دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهبوش وايي، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو اندېښمن دی

بوش وايي، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو اندېښمن دی

تاند(جمعه، د ثور۳۱) د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش، چې د واک په موده کې یې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستل غیرضروري بولي،

بوش، فاکس نیوز تلویزیون ته په ځانګړې مرکه کې نن وویل، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ژوره اندېښنه لري ځکه چې د امریکایانو له حضوره پرته به په سیمه کې تشه رامنځته شي.

ولسمشر بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې د سپټمبر تر یوولسمې پورې به ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي. دا هغه نېټه ده چې القاعده شبکې په نیویارک او واشنګټن کې تروریستي بریدونه وکړل او وروسته له دې چې طالبانو د دغو بریدونو د اصلي طراح اسامه بن لادن له ورسپارلو ډ‌ډه وکړه، جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د برید امر وکړ.

بوش انځورګري کوي

بوش د خپل نوي کتاب Out of Many(د ډېرو له منځه) په اړه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل «ما تل خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې حضور ونه لري، خلا به رامنځته شي، او هغه کسان به ښايي دا تشه ډکه کړي چې له ښځو سره د دوهمې درجې اتباعو په شان چلند کوي.

ده وویل چې د بایډن له لوري د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له اعلانه وروسته یې له افغان مېرمنې رویا محبوب (محوب) سره خبرې وکړې.

اغلې محبوب هغه افغانه ده چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال له ښځو سره د دې ډلې د زورزیاتي له کبله ایران ته تښتېدلې وه.

بوش فاکس نیوز ته وویل «دا (محبوب) ډېره اندېښمنه ده. زه هم ځکه اندېښمن یم.»

بوش زیاته کړه«زه د خپلو سرتېرو د قربانیو په خاطر هم اندېښمن یم، او زموږ استخباراتي ټولنه به هېره کړای شي.»

د بوش په لاس په کښل شوي کتاب کې یادونه شوې چې اغلې محبوب په ۲۰۰۳ م کال له ایرانه بېرته افغانستان ته لاړه او هلته یې له درس ویلو وروسته د سافټوېر کمپنۍ جوړه کړه. دا لومړنۍ افغان ښځه وه چې د ټکنالوژۍ د یوې کمپنۍ مشره شوه. خو وروسته طالبانو خبرداری ورکړ او مجبوره شوه چې امریکا ته لاړه شي.

بوش فاکس نیوز ته وویل«د افغانستان د ازادۍ او د القاعده د له منځه وړلو یو لوی بریالیتوب دا و چې په دې هیواد (افغانستان) کې ښځو او نجونو ته د ودې لار پرانیستل شوه.»

بوش دغه راز ویلي چې دی او مېرمن یې لورا بوش به تل د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.

(Out of Many) کتاب د جورج ډبلیو بوش د کیسو او انځورونو ټولګه ده او په هغه کې امریکا ته د تللیو مهاجرو د ژوند پر مزل او د امریکایانو په ژوند او سوکالۍ کې د هغوی پر ونډې رڼا اچول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب