… يوه ورځ يو افسر را سره ولاړ ؤ، خبرې يې کولې؛ د دې لپاره چې ماته وښيي، چې ګنې مسلمان دى، راته ويې ويل: زه ځم د لمانځه وخت دى، لمونځ کوم. ما ورته وويل: ستا لمانځه ته هېڅ اړتيا نشته، ته له اسلامه خلاص يې ، ستا له اسلام سره هېڅ تعلق نشته، زه درته وايم چې لمونځ مه کوه، قرآن ته مې لاس ونيوه او ورته ومې ويل چې دا د الله تعالى کتاب وايي چې دا مرتدان دي…
بيا د وره له مخې نه لږ ګوښه شو ، نسوار يې توکړل او بېرته رامخامخ شو، راته ويې ويل چې ستا په مخکې نسوار نه توکوم؛ ځکه چې ته خو هر څه ليکې، بيا به دا زما نسوار هم په کتاب کې ليکې. ما ورته وويل : هو دا ستا نسوار به هم ليکم او _ په کونج کې د ميتيازو ډولچې ايښې وې، هغو ته مې ګوته ونيوه چې – دا به هم ليکم اوستاسودابوينه کوټنۍ ، ستاسو بزدلي، ستاسو ظلمونه او نور… ټول به ان شاءالله ليکم.
بيا مې ورته دا شعر ووايه:
ماتـو زولـنــو کـې مـې حـــق ووايــه
ماتې زولنې راته بيا جوړې شوې
تور غليمان سپينې سپينې نه مني
تورې بهانې راته بيا جوړې شوې
کله به مې چې ( تور غليمان ) يادول ،نو تور کمانډر ته به مې ګوته ونيوه.
يو ځل يې زولنې را اچولې؛ نو د اردو دا شعر مې ورته ووايه:
تندى باد مخالف سې نه گهبرا ای عقاب
يه تو چلتي هی تجهې اونچهې اړانې کيليي
“عقابه د مخالف لوري د باد له ګړنديتوبه مه ډارېږه، دا خو ستا د لا لوړولو لپاره چلېږي”. بيا مې زولنو ته لاس ونيوه او ورته و مې ويل :
پېغلوته زينت وي مړوندونه له بنګړو سره
خونـد کوي لاسونه نارينه له زولنـو سره
پښتون افسر وويل : واه واه بيا ووايه.
د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې د ولږې اعتصاب هېڅ ګټه نه لري او زه ملګرو ته دا مشوره ورکوم چې هلته اعتصاب مه کوئ، ډېر خلک په اعتصاب کې مړه شوي دي. خو زما قضيه ځکه مختلفه وه چې ځينې پښتانه افسران د پنجابيانو له افسر شاهۍ نه هم تنګ شوي وو او زما په هکله د ملاحسين د پرکټيو (حيات الله، روح الله او ولي الله) شيطاني، جاسوسي او بې غيرتي هم ورمعلومه وه، نو ځکه ما دا محسوس کړې وه چې د دغو پښتنو افسرانو څه ناڅه خواخوږي له ما سره وه. لنډه دا چې دولږې اعتصاب مې چې پيل کړ، کمانډر په ټېلفون خپل افسران خبر کړل او تر اسلام اباده خبره ورسېده . په لومړۍ ورځ يو افسر کوټې ته راغى او سوال زاري يې راته وکړه، چې هړتال (اعتصاب) مات کړه! ما ورته وويل : ما دا اعتصاب د ټولو بنديانو لپاره کړى دى او زما درې غوښتنې دي چې په دې کې د يوې د منلو ژمنه مو راسره نه وي کړې اعتصاب نه ماتوم.
١- دا چې که ستاسو مجرمان يو، نو په کوم قانون دلته پراته يو؟ ولې مو له خلکو پټ ساتئ؟ او ولې جرم نه راپه ګوته کوئ ؟.
٢-که امريکايانو ته مطلوب يو، هغوى ته مو وسپارئ.
٣- که د افغانستان چارواکو او کرزي ته مطلوب يو، هغوى ته مو وسپارئ.
دا اعتصاب ما ددې ټولو بنديانو لپاره کړى دى، ددې ټولو برخليک بايد وټاکل او څرګند شي.
په دې درېو خبرو کې به يوه هرومرو منئ، که نه زه اعتصاب نه ماتوم . دا افسر لاړ او بېګاته دوه نور راغلل، په دغه وخت کې ما څادر اغوستى ؤ او پروت وم ، غږ يې راته وکړ، خو ما پرې ځان ناګاره کړ، زما ملګري: خليل صاحب ته يې وويل: ده ته ووايه چې اعتصاب مات کړي او ډېرې خبرې يې ورته وکړې، بلکې د صبر، اجر ،ثواب او اسلام مکرجنې خبرې يې پيل کړې…
دوى هم ناکام لاړل، سبا ته سپين ږيرى افسر (چل ول چاچا) راغى، د باندې يې وغوښتم، د زندان په انګړ کې پر يوه چوکۍ هغه کېناست او پر بله زه ، ډېرې خبرې يې وکړې او راته ويې ويل چې دلته خلکو اعتصابونه کړي او بيا وهل شوي دي، په زوره پرې اعتصاب مات شوى دى، وژل شوي دي …
څوکيدار ته يې وويل: منډه کړه جوس راوړه. ما انکار وکړ . ښه ځه پۍ (شودې) راوړه. ما انکار وکړ. اخر يې دودپتي (د شودو چاى) او بسکټ راوغوښتل، ما ونه خوړل او هغه خپله وخوړل . هغه ناکام شو او زه بېرته کوټنۍ ته دننه شوم.
بېګاته بل افسر راغى، هغه هم ناکام ستون شو.
سبا بېګاته د شپې يوولس بجې لوى پښتون افسر راغى چې کله کله به مخکې هم راته . برېت او ږيره دواړه يې خرېيلي وو،کله پتلون واچوي او کله د پښتنو جامې اغوندي؛ ما ورته څو ځل سختې سختې خبرې هم کړې وې ، راته ويلي يې وو : چا ويل چې په پاکستان کې قانون دى؟! …
داسې برېښېده چې زما خبرې پرې ښې لګېدې او د آى ايس آى له پنجابي افسر شاهۍ نه تنګ ؤ.
دا ځل چې راغى، زمونږ د کوټنۍ مخې ته ودرېد او راته ويې ويل چې اعتصاب مات کړه ځان ته تاوان مه رسوه .
ما انکار وکړ او په خپل دريځ مې ټينګار وښود. کمانډر ته يې وويل چې دى را اوباسئ.
په زولنو کې خو لا له مخکې نه تړلى وم ، دروازه يې پرانسته، سترګې يې راوتړلې او روان يې کړم .
ما هم په ځان دا منلې وه چې وهي به مې او نور بنديان چې زما له اعتصاب نه ټول خبر شوي وو او له افسرانو سره زما په لوړ غږ خبرې يې هم اورېدې ؛ ټولو افسوس کاوه چې وهلو ته يې بوته.
د باندې د انګړ بلې خواته د تعذيب او تحقيق هغې کوټې ته يې وغوښتم چې پنجابي پکې وهلى وم ؛ په يوې چوکۍ هغه کېناست ، په بلې زه او په منځ کې مېز ؤ. پنجابي څوکيداران له نيم کښه وره د باندې ولاړ وو او غوږ يې نيولی و .
افسر راته وويل: اعتصاب مات کړه ، دا ظالمان دي ، ستا په اعتصاب ددوى هېڅ پروا نشته؛ بلکې لا خوښېږي. دا خبرې يې پنجابي څوکيدار ته ور واورولې، ځکه چې پښتانه افسران د آى ايس آى له پنجابي څوکيدارانو نه هم ډارېږي.
څوکيدار يې په اوبو پسې ولېږه او زر زر يې پوه کړم، چې ستا په هکله زمونږ د مثبتو راپورونو له کبله دې اعتصاب اغېز کړى دى …
خو اوس يې زما په خوله مات کړه.
ما ورته وويل چې تر څو دې زما په درې مطالبو کې د يوې د منلو ژمنه راسره نه وي کړې، اعتصاب نه ماتوم . ډېرې خبرې مو سره وکړې، ما ګرمې او هغه نرمې ويلې، اخر يې راته وويل چې ماته يوه مياشت وخت راکړه، ستا په مطالبو کې به يوه ومنل شي، مونږ بې وسه يو، خپل نهايي کوښښ کوو، ستا په هکله ډېر ځله له اسلام آباد نه پنجابيان د تحقيق لپاره پوښتنې راولېږي؛ خو مونږ تا نه خبروو او ستا په ګټه يې ځوابوو، اوس اعتصاب مات کړه. د يوې مياشتې په ژمنې ما د اعتصاب د ماتولو ژمنه وکړه، راويې ايستم، څوکيدارانو سترګې راوتړلې او کوټنۍ ته يې ننه ايستم. زه چې کوټنۍ ته ننوتم؛ نو لومړى مې اوبه وڅښلې، چې ډېر تږى وم، ملګري چې خبر شول، ډېر خوشحاله شول.
دلته د خوراک هېڅ نه وو، د آرمي له سټيډيم (پوځي لوبغالي) سره مرکز ته يې په خپل ګاډي کې څوکيداران ولېږل. له ده سره راغلى بل لوړ رتبه پښتون افسر _ چې د باندې په ګاډي کې ناست ؤ او د نتيجې انتظار يې کاوه – دننه راغى، زمونږ د کوټنۍ مخې ته ودرېد او له ما سره يې خبرې پيل کړې. ده د پښتنو جامې اويوجمپراغوستى ؤ چې زما ملګري پرې د افغان ګومان وکړ، ما ورته وويل چې له اصله خوافغان دى؛ خو اوس د انګرېزي پولې دې بلې غاړې ته دى.
ږيره يې خرېيلې او برېتونه يې پرېښي وو ، خبرې يې پېښورۍ کولې؛ خو يو ځل يې بې پامه بل خواته مخ واړاوه او د قبائلو په زږه لهجه وغږېده. لومړى منکر ؤ، خو وروسته يې اعتراف وكړ چې د آى ايس آى افسردى . له دې افسر سره چې ما خبرې پيل کړې؛ نو خوند يې ورکړ، چوکۍ يې راوغوښته ، د کوټنۍ مخې ته د اوسپنيزو ډنډو له دروازې د باندې کېښوده، پرې کېناست او له ما سره يې خبرې پيل کړې . په دې وخت کې نو مونږ دننه د انګرېزانو په پخوانيو جوړو شويو کوټنيو کې وو، چې د بهر امريکايي کوټنيو نه لږې ارتې وې، مونږ درې کسان پکې وو، نور دوه ملګري يو د تيرا خليل صاحب او بل د ننګرهار د کترغي قاري فضل الله صاحب ؤ. هغوى دواړو غوږ ايښى ؤ او مونږ خبرې کولې.
په دې کې له مرکز نه شودې اوپړ سېدلې ډوډۍ راورسېدې. ګرمې شودې، پستې ډبل ډوډۍ اوزه ددرې ورځو نهر، نو ښه مې وخوړې او په خوړلو خوړلو کې مې له هغه سره خبرې هم کولې.
ورته و مې ويل:
ـ تاسو زه د کتاب په ليکلو نيولى يم ؟! ستاسو په طاغوتي قانون کې خو هم د کتاب ليکل جرم نه دى . بيا مو لومړى له مونږ سره ظلم وکړ ، په امريکايانو مو وپلورلو ، ډالرې مو راباندې واخيستې ، نور بې ګناه مسلمانان مو په امريکا وپلورل، د ډالرو لپاره مو په بې ګناه خلکو بمبارونه وکړل، امريکايان غولوئ، خپل خلک غولوئ ، اسلامي امت غولوئ. او د بزدلۍ خو مو دا بريد دى، چې په شا مي روډ مو له خپل دفتر سره د سيمټولويې لويې ګلدانۍ کتار کړې دي. ټول خلک په دې پوهېږي چې دا ګلدانۍ نه دي او تاسو د ډار له امله جوړې کړې دي چې څوک بمي چاودنه و نه کړي…
ـ مسکى شو او راته ويې ويل: تاته هر څه معلوم دي .
ـ په تاسو کې دا جرأت هم نشته چې له مونږ سره د ظلم له پاسه زمونږ قلم وزغمئ؟! .
نور هم په خبرو کې وړاندې لاړم ، سپينې سپينې او سختې خبرې مې ورته وکړې . هغه راته وويل:
ـ که تا دا خبرې په افغانستان کې کړى واى؛ نو څه حال به دې ؤ؟!.
ـ هر څه چې وو، زه به حق وايم ، تل به يې وايم او په هر ځاى کې به يې وايم. هر څه چې راپېښ شوي وو، پروا نشته بيا مې مخکني شعرونه ورته وويل.
د آى ايس آى او ايم آی تعذيب
د پاکستاني استخباراتو (آى ايس آى) او (ايم آی) جېلونه له ګردې نړۍ نه سخت، وحشي او ځوروونکي دي. بندي د کيکرو په وچو خنډينو لښتو او ډانګونو داسې وهي چې ټول تغمې تغمې او ټپي ټپي شي ، بندي کېنوي ، پښې يې راټولې ودروي، لاسونه ورته له پړکو راتاو کړي او زولنې پکې واچوي . بياتر زنګنو لاندې او د څنګلو له پاسه يو اوږد اوسپنيز پايپ (بمبه) ورننباسي، بيا يې د کوټې دکونج په دواړو دېوالونو کې سوري جوړ کړي دي، په پښو کې د ورکړي پايپ دواړه سرونه په سوريو کې ورننباسي او په دې ترتيب بندى ځوړند شي. جامې يې لا مخکې ترې ايستلې وي، نور يې نو تر هغه وهي چې وينې ترې وبهېږي او څوکسان يې په وهلو ستړي شي؛. د پېپسي په بوتل يا بل ښيښه يي بوتل يې کېنوي او په ولو ورته زور کړي چې ټول بوتل يې په مقعد کې ننوځي ، پلې او رګونه يې وشلېږي، وينې ترې روانې شي، بيا نو اودس ماتی نه ټينګولى او نه کولى شى.
جامې ترې وباسي، په خوټو کې ورته د پړي حلقه واچوي او کلکې يې وتړي ، بيا يې په کوټه کې يو خوا بل خوا راکاږي، هغه چيغې او سورې وهي ، راپرېوځي، کله کله بې سده شي، خو چې په سد شي، بيا يې هم نه پرېږدي.
له ماسره د وزيرستان دوه ورونه بنديان وو، محمدعمر (محمدخان ) او محمد جان نومېدل ، هغوى ته يې همداسې تعذيبونه ورکړي وو، چې تر ډېرو ورځو يې له ميتيازو سره وينه راتله او بې درملو پراته وو ، ورنونه او ملا يې په ډېرو وهلو تک تور اوښتي وو ، زخمي شوي وو ، او پوستکي ترې اووښتي وو ، ډېر بنديان په دې کار له جنسي عمل نه پرېوځي.
شېر احمد وزيرستانى يو ځوان هلک ؤ، له محمد جان سره يې په ډېره اسماعيل خان کې نيولى ؤ، هغه يې په وهلو سر بېره په لګېدليو سګرټو هم داغلى ؤ، د داغونو نښې يې تر اوسه په بدن شته.
په لاسونو کې ورته زولنې واچوي او چت پورې يا د اوسپنيزو ډنډو په دروازې پورې يې داسې را ځوړند کړي چې ايله يې د پښو د ګوتو سرونه په زمکه لګېږي او په دې ترتيب لس او شل ورځې لږ او ډېر ځوړند وي، چې نه اوبه ورکوي ، نه خواړه. ډېر بنديان په تعذيب کې مړه شي، بيا يې چېرته په وياڼۍ يا نهرکې وغورځوي او يا يې په کومه کنده کې ښخ کړي. په پاکستان کې چې بې وارثه مړي په لارو کوڅو ، نهرونو او پټو کې موندل کېږي، هغه اکثره آى ايس آى او ايم آی وژلي وي.
د چارسدې دوه ورونه يې نيولي وو، مېرمنې يې د هغوى په مخکې بربنډې کړې وې . هغوى چې غيرتيان، ننګيالي او ايماندار خلک وو، له ډېر خفګانه يو پکې لېونى شوى او د وينو کانګې او نس ناستى پرې لګېدلى ؤ. دواړه يې دومره وهلي وو چې يو پکې مړ شو، هغه بل يې له مړي سره خوشې کړ او ورته ويې ويل چې حال به نه وايې، که نه ستا به هم همدا حال وي.
د باجوړ يو ځوان يې وهلى ؤ ، د سر، پښو او نور بدن د هډوکو په برمه کولو يې وژلى ؤ.
د پکتيا يو مهاجر صالح محمد د صدې په کارخانو کمپ کې اوسېده، د لېوني قبېلې ؤ، زمونږ دکوټنۍ په خوا کې ؤ او ډېره سختي يې ورسره کوله . له هغه سره مونږ د څوکيدارانو د غفلت په وخت کې خبرې وکړې.
دا چې څنګه مو وکړې؟ دا به ځکه نه ليکم، چې بيا د آى ايس آى مجرمان د هغه راز مخه نيسي، سره ليدل مو نه؛ خو غږونه مو يو تربله سره اورېدل. سنټرل جېل ته زما د راوتو پورې د صالح محمد صاحب څه له پاسه څلور کاله شوي وو ، هغه راته خپله وويل چې شپږ غاښونه يې راته په تعذيب کې په زور مات کړي دي، دپښو او لاسونو د ګوتو ټول نوکان يې راڅخه ايستلي دي او د وهلو ټکولو او ځوړندولو خو پوښتنه مه کوه.
د خليل تيرا وال کيسه خو مو مخکې وکړه چې په ورنونو يې ورته اوږد پېړ لرګى ايښى ؤ،د لرګي په يو سر او بل سر دوه کسان ودرېدل او درېم کس دغه بازو ډوله لرګى په ورنونو ښکته پورته ځغلاوه او رغړاوه.
د مومندو يو بندي راته کيسه کوله چې په برېښنا (بجلۍ) يې يو سيخ د سکروټې غوندې سور کړ او په مقعد يې راومانډه، اوس چې اودس ماتی کوم له سترګو مې اوښکې څاڅي او دومره زور راکوي لکه اور چې را څخه تويېږي . بيا له مونږ نه جلا شو پوه نه شوم چې مړ به وي که ژوندی؟.
يو بل د وزيرستان بندي راته وويل : د دروازې په وت کې يې زما د تناسل آله ورکړه او دروازه يې پرې راپورې کړه، کړيکې مې وکړې، په سترګو مې توره تياره شوه، ډېر وخت رانه وينې بهېدې او اوس داسې نه محسوسوم چې زه نريم.
د سوات د يو مطلوب طالب خور يې بېولې وه ، بربنډه کړې يې وه، په شرمځاى يې داغونه ورکول … او ورته ويل يې: زر کوه ورور دې راوښيه چې چېرته دى؟.
له خوټو پورې د دروند وزن ځوړندول ، په اوبو کې ډوبول او ساه بندول ، په وهل شويو ټپونو مالګې، مرچکي او نوشادر اچول او نور داسې بوږنوونکي تعذيبونه او ځورونې چې د انسان غونى ورته زيږ ېږي، له زړه نه ورته وينې او له سترګو اوښکې څاڅي…په جېلونوکې وژل او دا ټول تعذيبونه دپاکستان په پټو جېلونوكې ورځنی دود ګرځېدلى دى.
د آى ايس آى او ايم آی مجرمانو د خپلو جېبونو د ډکولو او ډالرو لپاره داسې وحشي ځورونې راخيستې دي چې د دوى باداران يې هم نه کوي …
د پاکستان بزدل پوځ او بزدل استخبارات بې وسو اوبې دفاع خلکو ته تکړه دي د هندوستان له وېرې نه خښتګونه ډکوي کوي.
د پاکستاني استخباراتو د ډول ډول ځورونو کيسې ډېرې زياتې دي چې د ايې يواځې څو بېلګې دي. او دا هغه کيسې دي چې ما پخپله ليدلي دي ، د بنديانو په بدن مې داغونه ، زخمونه او وينې لېدلي دي او خپله يې راته کيسې کړې دي . له کومو نه چې مونږ خبر شوي نه يو هغه به لا څومره او څنګه وي؟!
ځورونو ته يې خاص کسان ساتلي دي چې ښه خوراکونه او شېدې ورکوي او په ډېرو خوړو د چاغو مېښوپه شان پړسېدلي دي.
د آى ايس آى مجرمان ډېر کسان په پټو جېلونو کې وژني، ځينې بنديان د قبائلو پولټيکلۍ ته ورکړي او هلته يې د انګرېزي تور قانون (ايف سي آر) لاندې جېل ته ولېږي، د دروغو پلمې او دسيسې ورته جوړې کړي او په کلونو کړېږي.
ماته يې هم داسې دسيسه جوړه کړه، چې تفصيل يې وروسته راځي. اوس دې نو لوستونکي پرېکړه وکړي چې د آی ايس آى په مجرمانو فدايي حملې (ښندونکي او استشهادي بريدونه) ولې ونه شي؟. له دغوبې وزلو، بې وسو او بې دفاع ننګياليو او غيرتيانو سره چې دومره ظلمونه وشي، نو دوى او ددوى خپلوان، دوستان او ننګيالي مسلمانان ولې د آى ايس آى د مجرمانو خوبونه حرام نه کړي؟ او ولې يې بچي اوښځې داسې ونه ژړوى لکه دوى چې د بې ګناه مظلومانو ميندې ، خويندې او بچې ژړوي؟!. آيا د دوى په خلاف جهاد فرض نه دى؟ .
دې افسر د ګوانټانامو د زندان د حالا تو په هکله راڅخه ډېرې پوښتنې وکړې، ما لنډ لنډ معلومات ورکول او ورته ومې ويل چې نور په ( ماتې زولنې) کتاب کې وګوره . مسکى شو او ټنډې يې د حال په ژبه راته وويل چې ته لا اوس هم ( ماتې زولنې ) يادوې؟!. ماخبرې لنډول غوښتل او هغه اوږدول،کله چې ګوانټانامو ته د انتقال په وخت کې پړاو په پړاو په وحشي ډول د جامو د ايستلو او بربنډولو خبره راغله؛ نو ويې ويل چې مونږ خو له چانه جامې نه باسو، مونږ له امريکايانو نه ښه يو. خو لنډ ګواه پيدا شو او خليل تيراوال ورته وويل چې ولې نه ؟ له مانه مو جامې ايستلي او داسې داسې تعذيبونه مو راکړي دي . له دې سره بېخي چوپ شو ، لاړې يې ونښتې ، رنګ يې وواهه او سخت خړ شو. ما ورته کيسه وکړه او ددوى د ادارې د جرمونو په هکله مې ډانګ پېيلې اوسپينې ورته وويلې . دا کس اګر چې افسر و، خو له پنجابي څوکيدارانو نه سخت وېرېده.
خبرې ډېرې اوږدې شوې آخر پاڅېد، زما نورو دواړو ملګرو ته يې مخ راواړاوه، ماته يې لاس ونيوه او هغوى ته يې وويل: له تاسو سره داسې سړى شته او تاسو لا اوس هم خپه يئ؟!.
هغه لاړ او مونږ يې پرېښودو.
په دې منځ کې ( چل ول چاچا) هغه زړه بړستن هم په يوې لېلامي بړستن بدله کړه، چې ډېره نرۍ وه، خو پاکه وه.
د ربړونو او کړاوونو…… ؛ خو له الله سبحانه وتعالى سره د اړيکو جوړولو او ټينګولو شپې او ورځې وې چې تېرېدې.
چل ول چاچا
(چل ول چا چا ) يا (چاچا چل ول ) د آى ايس آى هغه مکار، دروغجن او څو مخى افسر ګوټى ؤ، چې ماته لومړى ځل کوټنۍ ته راغلى ؤ او مخکې يې ما يادونه کړې ده؛ سپين ږيرى ؤ، خوږيره يې په بېخ کې بيتي کوله او کله کله به داسې راببره شوه لکه د پالشي زوړ خوړل شوى او سولېدلى برش. (چا چا) په اردو کې تره (کاکا) ته ويل کېږي؛ د هغه د عمر له کبله ورته پنجابي څوکيدارانو (چاچا) ويل او بنديانو د هغه د مکر له امله ورته (چل ول چاچا) ويل.
(چل ول چاچا) به چاته ويل چې زه د خوراک ټېکه دار يم ، چاته به يې ويل : ما دا کور په کرايه ورکړى دى، چاته څه او چا ته څه.
د بنديانو څارنه ، خوراک ، علاج او نور ډېر کارونه يې کول. پنجابيانو ورته (چاچا) (کاکا) ويل ؛ خو د بنديانو منځ کې ورته ډېر نومونه اخيستل کېدل ، لکه: چاچا چل ول،چاچادجال،چاچاخنزير،چاچا منافق، چاچامرتد او داسې نور…
د هغې لامل دا ؤ چې د بنديانو د غولولو کوښښ به يې کاوه او ګمان يې کاوه چې ګنې بنديان يې په مکر نه پوهېږي.
نوى بندي به چې راغى، ورسره به کېناست ، پروېز مشرف او نورو حکومتي چارواکو ته به يې کنځلې وکړې ، خير دى په نېکانو داسې حالات راځي ، کومه ګناه به درنه شوې وي، الله تعالي به اجر درکړي او نورې داسې خبرې به يې وکړې چې تا به ګمان کاوه چې ډېر ښه سړى دى ، خو چې له مکره به يې خبر شوې، نو توبې به دې ايستې…
بندي به ناروغ ؤ، خو ده به لوړ رتبه افسرانو ته ويل چې دروغ وايي . ډېر ځله به چې بندي بېخي بتر شو او پرې به واته؛ نو چې روغتون ته به يې بوت؛ ډاکټرانو به ورته ويل چې ظالمانو دا خو مري اوس مو راووست؟!
چا چا چل ول کمانډر ته پونسټان ګولۍ ورکړې وې چې څوک به ډېر وکړېده؛ نو يوه ګولۍ به يې ورکړه.
ډول ډول دروغ به يې ويل ،نن يوه خبره ، سبا بله ، بل سبا بله او دا د دروغو سلسله پاى ته نه رسېده، مونږ خپله واورېدل چې چاچا چل ول دننه له بندي سره يوه خبره وکړه او چې له دېواله پنا شو، نو خبرې يې لا اورېدل کېدې چې بندي ته يې کنځل وکړل او کمانډر ته يې د دننه خبرې په خلاف بله وويله.
وايي چې دروغجن حافظه نه لري . چاچا کله کله کوم ناروغ زمکتل (له زمکې لاندې کوټې) ته بوځي ، هلته د آى ايس آى افسر راشي او چاچا مريض ته وايې چې دا ددې بېمارۍ سپېشلسټ (متخصص) دى، خو بل ناروغ يا د همدې بېمار د بلې ناروغۍ په وخت کې بيا هماغه ډاکټر ته د هغې بلې بېمارۍ سپېشلسټ وايي او مخکنۍ خبره ترې هېره وي.
بې درمله ناروغان
د آى ايس آى په پټ جېل کې اکثره پخواني بنديان په (TB) ( سل ، نري رنځ ) او نورو ساري ناروغيو اخته شوي دي او د سل له تشخيص نه وروسته هم له روغو بنديانو سره بې درملو پراته وي . تر دې چې کله ناروغي د درملنې قابل پاتې نه شي او آخري بريد ته ورسېږي، نو يا مړ شي چېرته يې وغورځوي او يا يې ( سي ايم ايچ ) پوځي روغتون ته بوځي، هلته څو ګولۍ ورته واخلي او بيا يې کورته رخصت کړي . خو دا کورته لېږل ډېر لږ دي، اکثره زاړه بنديان بې درمله کړېږي او پراته وي ؛ د شوګر (شکرې) ، دزړه او د وينې د فشار ناروغان مياشتې او کلونه بې معاينې پراته وي چې ډېرپکې ومري.
چاچا چل ول ورته د ډېرو ويلو نه وروسته خپله کومه ګولۍ تجويز کړي. هغه خپله د شکرې په ناروغۍ اخته دى؛ خو د بنديانو لپاره عمومي متخصص او جنرل سپېشلسټ دى . که د چا د سترګو تکليف وي ، که د زړه ناروغي وي، که د پښتورګيو ستونزه وي او يا بله …. چاچا چل ول ورته هماغه يوه ګولۍ ورکوي، هغه هم له ډېرو ويلو او کړېدلو نه وروسته.
کله کله د ناروغ تکليف زيات وي، نو د شامي سرک د مرکزي دفتر د پټ جېل د زمکې لاندې کوټې ته يې په تړلو سترګو او زولنو کې بوځي، هلته د آى ايس آى کوم افسر راشي ، چاچا چل ول ناروغ ته وايي چې دا ډاکټر ددې ناروغۍ سپېشلسټ دى او افسر ته سترګه ووهي ، د آى ايس آى بې ضميره افسر سټېسکوب په ناروغ کېدي او بيا ورته يوه ددرد او يوه د خوب ګولۍ وليکي. دا هم هغه چا ته نشته چې وژل يې غواړي.
ډېر داسې ناروغان وي چې په مياشتو او کلونو پراته وي، کړېږي او يوه ګولۍ هم نه ورکوي ، ځينې ومري او ځينې په مزمنو ناروغيو اخته شي . د روغو او ناروغوګډ ژوند، تعذيبونه، اندېښنې ، ناوړه سلوک ، چټل چاپېريال، ناسم خواړه ، بې لمره ژوند او په درملنې كې بې غوري هغه لاملونه دي چې ناروغۍ زېږوي او زياتوي . ريښتيا چې (انسان تركاڼي كلک تر ګل نازک دى ) د آى ايس آى په پټو زندانونوكې بنديان هغه بوږنوونكي كړاوونه ګالي چې غونى ورته زيږېږي.
د بنديانو خواړه
د بنديانو خواړه پنجابي ساړه او خامسوزه چپاتي (پتيرې ډوډۍ) او دال وي . کله کله چې پخه غوښه راشي، نو څوکيداران غوښه ترې لرې کړي ، هغې ته په برېښنايي منقل نوى تبى وکړي او پاتې هډوکي چې غوښه بالکل ورپورې نه وي ، يو يو هډوکى سړي سر په سړې ښورواکې ورته واچوي او ور يې کړي . پنجابي پتير چپاتي چې د پنجاب په هوټلونو کې تازه پخېږي، هغه زما ډېر خوښ دي او هغه چې ګرم را ووځي اوسوي نه وي، نو ډېر ښه وي لکه کاغذ غوندې نري نري وي.
خو دا هغسې نه دي ، دا هم پتير، هم پېړ، هم خامسوزه او هم ساړه وي. ډېرو بنديانو ته د معدې ستونزې پيدا شوې دي، يو بندي کيسه کوله چې د اوزبکستان يو بندي ؤ، هغه به چې دا سړه پتيره وخوړه؛ نو په خېټه به يې درد شو ، هغه به دال مال هسې خوړل او دا پتيرې يې نه شوې خوړى . کله کله چې کوم ناروغ هېڅ نه شي خوړى او څو ورځې تېرې شي؛ نو په ډېرو غوښتنو ورته يو پاو (۲۵۰ ګرامه) ماسته مقرر شي، د هغو نيمې پيسې چاچا چل ول ووهي، څه کمانډر ووهي او لږ غوندې چې پاتې شي، هغه نيم د شپې څوکيدار وخوري،په پاتې کې اوبه واچوي او بندي ته يې ورکړي، چې يو کمکى ماشوم هم پرې نه مړېږي.
که د چا معده ښه وي او دال پتيره هضمولى شي، نو يوڅه ګوزاره يې پرې کېږي.
نور بيا