پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمقالېد دولت عالي شورا که د جمع او تفریق عملیه

د دولت عالي شورا که د جمع او تفریق عملیه

محمدیونس فدا، کابل

حکومت د دولت عالي شورا جوړوي، په داسي حال کي ده چه د سولې لپاره حکومت وار د مخه بیلابیل تشکیلات هم مینځته راوړي دي، لکه د سولې عالي شورا، د سولې په چارو کي د دولت وزارت، د سولې هیئت او نور، او جالبه هم دا ده چه د دې هر تشکیل لپاره په میلیونونو ډالر بودیجه ځانګړي شوي او په زرګونو وګړي په کي پرته له دي چه کوم مسؤلیت او لاسته راوړنه ولري، ګمارل شوي، ګمارنه هم د نيپوټیزم د اصل له مخي ترسره شوې ده.

اوس په داسي حال کي چه دا ټول آدرسونه شته، حکومت لګیا دی یو بل تشکیل یا یو بل آدرس د دولت عالي شورای په نوم مینځ ته راوړي. جالبه خو دا ده چه حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د ځینو ځانګړو اصولي ملاحظاتو له امله په دي شورا کي ګډون هم نه کوي. پوښتنه دا ده چه د حزب او جمعیت مشران په دي شورای کي ګډون نه کوي، نو بیا څوک داسي نابغه دي چه د دي شورا عضویت ورکړل شي او وکولی شي هیواد له دي بحران وباسي؟ طبیعي ده چه هماغه کسان چه د سولې د شورا غړي دي، د سولې چارو کي د دولت د وزارت مامورین دي او یا هم د سولې په هیئت کي شامل شوي اشخاص دي، له همدوی به ځیني را اخلي او د دولت په عالي شورا کي به یي ټومبي.

بس د جمع او تفریق عملیه ده چه ترسره کیږي، او کوم نوښت وجود نه لري. که د جمع او تفریق دغي عملیې کومه نتیجه ورکولای، او همدغو نابغه اعضاوو یي کولای شوای په دا دومره موده کي د هیواد د بحران په اړه یوه توحید شوي طرحه وړاندي کړي، نو تراوسه یی ولي ونه شو کولای، په داسي حال کي میلیونونه ډالر یی هم مصرف کړل. نه پوهیږم چه حکومت د جمع او تفریق له دي عملیې څه غواړي تر لاسه کړي؟ دا د یو آدرس په موجودیت کي د بل آدرس ایجاد او مینځ ته راوړل به د دي هیواد او ولس لپاره څه درمل شي ؟ په داسي حال کي چه د حکومت له خوا د نوي تشکیل او آدرس په ماهیت کي د بدلون هیڅ اراده نه لري

په هر صورت د حکومت دا تشریفاتي او له پروټوکول ډک آدرسونه نشي کولی سیاسي اجماع رامینځ ته کړي. د حل یوازنۍ لار دا ده څو یو واحد آدرس، داسي چه ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، تاثیر ګذار شخصیتونه په کي ځای پرځای شي او د پریکړو واک ورته محول شي، کولای شي د سولې په پروسه او د ولس په نجات کي مؤثر رول ولوبوي.

وما علینا الا البلاغ

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زما په فکر، دا د جمع و تفریق حساب نه بلکه د ( آسان ترين طریقهء ې جمع را ضرب ګویند ) د فورمول نه سوء استفاده ده . په دې مانا چې که د ریاست حقوق بشربېثمر+ د صلحې شوری (پخوانۍ د رباني؛حضرت؛ ګیلاني ، بچه ء رباني ، خلیلی کریم ، ..)+ وزارت صلح د رحیمی او غړو ېې ؛ +(اوسنۍ د شوری عالي صلح ې ډبل عبدلا او ۵۰ % کابینټ ې + پخواني وحشت ملي …) = XXX ضرب ګویا د دولت عالي ښورا ! چې حکمتیار ې ضرب ۸ اتهء کوي او دا نور ېې ضرب ۲۴!!! . # د ګمرکونو بودجې بوجۍ +- خارجې کمکونه!!!. = په سلو کښې ۸۵ % د اکثریت خاموښ بېطرفانو د مرګ او ژوند او د فقر د خط لاندې فساد او اعتیاد!!.
    * اهدنا الصراط المستقيم.O

  2. سلام
    دا لیکنه ښایسته مطلب اوعنوان لری.
    اهدنا لصراط المستقیم.بیلکل غوره کلام دی بشپړه مانا او مفهوم لری .یوانسان یی روزانه لمونځونو کې څو ځله وایی عادت نه دی عبادت دی له خدای عزوجل وېره ده.دسمې لارې غوښتنه ده.دانسانی کرامت ،عدالت او انصاف لارښوونه ده.دهویت او معرفت پوهنیزه جهان بینی ده چې کوږ بار نه منی. داکتر ه ډیر عالی ! اوس راځی د شوروا نه بلکې درښتینۍ شورا/شوری د «اهدنا جمع صراط جمع مستقیم « تیوری لاندي مساوی ده په اخلاص ،متانت،عزت، اهلیت ،شخصیت ،کمیت او کیفیت په سطح او بیا فساد،سهامی شرکت دسازش اعتیاد او اعتماد ،جاراوقربان ،استعمار او استحمار ،ګلم بم او ګلم جم او به تیره بیا دجان کری بغاوت ګر او(پښتنو عام وژنه) ور نه څه کړو ؟منفی نو کېدای شی چې دحکمتیار اته کسیزه شوری ورڅخه اصول شی. خو والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب