دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeمقالېله لاسه وتونکې شتمني

له لاسه وتونکې شتمني

عصمت الله ځلاند||

کاري ځواک یا (labor force) چې د ټولنې ځوانه طبقه يې ستره او اساسي برخه تشکيلوي د یوه ملت د بقا او پرمختيا لپاره تر ټولو مهم او اړين عامل بلل کيږي.

ځکه که په يوه هيواد کې دغه عامل نه وي خو نورې ټولې ارﺯښتناکې منابع او سرچينې ولري نو د يوه محرک قوت د نشتون له امله ښايي ګټه ځنې وانه شي خيستى.

نو د منابعو د تحريک او د په کار اچونې د مسبب په توګه مونږ کاري ځواک ته د يوه ملت روح ويلى شو چې له هغه پرته د ملتونو پرمختيا، بقا او پايښت شونى نه دى.

د پښتو ژبې ستر شاعر استاد دروېش درانى په دې اړه وايې:-
کله چې خلک راوېستل وه د سره اور له منځه
ﺯَړو هم حق د ژوند درلود خو ما به ځوان را ويوست.

خو له بده مرغه ﺯمونږ په جګړه ځپلې ټولنه کې له دغې ارﺯښتناکې او د حياتي اهميت لرونکې شتمنې سره هم د هيواد د نورو منابعو په څېر غير محتاطانه او سرسري چلند کيږي.

د ځوانانو يوه لويه او‌عمده برخه مو د بدمرغه جګړې په دواړو لوريو کې تلف کيږي.

بل هغه ځوانان دي چې د جګړې په غاړو‌ کې ښکيل نه دي مګر د جګړي له امله په بيلابيلو مواردو کې (چاودنې،ترور…) د مرک خونړۍ غېږې ته درومي او هيواد يې د کار او ګټې له فيضه محروميږي.

يو شمير نور ځوانان مو په هيواد کې د نامساعدو حالاتو او شرايطو له کبله په غير قانوني او قانوني ډول وطن پرېږدي چې يا د سمندرونو تر خوني څپو لاندې د نهنګانو خوراک ګرځي او يا هم په نورو ‌ملکونو د مهاجرت تر کرغېړن  نامه لاندې ژوند تېرولو ته اړ وي.

ﺯمونږ په ټولنه کې د هغو ځوانانو شمېر هم لږ نه دى چې دبېلابېلو دلايلو له مخې په نشه يي توکو روږدي شوي او ددې پر ځاى چې د ټولنې له اوږو بار پورته کړي په خپله د مات لاس په شکل د ټولنې په غاړه کې پراته دي.

کومو ځوانانو چې ﺯده کړې کړې دي او ‌وړتياوې لري په دولتي اداراتو کې پراخه فساد يې په وړاندې ولاړ دى او‌ کار ته يې نپرېږدي. چې په دې سره د دوى د ﺯحماتو، هڅو او ستړياوو قدرداني او دراناوى نه کيږي.

په دې هيله چې يوه ورځ ټولې ناخوالې له منځه ولاړې شي او مونږ وکولاى شو چې له خپلو انساني،مادي او معنوي سرچينو څخه چې ډېره اړتيا ورته لرو پوره ګټه واخلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب