دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه 

افغانان له پارس نه تر هندوستانه 

۱۰ برخه
لومړی څپرکی
د افغانستان او پارس تاريخ ته يوه لنډه کتنه
استاد شهسوار سنګروال
له پخوانه د اريايي توکمو هيوادونو تر مينځ ګډې اړيکې، چې موږ په دې لړ کې پارس او هند د بېلګې په توګه يادولی شوموجودې وې …د دغه توکم وګړي له بلخ (باختر) نه ختيځ او لوېديځ لور ته کډه شوي دي، چې هلته يې بیا له خپلې پلرنۍ خاورې بهر جلاجلا مدنيتونه اوحکومتونه جوړ کړل .
د دغه اريايي توکمو يو ټبر د «ماد» په نوم موږ پېژنو چې د اوسني ايران په شمال کې سر راپورته کړ او بيا يې د اوومې (۷) مخزېږدي پېړۍ په شاوخوا کې د يوه حکومت بنسټ (۷۰۱ م ز – ۵۵۰ م ز) کېښود، چې د هېواد پلازمېنه يې همدان وه .
د دغو ماديانو يو واکمن چې هيرودت دی د «فرورتيش» په نوم ياد کړی دی ډېر نامتو وه . له همدان نه نېولې ان د لرغوني افغانستان ختيځې ځمکې د باختر او جيحون تر غاړې پورې د ده تر ولکې لاندې وې.
فرانسوي ختيځپوه ډارمسټټر انګېري چې پښتو ژبه د «ماديانو» ژبې ته ډېره نږدې وه.
هيرودت وايي چې د ماد وګړو «سپي» ته «سپاکو» ويل چې اوس هم پښتو ژبه کې سپی بولي.
د ميدي (ماد) وګړو د تمدن او پرمختګ ځنې توکي، زموږ د هېواد په هغو سيمو کې چې د دوی تر واک لاندې وې په ميراث پرېښودل. .. په افغانستان او ايران کې د دغه ټبر زوزات بلوڅان او کردان بلل کېږي .
له دغو څيزونو نه «لکه معماري او مجسمه جوړول» نه يوازې باختريانو ګټه واخستله بلکې هخامنشي پارسيانو هم ډېره استفاده وکړه.
که څه هم باختريانو له دېنه ډېر د مخه ډېر پرمختګونه در لودل، چې اغېزې يې ان د هندوستان په سيمه ييزو واکمنو هم پرېوتې وې ، چې موږ د «کوروس» او «پنچالا» سيمه ييز حکومتونه (په جمنا او ګنګا کې) د بېلګې په توګه يادولی شو.
همدا راز له مخزېدي نه زر کاله دمخه په لرغوني افغانستان کې د لاسي صنايعو ودې، د کرهڼې چارې، د نهرونو او ويالو وېستل دومره مشهور شول چې د ايران په شمال لوېديځ کې په ماديانو او وروسته يې د پارس په هخامنشيانو اغېزه وکړه او ډېر څه يې له ځان سره خپل هېواد ته يووړل.
د ماديانو د واکمنی په مهال د اريايي وګړو ځنې ټبرونه له شمال لوېديځ نه جنوب لور ته کډه شول، چې په دغه لړ کې يو نامتو ټبر «پارسوا» نومېد چې وروسته همدغه سيمه د دوی په نوم ونومول شوه.
په دغه وخت کې د باختريانو مرکزي حکومت د مينځنۍ اسيا لخوا د يو شمېر وګړو د بريدونو له امله مخ په ځوړه روان وه، نو ځکه خو لومړی ماديانو او وروسته د پارس هخامنشیانو د لرغوني افغانستان يو شمېر سيمې لاندې کړې، چې د پارس دغه دولت دومره پياوړی شو چې د «اشوريانو» سيال وګرځېد.
په نړۍ کې يو شمېر مدنيتونه ډېر نامتو دي: په دې لړ کې کلده، بين النهرين، بابل، مصر او د فرات او دجلې([1]) په شاوخوا سيمو کې مدنيت چې لرغونی تاريخ لري، د ساري په توګه يادولی شو.
د ماديانو د واکمنۍ په مهال له عربي دولتونو سره د دوی اړيکې ښې او دوستانه وې .ان تر دې چې د «ليدي پاچا اليات» لور د ماد ملکه وه .
همدا ډول «اژدهاک» خور د بابل ملکه ګڼل کېده. ولې کله چې «هخامنش» (۷۰۰ – ۶۷۵ م ز) واک ته ورسېد او بيا د ده داولادې، په دې لړ کې د هخامنشيانو اوم پاچا کوروش چې په مخزېږدي شپږمه پېړۍ کې واک ترلاسه کړ. ده نه يوازې د ماديانو د واکمنۍ اړيکې چې له «ليديانو» سره موجودې وې خړې پړې کړې، بلکې د دغې کورنۍ واک چې د دوه پېړيو په موده کې، دوړې اېشا (اسيا صغير) په شاوخوا کې درلود له مينځه يووړ.
د «پارساګاد» د ټبر نامتو مشر کوروش، که له يوې خوا په وړې اشيا کې د «ليدي دولت» واکمني ړنګه کړه، خو له بلې خوا يې نوې کلده او بين النهرين (دجله او فرات) هم د پارس ټولواکمنۍ پورې وتړل.
د کوروش زوی «کامبوزيا» دومره پياوړی جنګيالی وو،چې په ۵۲۵ م ز کې د مصر دولت (د فراعونيانو ۲۶ لړۍ وروستی فرعون) هم لاندې کړ.
لومړي داريوش د لومړي ځل لپاره چې کله سکه پخپل نوم ووهله نو بيا ده هم د کوروش په څېر په ۵۱۲ م ز کال د مقدونيه له نيولو وروسته افغانستان يې ونيو تر سينده پورې پر مخ لاړ.
افغانستان چې په دغه وخت کې يانې د هخامنشيانو په مهال يو باثباته مرکزي حکومت نه درلود ولې بيا هم د ۶ کالو په شاوخوا کې د کوروش د بريدونو په وړاندې ودرېدل.
سره د دې هم نوموړي ټولواک، تر ګندهارا پورې سيمې ونيولې، سيستان، باختر، کرمان او د پارتيا سيمې (پرثوه) يې هم تر ولکې لاندې را وستې.
په دغه وخت کې افغانستان هغه ځواکمن هېواد نه وه چې په مخزېږدي ۸ پېړۍ کې څومره د واک او ځواک څښتن وه. په دغه مهال کې زرتشتي دين له افغانستان نه ايران ته ورسېد چې دغه پرمختګ د ايران لپاره زيات فرهنګي او کلتوري ارزښت درلود. خو بيا (د ۶ م ز پېړۍ) په شاوخوا کې «خروشتي» ليکدود د ايران له لارې افغانستان ته راغی.
«دغې ټولنيزې ودې ادامه پيدا کړه. افغانستان چې له ۸ م ز پېړۍ نه د مخه د زرتشتي دين پيرو وو نو بيا دغه دين د افغانستان له لارې ايران ته ورسېد.»([2])
کوروش د هخامنشي کورنۍ اووم پاچا په ۵۲۹ م ز کال ومړ. يو شمېر څېړونکي کاږي چې دی له ساکانو سره په جګړه کې ووژل شو. خو بيا هم د هخامنشي کورنۍ نهم واکمن داريوش د «دريم کمبوجيه» چې د کوروش ځای ناستی وه، ټولواکمني خوندي کړه، چې له ايران، يونان او هند پورې غځېدلې وه.
«د هخامنشي واکمن د مدنيت او فرهنګ اثار په افغانستان کې هم خپاره شول… د پارس په نقش رستم او بيستون کې له داريوش څخه پاتې دي… هغه چې زموږ په تاريخ پورې اړه لري دا دي:
– پرتوه Parthava (خراسان او ګرګان)
– باختريش Baxtrish (شمال ته يې امو لوېديځ ته مرګويه يا مروه)
– زرنګه Zaranka (زرنج = سيستان)
– هره يوه Haraiva هرات…»([3])
د تاريخپوهانو په اند هخامنشي واکمنو هنري او معماري ارزښتونو په څنګ کې «ارامي» ليکدود (افغانستان… ۴۱ مخ) هم راوړ، له دې کبله چې د افغانستان د ليکلي تاريخ پېر پيلېږي.
په همدغه پېر کې ارامي ليکدود تر هندوستانه پورې ورسېد، چې وروسته يې د برهمي او خروشتي ليکدودونو مبدا را مينځته کړه. «له دې سره سره د افغانستان او اېران تمدن او فرهنګ په دغه پېر کې د دواړو هېوادونو د ودې او پرمختګ لاملونه را مينځته کړل.»([4])
د ماديانو او هخامنشيانو د واکمنيو په مهال ساکان د لرغونو اريايانو، يانې د اوستايانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم پياوړی اريايي ټبر ګڼل کېږي، چې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د سکا Saka = سکه = سکز يا سکت، سيت، سکلت چې وروسته په ساکانو ياد شوي دي د دغه ټبر بېلابېل نومونه دي.
ساکان د ماديانو د واکمنۍ په مهال له دوی سره په جګړه بوخت شول او ماديانو ماته وخوړه. ماديان چې په دغه وخت کې يو ځواکمن ټبر وه او ان تر دې چې اشوريانو (اشوریان) ته يې هم څو ځایه ماته ورکړې وه، حيران پاتې شول چې له ساکانو نه يې ولې ماته وخوړه؟
اشوریانو چې د ساکانو مېړانه وليده، نو لاس يې سره يو کړ او د ګډ دښمن په وړاندې وجنګېدل. خو ماديس Madyes د ماديانو پادشاه په مهارت سره د ساکانو مشران او سرداران له خپلو پوځيانو سره يوځای يوې مېلمستيا ته را وغوښتل او ټول يې ووژل.
له ماديانو وروسته هخامنشيانو په ساکانو بريدونه پيل کړل. (لوی کوروش د بابل له نيواک وروسته د اريانا (ايران) په شمال او لوېديځ کې پر ساکانو را باندې کړل او يو لړ ساکي ټبرونه يې لاسکتوی کړل. ځنې د کوروش مرګ د ساکانو په جنګ پورې تړي.»([5])
د ماديانو او هخامنشيانو په وړاندې د ساکانو جګړې، نه يوازې دوی کمزوري نکړل، بلکې دوی لا يو موټی شول او په دغه لويه سيمه کې، د يوه جنګيالي ټبر په نوم ياد شول، او ژبه يې هم د هغه مهال د مشهورو ژبو په کتار کې ودرېده.
«په زاړه پېر (۵۲۰ – ۳۰۰۰ مخزېږدي) کې اريايي ژبو شمېر پنځو ته رسي:
۱- اوستا vesta
۲- زړه پاړسي Old Persian يا د هخامنشيانو ژبه.
۳- مادي (مېدي) Median.
۴- پارتي Parthian.
۵- ساکي يا سکهSaka (= سيتي Scythian).»([6])
کله چې يونانيانو افغانستان ته مخه کړه پوه شول چې ساکان يو پياوړی او جنګيالی قوم دی نو بيا يې دوی ته په خپل پوځ کې برخه ورکړه، چې د دوی په مټ یې حپل واک ته پراختیا ورکړه .
موسيوهاکن « په افغانستان کې د فرانسې د لس کلنو کيندنو پايله» نومي کتاب کې کښلي دي چې دښت مېشتي کوچي ساکان ډلې ډلې په باختر کې يونانيانو ته راتلل او د سرتېريو په دنده ګمارل کېدل.
«ميسوبارټولډ» وايي: «ښايي ساکان له ۷ اومې مخزېږدې پېړۍ نه د مخه د رنګيانا يا زرنجيانا ته راغلي وي.»([7])
ورورو دغه وګړي پياوړي شول او جګړه ييزه تجربه يې دومره زياته شوه چې «دغه ټبرونه له باختر څخه د هريرود ناوې او له هغه ځايه د هلمند او ارغنداو ناوو ته شېوه شول او د پاچاهۍ په جوړولو يې لاس پورې کړل…»([8]) ۰ ( ڼوربیا )
[1] – دجله او فرات (بين النهرين) د سومريانو تمدن.
[2] – غبار مير غلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۴۰ مخ.
[3] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۳۸ مخ.
[4] – همدغه اثر ۴۱ مخ.
[5] – زيار پوهاند ډاکتر مجاور احمد پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې ۴ مخ.
[6] – همدغه اثر ۹ – ۱۰ مخونه.
[7] – سنګروال شهسوار د افغانستان تاريخي جغرافيې څرنګوالی 31 مخ.
[8] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۶۳ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب