شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهویلسن: د افغان ځواکونو د پراختیا لپاره به د امریکا همکارۍ دوام...

ویلسن: د افغان ځواکونو د پراختیا لپاره به د امریکا همکارۍ دوام ولري

تاند – په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پراختیا او پرمختګ لپاره به د دوی مالي او روزنیزې همکارۍ او مرستې دوام ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په یوه بیان کې راغلي چې ویلسن دغه څرګندونې د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې وکړې.

په دغه لیدنه کې د افغانستان په روان وضعیت او سولې پروسې سربېره د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په هکله هم خبرې شوي. د امریکا شارژدافیر وايي امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او ددې ملاتړې ده چې ژر تر ژره افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي

د ښاغلي اتمر په خبره، د افغانستان حکومت او خلک د بهرنیو ځواکونو وروسته له افغان ځواکونو د نړیوالو د مالي او زده کړیزو مرستو او دغه راز د مالي او پرمختیایي ملاتړ غوښتنه کوي.

بیان زیاتوي، راس ویلسن ډاډ څرګند کړ چې له افغان ځواکونو او دغه راز د سولې له پروسې به د امریکا ملاتړ، همکارۍ او مرستې دوام ولري.

په دې لیدنه کې د امریکا شارژدافیر ښاغلي اتمر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هغه لیک هم وړاندې کړ چې په کې یې له اتمر څخه د داعش ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته راتلونکې مياشت په ایټالیا کې جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب