تاند(سې شنبه، د ثور۲۸) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دا اټکلونه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به طالبان کابل هم ونیسي، خورا بدبینانه نظر دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، خلیلزاد نن (سې شنبه) د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل«زه په خپله باور لرم چې دا بیانونه چې د دوی (افغانستان) ځواکونه به سره وپاشل شي او طالبان به په اسانه لاسبري شي، تېروتنه ده.»
د کانکریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ژوره اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا کار به په افغانستان کې د ګډوډۍ او خورا سختې کورنۍ جګړې سبب شي.
د ټکساس جمهوریپال استازي مایکل مک کال، چې له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره مخالف دی، وویل«داسې هیڅ چانس نه شته چې طالبان به پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ یې د ټرمپ له حکومت سره په موافقه کې کړې وې.»
مک کال زیاته کړه«داسې ښکاري چې دا یقیني ده چې طالبان به هڅه وکړي چې افغانستان ونیسي او امریکا به د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر یوولسمې مخکې حالت سره مخامخ کړي.»
خو خلیلزاد وویل، داسې دلایل شته چې طالبان په زور د واک ته رسېدو لټه نه کوي او د دې پر ځای د خبرو په وسیله د سیاسي حللار هڅه کوي چې په نتیجه کې یې دوی نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د امریکا او ملګروملتو له تورو لیستونو ووځي.
خلیلزاد په وروستیو کې په دوحه کې له طالبانو سره لیدلي دي.
خلیلزاد وویل«دوی وايي، غواړي چې اړیکې یې نورمال شي، له بندیزونو ووځي.»
خلیلزاد وویل، طالبانو د دوحې د موافقې یو شمېر ژمنې په ځای کړي خو دوی هیله لري چې نورې ژمنې هم پوره کړي.
د افغانانو او افغانستان تاریخ او جغرافیا هغو آتش فشان غرونو ته ورته ده کومه چی هر فعالیت ئې په غیر منتظره او غیر مترقبه توګه را منځته سوی او را منځته کیږی او را منځته به سی.
دا چی چا په ډیر ډاډ او اطمنان ویلی دی چی ګواکی کابل به د طالب لاسته ولویږی، معلومه نه ده چی دا څوک ؤ او څوک دی.
بناً
د خلیل زاد څرګندونی خپله د رمزونو یوه ( توره جعبه ) او د غیر منتظره آتش فشانونو د فعّال کېدو زمینه ده.
لاندی ټوکه شاید د خلیل زاد د څرګندونو د څرنګوالی سره اړخ و نه لګوی
خو
هڅه به وسی چی ( که په زور او چم هم وی ) اړخ ولګوی.
” په یو ښار کی یوه ښائسته او رنګینه او عفیفه او تعلیم یافته او شتمنه پېغله اوسېده.
د ښو اوصافو آوازه او هنګامه ئې په ټول ښار کی خپره وه، په ښار کی دې غوندی هر ګُلالی ځوان ئې د وصلت او واده په لټه کی ؤ.
د کوم قمارباز او چرسی او غمزه ای او ډیوالی کس غوږو ته هم ددې پیغلی د ښو صفاتو خبر ورسید. زانګو زانګو کېدی، ( شاید د ګوګل له لیاری ) ددې نجلۍ د کور په موندلو بریالی سو
دروازه ئې ور وټکوله، د پیغلی مور دروازه ور خلاصه او ترې وئې پوښتل څه غواړې؟
غُل ځوان ور ته وویل:
لور ته دی ووایه چی:
که زما په اُمید او هیله ناسته ئې نو مه کښېنه او کوم بل ځوان پیدا کړه، مور می لګیا ده خپله ورېره را ته واده کړی “.
مونږ نه پوهېږو ښاغلی خلیل زاد صاحب چې د طالب د کومو ژمنو د پوره کولو خبرې کوې. طالب خو تر اوسه يوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.
۵۰۰۰ زره بندیان یې خوشې شول، نه یوازې جګړه کمه نشوه بلکې زور یې واخیست.
طالب ويل چې خوشې شوي به جګړي ته نور نه ځي. خو دا خبره عملا غلطه وه، ځکه ځنې خوشې شوي بندیان بیا په جګړو کې بیا نیول شوي او یا مړه شوي.
نه تشدد کم شو او نه اوربند وشو او نه افغان وژنه بنده شوه.
د پاکستان، ای اس ای او القاعدې دخالت لا تر پخوا دېر شوی. هره ورځ د هلاک شویو پاکستانیانو جسدونه چې له پاکستانه راغلې دې هېواد ته روان دي او اوس خو لا پرې شرمېږي هم نه او په عام ډول یې فاتحې اعلانوي.
په ولسوالیو او دولتی تاسیساتو د پخوا په پرتله حملې لس برابره ډېر شوي دي.
د ملکي خلکو مرګ ژوبله له حده اوښتې ده.
د سولې چارې په ټپه ولاړې دي. یو قدم پېشرفت هم پکې ندی شوی.
نو محترم خلیلزاد صاحب د کومو ژمنو د عملي کولو خبرې کوې. که دا موضوع لږ واضح کړې د خلکو تشویش به کم شي. او یا دا چې طالب دلالان له دوحې وشرل شي، مشران یې ونیول شي او ددوی په پاتې مشرانو د پاکستان د نظامي رهبرانو په شمول نړیوال تعذیرات وضع شي نو هله به دوي د خپلو ژمنو د عملې کولو فکر وکړي. مننه
اصلی امریکایان د افغان ملت دومره دوښمنان ندی لکه چی خلیلزاد د افغان ملت دوښمن ، وروسته له کمونیستانو راپيښو بدبختیو په افغانستان کښی د اوسنیو ټولو بدبختیو مصدر خلیلزاد دی او دده اوسنی اعلامیه تنها وتنها د منافقت تظاهری شکل لری په واقعیت کښی نوموړۍ مکروب د افغان ملت تباهی څخه لذت اخلی او د افغان ملت وینو باندی ئي ځان ملیارډر کړۍ دی او بیا هم موړتیا نلری !!!
فکر نه کوم چې ښاغلی خلیل زاد له افغانسنان سره کومه دښمني ولري. تر هغه چې ما لیدلی او اورېدلې هغه سره له دې چې د امریکا ګټو ته ژمن دی، له افغانانو سره ډېره زیاته دلسوزي او مینه لري. نور امریکایانو هم پدې تېرو کلونو کې لخ افغانستان سره په ملیاردو دالرو مرسته کړې چې ښه مثال یې د افغان ملی امنیتي ځواکونو جوړول دي او افغانان ترې د زړه اه کومې منندویه دي. همدا اردو او پولیس دي چې د افغانستان له خاورې دفاع کوي. کنه طالب دلالانو خو وخته ددې وطن عزت د ۱۷ کلنو انجنو د واده په جهېز کې پاکستان ته ډالی کړې و.
سلام
دحیرانتیا خبره ده چې دکانګرس غړې ولې دوه لسیزو کې د«پښتنو عام وژنه» دافغانستان په کړکیچ کې نه پېژنی. ایا د معاصرې دیموکراسۍ خوی اوخصلت همدا بربریت ښیې ؟ دافغانستان کړکېچ یوشمیر دخیلو لیوانوته دغوښې یا لنګې غواحیثیت لری هرڅوک خپله برخه ترې لاسه ته کوی حتی هغه ډلې چې لاتراوسه خپل هویت نه پېژنی!
دتبصرې دې برخه کې له بده مرغه موږ افغانان پوهیږو او که نه، خو دتل په شان ځان کم نه راولو زموږ بحث دخلیل زاد دکاری تجربې، هلو ځلو،سیاسی موقف،شیطانت ،منافقت او دریځ څخه دی نه دفردی شخصیت او سایکالوژی تعریف هغه هم په لاف او ګزاف. هدف له تبصرې دهېواد ملی او اسلامی اصولو ته درناوی دی.کوم ولس ،کوم امن او په څه ډول اداره ؟ چې خپله د سولې داهرامونو لپار ه دفشارونو په تکل کې دی .ددکتور غروال د خبرې مفهوم دادی چې وایی: مشک انست که خود ببوید نه انکه عطارګوید!
خدای دې وکړې چې د کرونا د مریضی له کبله مو د بویولو حس خراب شوی نه وي او له شخصي عقدو او ترپګنیو لرې خپل عقاید بیان کړو. د افغانستان واقعیتونه بدل شوي. تر هغې چې دا واقعیتونه او یو بل ونه منو د حل لارې پیداکول به دېر ستونزمن وي. شرق او غرب ته د مرګ ویلو د شعارونو وخت هم تېر دی. همدې بې ځایه شعارونو له خارو سره خاورې کړو. هغو چې دې شعارونو ته هڅولو د همدې شرقیانو او غربیانو په لاس اتمی قدرتونه شول او مونږ له تر اوسه له بې ځایه غرور او د یو بل له ټکولو لا خلاص نه یو. کرزی بد، اشرف غنی بد، شرق بد، غرب بد، ناټو بد، امریکا بد، چپیان بد، ښی اړخه بد، مجاهد، طالب، خلقی او پرچمی بد، تکنوکرات بد، خلیلزاد بد، خلاصه احمد او محمود بد، ټول بد، نو ستاسو په اند څوک ښه دي؟ همدوی ددې هېواد واقعیتونه دي باید وې منو. ډېره بخښنه غواړم که مې بې ادبیي کړي وي.
مضر خلیلزاد دفاع کسانو ته ، پښاور کښي دهمدی خلیلزاد له خوا د پنجابی پاکستان په ملاتړ د راتلوونکی شیطانت لپاره د پیژندل شوو قاتلو غلامانو څخه قومی او ژبانی تنظیمونه جوړکړۍ شول او نتیجه ئي ټولو افغانانو په کابل کښي وروسته ولیده ، د خلیلزاد لپاره دا خیانت کافی نه وو بلکه په پښاور کښي ئي د مهاجرینو اولادونو لپاره مصنوعی مذهبی مدرسی د امریکا په ډالرو او د خلیلزاد تر کنترول لاندی جوړی کړۍ شوی اوددی نتیجه مو هم په کابل کښی ولیده ، اودی خائين وروسته دا ټول کمونیستی ، تنظیمونو قاتلان سره د تربیه شوو د دیموکراتو شعار لاندی سره راټول او په ۲۰۰۱ کال کښي ئی د ملت په اوږو سپاره کړل او د چور اوچپاولو لپاره ئي د ډالرو باران پری شروع کړ او خپله خلیلزاد خائين د افغان وینو توئيدو باندی ملیارډر شو ،تر اوسه پوری هیڅ کوم با حسه افغان ندی ویلی چی خلیلزاد په افغان ملت زړه سواندی لری غیر له څو محدودو ډالرو پله بینانو او چاپلوسانو ، د امریکا سیاسیون واضح ویلی دی چی خلیلزاد چل باز او منافق دی او بیا ئي تاکید کړۍ دی چی مونږ دافغانستان موضوع لپاره همداسی چلبازه او منافق شخص ته ضرورت لرو نو د خلیلزاد لاسپوڅی باید پوه شی چی دا مصنوعی طالبان هم د خلیلزاد تولید دی عبثی د منافقت فریادونه مه کوۍ او ټول د امریکا زهرناکه ډالر ددی وطنفروشانو جیبو ته ولاړل او اوردو او نورو دولتی دستګاوو کارکوونکیو معاشونه هم غلا شوی او دا دوام لری ، د وطنفروشو مدافع ددی قاتلو څخه مضرتره دی او داسی مکروبو ته باید اجازه ورنکړۍ شی چی د افغان ملت دوښمنانو مدافع جرأت پیدا کړی ، نن همدا خلیلزاد کوشش کوی چی دا طالبان هم د نورو قاتلینو سره یو ځای کړی ، ددوی تر مینځ زرګری د الفظو جګړه دی او اصلی وژل کیدل په ملت جاری دی ، نا فهیمه د ځان لپاره د حلالی ډوډۍ لپاره له بلی لاری په هڅه کښي شه او نه ددی چتلی له لاری !!!!!
له معلوماتو مو یوه دنیا مننه. زه یو عادی افغان یم. نه د خلیل زاد صاحب خپل یم، نه یې ملګری او نه په ډالرو پلورل شوی یم. پاک او با ایمانه افغان یم . خوا او طرف مې معلوم دی. معلم یم د افغان حکومت کلک ملاتړی یم سره له دې چې پوهېږم ډېرې زیادې ستونزې لري. ځکه بدیل نه لري. ولسمشر تر ځان رابندې ګران دی خو له بعضی پالیسیو سره یې موافق نه یم. د میلیاردو ډالرو په بازار کې مې کلونه تېر کړي او تر اوسه په کرایی کور کې شپې او ورځې تېروم. که تاسو راته هر څه ولیکئ بیا هم درته احترام کوم ځکه پوهېږم چې افغان یې او د افغانانو په بدبختی رنځ وړي. ما یوازې خپل شخصي نظر لیکلی. زه د خلیل زاد شخصیت ته احترام لرم او څو ځله مې د هغه له خولې د افغانستان د خیر خبرې اورېدلي دي نو ځکه مې دا خبره بیا تکراره کړه. که تاسو متوجې شئ ما خپل په لومړۍ پوست کې له هغه نه هم ګله کړې.هیله ده چې خوا دې بده شوی نه وي. مننه
خلیلزاد د همدی مکارو او فریبو تظاهریو الفاظو افغان ملت تباهی ته ټیله کړۍ دی او اوس هم په لګیا دی حتی خلیلزاد په تجارت کښی ددوستم او نورو سره شریک او قاتل دوستم ته ئي جرأت ورکړۍ دی چی فاریاب کښی بل حکومت رامینځ ته کړی ایا دستاسو قدردان دروغ ګوی ساختګی ولسمشر او د جهان دوهم فریبکاره دوهم متفکر ؟؟؟ د واحد افغانستان ساتلو لپاره دداسی تاریخی جنایت مقابل کښی اقلآ خپل ضدی اواز راپورته کړۍ دی او یا د راپورته کولو اراده لری ؟ نه هیڅکله نه او امریکا د خلیلزاد په واسطه همداخرڅ شوی کسان سره متحد کړی او فوق العاده خاص تربیه شوی عناصر لکه دوکتور اشرف غنی ، کرزۍ ئی د خپلو شومو خائينو پلانو عملی کولو لپاره په نوبت سره د ولسمشری په توګه روی کاروی ، کرزي غلام علنی د امریکا په هدایت معاملی کولی او غلام اشرف غنی ساختګی چیغی د پروژو او غصب کوونکیو او قاتلانو له مینځه وړلو ساختګی چیغی وهی اما په عینی وخت کښی یو قاتل ته د مارشالی لقب ورکوی او بل قاتل د ځان مشاور مقرروی او د نورو قاتلانو سره د پنجابی پاکستان په ګټه د شورا جوړولو تصمیم نیسی او همدارنګه قاتل کمونیست دوستم په فاریاب کښی د بل حکومت جوړولو چیغی وهی ایا د تاسو د ځان څخه ګرانتره اشرف غنی اندکترین عکس العمل دداسی خائين اقداممقابل کښی ښکاره تر اوسه کړیدی نه ددوی لپاره افغان ملت او افغانستان کمترین اهمیت نلری دا غلامان یوازی د اجنبی له خوا ورکړ شوو دندو ته وفاداره دی ، بلی د خلیلزاد شخصیت ته وفاداره اوسه شاید د ډالرو معاش کښی به دی زیاتوالۍ راشی!!!!
دده میرمن اطریشی دی او غوښتل ئي چی اطریش ته په ملیونو ډالرپه تور شکل سره راداخل کړی ، نوموړی ته په اطریش کښي مشکل رامینځ ته شول او خبر شوم چی د امریکا په کومک دا چتله موضوع اوس خاموشه شوی دی ، دخلیلزاد فامیل د دوستم ، مسعودیانو او نورو سره تجارتی معاملی لری او د تاسو محبوب معاملګر ولسمشر ددی قاتلینو اولادی د صلحی ؟ شورا کښی داخلی کړی دی نو باید په حیث د معلم سوال درته پیداشی چی ولی د تاسو محبوبترین معاملګر ولسمشر باوجود ددوی جنایتونو بیا هم معاملی ورسره کوی ؟؟؟
د خلیلزاد خور زوی ویانا کښی یو وخت سفیر وو او کاناډا کښی ئي په سپین سترګی سره حتی د افغانستان حکومتی تعمیر او ځمکه خرڅه کړی وه او ډالر ئي خپل جیب ته اچولی وو ایا کرزی جرأت درلود چی دا موضوع رسمی کړی ؟ مستعمره څه د شورویانو له خوا څه د امریکا له خوا شاید وروسته د چین له خوا مستعمره دی او استعمار همیش د خپلو پلانو په اساس هم لازم کسان استخداموی او هم لازم مصارف کوی اما باید ولیده شی چی د ملت زندګی شرائيط کومی خواته روان دی او فقر غربت تر کومه حده رسیدلۍ دی او استعمار څه ډول کسان د ملت تباهی ته رامینځ ته کړی او کوی ، بلی نافهمه معلمه دا ډالر دوام نشی لرلۍ اوس هم ناوخته ندی د خالصو افغانانو نیک خصلت ته دوباره راوګرزه !!!!
داهم اضافه کوم چی د افغان مهاجرینو اولادونو لپاره مصنوعی دینی مدرسو تهداب په ۱۹۸۱ کال کښی د ستا قدردان خلیلزاد ( د امریکا سی آي اي له خوا ) او سی آي اس ( پنجابی پاکستان ) د امریکا په ډالرو کیښودای شو او ددی اطفالو مدرسو استادان د پنجاب تش په نامه قیدانی ملایان وو ، ددی خطرناک مضر اقدام پر ضد امریکا او پنجابی پاکستان ته اعتراضونه وړاندی شول او ددوی ځواب دا وو چی شورویان کله یو مملکت ته داخل شی نو بیا د همیش لپاره پدی مملکت کښي پاتی کیدونکی دی او دا مذهبی تربیه کړ شوی طالبان باید راتلوونکی کښی شورویانو ته د همیش لپاره دردی سر وی ، نو ورته وویل شول چی افغان ملت د ډیرو ممالکو ملتونو څخه خاص توپیر لری او شورویان په افغانستان کښي نشی پاتی کیدلۍ او تاسی لطفآ د افغانستان تاریخ ولولۍ نو امریکایانو په خندا کښي وویل چی مونږ سره پدی برخه انګلیس پوره همکاره دی او هغوی افغانستان کښی ژوری تجروبی لری او د مونږ نږدی دوست پاکستان راسره مستقیمآ پدی برخه کښی همکاره دی ، دا کافی نه وو سی آي اي ( د ستا قدردان خلیلزاد ) او پنجابی پاکستان د افغان مهاجرینو کډوالو لپاره ئي د قوم ، ژبی او مذهب په بنیاد تنظیمونه جوړ کړل او دوی د افغانانو مهاجرین د ژبو ، قوم او مذهب په اساس دی مضرو تنظیمی غلامانو سره راجستر کول او پس له هغی بیا دا مهاجرین په رسمیت پیژندل کیدل!!! معلمه: د ستا تنقیدونه په خپل قدردان او محترم ملعون خائين خلیلزاد باندی بی معنی دی او دا په سترګو کښي خاوری اچول دی !!!!
معلمه : د ستا ځان څخه زیاتره در باندی ګران راوړل شوۍ ولسمشر پلار پخوا په هغه ډیر نازیده ، کله چی زه کابل ته ولاړم نو ما دده پلارسره لیدنه درلوده نو پوښتنه ئي راڅخه وکړه چی اشرف دی لیدلۍ ما ورته وویل چی نه اما پروګرام کښي ئي لرم نو هغه په لوړ اواز وویل که دا کار وکړی نو بیا د مونږ او تاسو ارتباط ختمیږی نو ما ورته وویل چی تاسی پخوا په هغه ډیر نازیدی ولی اوس داسی عکس العمل ؟ نو هغه وویل چی ړوند ئي ایا عقل درڅخه تللۍ دی اشرف امریکایانو د کمونیستانو ( کارمل ) په شان کابل ته په طیارو کښی د نورو سره راوړل شو، بلی افغان ملت داسی غیرتی پلارونه ، نیکونه ۰۰۰۰۰۰ لرل اوس ډالرو د بی همته افغانانو څخه ددوی پلرونو ، نیکونو نیکونو ویاړنی اخیستی دی ! د معلمی احترام په خاطر هوش ته راشه او دداسی قاتلانو ، ډرامیانو غلامانو لعنتی تعظیمونو او احترامونو څخه لاس واخله !!!!!!!!
لومړی دا چې دوکتور لیکل له خپل نوم سره انسان ته ددې احازه نه ورکوي چې یوه استاد ته په ډېر کبر او غرور وليکې معلمه. زه هم دو ماستری او یوه داکتري لرم خو همېشه ځان ته معلم خطاب کوم. ځکه چې حيثیت ورته قایل یم. د هر ښه افغان بې عزتې راته ننک ښکاري او له دښمنانو یې کرکه کوم.
دوم او لنډه دا چې له دې تربګنیو لاس واخله، ځکه ددې هېواد او خلکو په کټه نه دی. او په داسې لیکونو خپل او د نور حيثیت ته تاوان مه رسوه. له خبرو دې واضحه ده چې اشرف غني او په قدرت کې تکنوکراتو کوم مقام نه دې درکړی نو ځکه داسې په غوسه یې. د احمد او محمود نیا او نیکونه، زامن او کړوسیان ټول ښه پېژنې، خدای مهربانه دی دا خواست به دې هم پوره شي، دا دوره نه بله دوره. خو د خلکو له بې عزتې هیځوک چېرې نه دي رسېدلي. روسانو، خلقیانو او پرچمیانو، جهادي مشرانو او طالب دلالانو د خلکو له حقارت څه وګټل چې زه، ته او دا نور یې وګټي. پرېږدی چې ولسمشر دا وطن ته کار وکړي. یو غټ نفس وباسه، لږ زغم وکړه، د الله دربار لوی دی او په دې خلکو او وطن به حتما رحم وکړي. بخښنه دې وي، نور که هر څه ولېکې لولم یې نه. مننه.
د معلمه استعمال لقب ویاړنه ده او نه تحقیر ، تاسی باید په حیث د معلم داسی استعمال څخه د تحقیر تحلیل ونه کړۍ ، بلی د ستا معاملګر قدردان رهبران افغان ملت د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا پری ایښی دی او افغان ملت به د ستا رهبران د امریکا په زور لږه موده نورهم جبرآ وزغمی نتیجه به د ستا معاملګرو رهبرانو او ددوی سره مشهورو قاتلانو په اخیر کښي د ملت لپاره زیاتره زیانمنه تمامه شی بلی فعلآ شرائيط اوس همداسی راغلی دی اما بیا هم ددی غمناک حالت څخه به افغان غیرتی ملت خلاصون پیداکړی لکه چی همیش دا واقع شوی دی او امریکا او انګلیس نشی بریالی کیدۍ چی د پنجابی پاکستان خاوره کښي ( د امریکا او انګلیس راتلوونکی پلان سره ) افغانان عسکری د تربیی شعار لاندی لکه د تنظیمونو او طالبانو په شان غلامی ته تشویق کړی ، افغانان اوس د اجنبیو عصری استعماری تخنیک څخه پوره پوه دی ، امید دی چی معلم هم دادرک کړۍ شی !!!!