چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+استرالیايي څېړونکو د کورونا لپاره درمل جوړ کړل

استرالیايي څېړونکو د کورونا لپاره درمل جوړ کړل

تاند- په استرالیا کې څېړونکو له کورونا وایرس سره د مجادلې لپاره دوه ډوله درمل جوړ کړي دي.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، په دغو درملو کې یو ډول یې باید مخکې تر دې چې څوک پر کورونا  اخته شي، استعمال شي. دا درمل د کورونا وایرس د واکسینونو له اغېز سره مرسته کوي.

بل ډول درمل یې په کورونا وایرس له اخته کېدو وروسته وخت لپاره دی.

د استرالیا د (QIMR) انستیتیوت وايي، له پراخو ازمېښتونو وروسته د تایید په صورت کې به دا درمل په ۱۸ میاشتو کې وړاندې شي.

دا درمل د انسان په بدن کې هغه حجرې په نښه کوي چې د کورونا وایرس (SARS-Cov-19) په وړاندې عکس العمل ښيي.

د دې څېړنې نتیجې په (Nature Cell Discovery) تحقیقي ژورنال کې خپرې شوي دي.

د دې څېړنې سرڅېړونکی سودها رایو وايي«لومړنی درمل پر وایرس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی او باید مخکې تر دې چې یو څوک په دې وبا اخته شي، ویې خوري.

دی زیاتوي، دا درمل د واکسینونو د اغېز له زیاتولو سره مرسته هم کوي. دوهم درمل په حجرو کې د وایرس د خپرېدو مخه نیسي.

تراوسه پورې د کورونا پر ضد ګڼ واکسینونه جوړ شوي چې د ځینو اغېزمنتوب تر ۹۷ سلنې پورې دی خو د ځینو بیا تر دې لږ دی او ملیونونو کسانو ته ورکړل شوي دي. له دې کبله استرالیايي څېړونکي باور لري چې د واکسین د لا موثریت لپاره درملو ته هم اړتیا ده.

د استرالیايي څېړونکو مشر سودها رایو وايي، د دوی د ټیم له لوري لومړی درمل د انسان د حجرو لپاره د یوه قولف رول لري یعني وایرس نه پرېږدي چې حجرو ته ننوځي.

استرالیايي څېړونکي وايي چې دا درمل یې وروسته له دې جوړ کړل چې یوه نوې او ناپېژندل شوې طریقه یې کشف کړه چې کورونا وایرس له هغې لارې د انسان بدن ته داخلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب