Homeخبرونهافغان او ترکمن چارواکو په هرات کې د اتو سترو پروژو په...

افغان او ترکمن چارواکو په هرات کې د اتو سترو پروژو په هکله خبرې پیل کړې

تاند (شنبه د جوزا ۱۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکمن سیال رشید میردوف سره د اتو لویو پروژو په هکله خبرې پیل کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو لوریو نن په هرات ولایت کې د تاریخي او فرهنګي روابطو په هکله خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي او اقتصادي همکاریو او سیمه ییز پیوستون پر پراختیا ټینګار وکړ.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر او رشید میردوف په دې غونډه کې د ګازو د لېږد (TAPI)، د برېښنا د لېږد (TOP)، رېل پټلۍ، د مرمر ډبرې د صادراتو، سوداګرۍ او ټرانزیټ، فرهنګي همکاریو، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د افغان سولې پروسې او د کورونا پر وړاندې د مبارزې په هکله خبرې وشوې.

د اعلامیې له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د نن ورځې ناسته به د افغان سولې او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ګټوره ثابته شي او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او د سیمې هېوادونو ترمنځ به سیمه ییز پیوستون ته زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دواړو لوریو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د عشق آباد په رول نظرونه سره تبادله کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددې پروژو په هکله د بحثونو پایلې به وروسته شریکې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...