چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د امریکا د تازه مرستې هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت د امریکا د تازه مرستې هرکلی وکړ

تاند – د افغانستان حکومت د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیون ډالرو بشردوستانه مرستې هرکلی وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن شنبه/ د جوزا ۱۵ه/ خپره شوې په کې راغلي چې افغان دولت د امریکا د بشردوستانه مرستو او دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو د دوام ستاینه کوي.

د اعلامیې له مخې، متحده ایالاتو د سولې بهیر پر ګړندي کولو، د چټک اوربند پر ټينګښت، د روانې اوږدې جګړې پر پای ته رسولو هم ټینګار کړی دی چې افغان حکومت یې ستاینه کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو پرون جمعه له افغانستان سره ۲۶۶ ملیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) وویل، دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ ملیون ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ ملیون ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.

امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د بشري مرستو اړتیا خورا زیاته شوې ده.

پر جګړو او له کبله یې د لکونو افغانانو د بې ځایه کېدو او کورونا وایرس ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیمې یو وار بیا سختې وچکالۍ ځپلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب