جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۳) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۳) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

درویشتمه برخه

۹

لوي پرېکون

په وروستیو پاڼو کې موږ د وروستیو علمي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې چې لیبرالیستي فلسفه ګواښي. اوس به غوره وي چې د دغو علمي او ټیکنالوجيکي پرمختګونو او لاسته راوړنو پر عملي پایلو او نتیجو رڼا واچوو. لیبرالان د ازاد مارکیټ او ډیموکراتیکو انتخاباتو ملاتړ او دفاع کوي ځکه چې دوي وايي هر وګړی خاص او فردي ارزښت لري او د دوي ازاد انتخاب د اقتدار او ارزښت معیار او سرچینه ده. په یوویشتمه پیړۍ کې د پرمختګ درې عملي بدلونونه دغه باور او عقیده په ګونډو کولی شي:

۱- انسان به له اقتصادي او پوځي پلوه ګټور نه وي او ارزښت به نه لري. په نتیجه کې به اقتصادي او سیاسي سیسټم انسان ته خاص اهمیت او ارزښت نه ورکوي.

۲- سیسټم به د پخوا په شان په ډله اییزه توګه په  انسانانو کې ارزښت لټوي نه په یوه وګړي یا فرد کې.

 ۳- نظام به په ځینوخاصو وګړو کې  ارزښت او اقتدار موندلی شي خو دغه وګړی به سوپر انسان او یا مخکښه بدل شوي انسانان وي نه عام خلک.

راځئ دغه درې ګواښونه لږ په تفصیل سره وسپړو. لومړی خبره مو دا وکړه چې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ له امله به  انسان له اقتصادي او پوځي پلوه ارزښت نه لري. دا به په دې مانا نه وي چې لیبرالیزم  په فلسفي ډګر کې ناسم دی او نور به نه چلیږي  بلکه په دغسې پرمختګ  سره به په ډیره سخته څوک باور وکړاي شي چې په دغو شرایطو او  د سیالۍ په ډګر کې به ډیموکراسي، ازاد بازار او نور لیبرالیستي بنسټونه دوام وکړاي شي.

لیبرالیزم له دې کبله په واکمنې ایډیالوژۍ بدله نه شوه چې فلسفي استدلال ېې تر نورو منظم او دقیق ؤ، بلکه لیبرالیزم له دې امله بریالی شو چې په لیبرالیزم کې ډیر سیاسي، اقتصادي او پوځي منطق پروت ؤ او پردې سربېره  وګړنیز یا فردي ارزښت ورته مهم ؤ. د موډرنه صنعتي جګړو په لویو ډګرونو کې او د موډرنه صنعتي انقلاب په بې حده تولیداتو کې هر انسان او وګړی د حساب ؤ. هر لاس چې ټوپک اخیستی شي او یا د ماشین څرخ تاو کړی شي یو ارزښت درلود.

د ۱۷۹۳ کال په پسرلي کې اروپايي باچایانو خپل پوځیان فرانسې ته واستول چې د فرانسې انقلاب په نطفه کې شنډ او ناکامه کړي. په پاریس د بلواوو بنسټونو په پراخ پاڅون سره غبرګون وښود او په دې ډول لومړنی ستر جنګ پيل شو. د اګست په درویشتمه ملي کنونشن اعلامیه خپره کړ چې پکې راغلي ؤ: له همدې شیبې تر هغه وخته پورې چې د جمهوریت ټول دښمنان له سرحدونو نه وي شړل شوي هر فرانسوی باید پوځ کې شامل شي، ځوانان به جګړه کوي، متهل نارینه به وسلې او مهمات رسوي، میرمنې به خیمې او جامې جوړوي او په روغتونونو کې به کار کوي او ماشومان باید بنداژونه جوړ کړي او بوډاګان باید د جنګیالو د هڅولو او د شاهي پوځ په خلاف ویناوې وکړي.۱

دغه اعلامیه د فرانسې د انقلاب پر مهم سند «د بشر او ښاریځو د حقوقو اعلامیه» په زړه پورې او ژور سیوری غوړولی او دا ثابتوي چې ټول ښاریځ یو شان ارزښت او سیاسي حقوق لري. ایا دا یو تصادف ؤ چې د ښاریځو عمومي حقوق په همداسې تاریخ پړاو کې اعلان شي  او هغه هم په دې ډول چې عسکري دې په ټولو یو شان اجباري شي؟ حتي که څیړاند د دغو دو پیښو« د فرانسې د انقلاب او د ښاریځو یوشان حقوق» پر تړاو شک لري خو وروستیو دو وسوو کلونو ثابته کړه چې د ډیموکراسۍ د پلویانو عمومي استدلال دا ؤ چې په یوه ډیموکراټیک هیواد کې خلکو ته د سیاسي حقوقو ورکول غوره او سم کار دی. ځکه چې عسکر او کارګران د ډیکتاتورۍ په نسبت په ډیموکراتیکو هیوادونو کې ښه کړ چار او چلند لري. که خلک سیاسي حقوق تر لاسه کړي انګېزه او د نوښت قابلیت ورکوي او دغه چاره د جنګ په ډګر او فابریکه کې ګټوره وي.

چارلیس ډبلیو ایلیوټ چې له ۱۸۶۹ تر ۱۹۰۹ کاله پورې د هاروارډ پوهنتون مشر ؤ د۱۹۱۷ میلادي کال د اګست په پنځمه په نیویارک ټایمز کې  ولیکل:

یو ډیموکراتیک پوځ تر هغه پوځه ښه جنګ کولی شي چې د یوې اریستوکراسۍ له لوري جوړ شوی وي او یو ډیکتاتور ېې مشري وکړي. او بیا زیاتوي:  هغه ولس چې د قوانینوپه جوړولو، د چارواکو په ټاکلو او د جنګ او سولې په هکله  د پوښتنو په تړاو په خپله پرېکړه کوي د دغسې ولس پوځ تر هغه پوځه ښه جګړه کوي چې په زور په خلکو واکمن شوی رژيم ولري او یا په میراثي توګه او یا ېې د خداي له لوري واکمني په میراث کې ترلاسه کړې وي. ۲

دې ته ورته منطق له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته مېرمنو ته د رایې د حق د ورکولو تر شا هم پروت دی. له دې وروسته چې حکومتونو ولیدل چې مېرمنو په صنعتي ډګر او د جګړو په ډګرونو کې مهم رول ولوباوه نو په دې پوه شول چې د سولې په وخت کې هم باید دوي ته  سیاسي حقوق ورکړل شي.

په ۱۹۱۸ کال کې ولسمشر ووډ راو ویلسن د ښځو د حقوقو ملاتړی شو او د امریکا په سنا کې ېې استدلال دا ؤ چې: په لومړۍ نړیواله جګړه کې که د مېرمنو هلې ځلې او رول نه واي نه به امریکا او نه هم نور هیوادونه بریالي شوي واي. مېرمنو په ټولو ډګرونو کې د جنګ په لیکو کې چې موږ نارینه وو لیدلې او له جنګه په لیرې پرتو سیمو سختۍ وګاللې او د دوي هڅې د ستایلو دي، نو که موږ اوس دوي ته سیاسي حقوق ورنه کړو نو بیا به کله هم ملامتې نه وي چې پر موږ بې باوره شي. ۳

خو په یو ویشتمه پیړۍ کې به زیاتره سړي او میرمنې خپل پوځي او اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړي. په تیرو دو لومړنیو نړیوالو جګړو کې ولسي ځواک مهم ؤ خو نور کارندوالی نه لري. د یو ویشتمې پيړۍ تر ټولو پیاوړي پوځونه په پرمختللې ټیکنالوجۍ تکیه کوي. د لویو شمېر پوځیانو په ځاي اوس محدود شمېر تکړه او روزل شوي پوځیان ښه کارندوالی لري. او اوسني پرمختللي هیوادونه تر دې هم په وړو کارپوهو پوځیانو چې له نوې ټیکنالوجۍ او ظریفو وسایلو سره بلدتیا ولري بسنه کوي. پرمختللي ټیکنالوجیکي ځواکونو، بې پيلوټه الوتکو، او کمپیوټري ویروسونو د شلمي پیړۍ د لویو پوځونه ځاي نیولی دی او د جنرالانو پریکړې ډیر د الګوریتمونو په اساس کیږي.

له غوښو او هډوکو جوړ انساني سرتیري د اټکل وړ نه دي، د خطر په وړاندې کمزوري دي، لوږه او تنده احساسوي، د فکر کولو او حرکت کولو ترمنځ ېې واټن زیات وي او د پریکړې او عمل تر منځ د واټن له کبله ثبات نه لري. د بابل د وخت له نیبوکد نصر«بخت نصر» څخه را نیولې تر صدام حسین پورې که څه هم ټیکنالوجۍ پرمختګ کړی خو جنګونه د ژوندیو عسکرو په تناسب د یوه   مهالویش او پروګرام په اساس تر سره کیدل. بحثونه به په ساعتونو اوږده شول، جنګونو به له ورځو تر کلونو پورې دوام وکړ. خو انټرنیټي جنګونه ممکن څو دقیقې دوام وکړي. کله چې  د مثال په توګه په یو انټرنټي مرکز کې موجود عسکر یوه نارامي وګوري او بیا خپل قوماندان ته زنګ ووهی او قوماندان باید د امریکا ولسمشر خبر کړي تر څو چې ولسمشر خپل محرم سره ټیلفون ته لاس وروړي جنګ به ېې بایللی وي. یوه کوچنۍ او ظریفه انټرنټي حمله ممکنه ده په څو ثانیو کې د امریکا برېښنا غوڅه کړي، دافع هوا شنډه کړي، او په ډېرو اتومي او کیمیاوي مرکزونو کې ګڼې پيښې رامنځته کولی شي، دغه راز د امریکا د پولیسو، پوځ او ملي امنیت ترمنځ اړیکې ختمولی شي، ورسره به اقتصادي  لوي ګوزار هم شوی وي، بانکي حسابونه به تش شوي وي او په میلیاردونو ډالره ورک شوي وي او بیا به څوک نه پوهېږي چې څوک د کوم شي خاوند دی. یوازینی شی چې د خلکو ویره کمولی شي هغه به دا وي چې انټرنټ، راډیو او ټلویزیون به فعاله نه وي چې خلک له دې بلا خبر کړي.

۴۳- کیڼ لوري ته په ۱۹۶۱ کال کې  د سومه په جګړه کې یو سرتیری او ښي لوري ته بې پيلوټه الوتکه.

که په یوه کوچني ډګر کې تصور وکړئ چې دوه بې پېلوټه الوتکې په اسمان کې سره جګړه کوي. یوه الوتکه له دې پرته چې له مرکزه یوه انساني ځواک ورته هدایت ورنه کړي ډزې نه شي کولی، خو بله الوتکه خپلواکه ده او هرڅه په خپله کوي، نو څه فکر کوئ کومه یوه به بریالۍ شي؟

که یوه کمزورې اروپایي اتحادیه په ۲۰۹۳ کال کې د یو بل فرانسوي انقلاب د ځپلو لپاره خپلې بې پیلوټه الوتکې او سایبري حمله کوونکي او یا کمپیوټري هکران واستوي نو د پاریس ښاروالي به خپل ټول هکران، کمپیوټرې اوځیرک ټیلېفونونه فعاله کړي خو دوي به له انساني ځواکه ډیره لږه ګټه پورته کړي. ممکن له انسانانو د ډال په توګه استفاده وکړي. نن سبا په زیاتره هیوادونو کې چې پرمختللی پوځ لري ښاریځ یوازې د انساني ډال په توګه کارول کیږي.

که تاسو تر بریا عدالت هم غوره بولئ نو د عسکرو او پيلوټانو په ځاي له روبوټانو او بې پيلوټه الوتکو ګټه پورته کول درته ښه انتخاب کیداي شي. سرتیري وژل کوي، تجاوز او لوټمار کوي او حتي که دوي وغواړي سم او په اصولو کار وکړي نو ګورې به چې ملکي کسان ېې وژلي دي خو د دوي په ځاي کمپیوټري انسانان او بې پېلوټه الوتکې په خاصو الګوریتمونو سره  د نړیوالې جنايي محکمې له قوانینو سره غږمله کولی شو.

 له اقتصادي پلوه هم په لاس کې د یوه سټک نیول او د یوې بټنې ټینګول لږ ارزښت لري دا هغه څه دي چې د لیبرالیزم او کپیټالیزم تر منځ مهم اتحاد له خطر سره مخامخ کولی شي.

په شلمې پيړۍ کې لیبرالانو ویل چې دا اړتیا نه شته چې د اخلاقو او اقتصاد تر منځ انتخاب وکړو. دواړه له اخلاقي پلوه مهم دي او د اقتصادي ودې، د بشري حقوقو د ساتنې او انساني ازادیو لپاره کنجي ګڼل کیږي. بریټانیا، فرانسه، او امریکا تر نورو مخکې شول ځکه چې خپله ټولنه او اقتصاد ېې لیبرالیستي کړل او که ترکیه، او چین یا برازیل وغواړي ورته پرمختګ ولري باید ورته کار وکړي. په ټولو کې نه خو په زیاترو مسلو کې اخلاقي نه بلکه اقتصادي دلایل ؤ چې د سند په توګه دیکتاتورانو او ټولغواړو ته وړاندې کیدل او ورته ویل کیدل چې په دغو دلایلو باید لیبرالیزم ته مخه کړئ. که لیبرالیزم وغواړي په یو ویشتمه پیړۍ کې مطرح او مشهور شي نو ډیرې زیاتې ستونزې به وګوري. که ستر ملتونه له اقتصادي پلوه خپل اهمیت له لاسه ورکړي ایا یوازې اخلاقي دلایل او استدلالونه به بسنه وکړي چې د بشري حقوقو او انساني ازادیو ساتنه وشي؟ که حکومتونه او مخکښان یا غوره انسانان له اقتصادي پلوه خړوب نه شي ایا انسان ته به بیا هم لوړ ارزښت ورکړي؟

پخوا ډیر شیان داسې ؤ چې یواز ې انسان تر سره کولی شول خو اوس کمپیوټرې او روبوټونه زموږ کارونه تر سره کوي او ښايي په راتلونکو کې په ډېرو کارونو کې تر انسان مخکې هم شي. کمپیوټر د انسان په پرتله بیخي بل ډول کار کوي او ډیر لږ امکان موجود دی چې کمپیوټر په لومړي ګام کې انسان ته ورته شي. حاضر دمه د مثال په توګه کمپیوټر شعور، احساس او عاطفه نه لري. په  وروستیو پنځوس کلونو کې د کمپیوټر په ذهني برخه کې خورا زیات پرمختګ شوی دی خو د کمپیوټرو د شعور او احساس په هکله هیڅ هم نه دي شوي. تر هغه ځایه چې موږ خبر یو په ۲۰۱۶ کال کې هیڅ کمپیوټر د نولسوه پنځوسمو کلونو د پروتوټایپ په  پرتله احساس نه دی پیدا کړی. خو په دې برخه کې یو ځانګړی انقلاب را روان دی. انسان ته دا خطر پيښ دی چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي ځکه چې هوښیاري یا ذکاوت له شعور«احساسه» څخه بیلیږي.

تر ننه پورې هوښیاري یا ذکاوت او احساس یا شعور اوږه په اوږه روان وو. یوازې هغو ژویو چې شعور او احساس ېې درلود هغه کارونه ېې هم ترسره کولی شول چې هوښیارۍ او ذهن ته اړتیا لري. د مثال په توګه د شطرنج لوبه، د ګاډي چلول، د ناروغیو تشخیص او یا د ترهګرو پیژندنه خو نن سبا له شعور او احساس پرته د هوښیارۍ او ذکاوت « Intelligence nonconscious » د رامنځته کېدا په درشل کې یو. دغه ذکاوت یا هوښیارتیا به تر انسان ښه او سم کار وکړاي شي. ټول هغه کارونه چې د نقشو  او طرحو په اساس او یا له شعور او احساس پرته د الګوریتمونو په وسیله ترسره کیداي شي ډیر ژر به د انسان له لاسونو بهر او کمپیوټرو او روباټونو ته به وسپارل شي.

د ساینس فیکشن فیلمونه داسې ښکاروي چې کمپیوټر باید شعور او بیدارۍ ته وده ورکړي چې په خپلې وړتیا پوه شي او له انسانه مخکې شي خو عملي څېړنې بل څه راښيي. د لوړاو سوپر ذهن او ذکاوت په لور ډېرې لارې شته یوازې څو محدودې پکې له شعور او بیدارۍ تېرېږي. په میلیونونو کلونو کې حیاتي او ارګانیک تکامل د شعور او بیدارۍ له لارې تیر شوی دی، خو د غیر حیاتي او غیر ارګانیک کمپیوټر له دې لارې پرته بیخي په یوې بلې لنډې لارې او ډیر ژر ځان لوړ ذکاوت یا سوپر ذهن ته رسولی شي.

دغه بحث یوه مهمه پوښتنه پيدا کوي: په دغو دو کې کوم یو مهم دی، ذکاوت  «Intelligence» که شعور«Conscious »؟ کله چې دغه دواړه اوږه په اوږه روان وو نو د فیلسوفانو لپاره د وخت یوازې یوه بوختتیا وه خو دغه چاره په یوویشتمه پیړۍ کې یوه جدي سیاسي او اقتصادي مسله او پوښتنه ده. خو یوه خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د پوځیانو او لویو شرکتونو لپاره د دې پوښتنې ځواب ښکاره دی. دوي وايي: ذهن او ذکاوت جبري دی او شعور او هوښیاري اختیاري.

پوځونه او ستر شرکتونه له ذهن او ذکاوت پرته ژوند نه شي کولی خو دوي شعور او باطني تجربو ته اړتیا نه لري. حتمن له غوښو او هډوکو د جوړ ټیکسي چلوونکي احساسي او باطني تجربې له چلوونکي پرته د موټر په پرتله ډیرې دي. ځکه چې کمپیوټري موټر هیڅ احساس او شعور نه لري. ټیکسي چلوونکی چې کله د سیول له ګڼې ګوڼې ډک سړکونه کچ کوي نو ممکن میوزیک هم واوري او خوند ترې واخلي. کله چې هغه پاس ستورو ته ګوري او د کائناتو په عظمت فکر کوي نو ممکن هک پک پاتې شي او د درناوي احساس ورته پیدا شي. کله چې ېې کوچنۍ لور ګوري چې لومړني ګامونه اخلي سترګې ېې له اوښکو ډکیږي. خو یو سیسټم او نظام له هغه دغه تمې نه لرې، هغه څه چې یو سیسټم له هغه غواړي هغه له یوې سیمې بلې سیمې ته د مسافر ژر، خوندي او ارزانه رسول دي. خو ډیر ژر به دغه  کار یو بې ډرېوره او یا کمپیوټري ګاډی تر هغه ښه تر سره کړاي شي له دې سره سره چې له موسیقۍ خوند نه شي اخیستلی، او د کائناتو له رازونو نه وي خبر.

که موږ دغه کار وکړاي شو چې انسان د ګاډو چلولو ته پرې نه ږدو او ټولې ټیکسانې او نور ګاډي په کمپیوټرو او یا الګوریتمونو باندې وچليږي او ټول ګاډي له یوه کمپیوټري سیسټم سره وتړو نو په عملي توګه به مو د ټولو ټرافیکي پیښو مخه نیولې وي.

د ۲۰۱۵ کال په اګست کې د ګوګل یو ازمیښتي بې ډریوره موټر ټکر کړی ؤ. کله چې دغه ګاډی یوې څلور لارې ته ورسید نو ګوري چې یو کس له څلور لارې تیریږي نو د بې ډریوره ګاډي بریکونه فعاله شول تر شا ېې یو بل ګاډي روان ؤ او ور سره ټکر شول. د دغه ګاډي ډریور د دې په ځاي چې لارې ته پام وکړي ښايي د کائناتو په عجایبو کې ډوب ؤ. که دغه دواړه ګاډي بې ډریوره واي او له یو انټرنټي سیسټم سره یو ځاي شوي ؤ نو ممکن دغه ټکر نه واي شوای. ځکه چې د کنټرول الګوریتمونو به د ټولو انټرنټي او بې ډریوره ګاډو موقعیت او سرعت په سمه توګه مالوم کړی واي. دغسې یو سیسټم ممکن د وخت، پیسو او انساني ژوند په سپما کې لوي رول لوبولی واي خو ورسره به ډېرو انسانانو کار له لاسه ورکړی واي او انسان به د ګاډي د چلولو تجربه هیره کړې واي.۴

ځینې اقتصاد پوهان اټکل کوي چې هغه انسانان چې ځان له اوسنۍ ټیکنالوجۍ او پرمختګ سره نه شي برابرولی ژر یا وروسته به په هیڅ درد نه خوري. حاضر دمه ګورو چې د درې بعدي چاپ ماشینونو3D-printer)) په نساجۍ او د کمیسونو د جوړولو په فابریکو کې د انسان ځاي نیولی دی او پیچلي الګوریتمونه به د ډېرو سپین کمیسو نیکټايي داره کسانو ځاي ونیسي. نن سبا ګورو چې د بانک کارکوونکي او مسافرتي شرکتونو ډیری مامورین بیکاره شوي دي په داسې حال کې چې کلونه مخکې دغه دندې خوندي دندې بلل کیدلې. اوس چې موږ یوازې په زیرک ټیلفون د الګوریتمونو په مرسته د الوتکې ټکټ په اسانۍ اخیستلی شو نو ایا د مسافرتي شرکتونو مامورینو ته اړتیا لرو؟

د ونډو د بازارونو د کارکوونکو دندې هم له خطر سره مخامخ دي. نن سبا د ونډو پېر او پلور د انټرنټ په مرسته کیږي. الګوریتمونه په یوه ثانیه کې دومره کار کولی شي چې د ونډو د بازار یو مامورې په یو کال کې هم سرته نه شي رسولی. دغه راز الګوریتمونه د انسان په پرتله ژر غبرګون ښودلی شي. د ۲۰۱۳ کال د اپریل په دیارلسمه د سورېې یو هکر د اسوشیټیټ پریس د خبري اژانس د تویټر رسمي پاڼې ته ورننوت او په یوه بجه او اووه دقیقو ېې خبر پکې خپور کړ چې پر سپينې ماڼۍ برید شوی او اوباما ژوبل شوی دی. د ونډو د بازار الګوریتمونه چې په دوامداره توګه خبري اژانسونه څاري سمدستي غبرګون وښود او په یوه منډه ېې ونډې خرڅې کړې. ډاون جونز کمپني په شپيتو ثانیو کې بیخي په ګونډو شو او ۱۵۰ نمبرې یا ونډې ېې له لاسه ورکړې یانې کابو ۱۳۶ میلیارډ ډالره ېې تاوان وکړ. یوه بجه او لس دقیقې اسوشیټیټ پریس اعلان وکړ چې  د ټویټر خبر ېې ناسم دی. الګوریتمونه بیرته په شا واوښتل او یوه بجه او دیارلس دقیقې ډاون جونز کابو ټولې بایللې پیسې بیرته وګټلې.

درې کاله مخکې د ۲۰۱۰ کال د مې د میاشتې په شپږمه د نیویارک د ونډو بازار تر دې لوي ګوازار ولید. په پنځو دقیقو کې له دووبجو او دوه څلویښت دقیقو تر دووبجو او اووڅلویښت دقیقو پورې ډاون جونز  ۱۰۰۰ ونډې یا نمبرې له لاسه ورکړې او په دې ډول ېې یو بیلیون ډالره تاوان وکړ. خو په دریو دقیقو کې بېرته  دغه توان جبران شو. کله چې کمپیوټرې سیسټمونه زموږ د پيسو واک تر لاسه کوي نو دغسې پيښې په یوه شیبه کې ترسره کیداي شي. له هغه وخته څېړاندو هڅه وکړه چې د ونډو د بازار د دغه لوي خوځښت « Crash Flash » په علت پوه شي او اعلان ېې وکړ چې تر اوسه پورې په ځانګړې توګه موږ کومه ستونزه نه ده پيدا کړې خو دومره پوهیږو چې Crash Flash  د الګوریتمونو د ستونزو له امله رامنځته شوی دی. د امریکا ځینو دلالان د الګوریتمونو په وسیله د معاملو په خلاف ودریدل. دوي چې له الګوریتمونو ېې ماته خوړلې وه وویل چې الګوریتمونه منصفانه  نه دي او له انسان سره توپیري چلند کیږي. داسې یوه اسانه دلیل چې ګواکې انسان له الګوریتمونو سره سیالي نه شي کولی او د کمپیوټرو په شان ګړندی نه دی خو دغه دلیل څوک نه مني. دا چې ایا په رښتیا دا یوه حقوقي مسله ده که نه ډېرو څېړنو او د وکیلانو لوړو فیسونو او وخت ته اړتیا لري. ۵

ضروري هم نه ده چې دغه وکیلان دې انسانان وي. په فلمونو او سریالونو کې داسې ښودل کیږي چې وکیلان خپل ډیر وخت د محکمو په هالونو کې تیروي چېرته چې دوي نارې وهې « اعترض لرم» او له شور او زوږه ډکې ویناوې کوي خو دا د وکیلانو د کار یوه وړه برخه ده، زیاتره عام وکیلان ناست وي او ډیر وخت د پنډو دوسیو او د اسنادو په څیړلو تیروي او د تیرو تجربو او اسنادو او پېښو په مطالعې بوخت وي چې شواهد او  اړونده واړه او لوي مدرکونه پيدا کړي. ځینې بوخت وي او هڅه کوي د مثال په توګه په دې پوه شي کله فلانی ووژل شو او په حقیقت کې په دې شپه څه پیښ شوي دي. ځینې نور د لویو تړونونو په جوړولو او برابرولو بوخت وي چې خپل موکل له هر ډول احتمالي خطرو څخه وژغوري. د دغو وکیلانو برخلیک به څه وي  که چېرته یو لټوونکی الګوریتم په یوه ورځ کې دومره اسناد او سوابق وپلټي چې یوه انسان ېې ټول عمر نه شي لټولی، او که د ماغزو د سکن کولو داسې کمپیوټري ماشین جوړ شي چې دروغ او ریښتیا د یوې بټنې په کیکاږلو سره معلوم کړي؟ حتي ډیر مُجربه وکیلان او پلټونکي یوازې د څیرې په لوستلو او څیړلو سره ریښتیا او دروغ نه شي بیلولی. کله چې انسان دروغ وايي د ماغزو یوه برخه فعاله وي او کله چې رښتیا ویل کیږي بله برخه فعالیږي. که څه هم اوس دغسې کومه وسیله یا د ماغزو سکنر نه شته خو په ډیر نيژدې راتلونکي کې  به د ایف. ایم .ار. ای. داسې ماشین جوړ شي چې له غلطۍ پرته  به دروغ معلومولی شي. بیا به نو په میلیونونو وکیلان، پولیسان، او څارنوالان څه کوي؟ ښايي دوي بېرته د درس ټولګیو ته لاړ  شي او نوي مسلک ته به مخه کړي.۶

کله چې دوي په ټولګیو کې کښیني ښايي ګوري به چې الګوریتمونه تر دوي مخکې هلته ناست دي او تدریس کوي. د «مینډوجو» په نامه کمپنۍ دې ته ورلنډه شوې چې داسې الګوریتمونه رامنځته کړي چې د ریاضۍ، فزیک او تاریخ په شان د مضمونونو له تدریس پرته په خپله زده کوونکی هم ارزیابي او په دقیقه توګه ویلی شي چې ته څوک ېې او څه غواړې. ډیجیټالي ښوونکی به په ډیر دقت سره زما ټول ځوابونه اوري او دا به راته په ډیرې ځیرتیا سره وايي چې په څومره وخت کې مې ځوابونه ورکړي دي. د وخت په تېرېدا سره ښايي الګوریتمونه دغه وړتیا هم پيدا کړاي شي چې زما کمزورتیاوې او د قوت ټکي رامعلوم کړاي شي، کوم شی ما هیجاني کوي او کوم شی ارامښت  راکوي. دوي به هندسه او ترموډینامیک مضمون زما له شخصیت او کرکټر سره سم تدریس کوي داسې روده چې ممکن د نورو کسانو لپاره ۹۹ سلنه هم ګټه ونه لري خو ماته به سل په سلو کې ګټوره وي. دغه ډیجیټل ښوونکی به کله هم بې حوصلې نه شي، پر ما به پټکې نه کوي او کله به هم کاربندیز نه شي کولی. البته په داسې یوې نړۍ کې چې ځیرکو کمپیوټري پروګرامونو ټوله نړۍ نیولې وي نو څه اړتیا شته چې زه هندسه او یا ترمو ډینامیک زده کړم.۷

۴۴- د IBM  واتسن ماشین په ۲۰۱۱ کال کې  د جیوپراډي په پروګرام کې انسان ته ماتې ورکړه

حتي ډاکټران هم له الګوریتمونو نه شي خلاصیداي. د ډاکټرانو لومړنۍ دنده د ناروغیو تشخیص دی او له هغه وروسته درملنه کوي. که زه روغتون ته لاړ شم او تبه او اسهال ولرم نو ممکن د ناسمو خوړو له امله  مسموم شوی یم، خو همدغه نښې نښانې د معدې ویروس، وبا، پیچش، امیب، ملریا، سرطان او یا کومه بله ناروغي هم رامنځته کولی شي. زما د بیمې کمپني ډاکټر ته د پنځو دقیقو ویزیت او کتنې فیس ورکوي نو ډاکټر باید په پنځو دقیقو کې سم تشخیص وکړي. دغه وخت یوازې د څو لنډو پوښتنو او یو لړ طبي معیناتو لپاره کفایت کوي بیا زما ډاکټر باید دغه نښې نښانې او د دوسېې کوټلي معلومات  له ګڼو طبي معلوماتو او مخینو سره پرتله کړي. حتی ډیر ماهر ډاکټر هم زما تیرې ناروغۍ او د صحت مخینه په یاد نه شي ساتلی، هیڅ ډاکټر د ټولو ناروغیو نښې نښانې او درمل په یاد نه شی ساتلی او دغه راز تل په بېلابېلو مجلو او طبي سرچینو کې ټول چاپ شوي مطالب او مقالې نه شي لوستلی. له دې پرته زما ډاکټر وږی کیداي شي، ستړیا احساسوي او یا له فزیکي او رواني پلوه ناروغه کیداي شي چې دا ټول د هغه په پوهې ، تشخیص او قضاوت اغیز کولی شي. له همدې امله  ډاکټران کله نا کله په تشخیص کې تیروتنې کوي او غلط درمل ورکوي.

د IBM د کمپنۍ ستر کمپیوټري سیسټم Watson په پام کې ونیسئ. دغه کمپیوټري ذهین پروګرام  په ۲۰۰۱ کال کې د جیوپراډي د ټلویزیوني سیالۍ ګټونکی شو او هغه انسانانو ته ېې ماته ورکړه چې مخکې د پوښتنې او ځواب په دغو سیالیو کې بریالي شوي وو. اوس دغه Watson سیسټم نور هم پرمختللی شوی دی او تر پخوا نور سخت کارونه هم کولی شي. د مثال په توګه د ناروغیو په تشخیص کې ونډه اخیستلی شي.  د واټسن په شان ځیرک ذهن یا  artificial intelligence  تر یوه انساني ډاکټره ډیره زیاته وړتیا لري. تر هرڅه وړاندې ځیرک ذهن د ټولو پیژندل شویو ناروغیو او درملو ځانګړتیاوې په خپل معلوماتي کڅوړه یا سیسټم کې ساتلی شي او هره ورځ دغه معلومات نوي کولی شي. نه یوازې  د نویو څېړنو او تحقیقاتو په هکله معلومات راغونډوي بلکه د نړۍ له ټولو روغتونونو او کتنځایونو معلومات او د معالجې نوې رودې ترلاسه کولی او له ځان سره زیرمه کولی شي. بله خبره دا چې د واټسن په شان کمپيوټري سیسټم زما د ټولو جنونو په هکله معلومات او زما  او دغه راز زما د مور، پلار، خور، ورور، ګاونډي او خپلوانو ټوله طبي تاریخچه له ځان سره ساتلی شي. که زه کوم بل هیواد ته چې د ناروغیو د انتقال سرچینې وي سفر وکړم نو واټسن به سمدستي په دې پوه شي چې چېرته تللی وم او هلته کومې ناروغۍ عامې دي، که د معدې درد ولرم او په کورنۍ کې مو کوم کس د کولمو په سرطان اخته شوی وي نو سمدستي دغه معلومات رابرسیره کولی شي، که یوه ساري ناروغي راغلي وي نو د سیمې ټول معلومات هم ورسره وي.

دریمه خبره دا ده چې واټسن به کله هم  ستړی، وږی، او ناروغ نه شي او څومره وخت چې وغواړم راکوي ېې، که هرډول پوښتنه وکړم له کومې ستونزې پرته به ېې ځواب راکړي او په ډیرې ځیرتیا سره به راته ووايي چې  څه ډول احساس لرم. دا به د ټولو ناروغانو لپاره تر ټولو ښه خبر وي. البته له هیپوکانډریازس کسانو پرته. (هیپو کانډریازس داسې ناروغي ده چې ناروغ احساس کوي ناروغه دی خو په حقیقت کې روغ رمټ وي. ژباړن). که ته اوس غواړې طب ولولې او تمه به ولرې چې اووه کاله وروسته به کورنی ډاکټر شې نو ښه به دا وي چې بیا فکر وکړې. د دغسې یو کمپيوټري ډاکټر یا واټسن په شتون کې د شیرلوک په شان ځیرکو کسانو ته هیڅ اړتیا نه پيدا کیږي.

دغه ګواښ یوازې عامو ډاکټرانو ته نه دی متوجه بلکه څیړونکي او محققان هم ورسره مخامخیداي شي. البته د هغو متخصصانو په ځاي به چې په وړو برخو کې ېې تخصص اخیستی وي د کمپیوټري ډاکټر کارول اسانه وي. د مثال په توګه د سرطان په تشخیص کې په وروستیو کې یو ازمیښت ترسره شو، کمپیوټري الګوریتمونو د سږو د سرطان په تشخیص کې نوي سلنه بریالي ول په داسې حال کې انساني ډاکټرانو پنځوس سلنه سم تشخیص کړی ؤ.۸

راتلونکی په حقیقت کې وار د مخه همدلته دی. سي ټي ماشینونه او د تیو یا سینې د تشخیص ماشین «ماموګرافي» همدا اوس کمپیوټري الګوریتمونو ته سپارل شوي دي. لومړنی او اصلي تشخیص کمپيوټر کوي او ډاکټر بیا خپل وروستی نظر پرې ورکوي. حتي ډیر ځله ډاکټرانو تومورونه نه وي تشخیص کړي خو وروسته دغو ماشینونو او کمپیوټرو موندلي دي.۹

 یو لړ تخنیکي ستونزه به وي چې ممکنه ده د واټسن په شان د کمپيوټرې الګوریتمونو مخه ونیسي چې په راتلونکې کې د ډېرو ډاکټرانو ځاي ونیسي خو تخنیکي ستونزې  څومره سختې چې هم وي یوازې د یو ځل لپاره اواری غواړي. د یوه  انساني ډاکټر روزل پېچلی کار دی او ډیر لګښت او کلونه وخت غواړي.  کله چې دغه پړاو پاي ته ورسیږي او له لس کلنو زده کړو او تخصص وروسته یوازې یو ډاکټر ټولنې ته وړاندې کیږي خو که دغه محدودې ستونزې د واټسن په شان د کمپيوټري الګوریتمونو له مخې لرې کړاي شو نو نه یوازې یو بلکه په یو وخت به ګڼ او نامحدود شمېر ډاکټران ولرو چې شپه ورځ او د نړۍ په هرګوټ کې به کار کولی شي حتي که د دغو ستونزو اوارول میلیاردونو ډالره لګښت هم وغواړي په اوږد مهال کې د انساني ډاکټرانو له روزلو ارزانه تمامیږي.

طبیعي خبره ده چې ټول انساني ډاکټران به له یوه مخه ختم شي. هغه کارونه چې  له تشخیص ورهاخوا ډیر خلاقیت او نوښت ته اړتیا لري د انسان په لاس کې وي تر ډېرې مودې پورې به بیا هم موږ د انسان تر لاسه لاندې یو. په همدې ډول د اوسني وخت پوځونه د عسکرو شمېر کموي او په ځاي ېې نخبه او وتلي یا سپیشل عسکر روزي. میلیونونه پلي ځواکونه  میلیونونو عامو ډاکټرانو ته اړتیا لري  خو وتلي او دغه سپیشل عسکر محدودو او ځانګړو ډاکټرانو ته اړتیا پيدا کوي.

هغه څه چې مو د ډاکټرانو په هکله وویل د درمل جوړونکو په هکله دوه برابره اسانه ترسره کیدای شي. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په سان فرانسیسکو کې یو درملتون پرانیستل شو چې یو روبوټ اداره کاوه. کله چې یو کس درملتون ته ننوځي روبوټ په څو شیبو کې د ناروغ ټولې نسخې، احتمالي حساسیت، او د هغه د نورو درملو په هکله معلومات ترلاسه کوي. روبوټ ډاډه کیږي چې دغه  نوي درمل حساسیت نه ښيي او له نورو درملو سره کومه ستونزه نه جوړوي له هغه وروسته ناروغ ته درمل ورکوي. دغه کمپیوټري فارمسیست  د درملتون د فعاله کیدا په لومړني کال کې  دوه میلیونه نسخې اجرا کړې وې او ډیره وړه تېروتنه ېې هم نه وه کړې. انساني فارمسیستان په نسخو کې یو اعشاریه اوو فیصده تیروتنې لري چې د امریکا په سویه په کال کې کابو پنځوس میلیونه نسخې کیږي چې تیروتنې پکې شوي وي.۱۰

ځینې کسان ښايي ووایي چې حتي که الګوریتمونه تر ډاکټرانو او فارمسیستانو او یا درمل جوړونکو ښه او مسلکي کار وکړاي وشی  خو کله به هم انساني خواخوږي او احساس ونه لري نو بیا به  هم موږ انساني ډاکټر ته اړتیا لرو. د مثال په توګه که یو سي ټي سکن ماشین سرطان تشخیص کړاي شي نو دا به ډیره غوره وبولو چې یو زړه خوږی او مهربانه ډاکټر دغه خبر په ډیرې مهربانۍ او احتیاط سره درته ووايي. نو تر یو ربوټ او الګوریتم به غوره نه وي چې انساني ډاکټر په سرطان د اخته کیدا خبر درکړي ؟ خو که یو مهربانه کمپیوټر چې خپله ژبه ستاسو له شخصیت او کرکټر سره برابره کړي او ستاسو شخصیت ښه وپيژني نو بیا به څه فکر کوئ؟ که دغه ډول خبره له یوه داسې ماشین څخه ترلاسه کړو چې له انسانه هم زیاته خواخوږي او مهرباني وښيي بیا به څه کیږي؟دا خبره په یاد وساتئ چې ژوندي موجودات هم الګوریتمونه دي. کله چې یو ماشین او الګوریتم ستاسو د سرطان تشخیص کولی شي په همدومره دقت سره به له تاسو سره احساسي چلند هم وکړي او ستاسو عاطفه او احساس به درک کړاي شي.

دغه فکر اوس په شیکاګو کې د ماټرسایت په نامه په یوې کمپنۍ کې له مشتریانو یا مراجعه کوونکو سره د چلند په برخه کې د عملي کیدا په حال کې دی. ماټرسایت  خپل تولیداتو ته په دې شعار سره تبلیغ کوي: ایا تر اوسه مو له داسې چا سره خبرې کړي دي چې له هغه وروسته مو د خوښۍ او  رضایت احساس کړی وي. دغسې جاوديي احساس به له موږ سره په یوه اړیکه کې تر لاسه کړئ. ماټرسایت  ته همدا اوس له ټولې نړۍ ټیلېفونونه کیږي او په دې ډول په ټوله نړۍ کې دغه احساس پیدا کولی شي.۱۱« ماتریست اوس له NICE کمپنۍ سره یو ځاي شوی دی. ژباړن»

 کله چې تاسو د مشتریانو د خدماتو مرکز ته زنګ ووهئ او غواړئ کومه پوښتنه یا شکایت وکړئ ستاسو ټیلفون له یوه ځیړک الګوریتم سره یو ځاي کیږي. لومړی به ته ورته وايي چې ولې دې زنګ وهلی او څه ستونزه لرې. په دې لنډه موده کې الګوریتم ستاسو د خبرو لهجه او چلند ارزوي او ګوري چې څنګه یو انسان یاست او ستاسو په خوي او شخصیت ځان پوهوي بیا الګوریتم ستاسو ټیلفون له  یوه مامور او یا مشاور سره  وصلوي چې ستاسو له خوي، چلند او احساساتو سره برابر وي. الګوریتم په همدې څو شیبو کې پوهېږي چې تاسو یو زړه خوږي او صابر انسان ته اړتیا لرئ چې په حوصلې درته غوږ ونیسي او که یو منطقي سړی چې یوازې په بیړه یوه سمه او تخنیکي لاره در وښيي. کله چې یو مشتري ته  ژر او په سمه توګه خدمات وړاندې شي او سمه غږملتیا ورسره وشي نو کمپنۍ هم ترې ډیره ګټه پورته کولی شي. ۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب