Homeخبرونهد لوېدیزې حوزې د علماوو شورا مرستیال محمد کبابیاني ووژل شو

د لوېدیزې حوزې د علماوو شورا مرستیال محمد کبابیاني ووژل شو

تاند — دلوېدیزې حوزې د علماوو او روحانیونو د شورا مرستیال مولوي محمد کبابیاني نن سهار د هرات په انجیل ولسوالۍ کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي مولوي کبابیاني نن سهار هغه مهال ووژل شو چې له جوماته د کور پر لور روان و چې دوو موټر سایکل سپرو پرې برید وکړ.

د ولي زاده په خبره چې برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. تر اوسه ددغه پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

مولوي کبابیاني شاوخوا ۸۰ کاله عمر درلود چې شاوخوا ۳۰ کاله یې د لوېدیځې حوزې د علماوو د شورا مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...