Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد اوبو د تنظیم ملي اداره: د بخش آباد بند چارې ګړندۍ...

د اوبو د تنظیم ملي اداره: د بخش آباد بند چارې ګړندۍ روانې دي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۹مه) د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي، چې په فراه ولایت کې د سختو جګړو سره سره د بخش آباد د اوبو بند چارې ګړندۍ روانې دي.

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د اوبو دا بند د هېواد یو له سترو بندونو څخه دی او ژر به یې چارې هم بشپړې شي.

خپلواک وایي، اوسمهال د بخش آباد بند په انحرافي کانالونو کار روان دی او وروسته له هغې به يې پر بدنې کار پيل شي.

نوموړی وایي پر دې بند شاوخوا ۶۰۰ ميلیونه امریکایي ډالره لګښت راځي.

د ښاغلي خپلواک په خبره دا بند به د اوبو په مدیریت ، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، برېښنا تولید او هېوادوالو ته د کاري زمینې په برابرلو کې ډېره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...