شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورسینمابالیووډ هندي سینما کې د قرانکریم حافظان

بالیووډ هندي سینما کې د قرانکریم حافظان

په هندي سینما بالیووډ کې دوه تنه داسې اداکاران هم شته چې د قران کریم حافظان دي خو ښایي تر ډېره پرې خلک نه وي خبر.

دا دواړه د بالیووډ مهمې څېرې دي چې په فلمي نړئ کې ځانګړي او خاص مینووال لري.

دا مشهورې څېرې قادرخان چې اوس یې روح د خدای دربار ته سپارلی ( وفات شوی) او بل هم ځوان لوبغاړی عمران هاشمي دی.

قادر خان په خټه پښتون و چې په ١٩٣٧ د اکتوبر په ٢٢ مه نېټه یې کابل کې دې نړئ کې سترګې غړولې وې.

د معلوماتو له مخې د قادر خان پلار د قندهار ولایت و چې هند ته تر کډه کېدو وروسته یې هملته ژوند کاوه.

بالیووډ کې دا پښتون او افغان اداکار قادر خان د وړتیا سربېره یو ښه لیکوال هم و.

قادر خان تر مرګ ورځې خپل ټاټوبی او خپله ژبه نه وه هېره کړې او د ځينو شخصي تلویزیونونو سره یې په پښتو ژبه مرکې هم کړې وې.

په خټه پښتون دې فلمي ستوري کابو نیمه پېړۍ په هندي فلمونو کې کار وکړ چې په خپلو ښکلو دیالوګونو او اداکارۍ یې ځانته يو ځانګړى ځای جوړ کړی و او په ټوله نړئ کې یې مینووال درلودل.

خان په بالیووډ کې مختلفونه رولونه لوبول چې د منفي کردارونو ترڅنګ یې شوخۍ او مثبتو رولونو هم د خلکو په زړونو کې خاص ځای درلود.

قادرخان په خټه پښتون، اصلآ د کندهار ولایت او د قران کریم یو ښه حافظ هم و.

دوهم هغه یې بیا ځوان لوبغاړی عمران هاشمي دی.

هاشمي په فلمي نړئ کې بې سارې مینووال لري چې د غوره اداکارۍ له کبله یې خلک فلمونو ته ساعتونه او شېبې شمیري.

عمران نه يوازې ښه اداکار دى؛ مګر د قرآن پاک حافظ هم دى.

هغه په یوه فلمي کورنۍ کې زېږېدلی چې پلار مسلمان او مور يې د نامتو فلم جوړونکي (مهېش بټ) خور وه.

عمران د هند په سینما کې خپل لومړی رول په ۲۰۰۳ کال کې پیل کړ چې تر لا یې هم فلمونه مینوال په خوند سره ګوري.

خو د عمران په اړه دا خبره تر ډېره خلکو ته نه ده څرګنده، چې نوموړی د قرآن پاک حافظ هم دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب