جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له یوه لوی پلاوی سره افغانستان او سیمې ته سفر پیل...

خلیلزاد له یوه لوی پلاوی سره افغانستان او سیمې ته سفر پیل کړ

تاند(شنبه، د جوزا ۱۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د امریکا د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په شمول د څو امریکايي ادارو له چارواکو سره یوځای کابل، دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکايي پلاوی به د افغانستان د حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې له استازو سره وویني چې د سولې د پروسې په اړه د هغوی نظرونه واوري.

د راپور له مخې، امریکايي پلاوی به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي حللارې او د افغانستان له پرمختیايي چارو سره د امریکا د حکومت د ملاتړ په اړه ژمنه تازه کړي.

په دوحه کې به زلمی خلیلزاد دواړه خواوې وهڅوي چې د سیاسي جوړجاړي لور ته چټک ګامونه واخلي څو هغه پرمختګونه خوندي شي چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره هم وویني او د افغانستان د سولې پر پروسې، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب