هومیودیوس
د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)
لیکوال: یوال نوح هیراری
ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی
نولسمه برخه
ایا بتهوون تر چاک بیري غوره دی؟
د دې لپاره چې ډاډه شو د انسانپالنې یا هیومانیزم درې څانګې مو درک کړي او پرې پوهیدلي یو غوره ده څو انساني بیلګې سره پرتله کړو.
لومړنۍ تجربه: په ویانا کې د اوپرا په هال کې د موسیقۍ یو پروفیسر ناست دی او د بتهوون پنځمه سمفوني اوري« دا دا دا ډم». کله چې دغه غږ د غوږونو په پرده لګیږي، نو د اورېدو د عصب له لارې اواز یا احساس ماغزو ته رسېږي او د ادرینالینو غده د ادرینالین د وینو رګونو ته افرازوي. له دې سره د زړه ټکان زیاتیږي، ساه اخیستل ګړندي کیږي، د بدن ویښتان ورسره نیغ دریږي او په ملا کې یو ډول یخني احساسوي.« ډا ډا ډا ډم».
دویمه تجربه: د ۱۹۶۵ میلادي کال دی او یو ماسټنګ شورلیټ موټر د سانفرانسیسکو په پسفیک روډ ګړندی روان دی. یو کاکه ځوان شترنګ ته ناست او د چاک بیري دغه سندره اوري«Go! Go, Johnny, go» کله چې غږ د غوږونو په پردو لګېږي د اورېدا د عصب له لارې ماغزو ته رسېږي، د ادرینالین غده وینې ته ادرنالین پمپوي. ورسره د زړه ټکان زیاتیږي، ساه اخیستل ګړندي کیږي، د بدن ویښتان نیغ دریږي او غوني ورسره ځیږه کیږي. «Go! Go, Johnny, go, go, go!».
دریمه تجربه: د کانګو د ځنګلونو په تل کې یو ښکاري هک پک ولاړ دی ، له نیژدې کلي د نجونو د سندرو غږ اوریدل کیږي «يه، او، او، یه » کله چې د غږ سیګنالونه دهغه د غوږ په پرده لګیږي نو د اوریدا د عصب له لارې ماغزو ته رسیږي او ورسره د اډرنالین غده وینې ته ادرنالین پمپوي. د زړه درزا زیاتیږي او ساه اخیستل ګړندي کیږي، د بدن وېښتان ېې نیغ ودریږي او غوني ېې ځیږه شي. «یه ،او، او، یه».
څلورمه تجربه: د کاناډا په غرونو کې یو ځاي چې په اسمان کې سپوږمۍ ګرده ښکاري یو لیوه په لوړه ولاړ دی. لیوه د لیوۍ اواز اوري چې د «اوو، اوو،اوو» په غږ سره نارینه لیوه رابولي. د لیوۍ دغه غږ د لیوه د غوږونو په پرده لګیږي او د اوریدا د عصب له لارې ماغزو ته رسیږي، په نتیجه کې ادرنالین غده وینې ته ادرینالین پمپوي چې ورسره د زړه درزا زیاتیږي، ساه اخیستل ګړندي کیږي، د بدن ویښتان نیغ دریږي او غوني ورسره ځیږه کیږي. «اووو ، اووو ، اووه»
په دغو څلورو کې کومه یوه تجربه ستاسو لپاره ارزښتمنه ده؟
که تاسو یو لیبرال یاست نو وبه وایئ چې د موسیقي پروفیسور، ځوان ډریور او د کانګو د ځنګلونو د ښکاري تجربه یو شان ارزښت لري او ټولو ته باید په یوه او درنه سترګه وکتل شي.هره انساني تجربه په یو ډول په ځانګړي ډول مرسته کوي او نړۍ ته یوه خاصه مانا ورکوي. ځینې کلاسیکه موسیقي خوښوي، ځینې د پاپ شوقیان وي او ځینې بیا له افریقايي دودیزې موسیقۍ خوند اخلي. د موسیقۍ د برخې زده کوونکی باید د موسیقۍ له بېلابېلو برخو سره بدل وي او ټول باید په خپل کریډیټ کارډ سره په «ITunes Store» کې حساب پرانیزي او کوم شی چې ېې زړه وي واېې وري. د موسیقۍ ښایست د اوریدونکي په غوږونو کې دی او مشتري یا ګاګ تل په حقه وي. لیوه برعکس انسان نه دی نو د هغه تجربه کم ارزښت لري. له همدې امله د لیوه ژوند د انسان تر ژونده کم ارزښت لري. نو که د یوه انسان د ژغورلو لپاره لیوه ووژنې هیڅ پروا نه کوي بلکه ښه خبره هم ده. لیوه د ښکلا په سیالي کې رایه نه شي ورکولی او دوي کریډیت کارد هم نه لري چې په «iTunes Store» کې ځانته حساب خلاص کړي. دغه لیبرال میکانیزم او روده د مثال په توګه د ویجبرز په طلايي پلیټ کې هم عملي شوې ده. په ۱۹۷۷ میلادي کال کې امریکایانو «ویاجیرز۱» ستوربیړۍ فضا ته واستوله. دغه ستور بیړۍ اوس له شمسي نظامه وتلې او د ستورو تر منځ په تشیال یا فضا کې ګرځي او د انسان په لاس لومړنۍ وسیله ده چې د تشیال دغې برخې ته استول شوې ده. د نورې پرمختللې ټیکنالوجۍ ترڅنګ ناسا په دې ستوربیړۍ کې د سرو زرو یو پلیټ هم ځاي په ځاي کړ. د سرو زرو دغه پلیټ د ځمکې استازیتوب کوي. کله چې په نورو سیارو کې موجود کسان دغه پلیټ وګوري نو د ځمکې د اوسیدونکو په هکله په اسانه معلومات اخیستلی شي. په دغه طلایي پلیټ کې د ځمکې او د ځمکې د اوسیدونکو په هکله کلتوري او علمي معلومات راغونډ شوي دي. د ځمکې د شاوخوا عکسونه، د خلکو غږونه، د بېلابېلو ولوسونو د موسیقۍ بیلګې. هغه بیلګې چې د ټولې ځمکې د هنر او کلتور استازولي وکړاي شي. سندرې او موسیقي ظاهرن په تصادفي ترتیب سره راغونډې شوي دي. د مثال په توګه په کلاسیکو کې ېې د بتهوون پنځمه سمفوني، په مډرن پاپ موزیک کې ېې د چاک بیري «Johnny B. Goode» سندره او په دودیزه موسیقي کې ېې د کابو ټولې نړۍ موسیقي شامله کړې ده، لکه د کانګو د خلکو دودیزه موسیقي. په طلايي پلیټ کې د سپیانو او لیوانو د سلو ډولونو د غږونو او چیغو اوازونه هم شته. دا د انتخابي موسیقۍ یوه برخه نه ده، بلکه د باد، سیلۍ، باران او تالندې د غږونو په ډله کې راغلي دي.
که ته سوسیالیست وای نو ډاډمن یم چې له لیبرالانو سره به همغږی وې چې د لیوه تجربه کم ارزښته ده خو د نورو دریو انساني تجربو په هکله به دې نظر بیخي بدل ؤ. یو حقیقي سوسیالیست به ویلي واي چې د موسیقي حقیقي ارزښت د یوه ځانګړي اوریدونکي په تجربو پورې اړه نه لري بلکه دغه ارزښت په دې پورې تړلی دی چې په ټوله کې په نورو خلکو او ټولې ټولنې ېې اغیز څنګه دی.
لکه مائو چې ویلي دي: دا خبره سمه نه ده چې هنر د هنر لپاره دی. که هنر له پرګنو پورته او له سیاسته بیل وي هنر نه دی.
کله چې یو سوسیالیست د موزیک تجربه کوي نو کله چې د مثال په توګه د بتهوون پنځمه سمفوني اوري نو وايي هغه به وايي بتهوون دغه سمفوني د معتبرو سپین پوستو لپاره لیکلې ده، بیخي داسې لکه چې اروپا د افریقا د نیواک لپاره روانه وي. د هغه سمفوني د رنسانس د وخت د ایډیالونو منعکسونکې ده چې د ټولنې د لوړو پرګنو د سپین پوستو قدر ېې کاوه خو د افریقا د نیواک لپاره ېې د سپین انسان د مسؤولیت د احساس نوم ورکاوه. د سوسیالیستانو له نظره د راک اینډ رال موسیقي د لومړي ځل لپاره تر ظلم لاندې د امریکايي تورپوستو له لوري معرفي شوه او دوي د جاز، بلوز او انجیل په شان له ژانرونو الهام اخیستی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې سپین پوستو امریکایانو غلا کړه او د امپریالیزم او د کوکاکولا د ښکېلاک په چوپړ کې راغله. راک اینډ رول موسیقۍ تجارتي رنګ پيدا کړ او د ټولنې د مخکښو سپین پوستو د ځلمکیانو له اړتیاوو او د بورژوازۍ د کوچنۍ پرګنې له مستو خیالونو سره انډوله شوه. چاک بیري په خپله د پانګه وال نظام د اوامرو او دستوراتو په وړاندې سر ټیټاوه. هغه په پيل کې د « یو رنګین هلک جاني بي ګوډ یا a coloured boy named Johnny B. Goode سندره وویلوه خو وروسته د راډیويي سټیشنونو چې سپین پوستي ېې خاوندان وو د فشار په نتیجه کې بیري د سندرې شعر بدل کړ او په «a country boy named Johnny B. Good» یا د کلی یو هلک چې جاني بي ګوډ نومېده عنوان ېې ورته غوره کړ.
د کانګو د پیګمي نجونو ډله ییزه سندره هم د پلار واکۍ د سیسټم یوه برخه وه چې د نارینه وو او ښځینه وو مازغه ېې وینځل چې د یوه محکوم جنسي سیسټم سره ځان برابرکړي. که دغسې یوه سندره نړیوال بازار ته لار ومومي یوازې د لودیځ د ښکیلاکګر لرلرلېد او پلان په چوپړ کې به وي چې د افریقا او په ځانګړې توګه د افریقايي مېرمنو په اړه به استعماري خیالات نور هم مذبوت کړي.
د بتهوون د پنځمې سمفونۍ، جاني بي ګوډ او د پیګمني نجونو د سندرو په منځ کې کوم یو تر ټولو ښه موزیک دی؟ حکومتونه باید د کومې موسیقۍ مالي ملاتړ وکړي: د اوپرا هالونو د جوړولو، د راک اینډ رال د ځایونو د ډېرولو او که د افریقايي نندارو د زیاتولو؟ له ما دا پوښتنې مه کوه په ګوندونو کې له کلتوري سلاکارانو او چارواکو ېې وپوښته.
دا په داسې حال کې ده چې لیبرالان د کلتوري پرتلې د ماینونو په دې ډګر کې ورو او په احتیاط ګام پورته کوي چې کومه سیاسي تېروتنه ونه کړي، خو سوسیالیستان دغه کار د ګوند مشرانو ته سپاري چې د ماین له دې خطرناک ډګره د وتلو لار پيدا کړي، او تکاملي هیومانیستان په ډیرې خوشالۍ د ماینونو په دغه ډګر ورګډیږي او ټولو ماینونو ته چاودنه ورکوي او له ګډوډۍ خوند اخلي. دوي ښايي د تور ګوته دغو دو ډلو ته ونیسي چې لیبرالان او کمونیستان پر نورو حیواناتو ډګر تنګوي او بې پروا اعتراف کوي چې انسان له نورو حیواناتو او لیوانو پورته دی، ځکه خو د انسان جوړ موزیک د لیوه له چیغې لوړ ګڼي. خو انسان په خپله د تکامل له قانوني چمبره نه دی وتلی. همغه ډول چې انسان تر لیوه ارزښتمن دی ځینې انساني کلتورونه هم تر نورو انساني کلتورونو ډیر پرمختللي دي. د انساني تجربو یوه پراخه درجه بندي شتون لري چې انکار ترې نه شي کیداي. تاج محل تر خټینو جنونګړو ښه دی، د میکالانژ په لاس جوړه مجسمه ډیوید زما د پنځه کلنې وریرې په لاس له جوړې مجسمې ښه ده او د بتهوون کمپوزونه تر چاک بري او افریقايي سندرو ډیر ښه دي. هو اوس مو خپله خبره وکړه او دا هغه څه دي چې انکار ترې نه شي کیداي.
د تکاملي هیومانیزم په اساس هر هغه څوک چې ووايي ټولې انساني تجربې یو شان دي یا خو ډیر احمق دی او یا د واقعیت د لیدو توان نه لري. د دغسې جرائت نه شتون د بشر د انقراض او انحطاط سبب کیداي شي ځکه چې د فرهنګونو د پرتله کولو او یا ټولنیزې برابرۍ په نوم د انساني پرمختګ مخه نیسي. که لیبرالان او سوسیالیستان د ډبرو په زمانه کې اوسیدل د لاسکو او التامیر په دیوالانو به ېې هنرې انځورګرۍ ته ډیر لږ ارزښت ورکاوه بلکه ټینګار به ېې کاوه چې د هغه وخت خلک له احمقو نينډرتالرانو سره یو شان وو.
د هیومانیستانو مذهبي جګړې
په بنسټیزه توګه د لیبرال هیومانیزم، سوسیالیستي هیومانیزم او تکاملي یا افراطي هیومانیزم ترمنځ ډیر سطحي او کم توپیر شته دی. خو که په ټول کې هیومانیزم له نورو دینونو لکه اسلام، مسیحیت او هندوییزم سره پرتله کړو د بشرپالنې او دغو دینونو ترمنځ ډیر لوي واټن موجود دی چې په خپله د هیومانیزم د بېلابېلو ډلو ترمنځ توپیر بیخي کم دی. دا چې ټول اړخونه وايي چې خدای نور مړ شوی دی او دا یوازې انساني تجربې دي چې کایناتو ته مانا ورکوي بیا نو دا څه اهمیت لري چې ووایو د ټولو انسانانو تجربې یو شان دي که ځینې لوړې او مهمې او ځینې ټیټې او کم ارزښته دي؟ خو کله چې بشرپالنه پر نړۍ واکمنه شوه د دوي ترمنځ دغه داخلي توپیرونه زیات او پراخ شول او په پاي کې دغه اختلافات د سختو مذهبي جنګونو په سویه مرګوني او خطرناکه شول.
د نولسمې پیړۍ په لومړیو لسو کلونو کې دودیز لیبرالیستان یو موټی او مذبوت وو. دوي باوري وو چې که هر انسان ته ډیر تر ډیره فردي ازادي ورکړو چې خپل نظر بیان کړي او د خپل زړه او احساس په لاره روان شي نو نړۍ به په سوله کې ژوند وکړي او داسې سوکالۍ ته به ورسیږي چې کله ېې هم نه وي تجربه کړی. دا چاره به ډیر وخت وغواړي چې موږ ټول دودیز قومي او توکمیز ویش، تیاره او مرتجع مذهبي فکرونه، او تاوتریخ غوښتونکې امپراتورۍ یوې خوا ته او یا له مخې لیرې کړو. په هرو لسو کلونو کې به نورې ازادۍ رامنځته شي او انسان به نوې بریاوې ولري . په دې ډول به ورو ورو په ځمکه ځانته جنت جوړ کړو. په تیرو وختونو کې د مثال په توګه د ۱۹۱۴ کال په جون کې لیبرالیستانو فکر کاوه چې تاریخ د دوي په ګټه روان دی.
د ۱۹۱۴ کرسمس کې لیبرالان له یو ستر شاک سره مخامخ شول او له دې وروسته په لسو کلونو کې د دوي نظرېې او افکار له دو لورو یانې د چپیانو او ښيپالو له لوري له بریدونو سره مخامخ شول. سوسیالیستانو به ادعا کوله چې لیبرالیزم د شرم پټولو پاڼه (fig leaf) ده د چې یو توکمپال، ظالم او ښکیلاګر سیسټم شرم پرې پټوي.( «fig leaf» ادم او حوا کیسې ته اشاره ده چې دواړو خپله شرمګا یا جنسي ارګانونه په دغو پاڼو پټ کړي وو. ژباړن).
هغوي به ویل د ازادۍ په نامه دغه ویاړمنه کلمه یوازې د جایداد مانا ورکوي. ډیر ځله د یوه کس لپاره د ښه احساس درلودل او ازادۍ ته رسېدل په حقیقت کې په ډېرو برخو کې د متوسطې او لوړې پرګنې د خصوصیاتو او جایداد ساتنه ده. چېرته چې ته اوسې او هلته د ځان لپاره یو کور هم نه شې اخیستلی نو ستا ازادي څه مانا لري او کله چې ته غواړې د خپلې خوښې پوهنتون کې درس ووايي او ته د کتابونو لپاره پیسې ونه لرې، او کله چې کوم ځاي وګورې خو ته دغه ځاي ته د د تګ پيسې ونه لرې؟ نو ته به له ازادۍ سره څه مرسته وکړی شي او ازادي به تا ته څه درکړي؟ یوه ټوکه ډیره مشهوره شوې وه چې وايي: تر لیبرالیزم لاندې ټول ازاد دي چې وږي پاتې شي. تر دې بده دا چې کله چې خلک هڅول کیږي چې ځانته د منزوي فرد یا وګړي په سترګه وګوري نو هغوي د خپلو پرګنو له نورو غړیو سره له تړاوه راګرځوئ او په دې ډول دوي نه پریږدي چې د هغه نظام په وړاندې یو ځاي مبارزه وکړي چې پر دوي ظلم کوي. دا په دې مانا ده چې لیبرالیزم هڅه کوي نا انډولي او بې عدالتي دوام وکړي او لوېې پرګنې له لوږې سره مخامخ کړي او دغه راز د ټولنې غوره او نخبه کسان پردي کړي. په داسې حال کې چې لیبرالیزم د چپیانو له دې ګوزارونو سره څپڅپانده او کمزوری شوی ؤ نو تکاملي هیومانیزم له ښي اړخه ګوزار ورکړ. توکمپالو او فاشیسټانو پر لیبرالیزم او سوسیالیزم دا تور ولګاوه یا ملامته ېې کړ چې د طبعیت د طبیعي انتخاب پروسه له منځه وړي او د انساني غلبیل یا غورچاڼ کولو مخه نیسي چې په دې ډول بشریت د انحطاط په لوري بیايي. دوي خبرداری ورکاوه چې که ټول انسانان ورته وبلل شي او یو شان ارزښت ورکړل شي او ټولو ته د نسل د تولید ورته امکانات برابر شي. نو غوره انساني ډله یا ممتاز انسانان د منځویو یا کمزوریو انسانانو د لوي ټولي په سمندر کې ډوبیږي او د دې په ځاي چې مونږ د سوپرانسان یا لوړ او ارزښتمن انسان په لور حرکت وکړو ټول بشریت به له ځوړتیا سره مخامخ شي او له منځه به لاړ شي. له ۱۹۱۴ میلادي کاله تر ۱۰۸۹ کاله پورې د هیومانیزم د دغو دریو فرقو ترمنځ سخت مذهبي جنګ روان ؤ او دا دودیزلیبرالیزم ؤ چې له پيله ېې یو په بل پسې ماته وزغمله. کمونیستیانو او فاشیستانو زیات شمېر هیوادونه لاندې کړل. په دې ډول د لیبرالیزم بنسټیزې او مرکزي نظرېې کمزورې او د ماشومانو نظرې وبلل شوې په ځینو حالتونو کې خو خطرناکې هم وبلل شوې. دغه حالت پر لیبرالیزم ډګر تنګ کړ. او دا شک پراخ شو چې ایا یوازې یو فرد ته د ازادۍ په ورکولو سره نړیواله سوله او بریا راتلی شي؟ هو نو البته کیداي به شي….
دویمه نړیواله جګړه چې وروسته، وروسته د لیبرالانو ستره بریا وبلل شوه خو د جنګ په تودو کې داسې نه وه. جګړه د یوه قدرتمند لیبرال اتحاد او منزوي نازي جرمني ترمنځ پیل شوه.( د ۱۹۴۰ کال تر جون پورې حتی فاشیستي ایټالیا ځان ګوښه کړی و او د خیر په غونډۍ ورته ناست او ننداره ېې کوله.) لیبرال اتحاد په شمېر او اقتصاد دواړو کې پياوړی ؤ. په ۱۹۴۰ کال کې د جرمني د سړي سر عاید ۱۸۷ میلیون ډالره ؤ په داسې حال کې چې د جرمني د اروپايي مخالفانو د سړي سر کلنی عاید ۶۳۱ میلیون ډالرو ته رسیده.(البته له سمندرونو هابله غاړه د بریټانیا، فرانسې، هالند او بلجیم د کالونیو او مستعمرو عایدات او جایدادونه نه دي حساب شوي) خو له دې سره سره جرمني په دریو میاشتو کې لیبرالانو ته سخته ماته ورکړه او په دریو میاشتو کې ېې فرانسه، هالند، بلجیم، لوګزامبورګ، او ډنمارک ونیول. د انګلستان کانال په حقیقت کې بریټانیا له ورته برخلیک څخه وژغورله. ۱۳
جرمني تر هغه مات نه شو چې دغو لیبرال هیوادونو له شوروي سره اتحاد ونه کړ. شوروي تر ټولو زیاته قرباني ورکړه. ۲۵ میلیونه شورویان مړه شول، په داسې حال کې چې پنځه لکه بریټانویان او پنځه لکه امریکایان په دې جګړه کې مړه شوي دي. د نازیانو په خلاف د جنګ زیات ویاړاو کریډیت په حقیقت کې شورویانو ته رسیږي. دغه راز شوروي له دغه جنګه ډیره ګټه یوړه که څه هم د لنډ وخت لپاره وه. شوروي د یوه منزوي او رټل شوي کمونیستي هیواد په توګه جګړې ته ورګډ شو خو د نړۍ په دوه قطبونو کې د یوه زبرځواک په توګه ترې را بهر شو او د یوه نړیوال ائتلاف مشري ېې ترلاسه کړه. په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د ختیځې اروپا هیوادونه د شوروي په اقمارو بدل شول، د چین په کورنۍ جګړه کې کمونیست ګوند بریالی شو، او امریکا د کمونیستي هیسترې له حملو سره مخامخ وه. په داسې حال کې چې لیبرالیزم له توکمپالې اروپاېي امپراتورۍ سره ورته وبلل شو، انقلابي او د استعمار په خلاف غورځنګونو مسکو او بیجینګ ته سترګې نیولې وې. کله چې دغه امپراتورۍ نړیدلې په بدل کې ېې لیبرال ډیموکراټیک نظامونه نه، بلکه په طبیعي توګه پوځي دیکتاتورۍ او یا سوسیالیستي رژیمونه رامنځته کیدل. په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د شوروي لومړي وزیر نیکیتا خروشچوف په ډاډمنه توګه لیبرال لویدیځ ته وویل: که مو خوښه وي یا نه وي تاریخ زموږ په لوري دی او موږ به مو ماتوو. خروشچوف په دې خبرې ډاډه ؤ ځکه چې شوروی اتحاد ورو ورو په عمومي ډول په دریمه نړۍ او په خاصه توګه په لودیځه نړۍ کې د ګڼ شمېر کسانو په مشر بدلیده. په نولسمه شپيتمو او نولسمو اویایمو کلونو کې د «لیبرال» کلمه په ډېرو پوهنتونونو کې د سپکاوي کلمه بلل کیدله. کله چې کیڼو افراطي غورځنګونو د لیبرال نظام د تباهۍ لټه کوله ورسره په یو وخت په شمالي امریکا او لودیځه اروپا کې د ټولنیزې نارامۍ څپه راولاړه شوې وه. په لندن، پاریس، روم اود بریکلي په جمهوریت کې محصلینو د مائو سره کتابچه لوستله او استناد ېې پرې کاوه او دغه راز د خپلو کټونو پر سره به ېې د چېګورا انځور لګېدلی ؤ. په ۱۹۶۸ کال کې د اعتراضاتو او نارامیو څپه په ټولې لودیځې نړۍ کې خپره شوه. د مکسيکو استخباراتو د تال تیلیکولو په عام وژنه کې په لسګونو محصلین ووژل، په روم کې د والا ګویلیا د ډګر په نامه سیمه کې محصلین له پولیسو سره نښتي وو، پر مارټینګ لوټرکینګ له حملې وروسته د امریکا په څه د پاسته سلو ښارونو کې بلواوې او نارامۍ روانې وې. د همدې کال په مي میاشت کې فرانسوي محصلین د پاریس واټونو ته راووتل او ولسمشر دیګول په جرمني کې د فرانسې پوځي اډې ته پناه یوړه او شتمنو فرانسویانو د ګیوټن د پاڼسۍ له ویرې د شپې خپسې نیول.
په ۱۹۷۰ کال کې د نړۍ په نقشه کې ۱۳۰ ازاد هیوادونه موجود ؤ چې یوازې دیرش پکې لیبرال هیوادونه وو چې زیاتره دغه ډیموکراسۍ د اروپا په شمال لویدېځه څنډه کې پراته وو. هند د دریمې نړۍ یوازینی هیواد ؤ چې له خپلواکۍ وروسته ېې لیبرال لاره غوره کړه خو هند له لودیځ بلاکه ځان لرې ساتلی ؤ او ډیر شوروي ته ګروهمن ؤ.
په ۱۹۷۵ کال کې لیبرال بلاک له سپکاوي ډکه ماته وزغمله. د ویټنام په جګړه کې د شمالي ویټنام ډیویډ د امریکا په ګولیات بریالی شو.(د ګولیاد او ډیویډ جګړه د بایبل افسانوي کیسه ده. ژباړن). کمونیزم په منډه جنوبي ویټنام، لائوس او کمبوډیا هم لاندې کړل. د ۱۹۷۵ کال د اپریل په اوولسمه د کمبوډيا پلازمېنه پنوم پن، د سرو خمرو له لوري ونیول شو. دوه اونۍ وروسته د ټولې نړۍ خلکو په تلویزیونو کې کتل چې وروستي یانکیان په سایګون کې د امریکا د سفارت په ودانۍ په ناستې چورلکې کې ژغورل کیږي. زیاترو خلکو دا ګمان کاوه چې نور د امریکا امپراتوري نسکوریږي. تر دې وړاندې چې څوک د دامینو د نظرې په هکله څه ووايي اینډیراګانډي په هند کې بیړنی حالت اعلان کړ او داسې ګمان کیده چې د نړۍ ستره ډیموکراسي په یوې سوسیالیسټي ډیکتاتورۍ بدلیدیدونکې ده.
داسې ښکاریده چې لیبرال ډیموکراسي د سپینو امپریالیستانو په یوه بلاک بدله شوې چې نورې نړۍ او حتي خپلو ځلمکیانو ته د وړاندې کولو لپاره ډیر کم څه په واک کې لري. امریکا د دې ازادې نړۍ مشر معرفي شو خو په خپله د امریکا زیاتره متحدین یا خو پوځي ډیکټاتوران وو او یا مطلق باچاهان.(لکه د سعودي عربستان شاه خالد، د مراکش باچا شاه حسن، او د فارس باچا رضا شاه). (په پوځي ډیکټاتورانو کې د یوناني جنرالانو، په چیلي کې پنوچې، په اسپانیا کې جنرال فرانکو، په جنوبي کوریا کې جنرال پارک، په برازیل کې جنرال ګیسل او په ټایوان کې واکمن حاکم چیان کاي شک یادولی شو.)
له دې ټولو باچاهانو او جنرالانو سره سره د وارسا تړون د شمېر او پوځي تجهیزاتو له پلوه تر ناټو مخکې ؤ. له همدې امله له وارسا سره د وسله والې سیالۍ په ډګر کې ښايي لودیځ هیوادونه مجبور وو چې له لیبرال دیموکراسۍ او ازاد بازاره تیر شي او په توتالیټار او جنګ غواړو نظامونو بدل شي. ناټو د MAD له ډکټریونو استفاده کوله. («Mutual Assured Destruction»,یا د متقابل ډاډمن تخریب او یا د دواړو لوریو تضمین شوی تخریب»). د دې نظریې په اساس که شوروي په دوي حمله وکړي نو په اټومي وسلو به ځواب ورکوي. لیبرالانو به ګواښ کاوه چې « که تاسو پر موږ برید وکړئ نو داسې حالت به راولو چې هیڅوک ترې ژوندی پاتې نه شي.».
د دغسې یو بوږنونکي ګواښ په مرسته لیبرال دیموکراسي ځان او ازاد بازار په وروستي سنګر کې خوندي وساته. د دغه سنګر تر شاه لودیځوالو د سکس، نشه اي توکو، او د راک اینډرال موزیک،په وسیله عیش و نوش کاوه او د کالیو وینځلو ماشینونو، یخچالونو او نورو وسایلو خاوندان شول. له اتومي وسلو پرته به نه د بیټل ډله وه، نه ووډستاک او نه هم له ګڼه ګوڼې ډک مارکیټونه. له آټومي وسلو سره سره د ۱۹۷۰ مې لسیزې په نیمايي کې داسې بریښیدل چې راتلونکی د سوسیالیزم دی.
۳۸- په سایګون کې د امریکا له سفارته د خلکو ایستل.۱۴
خوناڅاپه هرڅه بدل شول. لیبرال دیموکراسۍ د تاریخ د کثافاتو له ډیرانه سر راپورته کړ، ځان ېې پاک کړ او نړۍ ېې ونیوله. سوپرمارکیټونو او بازارونو وښودله چې د شوروي د کولاګ د اجباري کارونو له کمپونو مذبوت دي. د تالندې او بریښنا په شان جنګونه په ختیځې اروپا کې پیل شول او په اسپانیا، یونان او پرتګال کې مستبد او توتالیتار رژیمونه نسکور شول او پر ځايي ډیموکراټیک سیسټمونه واکمن شول. په ۱۹۷۷ کال کې اینډیراګاندي بیړنۍ حالت ختم کړ او هندي ډیموکراسي ېې احیا کړه. په نولسوه اتیایمو کلونو کې د برازیل، ارجنټاین، ټایوان او جنوبي کوریا په شان د خټیخې اسیا او لاتینې امریکا په هیوادونو کې د پوځي دیکتاتوریو په ځاي ډیموکراټیکه واکمني رامنځته شوه.
د نولسوه اتیایمو کلونو په پاي او د نولسوه نویمو کلونو په پيل کې د لیبرالیزم څپې په یوې سونامۍ بدلې شوې او پیاوړې شوروي ېې له ځان سره یوړ. په دې ډول دا تمه پيدا شوه چې د تاریخ دغه پړاو پاي ته رسیدونکی دی. له څو لسیزو ماتو او او پرېوتو وروسته لیبرالیزم په ساړه جنګ کې برخلیک ټاکونکې بریا ترلاسه کړه او د هیومانیزم په مذهبي جګړو کې لیبرالیزم له ځینو وړو ټپونو سره سرلوړی او بریالی راووت.
کله چې شوروي دړې وړې شو نه یوازې په ختیځې اروپا بلکه د اوکراین، جورجیا، او ارمنستان په شمول په بالتیک جمهوریتونو کې سوسیالیستي نظامونه نسکور او ځاي ېې لیبرال دیموکراسۍ ته پریښود. د ساړه جنګ بریالیتوب لیبرال دیموکراسي نوره هم پراخه کړه او تر هرڅه وړاندې په لاتینې امریکا، جنوبي اسیا او افریقا کې ېې لمن پراخه شوه. ځینې لیبرال تجربې ناکامه هم شوې خو د بریالیتوب مثالونه ېې ډیر دي. د مثال په توګه په انډونیزیا، نایجریا او چیلي کې مستبد دیکتاتوران په لسیزو واکمنان وو خو اوس دیموکراتیک نظامونه لري. که یو لیرال د ۱۹۱۴ کال په جون میاشت کې ویده شوی او د ۲۰۱۴ کال په جون کې له خوبه پاڅیدلی واي نو ځان به ېې سوکاله او خوندي لکه په خپل کور کې احساس کړی واي. اوس هم خلک په دې باور دي چې که موږ هر انسان ته نوره فردي ازادي هم ورکړو نو په نړۍ کې به نوره سوله او سوکالي هم واکمنه شي. ټوله شلمه پیړۍ لکه یوې لويې ناکامۍ ښکاري. د ۱۹۱۴ کال په اوړي کې ټول بشریت د لیبرال ډیموکراسۍ په لویه لار چټک روان ؤ خو همدغه وخت ؤ چې ناببره په یوې ناسمې لار روان او بندون ته رسیدله. بیا نو موږ اته لسیزې وخت او دریو نړیوالو جنګونو ته اړتیا درلوده چې بېرته سمې لارې ته ستانه شو. البته چې په دغو لسیزو کې مو وخت بیخي نه دی ضایع کړ، په همدې لسیزو کې موږ انټي بیوټیک رامنځته کړل، اټومي انرژي جوړه شوه او په همدې لسیزو کې د فیمینیزم، د کالونیو ختمول، او ازاد سکس ترڅنګ کمپیوټرې ترلاسه شوې. پر دې سربیره لیبرالیزم ډیرې دردونکې تجربې وکړې او اوس د سلو پخوانیو کلونو په پرتله لږ کبر لري خو ډیر څه غواړي. لیبرالیزم له خپلو فاشیستي او کمونیستي سیالانو څخه بېلابېلې نظریې او سیستمونه تر لاسه کړل. تر هرڅه زیات د مسولیت دغه احساس چې باید خپلو خلکو ته د تعلیم، روغتیا او سوکالۍ زمینه برابره کړي. خو له دې سره سره د لیبرالیزم اصلي زړی یا مرکزي برخه په حیرانوونکي ټوګه خاص بدلون نه دی کړی. ازادي لا هم د لیست په سر کې ده او لا هم لیبرالیزم په رایي اچوونکو او مشتریانو تر ټولو زیات باور لري. په یقینې توګه ویلی شو چې په یو ویشتمه پیړۍ کې به لیبرالیزم د ټولو سرخیل وي.
بریښنا، جنیټیک او افراطي اسلام
تر۲۰۱۶ کال پورې «د کتاب دلیکلو کال» د وګړپالنې یا اینډویډوالیزم، بشري حقوقو، دیموکراسۍ او ازاد مارکیټ لپاره تر لیبرالیزم بله غوره نسخه نه ده موندل شوې. هغه ټولنیز اعتراضونه چې په ۲۰۱۱ کال کې په لودیځ کې دود شول لکه د وال سټریټ د نیواک، او د اسپانیا د « 15M » غورځنګ بیخي له دیموکراسۍ، وګړپالنې، او بشري حقوقو او حتي د ازاد بازار له بنسټیزو اصولو سره هیڅ اړخ نه لګوي. برعکس دوي په حکومتي چارواکو نیوکه کوي چې دوي دغو اصولو ته پام نه دی کړی. د دوي غوښتنه دا وه چې بازار باید په ریښتوني مانا ازاد وي نه دا چې د لویو شرکتونو او بانکونو له لوري کنټرول شي او یوازې دوي ترې ګټه پورته کړي «دومره لوي چې دغه لويوالی ېې د ناکامی سبب شي». د دوي غوښتنه دا وه چې ازاد بازار دې د دیموکراټیکو موسسو له لوري چې د عام ولس استازولي وکړي شي کنټرول شي داسې موسسې چې د عامو خلکو په چوپړ کې وي. حتي هغو کسانو چې د ونډو په بازارونو او پارلمانونو ېې سختې نیوکې کولې داسې کومه حل لاره نه ده وړاندې کړې چې نړۍ پرې اداره شي. ښايي په لیبرال نظام کې د نیمګړتیاوو لټول د روڼ اندو او مدني فعالانو لپاره ښه ساعت تیري وي خو تر اوسه ېې کومه سمه حل لاره نه ده وړاندې کړې. د لویدیځو معترضانو په پرتله چې له ټولنیزې بې عدالتۍ په تنګ دي ښايي چین لوي او جدي ګواښ اوچلنج وي. چين سیاست او اقتصاد دواړه لیبرال کړي دي خو نه ډیموکراټیک دی او نه په حقیقي مانا د ازاد بازار په بنسټ اقتصاد لري. البته دغه چاره د دې مخه نه نیسي چې دغه هیواد دې په یو ویشتمه پیړۍ کې په ستر اقتصادي قطب بدل نه شي خو دغه ستر اقتصادي قطب به ډیر وړوکی ایډیالوجیک سیوری ولري. نن سبا هیڅوک په دې نه پوهېږي چې چیناییان په څه شي باور لري حتي په خپله چیناییان هم په دې ښه نه پوهېږي. له نظري پلوه چین اوس کمونیست دی خو په عمل کې بیخي کمونیزم پکې نه لیدل کیږي. ځینې چیناییان په دې فکر دي چې بیرته د کنفیوسنیزم تیورۍ او ایدیولوژۍ ته ستانه شي خو دغه ایدیالوژي له یوه ښایسته پوښ پرته بله ګټه نه شي درلودلی. د ایدیالوژۍ دغه تشه چین د ټیکنالوجۍ په برخه کې د سلیکون ویلي د دینونو د ظهور لپاره په یوه پلیټ فورم بدلولی شي.(په راتلونکو څپرکو کې به د سیلیکون ویلي د ټیکنالوجیکي دینونو په هکله خبرې وکړو). خو د ټیکنالوجۍ دغه دینونه د تلپاتې ژوند، پرځمکه د جنت د جوړولو په شان خوبونه او ایډیالونه لري او د دغو هیلو د پوره کیدا لپاره لږ تر لږه دوه لسیزې وخت ته اړتیا لري. خو له دې ټولو سره سره چین په دغسې شرایطو کې د لیبرالیزم په وړاندې غوره ټاکنه نه ده. که دیواله شوی یونانیان د لیبرال سیسټم له بیلګه نهیلي شي او د بلې لارې په لټه کې شي د چین په لاره تګ به د دوي دغه هیلې پوره نه کړاي شي. که چین یوه بیلګه نه شي کیدای نو افراطي اسلام دغه تشه ډکولی شي؟ اویا افراطی مسیحیت، د موسي په لاره روان یهودان، او یا د بیا احیا کیدا د عقیدې خاوندان (هندوان) څنګه؟ چیناییان نه پوهېږي په کوم شي باور لري خو مذهبي افراطیان په دې ښه پوهېږي. له دې سل کاله وروسته چې نیچه اعلان وکړ چې خداي مړ شوی ښايي خداي د بیرته ظهور په حال کې وي. خو دا یوازې د هوا ګزول دي. خداي مړ شوی او ډیر لږ وخت ورته پکار دی چې جنازه ېې هم وشي او له مړي ېې هم خلاص شو. افراطي اسلام د لیبرال پکیج په وړاندې ګواښ نه دی، له دې سره سره چې افراطیان د اورشیندونکي په شان خوټیږي خو له یوویشتمې پیړۍ سم درک نه لري او د نوې ټیکنالوجۍ د خطرو او فرصتونو په هکله د کار خبره نه شي کولی. نوې ټیکنالوجي تل زموږ شاوخوا په هرډګر کې شتون لري.
دین او ټیکنالوجۍ تل په ګډه د تانګو نڅا کوي. دوي پر یو بل فشار راوړي، په یو بل پورې تړلي هم وي، کله هم له یوبله بیلیږي خو هیڅکله بیخي نه جلا کیږي. ټیکنالوجي په دین معتاده یا روږدې ده ځکه هره نوې ټیکنالوجي د استفادې ډیر ظرفیتونه لري او چا چې جوړه کړې یو پیغمبر یا لارښود ته اړتیا لري چې سمه پریکړه وکړاي شي او په سمه لاره ېې هدایت کړي. په نولسمه پيړۍ کې انجینیرانو د بړاس ماشین، راډیو، او ډیزلي ماشین جوړ کړ خو شلمې پيړۍ وښودله چې له همدغو وسایلو هر ډول استفاده کیداي شي د مثال په توګه فاشیزم او یا کمونیزم رامنځته کولی شي او یا هم لیبرال ډیموکراسي پرې رغیداي شي. نو که سمه لارښوونه او ځانګړی دین نه وي نو د اورګاډي ماشین دا پریکړه نه شي کولی چې کوم لوري ته حرکت وکړي.
له بلې خوا ټیکنالوجي زموږ د دیني لید لوري لپاره سرحدونه، سیمې او محدودیتونه ټاکي د رستوران د یوه ګارسون په شان چې د خوړو د مینو په وړاندې کولو سره زموږ اشتها محدودوي. نوې ټیکنالوجي پخواني خدایان وژني او نوي خدایان زیږوي. له همدې امله د کرکیلې د زمانې خدایان د ښکار او د ریښو او بوټو د ټولولو د زمانې له خدایانو سره توپیر لري، له همدې امله د فابریکو کارګران د یو ډول او کروندګر د بل ډول جنت خیالونه ګوري له همدې امله د یو ویشتمې پيړۍ ټیکنالوجیکي انقلاب به غالبن د نورو عجیب او غریبو دینونو زړي کیږدي چې د منځنۍ پیړۍ له خدایانو سره به ډیر توپیر لري. اسلامي افراطیان دې خپل دغه ذکر کوي چې اسلام د هرڅه لپاره ځواب لري خو هغه دین چې له ورځنیو ټیکنالوجیکي واقعیتونو سره اړیکه وشلوي دغسې یو دین دا وړتیا هم له لاسه ورکوي چې په مطرح شویو پوښتنو پوه شي. کله چې ارتیفیشیل انټیلیجنس یا مصنوعي ځرکتیا د ذهني کارونو له پلوه تر انسان مخکې شي نو د کار په بازار به څه ډول اغیز وشیندي؟ کله چې په ټولنه کې له اقتصادي پلوه د بیکاره انسانانو یوه لوي ټولی رامنځته شي نو له سیاسي پلوه به څه ډول پایلې ولري؟ کله چې د نانو ټیکنالوجۍ او د احیاکوونکو درملو په مټ اتیا کلن بوډا د پنځوس کلني وړتیا ترلاسه کړي نو د اړیکو، کورنیو او د تقاعد د سیسټمونو برخلیک به څنګه وي؟ او یا کله چې د بیوټیکنالوجۍ په مرسته شتمن کسان تر نورو ښه، ځیرک او روغ ماشومان پیدا کړي نو د شتمنو او بې وزلو ترمنځ به دغه لوي رامنځته کیدونکی واټن څنګه له منځه ځي؟ د دغو پوښتنو ځوابونه په قران، شرعیت، مسیحیت او حتي د کنفوسیوس په منظمومو کتابونو کې نه شې موندلی ځکه چې د منځنۍ پیړۍ په منځني ختیځ او پخواني چین کې هیڅوک نه ؤ چې د کمپیوټر،جنیټیک او نانو ټیکنالوجۍ په هکله دې په کوم شي پوه شي. افراطي اسلام ممکن ده د ټیکنالوجۍ او اقتصادي توپانونو په نړۍ کې د یوه رواني ډاډ او امن ځاي (لنګر) وعده ورکړي خو په توپانونو کې د لار موندنې لپاره امن ځاي (لنګر) او رواني ډاډمنتیا ته نه بلکه نقشې او د بیړۍ ډاډمن شټرنګ یا پایډل ته اړتیا لرو. ښايي افراطي اسلام یوازې هغو کسانو ته سپارښتنې ولري چې په اسلامي نړۍ کې او یا د مانا او ارزښتونو د لټوونکو په نړۍ کې زیږیدلي وي خو د بیکاره اسپانیایي ځوانانو او اندېښمنو چینايي میلیارډرانو ته د سپارښتنې لپاره هیڅ هم نه لري. له دې سره سره ښايي په سلګونو میلیون کسان بیا هم په اسلام، مسیحیت او یا هندوییزم باور ولري خو په تاریخ کې شمېرنې ډیر اهمیت نه لري. تاریخ غالبن د مخکښو متفکرانو او اختراع کوونکو لږه کیو په شتون سره بڼه خپلوي. کابو لس زره کاله مخکې انسانان په ښکار او د ریښو او بوټو په ټولولو بوخت وو خو یوازې لږ شمېر کسانو په منځني ختیځ کې کرکیله پيل کړه بیا وروسته تاریخ د همدغو کسانو شو او د کرکېلې دور رامنځته شو. په ۱۸۵۰ کې د نړۍ ۹۰ سلنه اوسیدونکي کروندګر وو او د کنګا، نیل، چانګ یانګ او برمینګم د سیندونو په غاړه په وړو کلیو کې هیچا د بړاس ماشین، د ریل پټلۍ، او تیلیګراف لینونه نه پیژندل خو د دغو سیمو د اوسیدونکو برخلیک په مانچستر او برمینګم ښارونو کې د یو شمېر انجنیرانو، سیاستوالانو، او اقتصاد پوهانو په لاس بدل شو او دغو لږه کیو د صنعتي انقلاب لپاره زمینه برابره کړه. د بړاس ماشین، ریل پټلۍ او تلګراف د خوړو، د ټوکرو، موټرو او وسلو د تولید کچه او ډول بیخي بدل کړ او صنعت پر کرهڼې برلاسه شو او لوړ مقام ېې ترلاسه کړ. په دې ډول ېې دودیزه کرهڼیزه ټولنه په صنعتي ټولنې بدله کړه.
له دې سره سره چې صنعتي انقلاب په ټوله نړۍ کې پراخ شو او د کنګا، نیل، او چانګ یانګ د سیندونو تر غاړې ورسېد بیا هم خلکو د بړاس د ماشین په ځاي په ویډیا، بایبل، قران او د کنفیسویس په منظومو کلکه عقیده درلوده. په نولسمه پيړۍ کې هم د نن په شان د پادریانو، ملایانو، او د هندوانو مذهبي مشران کم نه وو چې ویل به ېې د ټولو ستونزو حل په دین او مذهب کې دی حتي مذهب دغو نویو ستونزو ته چې صنعتي انقلاب رامنځته کړي دي هم ځواب لري. د ۱۸۲۰ او ۱۸۸۰ کلونو په موده کې مصر د بریټانیا په ملاتړ سوډان ونیو او هڅه ېې وکړه چې دغه هیواد موډرنه کړي او د تجارت په نړیوال چینل کې ېې ورګډ کړي. دې چارې د سوډان دودیزه ټولنه بې ثباته کړه او ډیرې لوېې بلواوې او ګډوډۍ ېې رامنځته کړې. په ۱۸۸۱ کال کې یو ځايي مذهبي مشر محمد احمد بن عبدالله اعلان وکړ چې هغه مهدی اخرالزمان دی او رالیږل شوی دی چې د خداي احکام په ځمکه پلي کړي. د هغه پلویانو بریټانوي ملاتړو مصري پوځیانو ته ماته ورکړې او د قوماندان جنرال «چارلز ګورډون» سره ېې غوڅ کړ. دغه اقدام د ویکتوریا تر واکمنۍ لاندې بریتانیا ته لوي شاک ورکړ. له هغه وروسته دوي په سوډان کې اسلامي امارت رامنځته کړ او شریعیت ېې نافذ شو چې تر ۱۸۹۸ کاله پورې واکمن ؤ. په همدې وختونو کې ډایاناندا سیراسوتي په هند کې د یوه نوي هندي پاڅون مشري کوله او ویل ېې چې مذهبي کتاب ویډا کله هم تېروتنه نه کوي. په ۱۸۷۵ کال کې هغه د اریا سماج (د نجیب زادګانو ټولنه) رامنځته کړه چې موخه ېې د ویدیا د علم خپراوی ؤ. که حقیقت وویل شي دایا ناندا د ویدا کتاب په لیبرال ډول تفسیراوه. د مثال په توګه هغه د مېرمنو لپاره هغه حقوق غوښتل چې ډیر وروسته په لودیځ کې ورته پام وشو. د ډیاناندا د وخت یو بل شخصیت نهم پاپ «پیوس» ؤ چې د مېرمنو په هکله ېې تر هغه ډیر افراطي دریځ درلود خو هغه د انسان د مقام او اقتدار په هکله له ډیاناندا سره په یو نظر ؤ. پيوس د کاتولیک دین په بنسټونو کې یو لړ اصلاحات رامنځته کړل او دا خبره ېې پخه کړه چې پاپ کله هم تېروتنه نه کوي. د دغو اصلاحاتو په بنسټ پاپ په ځانګړې توګه د عقیدتي مسلو په هکله کله هم تېروتنه نه کوي. ( د منځنیو پیړیو دغه نظریه په ۱۸۷۰ کال کې د کاتولیک مذهب په بنسټونو کې شامله شوه له دې یولس کاله وروسته چارلزس ډاروین د ژویو د ډولونو پرنسیت (Origin of species) کتاب خپور کړ. تر دې دیرش کاله مخکې چې پاپ دغه خبره وموندله چې هغه کله هم غلطي نه کوي یو ناکام چیني کاتب هانګ ژیګوان یو لړ دیني نظریې رامنځته کړې. د دغو نظریو په اساس خداي دا وحي کړې وه چې هانګ د حضریت عیسی کشری ورور دی. خداي هانګ ته یو الهي پیغام او دنده سپاري چې د مانچوریا د لړۍ واکمنان «شیطانان» له چین وشړي. دغې لړۍ پر چین له اوولسمې پیړۍ راپه دیخوا واکمني کړې او ټایپینګ تیانګوا (د بشپړې سولې اسماني باچاهي) ېې په ځمکه واکمنه کړې وه. د هانګ دغه پیغام د میلیونونو خوارو او غریبو چیناییانو په ذهنونو کې د اور لمبې بلې کړې. دا هغه وخت ؤ چې د تریاکو د جنګ، نوي صنعتي انقلاب او اروپايي امپریالیزم له امله چیناییان بیخي په ګونډو شوي وو. خو هانګ دغه چینایان د یوې سوله ییزې باچاهۍ د واکمنولو لپاره هدایت نه کړل بلکه د مانچوریا د لړۍ د باچاهۍ په خلاف ېې راوپارول چې د ټایپینګ د پاڅون سبب شو. دا د اتلسمې پیړۍ تر ټولو خونړی جنګ بلل شوی دی. له ۱۸۵۰ تر ۱۸۶۴ کلونو پورې شل میلیونه انسانان پکې ووژل شول. دغه شمېره د ناپلیون په جنګ او یا د امریکا په کورنۍ جګړه کې له وژل شویو کسانو ډیر وو. په داسې حال کې چې صنعتي انقلاب، د ریل ګاډیو پټلۍ او د بړاس ماشینونه په نړۍ کې پراخ شوي وو په میلیونو کسان د هانګ، ډیاناندا، پیوس او مهدي په مذهبي افراطي او ډګمو نظریو پسې روان شول. له دې ټولو سره سره په مونږ کې ډیر کم کسان نولسمه پیړۍ یو مذهبي دوران بولي. کله چې موږ د اتلسمې پیړۍ د لرلیدونو او نظریو په هکله فکر کوو نو مارکس، انګلس او لینن مو ذهن ته راځي کله هم په نهم پیوس، مهدي، او هانګ ژیګوان فکر نه کوو. دا مو سم کار کړی دی او طبیعي لاره همدا ده. که څه هم په ۱۸۵۰ کال کې سوسیالیزم ځايي خوځښت ؤ خو په ټوله نړۍ کې پراخ شو او په چین او سوډان کې د خپل سرو منجیانو په پرتله په پراخه کچه ېې په ټولې نړۍ کې اغیز پریښود. که ته اوس په خپل هیواد کې د ملي روغتیا، تقاعد او وړیا ښوونځیو سیسټمونه لرې دا د مارکس، لینن او بیسمارک له برکته دي نه د ژیګوان او مهدي. خو ولې مارکس او لینن بریالي شول خو د ژیګوان او مهدي پاڅونونه ناکامه شول؟ دا له دې امله نه ؤ چې سوسیالیستي هیومانیزم د اسلام او مسیحیت د تیولوجۍ په پرتله ډیر کوټلی فلسفي سیسټم درلود بلکه علت ېې دا ؤ چې مارکس او لینن خپل وخت د پخوانیو متنونو او د پیغمبرانو د خوبونو په تعبیر نه بلکه د ټیکنالوجیکي او اقتصادي واقعیتونو په پوهېدا تېراوه. د بړاس ماشینونو، د پټلیو لارو، تیلګراف او بریښنا نوې ستونزې او نوې فرصتونه رامنځته کړل. د ښار د شاوخوا سیمو د پرولتاریايي پرګنو تجربو، اړتیاوو، او هیلو پر بایبل یا انجیل د معتقدو کروندګرو له تجربو، اړتیاوو او هیلو ډیر توپیر درلود. د دغو اړتیاوو او هیلو د پوره کولو لپاره مارکس او لینن څېړنې او مطالعې وکړې چې د بړاس ماشین څنګه کار کوي، د ډبرو د سکرو کان څنګه ایستل کیداي شي، څرنګه د ریل پټلۍ اقتصاد ته وده ورکوي، او بریښنا پر سیاسټ څنګه اغیز کولی شي. یو وخت له لینن څخه چا پوښتنه وکړه چې کمونیزم په یوه جمله کې تعریف کړي. هغه وویل: « کمونیزم د کارګرو واک او د ټول هیواد د اړتیاوو پوره کول دي». له راډیو، ریل پټلۍ او بریښنا پرته هیڅ ډول اړیکه نه شي ټینګیدلی. د شپاړسمې میلادي پيړۍ په روسیه کې نا شونې وه چې څوک دې کمونیستي رژیم رامنځته کړاي شي ځکه چې کمونیزم د سرچینو او معلوماتو تمرکز ته اړتیا لري. د « هرڅوک تر خپل وسه او هرچا ته تر خپلې اړتیا» شعار هغه وخت عملي کیداي شي چې کله کوم شی تولیدیږي باید لرې سیمو ته هم وویشل شي او یا د چې په ټول هیواد کې فعالیتونه منظم او وڅارل شي.
مارکس او پېروانو ېې د نوې ټیکنالوجۍ او د نویو ولسونو تجربې درک کړې وې ځکه خو ېې د صنعتي ټولنې ستونزو ته سمې حل لارې او سم ځوابونه درلودل او دغه راز په دې پوهېدل چې څنګه له نویو امکاناتو او فرصتونو ګټه واخلي. دوي سوکالۍ ته د رسېدا لار په ټیکنالوجۍ او اقتصاد کې ولټوله او په نتیجه کې ېې د تاریخ د ټیکنالوجۍ د لومړني دین بنسټ دوي کیښود او د ایډیولوجیکو بحثونو بنسټ ېې بدل کړ. تر مارکس مخکې خلکو ځان د تولید د بڼې په اساس نه بلکه د خداي له سترګو پیژانده او د پرګنو ویش هم په همدې اساس ؤ. له مارکس وروسته د ټیکنالوجۍ او اقتصادي جوړښت په هکله پوښتنې مهمې شوې دغه راز له مرګ وروسته د ژوند او د روح په شان د بحثونو په ځاي د ټیکنالوجۍ او اقتصاد بحثونه پراخ شول. د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې د تولید څرنګوالی د بحث اصلي موضوع وه. حتي پر مارکس او لینن سخت نیوکه کوونکو د ټولنې او تاریخ په هکله د هغوي نظريې خپلې کړې او زیاترو د خداي او جنت په ځاي ډیر په تولید او ټیکنالوجۍ فکر کاوه. د اتلسمې پيړۍ په نیمايي کې ډېرو محدودو کسانو د مارکس په شان فکر درلود ځکه خو ډېرو کمو هیوادونو د صنعتي کیدا لور ته مزل ګړندی کړی و او همدغو څو محدودو هیوادونو کابو ټوله نړۍ هم ونیوله. ډېرو ټولنو دا درک درلود چې څه پېښېدونکي دي ځکه خو د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شول. د هند دیاناندا او د سوډان مهدي په شان کسان د بړاس د ماشین په ځاي ډیر د خداي په هکله په فکر کولو بوخت وو ځکه خو دوي د بریټانیا په شان د صنعتي هیوادونو له لوري ونیول شول. البته په وروستیو کلونو کې هندیانو په کار او هلوځلو سره د هند او بریټانیا ترمنځ اقتصادي او جیوپولیټیک درز ډیر کم کړ خو سوډان لا هم وروسته پاتې دی.
د یو ویشتمې پیړۍ په پيل کې د پرمختګ اورګاډی د سټېشنه د روانیدا په حال کې دی او ښایي دا د پرمختګ وروستی اورګاډی وي چې د هومیوساپینس یا ځیرک انسان له سټېشنه روانېږي که هرڅوک له دغه سټېشنه پاتې شو بیا به کله هم دغه چانس پیدا نه کړي نو که غواړې په دغه اورګاډي کې ځاي پيدا کړې باید د یو ویشتمې پیړۍ ټیکنالوجي، په تیره بیا بیو ټیکنالوجي او د کمپیوټري شبکو الګوریتمونه وپېژنې او قدرت ېې درک کړې. د دغو ټیکنالوجیو قدرت د بړاس او تلګراف د ماشینونو له قدرته ډیر زیات دی او کله به هم له دې ټیکنالوجۍ د خوړو، ټوکرو، ګاډو، او وسلو په تولید کې استفاده نه شي. د یوویشتمې پيړۍ تر ټولو مهم تولیدات به د بدن غړي، ماغزه او ذهن وي، دغه راز بحث به د دو انساني ډلو ترمنځ د فاصلې په اړه وي. لومړی ډله به هغه وي چې پوهېږي څنګه د بدن غړي او ماغزه جوړ کړي او دویمه ډله به هغه کسان وي چې په دې نه پوهېږي. د دغو دو ډلو ترمنځ واټن او درز به د ډیکنیز د بریټانیا او د مهدي د سوډان تر منځ له واټنه خوار زیات وي. دغه واټن به حتي د نیاندرتالز او هومیوساپینس انساني ډلو ترمنځ تر واټن هم زیات وي. په یوویشتمه پیړۍ کې هغه کسان چې د پرمختګ په اورګاډي کې سپاره وي د جوړیدا او ورانیدا خدايي قدرت ترلاسه کړی وي او هغه چې له اورګاډي پاتې کیږي له انقراض سره به مخامخ وي.
سوسیالیزم چې په سلو کلونو کې سوپر مډرن بلل کیده له نوې ټیکنالوجۍ سره غږمله نه شو.لیونیډبرژنیف او فیډل کاسترو د بړاس د ماشین په وخت د لینن او مارکس له ایډیولوژیو بهر نه شول او د کمپیوټرو او بیوټیکنالوجۍ په قدرت پوه نه شول. لیبرالانو بر عکس د معلوماتي ټیکنالوجۍ له دور سره ځان برابر کړاي شو. همدغه چاره تر یو حده څرګندوي چې ولې په ۱۹۵۶ کال کې د خروشچوف اټکل ناسم ثابت شو او په پاي کې لیبرال کپیټالیستانو مارکسیستانو ته ماتې ورکړه. که مارکس نن سبا بیا راژوندی شي نو خپلو پیروانو ته به ېې سپارښتنه کوله چې د کپیټال کتاب کم ولولي او په ځاي ېې ډیر وخت په انټرنټ او جین ټیکنالوجي کې په مطالعې تیر کړي. افراطي اسلام تر کمونیزم هم وروسته پاتې دی حتي دوي تر اوسه صنعتي انقلاب نه دی منلی نو دا عجیبه نه ده چې دوي د مصنوعي ذکاوت او جين ټیکنالوجۍ په اړه د خبرو لپاره هیڅ هم نه لري. اسلام، مسیحیت او نور دودیز دینونه لا هم په نړۍ کې مهم لوبغاړي دي خو دوي ارتجاعي او پسیف رول لري. په پخوا وختونو کې دوي خلاق او مخ په وده قدرت درلود. د مثال په توګه مسیحیت دغه بدعت ډیر ژر پراخ کړ چې انسانان د خداي له نظره یو شان دي. په نتیجه کې ېې د انسان سیاسي جوړښت بدل کړ او ټولنیزه او حتي جنسي ډلبندي یا رتبه بندي ېې رامنځته کړه. حضرت عیسی تر هغه هم مخکې لاړ او د غره د سر « Sermon on the Mount» په خطبه کې ېې وویل هغه کسان چې تر ټولو خوار او تر پښو لاندې وي خداي ته ډیر نیژدې دي. دغه نظر د قدرت اهرام سرچپه کړ او په یو ډول ېې د انقلابي خوځښتونو لپاره زمینه برابره کړه.
د ټولنیزو او اخلاقي اصلاحاتو تر څنګ مسیحیت د مهمو اقتصادي او نویو ټیکنالوجیکي مسلو مسولیت هم درلود. کاتولیکې کلیسا په منځنۍ پیړۍ کې د اروپا تر ټولو منظم اداري سیسټم رامنځته کړی ؤ او د ارشیف کولو، ماخذ جوړولو، او د وخت د اندازې په جدولونو او نورو معلوماتي فنونو کې مخکښه وه.
واټیکان په اروپا کې د دوولسمې میلادي پیړۍ سلیکان والي بللی شو. کلیسا د اروپا لومړنۍ اقتصادي کمپنۍ رامنځته کړه. دغه شرکتونه یا صومعې «Monastery» کابو زر کاله د اروپا په اقتصاد کې مهمه ونډه لوبوله او د لومړي ځل لپاره ېې د مدیریت او کرهڼې پرمختللې رودې وکارولې. صومعې لومړنۍ موسسې وې چې له ساعتونو ېې ګټه پورته کړه او د کلیسا ترڅنګ د ښوونځیو په توګه د اروپا مهم روزنیز مرکزونه هم وو. همدغو صومعو د بولونیا، اکسفورډ او سالامانکا په شان د اروپا له لومړنیو پوهنتونونو سره هم مرستې وکړې. کاتلویکه کلیسا تراوسه پورې د میلیونونو کسانو ملاتړ لري او ورته وفاداره دي خو له دې ټولو سره سره کاتولیکان او پر واحد خداي باوري دینونو خپل نوښت، او فعال رول له لاسه ورکړی او یوازې منفعله او ارتجاعي اغیز لري. دغه دینونه د دې په ځاي چې د نوې ټیکنالوجۍ، د مډرنو اقتصادي لاروچارو او ټولنیزو نظریو په برخه کې فعالیت ولري یوازې د ملاتړ کوونکو رول لوبوي او دغسې اخترعاتو او موندنو ته چې نور غورځنګونه ېې ترسره کوي د شک او ویرې په سترګه ګوري، بیولوجسټان د امیندوارۍ د مخنیوي درمل جوړوي خو پاپ د بې اعتمادۍ په سترګه ورته ګوري او نه پوهېږي څه ورسره وکړي. کمپیوټري انجنیران د انټرنټ د پراختیا په فکر کې دي خو یهودي ملایان یا رابیاګان د دې چارې مخالفت کوي او نه غواړي چې افراطي یهودان دې سرو ورښکاره کړي . فیمینسټان فکر کوي چې څنګه میرمنې وهڅوي چې د هغوي بدن د هغوي خپل امانت او مالکیت وبلل شي خو مفتیان په دې بحث کوي چې له دې شر او د فساد له لمبو سره څنګه مبارزه وکړي.
له ځانه پوښتنه وکړه چې په شلمه پیړۍ تر ټولو اغیزمنه اختراع، موندنه او جوړېدنه کومه وه. د دې پوښتنې ځواب به سخت وي ځکه چې یو اوږد لیسټ ترې جوړیږي او په دغه لیست کې به انتخاب سخت وي. د مثال په توګه په ساینسي پرمختګونو کې انټي بیوټیک، تیکنالوجیکي موندنې لکه کمپیوټر، او ایدیالوجیک پرمختګونه لکه فیمینیزم د یادولو دي. بیا له ځانه پوښتنه وکړه چې په شلمه پيړۍ کې د اسلام، او مسیحیت په شان دودیزو دینونو بشریت ته کومې اختراعات، موندنې او لاسته راوړنې درلودلي دي. د دې پوښتنې ځواب هم سخت دی. ځکه چې دغه لیست دومره کوچنی دی چې انتخاب پکې سخت دی. په شلمه پیړۍ کې پادریانو، رابیاګانو او ملایانو څه کړي دي چې سړی ېې د انټي بیوټیک، کمپیوټرو او فیمینیزم سره په یو کتار کې راولي؟ کله چې په دغو دو پوښتنو لږ غور وکړې نو څه فکر کوې په یوویشتمه پیړۍ کې به راتلونکي لوي بدلونونه له کوم لوري راځي؟ له اسلامي خلافت څخه که له ګوکل څخه؟ هو اسلامي خلافت په دې ډیر ښه پوهېږي چې څنګه په یوټیوپ کې ویډیوګانې خپرې کړي خو په سوریه او عراق کې د شکنجې له کارخانو پرته بله کومه اختراع او موندنه رامنځته شوې چې له بشریت سره ېې مرسته کړې وي.
په میلیاردونو انسانان چې ساینس پوهان هم پکې شته مذهبي او دیني لیکنې د اقتدار او مانا د سرچینې په توګه کاروي خو دغه لیکنې د هیڅ ډول خلاقیت او نوښت سرچینې نه دي. د مثال په توګه په ځینو پرمختللو مسیحي کلیساګانو کې د همجنسبازانو او د ښځینه پادریانو منلو ته پام وکړئ. ولې دوي دغه دوه خبرې ومنلې؟ دوي د بایبل او یا د اګوسټین او مارټین لوټر د کتابونو او لیکنو له لوستلو وروسته د دغو دوه خبرو اجازه نه ده ورکړې بلکه کله چې دوي د میچل فوکولټس د جنسیت د تاریخ کتاب او دغه راز د ډونا هاراویز اثر د سیبورګ مانیفیست ۵ کتاب له لوستلو وروسته دغو کلیساګانو د همجنسبازانو واده او د ښځینه پادریانو ګمارنه ومنله. خو حقیقي مسیحیت څومره پرمختللی او معتدله چې وي دا اعتراف نه کوي چې دوي دغه اخلاقي مسله د فوکو او هاراویز له کتابونو راخیستې ده. دوي بیرته انجیل او یا د سینټ اګوسټین او مارټلین لوټر کتابونو ته مراجعه کوي. دوي په ځیرتیا سره د کتابونو هره پاڼه او هره کیسه او داستان ګوري او هغه څه چې دوي ېې غواړي تر څو یو سم تفسیر پیدا کړي. کله چې ېې په شرعه برابر حکم او کوم ایت او تفسیر پيدا کړ نو وايي خداي همجنسبازان هم بخښي او یوه میرمن هم د کلیسا پادري جوړیداي شي. په دې ډول دوي داسې ښيي چې دغه نظریه یا حکم په بایبل کې راغلی ؤ خو په حقیقت کې دا د فوکو نظریه وه چې د لومړي ځل لپاره ېې مطرح کړه. دوي هڅه کوي په دې ډول انجیل یوه معتبره سرچینه وښيي په حقیقت کې داسې نه ده او اوس هغه د یوه معتبرې سرچینې او ماخذ په توګه نه شي کاریداي. له همدې امله دودیز دینونه د لیبرالیزم حقیقي بدیل نه شي کیداي. د دغو دینونو متنونه او کتابونه د جن ټیکنالوجۍ اومصنوعي ذکات هیڅ هم نه لري او ډیر لږ پادریان، رابیاګان او مفتیان او ملایان شته چې د بیولوجۍ او کمپیوترساینس په وروستیو پرمختګونو پوهېږي. که څوک غواړي په دغو پرمختګونو پوه شي نو باید علمي او ساینسي مقالې ولولي او لابراتواري ازمیښتونه وکړي او نتیجې ېې وګوري له دې پرته بله لاره نه شته دغه مسلې په لرغونو او مذهبي متنونو کې نه شې موندلی.
دا په دې مانا نه ده چې لیبرالیزم پر خپلو لاسته راوړنو اکتفا وکړي او په ټپه ودریږي. لیبرالیزم د هیومانیزم په دیني جنګونو کې بریالی شو او اوس په ډګر کې بل سیال نه لري او ممکن یوازینی انتخاب او بدیل هم وي خو اوس په ۲۰۱۶ کال کې د خپلې نابودۍ زړی په همدغو بریاوو کې کري. دغو بریالیو لیبرالیسټي نظریو انسان ته زمینه برابره کړه چې د تلپاتې ژوند، ذکاوت او خدايي قدرت په لور حرکت وکړي. انجینیران او پوهان په دې خوشاله دي چې له غلطیو پرته د خپلو مشتریانو ټولې غوښتنې پوره کوي او په دې ډول د دغو لیبرالي پروژو د پوره کولو لپاره په شور او شوق کار کوي. خو هغه څه چې انجینیران او څیړاند ېې جوړوي یا ېې مومي هغه ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کوي چې د لیبرالیزم په نړۍ لید او د رایي ورکوونکو په ړانده ذهن کې موجود دي.
کله چې مصنوعي ذکات یا ارټیفیشیل انټیلیجنس او جن ټیکنالوجي خپل ټول ظرفیت او پوټنشیل څرګند کړي نو کیداي شي لیبرالیزم، ډیموکراسي او ازاد مارکیټ د چخماق د ډبرو، د ډبرینو چړو، د ټیپ د کسټونو، اسلام او کمونیز په شان بیکاره او اضافي شیان شي.
کتاب مې په دې اټکل سره پيل کړ چې د یوویشتمې پيړۍ په اوږدو کې به انسان د تلپاتې ژوند، نیکمرغۍ او خدايي توان ته د رسیدا هڅه وکړي. دغه اټکل نه اصلي دی او نه هم پيش ګويي دغه اټکل په حقیقت کې د لیبرال هیومانیزم د دودیزو ایډیالونو انعکاس دی. لیبرالیزم له پخوا د انسان ژوند، احساسات، او هیلې سپېڅلي بللي نو دا به د حیرانتیا خبره نه وي چې انسان تر وسه وسه خپل ژوند، خوښي او توان اوږد او ډیر کړي. د کتاب په دریم او وروستي څپرکي کې به دغه بحث وکړم چې د دغه هیومانیستي هیلو او خوبونو لپاره هڅه به له انسانپالنې د ورپورته یا پوست هیومانیزم د توانمنیو او ظرفیتونو د لوړلو سبب شي او دغه چاره به په خپله د هیومانیزم ستنې کمزورې نه کړي. پر احساساتو د هیومانیزم باور او عقیده دا امکانات موږ ته برابر کړل چې وړیا د موډرنه تړون له میوې ګټه پورته کړو. موږ هیڅ ډول خداي ته اړتیا نه لرو چې انساني قدرت او توان مهار او کنټرول کړي او یا زموږ ژوند ته مانا وروبخښي، د رایې ورکوونکو او مشتري ازاد انتخاب موږ ته ټوله هغه مانا راکوي چې ورپسې یو. خو څه به پیښ شي که یو ورځ مشتري او رایه ورکوونکی کله هم ازاد انتخاب ونه کړاي شي او یا که داسې ټیکنالوجي ترلاسه کړو چې د مشتریانو او رایه ورکوونکو احساسات محاسبه، ډیزاین او بدل کړای شو نو څه به پيښیږي؟ که ټول کاینات د انساني تجربې په واک او انحصار کې وي نو څه به پیښیږي کله چې انساني تجربې یوازې یو ډیزاین شوی محصول وي او د نورو شیانو په شان په بازار کې ېې موندل اسانه وي؟
*- فورمول د ضرب علامه لري ځکه چې توکي او عناصر پر یو بل اغیز لري. د منځنیو پیړیو د مکتب په اساس سپیڅلی کتاب له منطق پرته درک کیداي نه شي نو که منطق صفر وي د سپیڅلي کتاب څومره پاڼې چې ولولئ نو پوهه مو په صفر کې ضرب کیږي. که فورمول مثبته علامه ولري نو مانا ېې دا ده چې له ډیر منطق سره او صفر لیک سره به ډیره پوهه او علم ولرئ. موږ او تاسو فکر کوو دا منطقي ښکاري خو د منځنیو پیړیو مکتب ېې منطقي نه بولي.
*- په امریکايي سیاست کې ډیر ځله لیبرالیزم وړوکی تعبیریږي او د محافظه کارۍ یا کانسرواتیزم په مقابل کې کارول کیږي، په عین حال کې په پراخه مانا کې زیاتره امریکايي محافظه کاران هم لیبرالان دي.
۳۹- ماغزه د کمپيوټر په شان دي او کمپیوټر د ماغزو په شان ارټیفیشل انټیلنجنس یا مصنوعی ذکاوت اوس د انسان تر پوهې او ذکاوت لوړ دی.