جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد ختیځ زون علماء: طالبان دې د افغان وژنې د مخنیوي په...

د ختیځ زون علماء: طالبان دې د افغان وژنې د مخنیوي په خاطر اوربند وکړي

تاند( سه شنبه، د جوزا ۱۱) د ختیځ زون دیني عالمانو، قومي مخورو او یو شمېر مېرمنو په یوه ولسي غونډه کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د افغان وژنې د مخنیوي په خاطر دې په هېواد کې اوربند وکړي.

دیني عالمانو په خپلو خبرو کې په هېواد کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې په ټول هېواد کې سراسري اوربند وکړي او له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

دوی زیاته کړه، جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او یواځې د افغانانو د وژنې او وطن د ورانۍ لامل کیږي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو د حکومت په استازولۍ ډاډ ورکړ، چې د دیني علماوو او ولس هر ډول غوښتنو ته به رسیده ګي کوي.

د ختیځ زون دیني عالمان داسې مهال د جګړې د درېدو غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړه تربل هر وخت تېزه شوې ده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د نړۍ سترو علماؤ هم افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې او په ځلونو له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه شوې خو هغوی مثبت ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...