Homeخبرونهتخار کې یوه غیر مسؤل قوماندان یو شمېر ملکیان برمته کړي

تخار کې یوه غیر مسؤل قوماندان یو شمېر ملکیان برمته کړي

تاند – د تخار د بنګي ولسوالۍ په شینواریو کلي کې د حاجي فتېح په نوم د یوه غیر مسؤل قوماندان وسله والو له لسو زیات ملکي کسان برمته کړې دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر د دې موضوع د پخلي ترڅنګ ویلي چې قومندان فتېح تېره ورځ له خپلو وسله والو سره د بنګي ولسوالۍ دې کلي ته روان و چې د طالبانو له برید سره مخامخ شو او ۱۳ ملګري یې ووژل شول.

د هغه په خبره چې د دغه غیر دولتي قوماندان وسله وال نن سهار بیا شینواریو کلي ته تللي او یو شمېر سپین ږیري او ځوانان یې د دې لپاره له ځان سره بیولي، چې له طالبانو خپل غچ واخلي.

تر اوسه د قومندان فتېح د وسله والو له خوا د نیول شویو ملکي وګړو برخلیک مالوم نه دی.

طالبانو بیا له قوماندان فتېح سره د نښتې او د هغه د کسانو د وژل کېو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...