دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه بریتانیا کې یوه افغان جوړه په خیریه چارو کې د...

په بریتانیا کې یوه افغان جوړه په خیریه چارو کې د غلا په تور په ۸ کاله بند محکومه شوه

تاند(سې شنبه، د جوزا۴) په بریتانیا کې یوه افغان جوړه، په دې جرم نیول شوې او په حبس محکومه شوې چې د خیریه چارو پیسې یې غلا کړې وې.

دې جوړې له یتیمو افغانانو سره د مرستې په نامه ۵ لکه پونډه (۷۰۷و۴۰۴ ډالر) ټولې کړي او خپل عیش یې پرې کړی دی.

سیدحاج نجفي او مېرمن یې عاقله قاسم، چې د لندن په جنوب کې اوسېدل، له اوو کلونو راهیسې د چیرټي کمېشن په نوم مرستندویه موسسه جوړه کړې وه او له خلکو یې پیسې ټولولې چې په افغانستان کې له یتیمانو سره مرسته کوي خو اوس څرګنده شوې چې دوی په ټولو کړیو پیسو ځان ته لوکس موټرونه او قیمتي وسایل رانیولي دي.

دوی له پیسو ټولولو منع شوي او تش په نامه خیریه ټولنه تړل شوې ده.

د خیریه موسسو په اړه د څېړنو مرستیال رييس ټیم هاپکینز وویل«هغه کسان چې خیریه کارونه کوي، تر ټولو ښه او نېک انسانان وي خو دغو کسانو د مرستندویانو ښه کارونه له شک سره مخامخ کړل.»

ده زیاته کړه«دغو دوو تنو خیریه موسسه جوړه کړه چې د یتیمو افغان ماشومانو په ګډون له بېوزلو خلکو سره مرسته کوي، خو دوی د دې پر ځای چې د خلکو پیسې مستحقو کسانو ته ورسوي، د خپل ځان لپاره یې ورڅخه ناوړه استفاده وکړه.»

هاپکینز وویل، دغو دوو تنو ډېر لوی جنایت کړی ځکه چې د خیریه موسسو اعتبار ته یې زیان اړولی خو«زه خوشاله یم چې زموږ پلټونکو مرسته وکړه چې هغوی عدالت ته راکش کړي. د پولیسو او چارواکو په کومک مو د خیریه چارو لپاره ډېرې ورکې شوې پیسې بېرته ورڅخه ترلاسه کړې.»

ښځه او خاوند هر یو په ۸ کاله قید محکوم شول او ورته امر شوی چې ۴ لکه پونډه بېرته وسپاري.

د دوی د خیریه موسسې لپاره نوی موقت مسوول ټاکل شوی څو د دې موسسې په بانکي حساب کې پاتې پیسې په افغانستان کې بیتیمانو او بېوزلانو ته ورسوي.

د دې موسسې موقت مسوول په افغانستان کې غزني ولایت ته تللی او هغه دارالایتام یا مرستون یې کتلی چې پکار وه دا مرستې هغوی ته ورسول شي.

هاپکینز پر مرستندویو ادارو ږغ کړی چې له افغان یتیمانو سر ه مرسته وکړي.

پلټونکو ته څرګنده شوې چې سیدحاج نجفي او مېرمن یې عاقله قاسم د خیریه موسسې له بانکي حسابه ۲۵۰۰۰۰ پونډه نغد ایستلي او په ۲ لکه ۱۵ زره پونډه یې سوداوې اخیستي دي.

نجفي په دوه زرم م کال بریتانیا ته تللی او د بریتانیا تابعیت یې ترلاسه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب