چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeدا هم ولولئساينسپوهانو د لومړني بشر د ژبو تر شا «ورک تړاوونه» وموندل

ساينسپوهانو د لومړني بشر د ژبو تر شا «ورک تړاوونه» وموندل

ليکنه: هري بېکر

ژباړه: عبدالحق سلامزوی

څوک چې په هره ژبه غږېږي، بيا هم پر دې «آيکني غږونو» پوهېدای شي.

د يوه هنرمن انځور په بشري ژبه کې د غږيزو څپو استازي کوي.

ايکني غږونو د لومړني بشر ژبو ته لوری ورکړی دی. 

عبدالحق سلامزوی

په يوه نوې څېړنه کې لومړی ځل جوته شوه چې وګړي د آيکني غږونو موخنه معنا، که پر خپله ژبه يې هم نه وي، درک کوي، خلکو لومړني آوازونه د دې لپاره جوړ کړل چې د مشخصو شيانو، موجوداتو او اعمالو استازي وکړي.

د څېړونکو د موندنو له مخې، دغو غږونو، لکه د خرهاري پېښې، چې خوب راښيي، يا غورېدا، چې پړانګ راښيي، د لومړني بشر د ژبو په پرمختګ کې ډېر مهم نقش لوبولی دی.

دغه موندنې له هغو مخکنيو فرضيو سره توپير لري چې ويل يې بشري ژبې د فزيکي حرکاتو او سېګنالونو په مټو پرمختګ کړی دی.

د انګلېستان د بېرمېنګم پوهنتون يو ژبپوه او مشر ليکوال «مارکوس پېرل‌من»  لايو ساينس/Live Science  ته وويل: «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وګړي، چې ژبپوهنيزه او کلتوري مخينه يې هر رنګ وه، د دغو مختلفو غږونو د معنا په انګېرنه کې ډېر ښه وو. دا خبره په ښه ډول راښيي چې څرنګه ګړنۍ ژبې په پښو روانې شوې.»

آيکني غږونه 

په يوه آنلاين تجربه کې پوهانو د ۲۵ بېلابېلو ژبو ۸۴۳ ګډونوال راټول کړل، چې د دېرشو هغو معناو د استازۍ لپاره آيکني غږونه جوړ کړي، چې د کلنۍ بشري سروې لپاره کليدي وو. دوی ته دنده ورکړل شوې وه چې په شپږو کې يوې کلمې ته، د خپلې موخنې معنا په پام کې نيولو سره، د ټاکلي غږ ليکه ورولي. 

د غږنوالي لپاره موخنې معناوې په شپږو ټوليو کې راغونډې شوې وې: 

ژوندي موجودات (ماشوم، سړی، ښځه، پړانګ، مار، هوسۍ)، ناژوندي (چاړه، اور، تيږه، اوبه، غوښه، مېوه)، کړنې (غونډېدل، پخلی، پټېدل، غوڅول، ټکول، ښکار، خوراک، خوب)، ځانګړتياوې (پڅ، تېره، لوی، کوچنی، ښه، بد)، واحدات (يو، ډېر) او اشارې  (this، that / هه او ها).

څېړونکو ته دا غږونه په يوه آنلاين جروبحث کې په لاس ورغلل، خلکو د جايزو د بدلولو پر مهال هغه لومړني آوازونه ثبتول چې فکر يې کاوه د نورو کلمو له منځه يې دا غږونه ښه استازي کولای شي. چا چې يو غږ ثبت کړی، انګرېزي يې ويلې.

په دې تجربه کې د فيصدۍ په حساب خلکو د دغو غږونو معناوې په دقيق ډول د ټاکل شوې مودې په ۶۴.۶٪ وخت کې وښودلې.تر ټولو زيات درک‌وړ غږ د «خوب» لپاره و چې سموالی يې ۹۸.۶٪ وګړيو په ګوته کړ. تر ټولو لږ درک‌وړ غږ اشاري «that/هه,ها» و چې د پخلي کچه يې ۳۴.۵٪ وه. دا ښه تجربه وه، خو ممکن ۱۶.۷٪ (په شپږو کې يو) توکلي ښودلی وي.

په ټوله کې خلک د کړنې او ژوندي سرو پر غږونو تر ځانګړتياوو او اشارو ښه پوهېدل.  پېرل‌من وويل: «دغه درک‌وړ غږونه [کړنې او ژوندي سري] کېدای شي په کلتورونو کې له دغو معناو سره اړيکه ولري؛ په نورو کې بيا کېدای شي د هغه غږ نورې بدلې بڼې وي.»

د ۲۵و ژبو ويونکو ګډونوالو په منځ کې د ۲۰و ژبو ويونکو, د فيصدۍ پر بنسټ, د هر غږ معنا سمه انګېرلې وه، په دې کې د څلورو ژبو ويونکو همدغسې له يوه غږ پرته نور ټول غږونه سم انګېرلي وو او د پاتې ژبې ويونکو له دوو غږونو پرته نور ټول سم ګڼلي وو. هغوی چې د دغه دقت کچه يې ټيټه وه د تای ژبې ويونکي وو چې اوسط يې ۵۲.۱٪ راته او چې چا تر ټولو ښه ترسره کړي وو هغه د انګرېزي ژبې ويونکي وو چې د دقت کچه يې ۷۴.۱٪ وه. 

دويم ځل تر هغې په يوه کوچنۍ تجربه کې چې پکې يوازې ۱۲ تر ټولو لومړني غږونه راغلي وو، د چا په ژبو کې چې رسمي ليکنی نظام نه و، لکه د امازون د باراني ځنګل بومي وګړيو پاليکور، دوی به چې هغه غږونه واورېدل نو بيا به يې هغو انځورونو ته اشاره وکړه چې مانا يې ورسره اړونده/سمه وه، او په دې ډول يې پر دې غږونو پوهېدا څرګنده کړه. دوی تر توکليانو ښه وو او په ښه ډول يې له ليکنۍ يا غږيزې وسيلې پرته د دې غږونو د معناوو د انګېرلو چاره مخته بوتله.

ورک تړاوونه

پېرل‌من وويل چې تر ننه پورې څېړونکو ګڼلې وه چې بشري ژبې د آيکني بدني حرکتونو – لکه د مار د حرکت ښودلو لپاره لاس تاوول – او فزيکي سېګنالونو په مټ پرمختګ کړی دی. د دې تيورۍ پر بنسټ، تر هغه وروسته چې انسانانو له بدني حرکتونو څخه د اړيکو ټينګولو لپاره کاراخيست، مخکني بشر په هغو پسې ورو ورو ګړنۍ کلمې ورزياتې کړې، چې د دغو فزيکي سېګنالونو ځای يې ونيو.

پېرل‌من وويل: «د دغه کار په مټ حس رامنځته کېږي; نو که کوم داسې هېواد ته ولاړ شئ چې ژبه مو يې زده نه وي، نو د ارتباط لپاره د مشاهدې لار نيسئ او غواړئ چې د بدني حرکاتو په مټ خپله خبره وکړئ.»

پېرل‌من دا هم وويل: که څه هم د آيکني غږونو د معنا په تفسير کې زموږ وړتيا راښيي چې ممکن بشر د کلمو د رامنځته کولو لپاره فزيکي بدني حرکاتو ته اړ شوی نه دی. پر ځای يې، ښايي غږونه د ژبو د ساختمان لومړی پوړ و او فزيکي بدني حرکات منفردو کلمو ته وروسته ورزيات شوي دي.

که څه هم ټول څېړونکي له دې نظر سره په يوه خوله نه دي.

لايو ساينس ته د نوي زيلاند د اوکلانډ پوهنتون روانپوه مېچل کوربالېس، چې د ژبو په تکامل کې تخصص کوي، وويل: «د ژبو په تکامل کې د آيکني استازۍ د رول په اړه ډېر قانع کوونکی بحث د  لاس له حرکاتو راوځي. د نښو ژبې تر هغو ډېر څرګند آيکني توکی لري کوم چې وينا يې ترسره کوي.» کوربالېس دا هم وويل چې سره له دې چې «په بشري وينا کې د يوه آيکني جز د شته‌والي په اړه شواهد په زياتېدو دي.»

پېرل‌من زياته کړه: رښتيا خو دا ده، چې د لومړنيو ژبو پرمختګ سلګونه او آن زرګونه کلونه نيولي دي چې ښايي د غږونو او بدني حرکاتو ترکيب پکې يوه پرده لوبولې ده. پېرل من وويل: «موږ لاسونه او يو غږ لرو او له دواړو مو څو ميليونه کاله وبله د اړيکو لپاره کار اخيستی دی.»

د سوېلي کرولينا پوهنتون د ژبو متخصص او کمپيوټري عصبپوه مېچل آربېب لايو ساينس ته وويل: «زه منم چې يوه څوموډلي جرړه خامخا شته، 

يقينياً چې موجودات خپل ځانګړي آوازونه لري چې سره توپير لري او پر خپل نژاد/اصل د لورېينې او مهربانۍ لپاره له آوازي سېمبولېزم څخه کار اخلي. سره له دې چې نور زيات موجودات بيا د ګونګيانو له ژبې کار اخلي.»

خو دا د چرګې او هګۍ مساله ده، سړی په زغرده نشي ويلای چې کوم يو لومړی راغلی: غږ که بدني حرکت?.

پېرل‌من وويل: له انګرېزي ويونکو ورهاخوا«دويم ګام به دا وي چې وکتل شي، چې آيا وګړي وبله پر هغو آوازونو پوهېږي چې کلتورونه او ژبنۍ مخينې يې سره بېلې دي،» بيا به راتلونکې څېړنې«لا زياتې مختلطې ماناوې او غږونه وسپړي» چې وښيي مخکني بشر به ژبو ته څرنګه له دغو آوازونو څخه پراختيا ورکړې وي.

آربېب وويل چې راتلونکي مطالعات به هم د غږونو او بدني حرکاتو ترمنځ پر پرتله ولاړ وي، چې معلومه شي په دواړو کې کوم يو تر بل پياوړی دی، او دا به هم وکتل شي چې کومې کلمې له کومو اړيکو سره جوړېږي.

پېرل‌من وويل: د بشري ژبې د جرړې معلومېدلو اهميت په دې کې دی چې د بشر د معنا په پوهېدو کې اساسي ونډه لري. «دا را ته د بشر د وضعيت، زموږ د تاريخ، له چاپېره دنيا سره زموږ د اړيکو او د دې ماهيت د ښودلو په اړه خبرې کوي چې موږ څوک يو.»

(دغه څېړنه په ساينټيفيک رېپورټس ژورنال کې د مې په ۱۲مه پر ليکه په انګرېزي ژبه خپره شوې وه.

اصلاً په لايو ساينس/Live Science کې خپره شوې وه.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب