شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهراس وېلسن: پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکي بریدونه دي

راس وېلسن: پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکي بریدونه دي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹ مه ) په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافېر راس وېلسن وایي، د وسلوالو مخالیفینو له لوري پر بنسټیزو پروژو بریدونه د غندلو وړ دي او دا بریدونه د افغانستان پر راتلونکې بریدونه دي چې باید مخنیوی یې وشي.

وېلسن پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري نو باید په هیڅ صورت تخریب نه شي.

نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب اجازه ورنه کړل شي.

هغه ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یواځې ۶ سلنه افغانانو برېښنا ته لاسرسی درلود خو په وینا یې اوس دېرش سلنه افغان وګړي برېښنا ته لاسرسی لري.

راس وېلسن ټینګار کړی چې امریکا به د ژوند ښه والي په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او دوی هڅه کوي چې ډېر ژر میلیونونه افغانانو ته برښنا برابره کړي.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې دې وروستیو کې د کابل په ګډون په شمالي ولایتونو کې د مخالیفینو له لوري د برېښنا پایې په نښه او نړول کیږي.

د یادو پایو په نړولو سره د پلازمېنې په ګډون د ډیری ولایتونو برېښنا پرې وي چې دې سره حکومت ته هم میلیونونه افغانۍ تاوان اوړي.

که څه هم تېره ورځ کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د برېښنا د پایو الوځوونکي پنځه کسان یې نیولي خو تر دې یوه ورځ ورورسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د یادو کسانو د نیول کېدو خبر رد کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب