سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سناجرګې د اکثریت مشر له افغانستانه د ځواکونو پر...

د امریکا د سناجرګې د اکثریت مشر له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو توندې نیوکې وکړې

تاند(چهار شنبه، د جوزا۵) د امریکا د سناجرګې د اکثریت مشر میچ مکانیل د سې شنبې په ورځ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پلان سختې نیوکې وکړې.

مکانل د بایډن پلان خطرناک وباله.

ده، چې په سنا جرګه کې وینا کوله، د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وغندله، ویې ویل چې دا ستراتیژیکه یا د ویښو مازغو پرېکړه نه ده.

سناتور مکانل د جیوپولیټیک او بشري خطرونو د کمولو لپاره د منسجم پلان د نشتوالي یادونه وکړه، ویې ویل«ډېر دلایل شته چې باور وشي القاعده به په خپله تاریخي خوندي پناهځای کې بیا ځان منظم کړي.»

امریکا په ۲۰۰۱ م کال د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان یرغل وکړ خو اوس جو بایډن د نیویارک او واشنګټن د حملو له شلمې کالیزې سره په یو وخت یعني د سپټمبر تر یوولسمې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

سناتور مکانل په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له نشتوالي پرته د تروریستي ضد، څارونکو او جنګي عملیاتو په برخه کې د امریکايي پوځیانو پر وړتیا شک څرګند کړ.

ده د پوښتنې په ډول وویل«که طالبان کابل ونیسي، ایا د بایډن اداره به یې د افغانستان د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني؟»

د امریکا د سناجرګې د اکثریت مشر همداراز وویل«حقیقت دا دی چې دوی (د بایډن اداره) نه پوهېږي. دوی څه نه شي ویلی. دوی کوم پلان نه لري.»

د تېرې جمعې په ورځ د هند او پسفیک لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیال ډیوید هیلفي کانګریس ته وویل چې دوی په سیمه کې د خپلو تروریستي ضد ظرفیتونو پر لوړولو کار کوي.

خو څه ته چې سناتور مکانل ورته ګوته نیسي، ډېری اوسني او پخواني امریکايي جنرالان هم پرې باور لري.

په عین وخت کې ځینې نور امریکايي سناتوران له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کوي.

د مارک پاکن په مشرۍ د کانګریس ۲۳ غړیو د جمعې په ورځ ولسمشر بایډن ته په یوه لیک کې د ځواکونو د ایستلو ستاینه وکړه، ویې ویل چې له دې سره به د امریکايي مالیه ورکوونکو۵۰ ملیارد ډالره وسپمېږي. دوی وړاندیز وکړ چې دا پیسې دې په امریکا کې پر هغو کسانو ولګېږي چې هستوګنځي نه لري یا بې کوره دي.

د امریکا د کانګریس د استازو جرګه ۴۳۵ او سناجرګه ۱۰۰ غړي لري.

په همدې منځ کې د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل دا معنا نه لري چې امریکا له سیمې وځي.

د پنتاګون ویندوی جان کربي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په منځني ختیځ کې به د امریکا حضور په قوت دوام وکړي.

«دا چې موږ له افغانستانه ځواکونه باسو او په دې هیواد کې پوځي ماموریت پای ته رسوو، دا معنا نه لري چې له سیمې وځو. په منځني ختیځ او د مرکزي قوماندانۍ د مسوولیت په ساحه کې د امریکا حضور به غښتلی وي.»

د افغانستان په شمول د منځني ختیځ په بېلابېلو هیوادونو کې امریکايي پوځیان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام تر څارنې لاندې دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام له معلوماتو سره سم تراوسه پورې په سلو کې ۲۵ امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب