یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم کړي

ولسمشر غني: تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم کړي

تاند – ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر افغانانو تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي.

ښاغلي غني نن سه شنبه/ د جوزا ۱۱مه/ د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او هغوی یې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

هغه وايي چې ماشومان د هېواد راتلونکې دي او افغان حکومت ژمنه کوي چې دوی ته به د زده کړو او روغتیا په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

ولسمشر غني زیاتوي، «که څه هم د بدمرغه تحمیلي جنګ او ناخوالو له امله لا هم په میلیونونو ماشومان د زده کړو په ګډون د ژوند له ‌‌‌‌‌‌ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي، خو د امید او خوښۍ خبره دا ده چې اوس تر بل هر وخت ډېر ماشومان ښوونځیو ته ځي، د هغوی لپاره صحي او فرهنګي خدمات مخ په زیاتیدو دي او په ټولنه کې دا پوهاوی ورځ په ورځ زیاتېږي چې له ماشوم سره باید مناسب چلند وشي.»

د معلوماتو له مخې، په اوس وخت کې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي، د ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي او ډول ډول ناروغۍ یې ژوند ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب