پیس یا (Vitiligo) یوه جلدي ناروغي ده چې له امله ېې د پوستکي په بیلابیلو برخو کې سپینې ټاپې یا لکې پيدا کیږي دغه ستونزه د نړۍ په هرګوټ کې لیدل کیږي او یوه عامه ناروغي ده خو هغه کسان ترې ډیر کړیږي چې تور او غنم رنګ پوستکی لري دغه ستونز ه د لسو او دیرشو کلونو په منځ کې پيدا کیداي شي په تیره بیا په هغو کورنیو کې لیدل کیږي چې ارثي زمینه پکې موجوده وي> د لومړي ځل لپاره ممکنه ده د ګوتو په منځ او د سترګو په شاوخوا کې ولیدل شي د غه سپین ټاپي معمولاً بخار او درد نه لري او معمولاً د بدن په دواړو خواوو کې څرګندیږي دغه تاپي ډیرځله پر هغو برخو کې لیدل کیږي چې ډنګر وي البته په ځینو کسانو کې ممکن بخارهم ولري هره نښه چې موږ یادوو حتمي نه وي خو په ډیرو کسانو کې لیدل کیږي.
د بدن پوستکی دوه دوله حجرې لري چې یو ته میلانوسیت ا(melanocyte) و بل ډول ته کیراتینوسیټ (keratinocyte) وايي کراتینوسیټ حجرې دپوستکي بڼه جوړوي او میلانوسیټ پوستکي ته رنګ ورکوي هغه کسان چې پیس ناروغي ولري د پوستکي دفاعي سیسټم یا ایمیون سیسټم له ستونزو سره مخامخیږي او په نتیجه کې ساتندویه حجرې یا دفاعي سیستم په میلانوسیت برید کوي او هغه له منځه وړي کله چې دیوې برخې میلانوسیت حجرې له منځه لاړې شي دغه سیمه سپین رنګ پيدا کوي له بده مرغه تراوسه پورې دا نه ده روښانه شوط چې ساتندویه حجرې ولې پر میلانوسیټ برید کوي خو جنیټیکې عوامل او دچاپریال فکټورونه پکې اغیزمن ښودل شوي دي یوه بله تیوري هم شته چې عصبي تیوري بلل کیږي خو مهمه خبره دا ده چې تراوسه ورته روښانه دلیل نه د ی پيدا شوي.
دناروغۍ نښې په نیمايي ناروغانو کې له شل کلنۍ مخکې څرګندیږي او د ګوتو په شان دبدن په هغو برخو کې څرګندیږی چې انتهايي موقیعت لري ممکنه ده دغه واړه ټاپي لوي شي او یا په همغه واړه حالت کې پاتې شي کله ناکله ځینې برخې بیرته رغول کیږي او میلانوسیت حجرې پکې راټولیږي ځکه خو ممکنه ده د ټاپو ځاي بدل شي.
پریشاني او اظطراب ممکنه ده ساتندویه حجرې تحریک کړي او په نتیجه کې ناروغي ممکنه ده نوره هم زیاته شي په هغو برخو کې چې ويښتان شنه شوي وي لکه ږیره او دسرویښتان که دغه ستونزه پيدا شي ممکنه ده ویښتان هم ورسره سپين شي.
دغه ناروغي ممکنه له رواني پلوه ناروغ ته ستونزې پيدا کړي په تیره بیا هغه کسان چې تور او غنم رنګه دي په هغو کې دغه ستونزه نوره هم زیاته څرګنده وي او له روحي پلوه ممکنه ده تا وان ور ورسوي .
په ځینو هیوادونو د مثال په توګه په افغانستان کې له دغو ناروغانو کرکه کیږي او پرې اخته کس ممکنه ده ډیر وځوریږي په ځینو کلتورونو کې حتي دغسې ناروغ ته شیطان وهلی خطاب کیږي او له هغه خلک لیرې ګرځي .
په ځینو کسانو چې دغه ناروغي ور ورو وده کوي په ځینو کې ممکنه ده په خپله له منځه لاړه شي خو دغه خبره باید هیره نه شي دغه کسان باید حتماً ډاکټر ته ورشي ځکه چې پوستکی ېې ځینو خاصو ویټامینونو ته اړتیا لري په تیره بیا ماشوم ممکنه ده په معالجې سره نتیجه ترلاسه کړي.
له بده مرغه تراوسه پورې د دغې ناروغۍ لپاره داسې درمل نه دي جوړ شوي چې ناروغي بیخي له منځه یوسي خو داسې میک اپ ورته جوړ شوي چې که دغه ناروغان ېې ولګوي نو ښايي په اسانه خلک پرې پوه نه شي دغه مک اپ د دمختلفوپوستکو لپاره په بیلابیلو رنګونو کې جوړ شوي دي دا چې په افغانستان کې به وي که نه زه پرې نه یم خبر .
د PUVA وړانګې په وسیله هم یو ډول اوږدمهاله معالجه شته چې ناروغ باید په اونۍ کې دوه یا څلور ځلې کلنیک ته مراجعه وکړي او هرځل پنځلس یا دیرش دقیقې دغه وړانګه و رکول کیږی او ویل کیږي له سلو تر درې سوه ځل پورې ممکنه ده دغه درملنه تکرار شي کله خو تر یو کاله پورې ېې معالجه دوام کوي او کله ناکله چندانې اغیز هم نه کوي خو په سلو کې پنځوس یا اویا ناروغان ښه شوي دي .
په پای کې د غه خبره هم باید وکړو چې له کبانو سره د شیدو خوړل له دې ناروغۍ سره هیڅ تړاو نه لري او دا بې ځایه خبرې دي لکه چې وویل شول دغه ناروغي پر میلانوسیټ د دفاعي سیستم دحمله له امله پيدا کیږي او تراوسه ېې علت هم نه دی روښانه شوی نو دغه ډول اوازې سمې نه دي .
یوه خبره چې باید دغه ناروغان ورته پام وکړي دا ده چې میلانین او دپوست رنګ په حقیقت کې دلمر په وړاندې پوستکي خوندي ساتي او ویل کیږي چې د لمر وړانګه د دې ناروغۍ په رامنځته کیدا کې اغیزمن وي نو دغه ناروغان باید دلمر له وړانګو ځان وساتي او ورسره دې له پریشانۍ، سټرس او روحي فشارونو سره مبارزه وکړي.