جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاندړ: طالبان د جګړې په اصولو کې استثنا نه پيژني، ټول خلک...

اندړ: طالبان د جګړې په اصولو کې استثنا نه پيژني، ټول خلک یې هدف ګرځولي

تاند — د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته په ټول هیواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن شنبه/ د جوزا ۱۵مه/ پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه شمېر کې وسله وال او چریکي بریدونه شامل دي.

د ښاغلي اندړ په خبره، د افغان ځواکونو دفاع کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په خبره یې د ۶۳ بریدونو او چاودنو مخه یې نیولې ده.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو چې ټاکل شوې په سپټمبر کې بشپړ شي.

رحمت الله اندړ دغه راز زیاته کړې چې وسله والو طالبانو یوازې په تیره اونۍ کې په ۲۷ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان وژلي او ۱۲۶ نور یې ټپيان کړي دي.

نوموړی وايي چې طالبان د جګړې په اصولو کې استثنا نه پيژني او په خبره یې د هغوی له اعمالو معلومیږي چې له ځانه پرته یې نور ټول خلک یې هدف دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو د جګړې زیاتېدو ترڅنګ د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکول کیږي.

ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم په هیواد کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي، که چیري طالبان د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن وي باید د سړک غاړې ماینونو له ځای پر ځای کولو څخه ډډه وکړي.

مېرمن اکبر یو ځل بیا په هېواد کې پر سراسري اوربند ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي په هکله داسې مهال راپورونه ورکول کېږي ټاکل شوې په نژدې وختونو کې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرات پیل شي.

د افغان چارواکو په خبره چې د دولت د مذاکراتي ټیم غړي د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

طالبانو تراوسه د خپلو بریدونو او ملکي تلفاتو په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. د روح الله احمدزی او ستا ارقام متناسب او به احصایه برابر نه دی که د روح الله دیوې شپې ارقام ضرب دیوې میاشتی بیا یوه کال او بیا ددوه لسیزو کړی نو کیدای شی چې نور طالبان ختم وی نو داسولې ته بیا دکوم رژیم خلک دوحې ته روان دی؟
    ستا ارقام ډېر ماشومانه دی ځکه احصایوی منطق کې برابر نه راخی ۱۴۵۵، ۶۳، ۲/۱، ۲/۲ په ۲۷ ولایاتو داچې بیا ته څه داددې مانا نه ورکوی چې ولس ته د نادان اوګروګان په سترګه کتل جرم دی .
    ما په تلویزیو کې ستا خبرې اترې چې زیاته برخه یې لافې او بآټې وې واورېدې زه په همغه سترګه تاوینم کوم چې دانور هم دښخو دحقوقو په نوم ،ماشومانو ، دبیان دازادی او ملکی تلفاتو پرنوم همدا یوه ټاپه باندې به بل چا ورتپی نو امنیت دچا کار دی وزګوړیه؟
    دادبسوګی واد ه کې ستا په خبره که رښتیا ۲۷ ولایاتو کې کړکېچ روان وی نو څو یې ستا سو د بې مالګې شوروا کنترول لاندې دی عجب دوه سری حالت شو . داصولو استثنادی بل شرم. ټول ولس ږوند او ګونګ نه د ی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب