سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

هنر او شخړې، دعوا پر څه باندې ده؟

د بنسټپالنې د سختو مخالفانو یوه برخه هنرمندان او د ښکلو هنرونو پلویان دي. بنسټپالنه اساساً له هنرونو سره جوړه نه ده او هر وخت یې ورته د شک په سترګه کتلي دي. په افغانستان کې هر کال د افغان ستوري د مشهورې خپرونې د پیلېدو په درشل کې د ټولنې د دودپالو او نوپالو بهیرونو تر منځ لانجه رامنځته کېږي. په دې لحاظ د دریو لیدلوریو پلویان د یو بل په وړاندې درېږي، یو یې هغه کسان دي چې له هر ډول موسیقۍ او سندرو ویلو سره مخالف دي او هنر د فحشا او فساد مظهر ګڼي او څه یې چې په وس کوي د هنر د مخنیوي لپاره یې کوي. دا ډله د دین او ټولنیزو دودونو په اړه خپله انګېرنه مقدسه ګڼي او د انسان آزادي ورنه قربانوي، دوی له لویه سره د انسان په آزادۍ او اساسي حقونو باور نه لري. په دوهمه ډله کې هغه کسان دي چې په هنر او آزادۍ باور مطلقه چاره ګڼي او په دې اړه هر ډول مخالفت، انتقاد او ان د متفاوت نظر ورکول د تحجر او ارتجاع نښه بولي او په غوسې او غضب سره ورته عکس العمل کوي. په دې منځ کې دریمه ډله هم شته چې د انسان په آزادیو باورمنه ده، حقونه یې په رسمیت پېژني او د هنر ملاتړ کوي، خو د دې پر ځای چې دغه مقولې مطلقې وګڼي، باور لري چې هره یوه یې د زماني، مکاني او فرهنګي واقعیتونو په ترڅ کې لا واضحه معنا پیدا کوي او په اړه یې باید پر دې اساس قضاوت وشي چې پر دې واقعیتونو څه رنګه اغېزه کوي.

د انسان د آزادۍ اصل او همدارنګه د هنر ارزښت هېڅ د مناقشې وړ نه دي. همدا شان، دا چې هنر پر اصیل او مبتذل ډولونو وېشلی شو، داسې بحث دی چې له ډېر پخوا راهیسې ورباندې اوږده بحثونه شوي دي او د هر نظر پلویانو خپل دلیلونه وړاندې کړي دي. په موږ کې ډېر کسان پوهېږي چې له لویه سره د ټولنیزو علومو په اړه او په تېره بیا د هنر په اړه خبرې کول، د طبیعي علومو له بحثونو سره توپیر لري او په آسانۍ سره یې ثابتولی یا ردولی نه شو. دلته خبره دا نه ده چې کوم خاص نظر سم یا ناسم دی او په دې کې هم ستونزه نشته چې ځینې دې یو ډول هنر خوښ کړي او ځینې یې بل ډول او هره ډله دې د خپلې خوښې لپاره دلیل یا علت ولري.

هغه بحث چې د دې اثر لیکوال غواړي ورباندې ټینګار وکړي، دا دی چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د هنر په نامه ځینې کارونه، په تېره بیا هغه کارونه چې په مذهبي لحاظ په ښکاره توګه اصول او قاعدې ماتوي، پر دې سربېره چې د هنر ودې ته کوم خدمت نه کوي، وضعیت لا پېچلی کوي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي وطن له دې تنګي څخه وباسي، لا سختوي.

 په دې مبحث کې دا چې د افغانستان شرایط ملاک وګڼل شي او ټینګار ورباندې وشي، نه یوازې دا چې روا ده بلکه لازمي هم ده. د افغانستان شرایط ځکه مهم دي چې له ترهګرۍ سره یوه خطرناکه جګړه په همدې خاوره کې روانه ده او هره ورځ لسګونه او ان سلګونه کسان وژني، نو دا مو حق دی چې د خپل بحث مبنا د خاصو شرایطو پر اساس کېږدو او نږه انتزاعي بحث بل وخت او بل ځای ته پرېږدو.

د افغانستان شرایط لکه هغه پزل دي چې له څو لویو ټوټو رغېدلی دی. د دې تصویر په لومړۍ ټوټه کې: یو هېواد چې د خارجي او داخلي جنګونو د څو دورو په وجه خچ پچ دی، د سپټمبر تر یوولسمې وروسته دا فرصت ورته جوړېږي چې د بیارغاونې خوا ته پل واخلي، له نړۍ سره خپل اړیکي له سره جوړ کړي، تعلیمي ادارې یې د پراختیا لاره ونیسي، د خلکو د اقتصاد څرخ ورو ورو په خوځېدو شي، د هېواد په اساسي قانون کې د بیان آزادي ومنل شي، ټولو ته د ګوندونو او مختلفو بنسټونو د تأسیسولو اجازه ورکړل شي، مختلف قومونه په سیاسي چارو کې د مشارکت امکان پیدا کړي، او دا ټولې خبرې لویه هیله وټوکوي چې د دې خاورې له مخه د جګړې دوړې پاکې او د لا بهترې سبا بنسټ اېښودلی شو.

د دې پزل په بله ټوټه کې، د دیموکراسۍ داسې بېلګه لیدل کېږي چې فساد ورنه څاڅي، د ماجرا ځینو ونډه‌والو له هېواد سره هغه شوې مرستې په بډو وهلې دي چې د وطن برخلیک یې بدلولی شو، ځینو سیاسي او فرهنګي سرلاري د باج اخیستلو لپاره د قومپالنې او توکمپالنې اور ته لمن وهي،  ځینې کسان چې د بشر د حقونو، د ښځو حقونو، د بیان د آزادۍ، د ښه حکومتولۍ، د مدني ارزښتونو د دفاع، د مډرنو ارزښتونو او داسې نور شعارونه ورکوي، پخپله یې د همدغو ارزښتونو پر سر تجارتونه کړي دي.

د تصویر په بله ټوټه کې د دین په نامه لسګونه او سلګونه تشکیلونه رامنځته شوي دي چې که ټول یې نه وي، نو ډېر یې داسې دي چې د دین دوکان یې جوړ کړی دی او د بیان د آزادۍ په استفادې سره یې کرکه خبره کړې، خلک یې د دین په نامه داسې له مډرنو ارزښتونو څخه وېرولي دي، په داخل او خارج کې یې ګڼې مالي سرچینې ځان ته برابرې کړې دي، د فشار ډلې او غوغا جوړوونکې ډلې یې جوړې کړې دي او د لنډه‌غرۍ په بابولو سره یې د خلکو په زړونو کې وېره او ترهه ننه ایستلې دي، او پر حکومت او مدني ټولنې او نړۍوالې ټولنې یو ځای ملنډې وهي او بیا شپه او ورځ د خلکو په غوږونو کې همدا خبره ورڅڅوي چې دین په خاطر کې دی او موږ د دین دفاع ته راوتلي یو. د دوی د ادعا سند همدا نیمګړې او معیوبه دیموکراسي او ورسره هغه کارونه دي چې د دودیزې ټولنې له معیارونو سره اړخ نه لګوي او د اصولو او قاعدو ماتېدل ګڼل کېږي. دلته دا تبلیغات د ګاونډیو د استخباراتو په مرسته برابرېږي، د داسې ویډیوکلیپونو په بڼه چې د دودیزې ټولنې اروا ژوبلوي، په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي. دغه تبلیغات د دې لپاره کېږي چې اوسنۍ جګړه خلکو ته د دوو تمدنونو، دوو فرهنګونو، او د ارزښتونو د دوو نظامونو تر منځ ده چې یوه یې اسلامي او بل یې غربي دی. په دې توګه د هېواد د هرې سیمې زرګونو ځوانانو ته داسې تلقین کېږي چې خطرناک فرهنګي تهاجم روان دی او دوی باید د خپل دین او مقدساتو دفاع وکړي.

د پزل په څلورمه ټوټه کې د دودپالو وګړو، مذهبي عالمانو، سیاسي ګوندونو او دیني جماعتونو لویه برخه ښکاري چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بېزاره دي، د خپل هېواد آبادي او آرامي غواړي، د هېواد د وروستیو کلونو له تحولاتو سره جوړ دي، او د طالبانو او د هغوی د استخباراتي ملګرو له تبلیغاتو سره سره یې پرېکړه کړې ده چې د افغانستان د اساسي قانون تر چتر لاندې واوسېږي او په سیاسي او مدني فعالیتونو کې برخه واخلي.

که په دې پزل کې پنځمه ټوټه چې طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې دي، هم ورزیاته کړو، نو دا تصویر تقریباً تکمیلېږي. اصلي جنګ له همدې ټوټې سره دی چې په دې جغرافیا کې یې ټول ژوند په نښه کړی دی او د ټولو نورو طیفونو لپاره یې راتلونکی په وېروونکي خوب بدل کړی دی.

سره له دې چې داسې دقیقې شمېرې نشته چې د دې تصویر د هرې ټوټې حجم او د نفوذ مساحت راوښيي خو په اټکل سره ویلی شو چې د هرې ډلې په واک کې څو جوماتونه، څو مدرسې، څو منبرونه، څو راډیوګانې، څو ټلویزیونونه، څو مکتبونه، څو پوهنتونونه، څو ودانیز شرکتونه، څو غیر انتفاعي موسسې او نور دي.

څوک چې د دې جنګ په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او هره ورځ قرباني ورکوي، هغه سرتېري دي چې عمدتاً

د دې پزل په څلورمې ټوټې پورې اړه لري او سره له دې چې له ترهګرو سره جنګېږي خو د نوپالو له مفکورو سره هم چندانې جوړ نه دي ځکه چې د خپلو دودیزو باورونو په وجه د دود دستور خلاف شیان نه خوښوي او نه غواړي چې د نورو د دود ماتولو قرباني شي. پر دې سربېره، د ټولنې خورا زیاته برخه وګړي چې لا د ټولنیز تړون په مفهوم نه پوهېږي، دیموکراسي نه پېژني، د جمهوریت په معنا سر نه خلاصوي، مدني ټولنه نه ده ورمعلومه، او نه پوهېږي چې کوم نظام اسلامي نظام بللی شو، ستونزه لا سختوي.

په داسې جګړه کې د بري لپاره بهرنی ملاتړ په کار دی خو بس نه دی، د بري اصلي شرط دا دی چې ټول نوپالي او منځلاري دودپالي طیفونه سره خوا په خوا ودرېږي او ورسره له هغو ډلو او جماعتونو سره چې د طالب او داعش هم‌فکره دي خو غوره ګڼي چې د دولت تر سیوري لاندې آرام ژوند وکړي، د خبرو اترو ور پرانیستل شي. دلته خبرې اترې سره له دې چې ستونزمنې به وي خو د متقابل پوهاوي لپاره لاره هوارولی شي. د ترهګرو ډلو په مقابل کې بری هله ممکن وي چې نور طیفونه لږ تر لږه د تقابل پر ځای سره یوه خوا شي او د لوی مصلحت په اړه چې هغه د ټولنې بقا ده، سره یوه خوله شي. د دې یووالي لپاره په کار ده چې هېڅوک د میم زر ما ټول یې زما په فکر کې نه وي، هېڅ خوا دې د بل لوري د حذفونو فکر ونه کړي، او هر لوری دې د مقابل لوري درناوی وکړي.

که دا انډول خراب شي، هغه ډلې چې د پزل په دریمه ټوټه کې دي، د طالبانو او داعش په فکري مټ به بدلې شي، منځلاري دودیز بهیرونه به د توندلارو خوا ته پورې وهي، او نوپالی طیف به په داسې نادر جماعت اوړي چې په ټولنه کې محدود نفوذ ولري، په تېره بیا په دې چې دې طیف له اکثرو وګړو سره په ژبه نه دی پوه شوی. د دې طیف ځای ځایګی تر ډېره بریده په باد راوړي وضعیت پورې چې د سپټمبر تر یوولسمې وروسته رامنځته شو، تړلی دی او دوام یې هم لږ ډېر د بهرنیو ځواکونو په شتون پورې تړلی وي.

دا انډول په دې خرابېږي چې د نورو طیفونو – په تېره بیا د ټولنې د دودپاله اکثریت – اندېښنو، باورونو، ارزښتونو او تابوګانو ته بې پروايي وکړو. کله چې دودونه او اصول ماتېږي، د دغه طیف پلویان ورباندې فشار راوړي او ورو ورو یې ټولنیز ځای ځایګی د توندلارو په ولکه کې راولي، مګر دا چې د داسې مسایلو په مقابل کې توند دریځونه خپل کړي. که فرضاً ځینې کسان راولاړ شي او تول دیني عالمان زاړه فکري، مرتجع، د بوینو مغزو خاوندان، او دې ته ورته خطابونه وکړي یا د دیني عالمانو له منځه دې یو کس پورته شي او د هنر ټول پلویان فاسد، اهل فحشا، بې بندوبار او … وبولي، نو بیا به په دې ټولنه کې خښته پر خښتې نه ټینګېږي. په داسې وضعیت کې به تر هر چا زیاته ګټه طالبان او داعشیان وکړي او تر ټولو زیات زیان به دغه هېواد وکړي چې د مډرنې نړۍ خوا ته د خوځېدو دریمه هڅه یې د یو یا بل د بې سنجشه کارونو قرباني شي.

 افغانستان لږ تر لږه دوې تاریخې تجربې تېرې کړې دي چې ښه درسونه ورنه اخیستلی شو. یوه یې د شلمې پېړۍ په پیل کې اماني اصلاحات وو او بله یې د هماغه پېړۍ په آخرو کې د کمونیستي اجرائات وو. په دې دواړو کې د ماتې مهم عامل دا و چې د ټولنې حساسیتونو ته پام نه و شوی او د خلکو ارزښتونو او اصولو ته شا اړول شوی و.

دا ځل د هېواد په نوې تجربه کې ځینو بنسټونو او ډلو بې له دې چې د مسئلې باریکیو ته پام وکړي، ټولنه یې د سخت دوه قطبیتوب خوا ته ټېل وهلې ده. دوه قطبیتوب یعنې دا چې خلک په داسې دوه لاري کې ودروو چې مجبور وي یوه په کې انتخاب کړي او د تفاهم او همکارۍ لپاره هېڅ لاره پاتې نه وي. وضعیت هله لا پسې خرابېږي چې د یو بل سپکول او تحقیر او شخړې او خشونت هم ورسره ملګري شي. په دې منځ کې اکثره وګړي چې منځلاري دي، د همدې توندو څپو په وجه له اعتداله راوځي او یا دې خوا یا هغې خوا ته ښویېږي.

پوښتنه کوي چې کومې معیاري څېړنې دا ښودلي دي چې هنر د دې سبب کېږي چې ځوانان د افراطیت او انتحار په لومه کې ونښلي؟ خو دا نه پوښتي چا دا زحمت په ځان منلی دی چې د زرګونو ځوانانو د افراطي کېدو علت وڅېړي؟ کوم مرکز دومره مېړانه کړې ده چې د طالبانو او داعشیانو سیمو ته ورشي او وګوري چې کوم تبلیغات ځوانان هغوی ته ورجذبوي؟ په دې خبره هغه خبریال پوهېږي چې تکلیف یې ایستلی دی او له بندیانو سره یې مرکې کړې دي او اورېدلي یې دي چې هغوی وايي جګړې ته یې ځکه مخه کړې ده چې په کابل کې فساد او فحشا روان دي. دا خبره هغه لیکوال ته معلومه ده چې د غور، غزني، زابل، هرات، سمنګان، او ننګرهار له معتدلو دیني عالمانو څخه یې پوښتنه کړې ده چې سره له دې چې نړیواله ټولنه دا پنځلس کاله دلته وه خو بیا هم ولې ورځ تر بلې لا ډېر ځوانان افراطیت ته مخه کوي. څوک چې د ټولنې د نورو طیفونو د نظرونو اورېدلو ته وخت نه ورکوي، د ناورین په اندازې به څنګه ځان پوهوي.

بنسټپالنه او د پلارواکۍ ذهنیت:

دا سمه ده چې د افغاني ټولنې سیاسي فضا په علمي او فلسفي تیوریو نه ده ښکلې شوې او اکثره سیاسي فعالان یې د خپلو سیاسي مفکورو، قومپالنې، او مذهبي او ایډیالوژیکو تعلقاتو په بند کې لالهانده دي نو دلته دریځونه د ښکاره تیوریکي مسایلو پر بنا نه دي. له دې سره سره، ټولنه د سیاسي ګوندونو او د هغوی د رهبرانو کړنې په غریزي ډول درک کوي او د دې درک مبنا هغه تصویر دی چې په دې څلوېښتو کلونو کې دې ډلو او رهبرانو یې د ځان په اړه وړاندې کړی دی.

دلته د دې تصویر پر بنا، خلک د ځینو ګوندونو او ډلو له ذهنیت څخه اندېښنه لري. هشام شرابي، فلسطیني ټولنپوه، دا ذهنیت د پلارواکۍ ذهنیت بللی و. هغه د عربي نړۍ د ګوندونو او حکومتونو د وضعیت د ښودلو لپاره د مډرنۍ پلارواکۍ مفکوره کاروي. د افغانستان ټولنه هم د ډېرو نورو شرقي ټولنو غوندې په ډېرو اړخونو کې همداسې ده.

 پلارواکۍ څنګه چې د یوې ټولنې اقتصادي مناسبات او ټولنیز اړیکي راښيي، هماغسې د دې اړیکو او مناسباتو په بېخ بنا کې پروت ذهنیت او د تفکر ډول هم راښيي. په پلارواکۍ کې یو څوک تر نورو بر ناست وي، د هغه پوهه او تجربه تر هر چا ډېره ده، هغه ښه او بد او دوست او دښمن تر نورو ښه پېژني، هغه له دښمن سره په جګړه کې تر نورو غښتلی دی – لږ تر لږه دغسې دعوا خو کوي – نو هغه حق لري چې د نورو پر ځای فکر وکړي او د نورو لپاره تصمیم ونیسي. د نورو وظیفه ده چې د خپل خیر او مصلحت لپاره، چې پخپله یې نه شي درک کولی، د هغه خبرو ته غوږ ونیسي او امر یې ومني.

په مډرنه پلارواکي کې، د هشام شرابي په وینا، د هغه پلار پر ځای د ګوند رهبر، مذهبي سرلاری، یا پادشاه او د حکومت سروال ناست وي. د پخوانۍ پلارواکۍ په شان، په مډرنه پلارواکي کې هم افقي اړیکي نشته، بلکې له پاسه کښته خوا ته عمودي اړیکي باب دي. هغه څوک چې د اړیکو د دې هرم په سر کې دی، کارازماتیک سړی دی چې سترګې یې ډېر لرې ځای ته نیولې دي او د خورا لریو  راتلونکو وختونو خبر راکوي او هغه ځایونو لیدلی شي چې نور ته یې لیدل ناشوني دي. نور یعنې خلک او ټولنه تل تر تله نیمګړي دي او هېڅکله به بلوغ ته ونه رسېږي ځکه چې بشپړ بلوغ یوازې د یوه کس لپاره مخصوص دی او دا خصوصیت اکتسابي نه، بلکې د خدای ورکړه ده نو څوک دې په دې فکر کې نه وي چې ګواکې ور وبه رسېږي. که کومه ورځ خدای دا نېکمرغي بل چا ته ور هم کړي نو هغه باید د ده له زو ذاته وي او د ده وینه یې په رګونو کې روانه وي. هغو کسانو ته چې د دې سړي په شاوخوا کې دي او د هغه حواریون شوي دي، د دې پوهې یو څو څاڅکي څڅېدلي وي خو دوی به هېڅکله هغه موهبت ته ونه رسېږي چې رهبر ورته رسېدلی دی ځکه چې د هغه وینه د دوی په رګونو که نه بهېږي. د هشام شرابي د تحلیل پر اساس پوهېدلی شو چې د دریمې نړۍ د ګوندونو او حکومتونو رهبري ولې غالباً مادام العمره وي او ولې دا مقام یوازې د رهبرانو زامنو ته لېږدېدلی شي.

 په پلارواکې ټولنه کې د څوک د هغه چا د موقعیت په اړه پوښتنه نه شي کولی چې په بر کې ناست دی. څوک نه شي پوښتلی چې هغه ته دا نېکمرغي له کومه ورسېده، ځکه چې هغه د خدایانو له ذاته دی، هغه له آسمانه غږېږي، هغه د خدای په استازیتوب پر نورو واکمني کوي.

پلارواکي ذهنیت په اصل کې په پخوانۍ نړۍ پورې اړه لري او د لرغونو انسانانو د ژوند له شرایطو سره جوړ و خو کله چې په دریمه نړۍ کې نیمګړې مډرنیته وزېږېده، پلارواکي هم د ګوندونو، ټوټلیټر حکومتونو او ښۍ او چپې ایډیالوژيو په قالب کې له سره وزېږېده.

خو له دې وضعیت سره د مقابلې لپاره د ټولنې یوه لویه برخه د مډرنې ټکنالوجۍ او د اطلاعاتو د انفجار په مرسته پوهېدلې ده. دوی هغه حقارت چې د پلارواکۍ ذهنیت پرې تپلی دی، نه زغمي. هغوی د تخصصونو او مسلکونو په بېلوالي او استقلال خبر دي او په دې پوهېږي چې هېڅوک عقلِ کُل او جامع الکمالات نه دي چې د ټولو پوښتنو ځوابونه یې په جېب کې وي. دوی په همدې وجه نه غواړي چې بل څوک د دوی پر ځای فکر وکړي او بې له دې چې دوی وپوښتې ورته تصمیم ونیسي. خلک نه غواړي چې څوک دې ووايي چې د دوی ښه تر دوی ښه پېژني، په سیاست تر دوی ښه پوهېږي، یوازې پخپله د مشروع حکومت موډل وړاندې کولی شي، او یوازې پخپله حق لري چې نورو ته ووايي چې دا وکړئ، دا مه کړئ. څوک چې حق لري هم د رسنیو حد معلوم کړي، هم د مدني بنسټونو، هم د سیاسي ګوندونو، هم د حکومت، هم د فکري بهیرونو، هم د تمدني بهیرونو، او هېڅوک ورنه پوښتنه ونه کړي چې ته یې څوک او دا واک او صلاحیت چا درکړی دی؛ داسې دی لکه قرآن مجید یې چې په اړه وایي (لا يُسأل عما يفعل و هم يُسألون/ سوره انبيا، آيه ٢٣)

په افغانستان کې د پلارواکۍ د بیا راګرځېدو اندېښنه شته چې له نورو څخه به د فکر کولو، خبرې کولو، او تصمیم نیولو حق واخلي او په بنسټپاله منطق ګومان وکړي چې د دین د تفسیر انحصاري حق لري.

که د ګوندونو او ډلو رهبران خلکو ته ډاډ ورکړي چې نور به یې حقیر او ناپوه نه ګڼي او ځان به د هغوی قیم نه بولي، دا اندېښنې به راکمې شي. دوی باید وپوهېږي چې همدا خلک ان که زیات سواد او لوړې زده کړې هم نه لري، پخپله د ځان قیم دی او دې ته ضرورت نه لري چې بل څوک دې د دوی ولي وي. رهبران باید له ټولنې سره خوا په خوا کې وده وکړي، د انسانانو فردیت ته درناوی ولري، او وپوهېږي چې زمانه بدله شوې ده او نوي نسلونه نړۍ ته په بله سترګه ګوري. په قرآن کې د اصحاب کهف داستان ظریفه تلمیح لري او د هغو کسانو حال بیانوي چې له اوږدې مودې خوبه را وروسته داسې مهال را ویښېږي چې سکې یې نورې نه چلېږي او په دې یې سر خلاصېږي چې په دې وضعیت کې نو بهترین کار دا دی چې بېرته خپلې سوړې ته ورشي او په ابدي خوب ویده شي. که داسې نه وي نو باید وپوهېږي چې رهبري کومه آسماني ډالۍ نه ده بلکې د ځمکنی قرارداد دی چې اصلي خوا یې وګړي دي. که دوی ونه غواړي چې د خلکو مطلق فقیه ولي وي او د خلکو د دیندارۍ پر ځای د خپلې دیندارۍ غم وکړي، نو اندېښنه به ولې په کار وي، البته په دې شرط چې ومني چې د پلارواکۍ وخت تېر دی او د خلکو ټولیز شعور رادبره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب