جمعه, اپریل 26, 2024
Homeدا هم ولولئمېرمنې هم حقونه لري! دا بايد ومنې وروره

مېرمنې هم حقونه لري! دا بايد ومنې وروره

حميدګل شېرزى ||

د يو روغتون مخې ته ولاړ وم، يو موټر په ډېرې تېزۍ سره راغی يو ناروغ پکې وو، نرسانو ژر، ژر تذکره وروړه، چې ناروغ يې راښکته کړ، يوه ځوانه مېرمن وه.

په داسې حال کې يې روغتون ته دننه کړه، چې ټولو راغلو ورسره ژړل. وروسته له څو شېبو يو سپين ږيری سړی راووتو، سپين ږيری د روغتون کارکوونکی وو، له هغه مې پوښتنه وکړه:

– وبخښئ تره! دا څه خبره وه؟
– هی هی بچيه پوښتنه مه کوه، دې خلکو کې هيڅ رحم نشته.
– خدای دې خير کړي تره! څه شوي دي؟
– خپل خسر وهلې ده، مېرمن حامله وه، کله يې چې سهار وختي خسر له خوبه ويښ شوی وو، نو دې ته يې ويلي وو چې پورته شه د اودس لپاره راته اوبه تيارې کړه، دې ورته ويلي وو، چې پورته کېدلی نه شم، ناروغه يم. بس په دې خبرې سره يې د وهلو او ډبولو شروع پرې کړې وه، داسې حالت ته يې رسولې وه، چې مرګ ته يې څو شېبې نورې پاتې وې… د سپين ږيري په څهره کې ډېر ژور خفګان ښکارېدو…

دې خبرو ډېر په فکر کې کړم، دا خلک هيڅ د يو انسان حقونو ته هيڅ احترام نه لري، که ځان مسلمان ګڼې، نو په اسلام کې د ښځې او نر حقونه برابر دي، په دې ځای کې د حقونو د برابروالي مانا د ميراث حقونه نه دي، انساني حقونه دي. دا بايد سره ومنو، څومره حق چې ځان ته ورکوې، بايد خپلې مېرمنې ته يې هم ورکړې، پښتنې ميرمنې هسې هم ټول عمر په کور کې بندې دي، دوی مينې ته اړتيا لري، نوي ژوند ته اړتيا لري، مينه ورکړه، نوی ژوند ورکړه! ښځه د دې لپاره نه ده چې ته يې واده کړې، او د ټول کور کارونه پرې کوې، هغه هم انسان دی! کارونه هم خير ظلم خو مه کوه!

هغه ستا ماشومان لوی کړي، ستا خدمت وکړي، ستا د کور ټول کارونه وکړي، که ستا دا وخشيانه عملونه وزغمي، د حمل پر مهال مېرمن هر څومره چې کېږي، بايد خوښه وساتل شي، تر څو يې د ماشوم پر روحيه بده آغېزه ونه کړي، بايد مينه ورکړې، بايد د خوښۍ لارې وروښايې… نه چې ورسره ناوړه عملونه وکړې، هيله مند يم چې انساني حقونه پر نظر کې ونيول شي، او ټول ځوانان او نور خلک دې کار ته ډېره پاملرنه وکړي.

1 COMMENT

  1. وروره ښه ټکي ته دې پام کړای، مننه ستا له حقيقت نه چې بیا کړای دې ده، په ريښتيا هم چې افغانان بیا په کليو او کورونو کې چې له ښاره وتلي ښځی ډيرې زوريګي، يو خو د يو نه اسان زوی سره يي واده کړای وي، بل يي خسرګنی هم د الله تعالی له رحمت نه پاتې دي، بل په دې جرم کې لور کورنۍ هم شریکه ده، افغانان چې دومره د پيسو مزدوران دي په ولا کې بیا حقوق او د انسان درد او ستوماني ورته احميت لري، هغه حج او لمونځ چې کوي ولا کې الله تعالی قبول کې تر څو دوړای خواوې د اسلام او انسانيت په مفهوم پو شوي نه وي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب