جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: موږ غواړو طالبان په غېږ کې ونیسو

ولسمشر غني: موږ غواړو طالبان په غېږ کې ونیسو

تاند — ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې.

ښاغلي غني پرون پنجشنبه/ د جوزا ۶مه/ سل ورځې، سل زېري (د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو اونۍ) لسګونو پروژو د پرانېستې مراسمو ته وویل، دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.

د نوموړي په خبره، حکومت یې ټوله هڅه کوي چې طالبان ابادۍ او وطني مینې ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه، “جمهوریت یوه لویه دایره، خو طالبان یوه وړه حلقه ده. دوی (طالبان) غواړي موږ ووژني، خو موږ غواړو چې په غېږ کې یې ونیسو او دوی راولو چې دا وطن ومني او د ابادۍ په فکر کې شي. موږ باید چمتو ووسو چې خپل ملي یووالی تامین کړو او دا کار ګذشت غواړي.”

ولسمشر غني وویل، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کیدای شي.

1 COMMENT

  1. د افغانسان مطلق اکثریت اشرف غني ته هیله مند دي. خو یوازې خره، وړانده او احمقان پدې خبره نه پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب