جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهغزني کې یو قومي مشر او کونړ کې د طالبانو د...

غزني کې یو قومي مشر او کونړ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوي

تاند — سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دوو جلا امنیتي پېښو کې په غزني کې یو تن قومي مشر او په کونړ ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان وژل شوي دي.

په غزني کې وژل شوی قومي مشر محمد عظیم مسلم جار نومېږي، چې یو وخت د دغه ولایت د اوبو رسولو چارو رئیس هم پاتې شوی و.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، وسله والو کسانو نن سه شنبه/ د جوزا ۱۱مه/ په مسلم جار باندې د ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل کور مخې ته برید کړی او هغه یې وژلی دی.

تراوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی، خو د غزني د والي ویاند دا د طالبانو کار بولي.

بلې خوا د کونړ امنیه قوماندان فرید الله دهقان وايي، په یوه ماین چاودنه کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان سلمان وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پر قوماندان سلمان تېره شپه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې په کوټکي سیمه کې ماین چاودلی چې پر مهال یې خپله سلمان او یو ملګری یې وژل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب