Homeخبرونهد افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره ۱۲ نوي ځایونه د خوندي سیمو...

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره ۱۲ نوي ځایونه د خوندي سیمو په نوملړ کې شاملوي

تاند — ټاکل شوې چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره ۱۲ نوي ځایونه د خوندي شویو سیمو په نوملړ کې شامل کړي.

د دغې ادارې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو سیمو رسمي اسناد د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د رئیس شاه زمان میوندي له خوا پرون لاسلیک شوي دي.

د پکتيا منډهیر، د خوست ادمامد، د لوګر د ازرې طبيعي ځنګلونه، د فاریاب ګرزيوان، د سمنګان کول بست او کول رحمت، د ميدان وردګو د شاه فولادي غره دويمه برخه، د ننګرهار دره نور، د لغمان د دولت شاه طبيعي ځنګلونه، د کاپيسا رېګ روان، د کونړ شمندوک او د دايکندي شهرستان په دغو خوندي شویو سيمو کې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو سیمو له سروې او مطالعې وروسته رسمي اسناد لاسلیک شوي او ژر به د یوې غونډې په ترڅ کې د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وايي چې د خوندي شویو سیمو پراختيا له افغانستان سره د نړیوالو همکاريو په جلبولو، علمي څېړنو، د ګرځندويانو جذبولو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

ټاکل شوې وه چې د ٢٠٢٠ کال تر وروستيو د افغانستان د ټولې خاورې لږ تر لږه پنځه سلنه د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي خو د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي چې تر ټاکل شوي هدف وړاندې تللي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو په اساس تراوسه په افغانسان کې ۲۲ سیمې خوندي شوې اعلان شوي چې د بامیانو بند امیر، نورستان، د بدخشان واخان او په کابل کې کول حشمت خان یې له مشهورو سیمو څخه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...