Homeخبرونهسنټکام: ۲۰ ٪ امریکايي پوځیان او ۵۰۰ الوتکې وسایل له افغانستانه ایستل...

سنټکام: ۲۰ ٪ امریکايي پوځیان او ۵۰۰ الوتکې وسایل له افغانستانه ایستل شوي

تاند(سې شنبه، د ثور۲۸) د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي، له افغانستانه تراوسه پورې په سلو کې ۲۰ امریکايي پوځیان وتلي دي.

سنټکام وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اپریل د ۱۴ نېټې له اعلان سره سم، له افغانستانه د پاتې امریکايي پوځیانو د ایستلو رسمي بهیر د مې په لومړۍ پیل شوی او د سپټمبر تر ۱۱ پورې بشپړېږي.

د دې قوماندانۍ له اټکل سره سم، د ځواکونو او وسایلو د ایستلو پروسه تراوسه د ۱۳ او ۲۰ سلنې ترمنځ بشپړه شوې ده.

دې قوماندانۍ مخکې ویلي و چې هره اوونۍ به د ځواکونو د ایستلو په اړه وروستي معلومات خپروي.

سنټکام وايي، د امریکا پوځ تراوسه پورې د (c-17) باري یا ترانسپورتي الوتکو ۱۱۵ جوپې وسایل وړي او ۵ زره وسیلې یې ویجاړې کړي دي.

سنټکام همداراز وايي، د امریکا پوځ تراوسه پورې افغان ځواکونو ته ۵ پوځي اډې سپارلې دي.

په همدې حال کې په بګرام کې مېشت افغانان وايي چې امریکايي پوځیان د ویجاړو کړیو وسایلو/ وسلو له ۲۰ تر ۳۰ کانتینرونه د بګرام له هوايي اډې راباسي او پلوري یې.

خلک وايي چې امریکايي پوځیانو د ملیونونو ډالرو وسایل په بګرام کې پر افغانانو پلورلي دي.

له موټرو رانیولې، د وسلو تر ټوټو، میزونو، کوچونو او الماریو پورې هرراز وسایل په بګرام کې پلورل کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې امریکايي پوځیان به د یو ملیارد ډالرو په ارزښت وسایل/ وسلې وروسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...