جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۷) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۷) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

اولسمه برخه

هیومانیستیک (بشرپاله) انقلاب

موډرن تړون انسان ته توان او قدرت ورکړ خو په دې شرط چې  پر یو لوي فضايي او اسماني  یا له طبیعته وراخوا ځواک چې ژوند ته مانا ورکوي باور له لاسه ورکړو، خو که تړون له نیژدې وګورې د تیښتې یوه ښه دریڅه لري. کله چې بشریت وکړاي شي چې له اسماني ځواکه لیرې په یو بل ځاي کې ارزښت او مانا پیدا کړي نو دا به د تړون خلاف ورځي نه وي. د تېښتې دغه دریڅه د موډرنې ټولنې د ژغورنې وسیله شوه ځکه چې له مانا پرته نظم نه شي را تللی. د موډرنیزم تر ټولو لویه سیاسي، هنري، او دیني پروژه دا ده چې ژوند ته مانا پیدا کړي داسې مانا او ارزښت چې په اسماني قدرتونو متکي نه وي. موږ په خدايي ډرامې کې لوبغاړي نه یو، دلته بل هیڅوک نه شته چې زموږ او زموږ د اعمالو پروا ولري او هیڅوک نه شته چې زموږ قدرت ته کرښې او سرحدونه وټاکي خو له دې ټولو سره  سره موږ پوهیږو چې زموږ ژوند مانا لري.

په اوسني وخت (۲۰۱۶کال) کې انسان له شرایطو پوره استفاده کړې. موږ تر بل هر وخته ډیر قدرت او واک لرو. او له دې سره سره چې ټولې تمې او توقعات مو پوره کړي د خداي مړینې ټولنیز زوال رامنځته نه کړ.

د تاریخ په اوږدو کې پیغمبرانو او فیلسوفانو ادعا کوله چې که انسان پر خداي باور له لاسه ورکړي ټول نړیوال نظم او قانون به له منځه لاړ شي. نن سبا هغه کسان چې پر خداي او د هغه په عمومي قوانینو باور لري د نړیوال نظم او قانون په وړاندې ستر ګواښ رامنځته کوي. له خدايه ویریدونکې سوریه تر بې خدایه هالنده  ډیر له خشونت سره مخامخ ده. که چیرې لوي اسماني او بخښونکی قدرت او یا د طبیعیت قانون نه وي موجود نو دا کوم شی دی چې د ټولنې د دړې وړې کیدا مخه ېې نیولې ده؟ دا څنګه امکان لري چې یو کس دې له امستردامه تر بخارسته پورې سفر وکړي او یا دې له نیواورلیان څخه تر مونټریاله پورې لاړ شي خو څوک ېې ونه تښتوي، او یا ېې څوک د مريي په بڼه ونه پلوري، او یا د بېلابېلو قبیلو له لوري چې له یو بل سره په جګړو بوخت وي ونه وژل شي؟

خپل باطن ته مراجعه وکړه

دا هیومانیزم یا نوی بشرپال انقلابي دین ؤ چې د بې مانا او بې قانونه وجود لپاره ېې یوه وسیله برابره کړه، هغه انقلابي او نوې عقیده چې په ورستۍ پیړۍ کې ېې ټوله نړۍ ونیوله. دغه بشرپال دین د انسان نمنځ او عبادت کوي او تمه لري چې انسان دې هغه رول په غاړه واخلي چې اسلام او مسیحیت کې تر اوسه پورې د خداي او په بودیزم  او داویزم کې طبیعي قانون په غاړه درلود. په دودیزه توګه لیدل شوي چې ستر اسماني قدرت انساني ژوند ته مانا وربخښلې خو هیومانیزم دغه رول برعکس کوي او تمه لري چې د انسان تجربې دغې لويې نړۍ ته مانا ورکړي. د بشر پالنې یا هیومانیزم  له نظره انسان باید له خپلو باطني تجربو استفاده وکړي او خپل ژوند او کایناتو ته مانا ورکړي. د هیومانیزم لومړنی شعار دا دی: ته په خپله باید دې بې مانا نړۍ کې مانا پيدا کړې.

د مډرنیزم د دینې انقلاب چورلیز پر خداي باور څنګته نه کړ بلکه پر انسان او انسانیت د عقیدې بڅرکی ېې ولګاوه. دې چارې  څو پیړۍ سخت کار ته اړتیا درلوده. مفکرینو لیکنې وکړې، هنرمنانو شعرونه و ویل او سمفونیانې  ېې جوړې کړې، سیاستوالانو تړونونه وکړل او ټولو په ګډه زمینه برابره کړه او بشریت ته ېې وروښودله چې  انسان په خپله کایناتو ته مانا ورکولی شي.  د دې لپاره چې د هیومانیستي انقلاب د پایلو ژوروالی درک کړاي شو ښه به وي چې د نوې اروپا او د منځنیو پیړیو د اروپا  د کلتور  توپيرونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو. په دیارلسمه پيړۍ کې د لندن، پاریس او د اسپانیا د تولیډو خلکو ګمان نه شو کولی چې انسان دې په خپله پریکړه  وکړاي شي چې کوم شی ښه او کوم بد دی، کوم شی ښکلی او کوم بدرنګه دی او کوم شی سم او کوم ناسم دی او دا یوازې خدای دی چې نیکي، سموالی او ښکلا تعریفوي او یا ېې ټاکي. که څه هم دا فرضیه موجوده وه چې انسان ځانګړی او خاص مقام لري خو بیا هم انسان ناپوه او په فنا محکوم بلل کیده. انسان له بهرنۍ لارښوونې او څارنې پرته ازلي حقیقت نه شي درک کولی او په دنیايي هوسونو او خوندونو کې ډوبیږي. د منځنیو پیړیو مفکرینو پر دې سربیره ویل چې انسان فاني دی او افکار او احساسات ېې د باد په شان دي او ثبات نه لري. نن که زه پر یو شي زړه بایلم، سبا به ترې کرکه کوم او یوه اونۍ وروسته به مرم او خاورې به راباندې انبار وي. هر هغه جمله چې د انساني عقیدو او باورونو په اساس وي لنډه او ختمیدونکې ده. له همدې امله باید مطلق حقیقتونه، او د ژوند او هستۍ مانا د ابدي او دایمي قوانینو پر بنسټ ولاړ وي. ژوند ته باید د انسان له توانه پورته یوه بل قدرت مانا ورکړي. دغه نظریه نه یوازې خداي د مانا سرچینه بولي بلکه د قدرت او اتوریتيې اصلي سرچینه ېې هم بولي. مانا او قدرت تل سره اخښلي وي.  هغه قدرت چې زموږ اعمالو ته د مانا ورکولو پریکړه کوي مثلاً وايي چې کوم ښه او کوم بد دي، کوم سم او کوم ناسم دي، کوم ښایسته او کوم بدرنګ دي، همدغه قدرت دا توان هم لري چې موږ ته و وايي څه ډول فکر او څه ډول عمل وکړو.

د مانا او قدرت د سرچینې په توګه د خداي رول نه یوازې یوه فلسفي نظریه نه وه بلکه زموږ د ورځني ژوند پر ټولو اړخونو ېې اغیز درلود. فکر وکړئ په دیارلسمه پیړۍ کې د بریټانیا په یوه لرې پراته کلي کې یوه میرمن له خپل ګاونډي سره جوړه شوې او بیا ورسره څملاستلې وي. نو چې کله کور ته ستنه شي نو خپله موسکا پټوي،  او له دې وروسته چې خپل کمیس بیرته سم کړي نو له ځان سره فکر کوي: دا ما څه وکړل؟ ولې مې داسې وکړل؟ ایا دا ګناه وه که نه؟ زما په هکله به څه ویل کیږي؟ ایا دا کار بیا هم کولی شم؟ د دغو او دې ته ورته د نورو پوښتنو د ځوابولو لپاره د کلیسا پادري ته ورځي، هلته اعتراف کوي چې څه ېې کړي دي او له سپیڅلي پادري غواړي لار ور وښيي. پادري په بایبل یا انجیل ډیرښه پوهېږي اودغه سپیڅلی کتاب په روښانه وايي چې خداي د دغې ګناه لپاره کومه سزا ټاکلې ده. په سپیڅلي کتاب کې د خداي د کلام له مخې پادري له کوم شک پرته فیصله کوي چې دې میرمنې مرګونې ګناه کړې. که دغه میرمن خپله ګناه پاکه نه کړي نو د دوزخ په اور کې به سوځي. نو باید دغه میرمن بې له ځنډه توبه وکړي او د صلیبي جنګونو لپاره باید د طلا لس سکې ډالۍ کړي او ورسره دې شپږ میاشتې غوښه هم نه خوري دغه راز باید په کانټربوي کې د توماس بکیټ زیارت ته هم لاړه شي. دغو ټولو مسلو ته په پام سره بیا به کله هم دغسې غلطي نه کوي.

 نن سبا حالت بیخي بدل دی. په څو پیړیو کې هیومانیزم دا را په ګوته کړې چې موږ په خپله د مانا تر ټولو مهمه سرچینه یو او ځکه خو زموږ ازادي او واک زموږ اصلي قدرت او توان دی. د دې په ځاي چې په تمه شو چې یو بهرنی او اسمانی قدرت راته د ښو او بدو و وايي موږ په خپلو احساساتو او غوښتنو باور وکړو. له ماشوموالي زموږ په غوږونو کې ویل شوي دي: ځانته غوږ ونیسه، د زړه خبره دې واوره ، او خپل احساس دې درک کړه، له ځان سره ریښتنی اوسه او پر ځان باور ولره، هغه کار تر سره کړه چې احساس دې درته وايي.

 ژان ژاک روسو ټولې دغه خبرې په اتلسمه میلادي پيړۍ کې په یوه ناول کې چې اِمیلي نومیږي بیان کړې دي. دغه کتاب د احساساتو انجیل بلل شوی دی. روسو ادعا کوي چې کله هغه د ژوند د چال چلند په لارو او قوانینو پسې ګرځيده نو هغه ېې په دې ډول و موندل «طبیعت په خپلو لاسونو زما د زړه په تل کې په حک شوې بڼه چې کله هم نه پاکیږي لیکلي دي هر هغه کار چې زه ېې ترسره کوم باید د هغه په هکله یوازې له ځان سره مشوره وکړم، پر هر عمل او کار چې د ښو احساس لرم هغه ښه دي، او د هر هغه څه په هکله چې بد احساس لرم هغه بد دي».۱

 کله چې یوه موډرنه میرمن غواړي له بل چا سره د خپلې اړیکې په مانا پوهه شي نو په پټو سترګو به د یوه پادري او یا یو پخواني کتاب قضاوت ونه مني. د دې په ځاي به خپل احساس ته ډیر پام کوي. که احساس ېې ناڅرګند او یا زړه نا زړه وي نو یوې ملګرې ته به ټیلفون وکړي، او د یوه قهوې د څښلو لپاره به ېې راوبولي او د خپل زړه خبره به ورته وکړي. که بیا هم ډاډمنه نه وي نو ممکن ارواپوه ته ورشي او خپله خبره به ورته وکړي. له نظري پلوه ممکن دغه ارواپوه د منځنۍ پیړۍ د پادري په شان رول ولوبوي. دا یو کلیشه ای قضاوت دی چې دا دواړه یو شان وبلل شي، خو په عمل کې د دغو دو مسلکونو ترمنځ لوي واټن موجود دی. ارواپوه سپیڅلی کتاب نه لري چې ښه او بد تعریف کړي. کله چې میرمن خپله کیسه پیل کړي ، نو له تصوره به لیرې وي چې ارواپوه په خبرو کې ور ولویږي: پلیدي میرمنې تا خو لویه ګناه کړې. دغه راز ډیر کم احتمال هم دا دی چې ورته ووايي: عالي کار دې کړی.

 دې ته له پامه پرته چې میرمنې څه کړي او څه ېې ویلي دي نو دا امکان موجود دی چې ارواپوه په دلاساینې له میرمنې پوښتنه وکړي چې: له دغه کار وروسته دې څا احساس وکړ؟

 ممکن د خپلو کتابونو المارۍ ته ورشي او د فروئید یا یونګ کتابونه به وګوري او یا به (Diagnostic and Statistical Manial of Mental Disorders (DSM)) د عصبي او رواني ناروغیو د احصاېې او تشخیص کتاب به وګوري. او د میرمنې تشخیص ته به پام کوي چې په ژوند کې به کومه رواني ستونزه  لري او که نه. له دې پرته به په مانا او ارزښتونو پسې نه ګرځي. زیاتره ارواپوهان وايي یوازینی شی چې  زموږ اعمالو او اقداماتو ته حقیقي مانا ورکوي هغه په خپله د انسان احساس دی. له دې سره سره چې ارواپوه د ناروغ د اړیکو په هکله څه نظر لري، او دې ته له پامه پرته چې فروئید، یونګ او یاد (DSM) کتاب په عمومي توګه د دغو اړیکو په هکله څه وايي، ډاکټر به کله هم پر دې میرمنې خپل نظر ونه شي تپلی. هغه باید له هغې سره مرسته وکړي چې د زړه په تل کې ېې چې هرڅه وي هغه ورته برسیره کړي. یوازې په دغه حالت کې به دغه میرمن خپل ځواب ترلاسه کړي.

د منځنیو پېړیو پادریانو له خداي سره نیغ په نیغه اړیکه درلوده او زموږ لپاره ېې د ښو او بدو توپیر کولی شواي. موډرن اروا پوه یوازې له موږ سره مرسته کوي چې له خپلو باطني احساساتو سره په تماس کې شو. دا د واده او ګډ ژوند د برخلیک یوه وړه برخه راښيي چې څومره بدل شوی دی. په منځنیو پېړیو کې واده  ته د یوې سپېڅلې اړیکې په سترګه کتل کیدل چې د خداي له لوري تړل کیده، او خداي د کورنیو پلورنو ته دنده سپارلې وه چې په خپله خوښه د خپلو اولادونو ودونه وکړي. ځکه خو له واده بهر د هر ډول اړیکې درلودل یا له یو بل سره مینه کول د خداي او پلرونو د اقتدار  خلاف او غیر شرعي او اخلاقي عمل ګڼل کیده. دغه کار ته د مرګ سزا ټاکل شوې وه دې ته له پامه پرته چې هلک او نجلۍ څه فکر کاوه. خو نن سبا خلک د مینې په اساس ودونه کوي او دا د دوي باطني احساس او عاطفه ده چې د ګډ ژوند ارزښت ټاکي. که همدغه احساس او عاطفه یوه میرمن نن د یوه نارینه او سبا د بل نارینه غیږ ته ورسوي نو ستونزه به په څه کې وي؟ که د واده په اساس رامنځته شوې اړیکه تا له احساسي او سکسي نظره نه شي ارضا کولی او د واده په شلو کلونو کې مو کله هم له ژونده خوند نه وي اخیستی، او په مقابل کې ېې یو بل نارینه پېدا شي چې تا ته مینه درکوي او ستا ټولې اړتیاوې پوره کولی شي نو ولې ترې ګټه پورته نه کړې؟

لږ صبر وکړه! اوس به ښايي دا راته ووایئ چې موږ د نورو ښکلیو لوریو احساس او عاطفه هم له پامه نه شو غورځولی، ښايي یوه میرمن د خپل مین به غیږ کې خوند اخلي خو که د هغه رسمي خاوند په دې خبرې پوه شي نو ټول به ناسم او ډیر بد احساس پيدا کړي. که دغه ډول اړیکه طلاق  ته ورسیږي نو د دغو دو تنو ماشومان به په له لسګونو نورو کلونو له احساسي او عاطفي پلوه زیانمن شي. حتي که دغه پټه اړیکه په کلونو پټه پاتې شي او څوک پرې خبر نه شي دغه پټه اړیکه به یو ډول کړکیچن حالت رامنځته کړي  چې د خلکو ترمنځ به فاصلې نورې هم زیاتې او ژوند نور هم تریخ کړي.

د هیومانیزم یا انسانپالو اخلاقو په برخه کې تر ټولو په زړه پورې خبره د میړه او میرمنې په ژوند کې خیانت او نامشروع اړیکې بلل کیږي دا هغه وخت وي چې انساني احساسات سره په ټکر کې شي. که یو کار او فعل په یوه کس کې ښه او په بل کې بد احساس پيدا کړي نو څه به پيښ شي؟ دغه دوه متناقض احساسات به څنګه ارزو؟ ایا دا به غوره نه وي چې د دو مینو احساسات  د دغو دو تنو له میړه او میرمنې او اولادونو لومړیتوب ولري؟

دا مهمه نه ده چې دې ځانګړې پوښتنې ته څه ځواب ورکوو بلکه مهمه دا ده چې هغه دلایل او استدلال درک کړای شو چې دواړه لوري ېې وړاندې کوي. موډرنه انسان له رسمي او شرعي نکاح پرته د اړیکې په هکله متفاوت نظر لري خو دغه دریځ مهم نه دی ځکه چې دوي غواړي دغه نظر او دریځ د اسماني کتابونو او الهي احکامو په اساس نه، بلکې د انساني احساساتو او عواطفو په نوم سره توجیه کړي. هیومانیزم موږ ته رازده کوي چې ځینې شیان ځکه بد او ناسم دي چې موږ ته نا سم او نا خوښ احساس راکوي. قتل ناروا دی خو د دې لپاره نه چې خداي ویلي: باید څوک ونه وژل شي. قتل د دې لپاره ناروا او ناسم عمل دی چې مقتول ، د هغه یا هغې کورنۍ او خپلوان او دوستان کړیږي. غلا د دې لپاره ناروا او بد عمل نه دی چې په یوه سپیڅلي کتاب کې لیکل شوي دي چې: ته باید غلا ونه کړې. غلا د دې لپاره ناسم عمل دی چې هغه کس چې غلا ترې کیږي تاوان کوي او یو شی له لاسه ورکوي که یو عمل بد احساس نه درکوي او یا ېې چا ته تاوان نه رسوي نو ترسره کول ېې هیڅ ستونزه نه لري. که یو پخوانی متن ادعا کوي چې خداي امر کړی دی چې: د خداي عکس او بت جوړول ناروا دی ځکه چې په اسمانانو، په ځمکه او تر ځمکې لاندې په اوبو کې هیڅ شی هغه ته ورته نه دی (دویم تورات ۲۰: ۴ ایت). خو که زه دغسې یو تصویر یا مجسمه جوړه کړم نو څه ستونزه به ولري؟ همدغه خبره د همجنس بازۍ په هکله هم کیداي شي. که دوه نارینه له یو بل  سره مینه لري او له یو بل سره سکس کوي چې نه ېې چاته تاوان رسیږي او نه کومه ستونزه جوړوي نو ولې باید حرام او منع وي؟ دا د دغو دو نارینه وو ترمنځ یوه شخصي مسل ده او دوي د خپلو باطني احساساتو په اساس د دغې فیصلې په کولو کې ازاد دي. که په منځنیو پیړیو کې دوه نارینه وو یو پادري ته اعتراف کړی واي چې دوي دواړه  پر یو بل مینان دي او کله هم په ژوند کې دومره خوشاله نه وو چې اوس سره خوشاله دي، نو دغه ښه احساس به کله هم د پادري په قضاوت کې بدلون نه ؤ راوستلی. بر عکس د دوي ښه احساس به حالات نور هم خراب کړي وو. که زموږ په وخت کې دوه نارینه له یو بل سره مینه وکړي دوي ته به وویل شي : که دغه کار ښه احساس درکوي تر سره ېې کړئ د پادري د خبرو پروا مه کوئ، د خپل زړه ومنئ، تاسو په خپله ښه پوهیږئ چې کوم کار ستاسو په ګټه دی. جالبه خو دا ده چې کله یو کلک مذهبي کس هم غواړي د خلکو نظر جلب کړي همدغسې هیومانیستي خبره کوي. په تیرو لسو کلونو کې هر کال د اسرايلوLHBT  ټولنه (lesbians, gays, bisexuals and transgender) په یوراشلیم کې لاریون کوي. دا په دغه ښار کې یوه خوندوره ورځ وي خو ټول مذهبي کسان که هغه یهودان دي، یا مسلمانان او عیسیان غږمله کیږي او په یوه خوله د همجنس بازانو په لاریون اعتراض کوي. خو تر ټولو په زړه پورې خبره هغه دلایل دي چې دوي ېې بیانوي. دوي دا خبره نه کوي چې تاسو باید دغه لاریونه ونه کړئ ځکه چې خداي همجنس بازي حرامه ګڼلې. بلکه دوي له ټولو تربیونونو او رسنیو دا خبره پورته کوي چې کله په سپیڅلي یوراشیلم کې د همجنس بازانو لاریون ګوري نو دغه لاریون د دوي احساس ته تاوان رسوي. کله چې همجنسبازان غواړي موږ ېې د احساساتو او عواطفو درناوی وکړو نو دوي هم  باید زموږ درناوی وکړئ.

۲۷. سپېڅلې اروا د کفترې په بڼه له سپیڅلیو غوړیو سره د کلودویک باچا د تعمید غوسل کوي(تصویر  په میلادي کال کې د Grandes Chroniques de France دی). کلودویک د فرانسې د باچاهۍ بنسټګر بلل کیږي او د فرانسې د بنسټګرو د افسانو له مخې دغه د تیلو بوتل وروسته په یوې پیچکارۍ کې په ریحیمس کلیسا کې ساتل کیږي او له هغه وروسته د فرانسې ټولو باچاهانو د تاجپوشۍ په وخت په دغو غوړیو ځان غوړ کړی دی. د تاجپوشۍ په هر مجلس کې یوه معجزه شوې او دغه بوتل بیرته په خپله له غوړیو ډک شوی دی. دا د دې ښودنه کوي چې خداي په خپله باچا غوره کړی دی او باچاه ته ېې برکت او فضیلت ورکړ دی. که خداي په خپله نهم لودویک، څوارلسم لودویک، او یا شپاړسم لودویک نه وای غوره کړی نو د غوړیو بوتل به کله هم په خپله بیرته نه ؤ ډک شوی.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په اوومه نیټه سرزورو مسلمانانو د فرانسوۍ مجلې چارلي هیبدو کارکوونکي له دې امله ووژل چې د پیغمبر محمد کارتون ېې انځور کړی ؤ. په بله ورځ ډېرو اسلامي خوځښتونو او موسسو دغه حمله وغندله خو ډېرو د غندنې په پاي کې یو «خو » ورزیاته کړه. د مثال په توګه د مصر د ژورنالیسټانو اتحادیې د ترهګرو له لوري تاوتریخوالی وغانده خو په همدې اعلامیه کې ېې مجله هم غندلې وه چې د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو احساساتو ته  ېې تاوان رسولی دی.۲

دلته یوې خبرې ته پام وکړئ چې په اعلامیه کې مجله له دې امله نه ده غندل شوې چې د خداي د حکم خلاف کار ېې کړی. دا په حقیقت کې یو پرمختګ دی.

زموږ احساسات یوازې زموږ شخصي ژوند ته مانا نه ورکوي بلکه ټولنیزې او سیاسي پروسې ته هم مانا ورکوي. کله چې غواړو پوه شو چې څوک باید هیواد اداره کړي، څه ډول بهرنۍ پالیسي باید ولرو، او څه ډول اقتصادي اقدامات باید تر سره کړو نو په سپیڅلو کتابونو کې د ځواب لټه نه کوو او یا موږ د پاپ او یا د نوبل د جایزې د کوم ګټونکي حکومونو ته هم غاړه نه ږدو. په زیاترو ملکونو کې ډیموکراسۍ ته مراجعه کوو او په انتخاباتو کې له خلکو پوښتنه کوو چې د یوې ځانګړې موضوع په هکله څه نظر لري. موږ باور لرو چې د رايي ورکوونکي، تر ټولو ډیر ښه پوهېږي او د هر ښاریځ ازاده رایه زموږ لوړ سیاسي ارزښت او د قدرت بنسټ دی.

خو رایي ورکوونکي به څنګه پوه شي چې کوم شی باید انتخاب کړي؟  له نظري پلوه لږ تر لږه رايه ورکوونکي به د خپلو باطني احساساتو په هکله مشورې وکړي او هغه به تعقیبوي. خو په عمل کې دا اسانه کار نه دی. کله چې زه له خپلو باطني احساساتو سره اړیکه نیسم باید تشې شعاري خبرې فلټر کړو، د دروغجنو سیاستوالانو، د مسلکي ویندویانو نارې سورې، او ګمارل شویو نخبګانو خبرې له پامه وغورځوو. دغه ټول شیان چې زما تمرکز خرابوي او د سم انتخاب مخه مې نیسي باید لرې کړم او په پوره تمرکز او فکر سره خپل انتخاب وکړم. له هغه وروسته زه له خپل احساس سره ورو ورو پسخیدلی شم او زما باطني احساس به مې غوږ کې راته وايي: کامرون ته رایه ورکړه، مودي ته رایه ورکړه، او یا کلینټن او یا بل هر څوک چې وي غوره کړه نو بیا زه د رایې په پاڼه د خپلې خوښې کاندید پر نوم کرښه راتاو کړم. په دغه ډول موږ هغه څوک ټاکو چې هیواد اداره کړي. په منځنیو پیړیو کې به دغسې یو کار د حماقت اوج بلل کېده او د یوه ناپوه عام انسان احساسات د مهمو سیاسي پرېکړو لپاره مهم نه ؤ. کله چې انګلستان د روزس د جنګیالیو د جګړو له امله د ټوټه کیدا له خطرو سره مخامخ شو هیچا په دې فکر نه ؤ کړی چې  په یوې ټولپوښتنه کې دې د لنکسټر او پورک ترمنځ یو غوره کړي. په همدې ډول کله چې په ۱۰۹۵ کال کې پاپ اوربان لومړنی صلیبي جنګ پیل کړ د خلکو ارادې او انتخاب ته ېې هیڅ ارزښت نه ورکاوه یوازې د خدای غوښتنه ېې عملي کوله. سیاسي قدرت د فاني انسان په زړه، او ذهن که نه وه بلکه د اسمان قدرت او خداي په لاسونو کې وه.

۲۸- پاپ ګریګوري چې د ګرګیوریانس د سندرو یو  لوي کمپوزر یا سندرې جوړونکی ؤ چې سپېڅلې اروا د یوې کفترې په بڼه د هغه په اوږه ناست وي او دهغه په غوږ کې سندرې زمزمه کوي په دې مانا چې ګریګوري یوازې پيروي کوي او سپېڅلې اروا د سندرو اصلي ویوونکی ده. په دې ډول خداي د هنر او ښکلا اصلي مرجع ده.

هغه څه چې د سیاست او اخلاقو په ډګر کې کیدل د ښکلا پیژندنې په هکله هم همداسې وو. په منځنیو پيړیو کې هنر په عیني معیارونو تلل کیده. د ښکلا معیار د انسان موقتي هوسونه او احساسات نه څرګندول. دا خبره عامه وه چې د انسان سلیقه باید د بشر له توانه پورته د اسماني قدرت له لوري بڼه خپلوي. دغسې یو فکر چې هنر د انساني احساساتو نتیجه نه بلکه د انسان له توانه پورته د اسماني قدرتونو له لوري یو دی معقول ښکاریده. داسې تصور موجود ؤ چې د شاعر، انځورګر، سندرغاړي، او مجسمه جوړونکي لاسونه د شعر او موسیقۍ د خدایانو ، پرښتو او سپیڅلیو متنونو له لوري ښورېدل. ډیر ځله چې کله به یوه سندرغاړي یوه ښکلې سندره وویلوه نو دا ېې د دغه سندرغاړي د الهام سرچینه نه بلله، ځکه خو ېې د سندرغاړي قدر هم نه کاوه. داسې فکر موجود ؤ چې قلم د انساني ګوتو د حرکت له امله رامنځته کیږي خو د انسان ګوتې د خداي په هدایت ښوري.

د منځنیو پیړیو څیړاندو د یونان په لرغونو نظریو باور درلود چې ویل به ېې د ستورو حرکت په اسمانانو کې اسماني سندرې غږوي چې پر ټولو کایناتو خپریږي او کنټرولوي ېې. کله چې د انسان باطني جوړښت او حرت او اروا له دغې اسماني سندرې سره غږمله شي او ګډه هارموني پيدا کړي نو انسان ښه روحي او جسمي روغتیا پيدا کوي. له همدې امله انسان باید له غوښو او هډکو د جوړ انسان له لوري جوړې شوې سندرې نه بلکه اسماني سندرې ووايي. تر ټولو ښکلې سندرې او شعرونه چې ویل شوي دي د انسان وړتیا نه بلکه د خداي الهام بلل کیږي.

دغه ډول نظریې او فکرونه اوس نه شته. نن سبا بشرپال انسان یا هیومانیسټ باوري دی چې د هنر او ښکلا اصلي زیږنده انساني احساسات دي. موزیک زموږ د باطن او زړه اواز دی چې نه د خداي الهام ته اړتیا لري، نه  پرښتو او نه هم د اسماني موزیک انډول ته. ستوري کونګیان دي او هیڅ غږ نه لري او پرښتې او د شعر ملایکې یوازې زموږ په خیالونو کې ژوندي وي. نني هنرمنان له خداي سره نه بلکه باید هڅه وکړي له خپلو باطني احساساتو او عواطفو سره ژوره اړیکه پیدا کړي. نو دا به عجیبه نه وي چې موږ د هنر د ارزولو لپاره پر عیني معیارونو او تول او ترازو ټینګار نه کوو او د دې په ځاي باید خپلو باطني او ذهني احساساتو ته ستانه شو. د اخلاقو په هکله د هیومانیزم شعار دا دی: که ښه احساس درکوي ، وېې کړه.

په سیاست کې هیومانیزم وايي: رايي ورکوونکي تر ټولو پوه دي، په ښکلا پیژندنه کې وايي: ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده. دا په دې مانا ده چې انسان بیخي ازاد دی چې هنر څنګه تعریفوي او هر انسان ېې د خپل روایت په اساس تعریفوي. په ۱۹۱۷ کال کې یو هنرمن مارسل دوچامپ د ادرار یو معمولي لګن رواخیست او د فانټین یا فوارې نوم ېې پرې کیښود. لاندې ېې ورته خپل لاسلیک وکړ او د یوه هنري اثر په توګه په نیویارک کې نندارې ته وړاندې کړ. د منځنیو پېړیو انسان به کله هم پر دغسې یو هنري اثر بحث هم ونه کړي. د دغسې یو احمقانه اثر په اړه به ولې خبل وخت ضایع کوي. خو په ننۍ انسانپالې ټولنې کې د دوچامپ اثر یو مهم هنري اثر وبلل شو. کابو په ټوله نړۍ کې د هنر په څانګه کې د دوچامپ دغه اثر د لومړي کال زده کوونکو ته ورښودل کیږي. کله چې ښوونکی دغه اثر ښيي نو په ټولګي کې شور ماشور جوړ شي:

دا نو هنري اثردی!  بل وايي هو هنر دی! نه کله هم دې ته هنر نه شو ویلی! له دې وروسته چې شاګردان بحث وکړي او له فکري پلوه تش شي نو ښوونکی دغه پوښتنه  راپورته کړي چې هنر په حقیقت کې څه شی دی؟ څه ډول دا ثابتولی شو چې یو اثر هنري دی که نه؟ له لږ بحث وروسته ښوونکی هڅه کوي ټولګی سم لوري ته هدایت کړي او زیاتوي:

 هر هغه شی هنر دی چې خلک فکر کوي هنر دی، او ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده. کله چې خلک فکر کوي د ادرار یوه کاسه یو هنري اثر دی بیا نو خبره همداسې ده. کومه داسې مرجع شته چې خلکو ته ووايي دوي تېروتنه کوي؟  نن سبا د دوچامپ دغه اثر د سانفرانسیسکو د موډرن ارټ د موزیم، د کاناډا د ملي ګالرۍ، د لندن په ګالرۍ، د پاریس په پومپیدوس د مرکزي موزیم په شان د نړۍ په مهمو موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کیږي. د دغه اثر کاپي په تشنابونو کې نه بلکه د هنر په تالارونو کې کیښودل شوې.

همدغسې هیومانیستي کړنلارې پر اقتصاد هم اغیز پریښی دی. په منځنیو پیړیو کې صنفي اتحادیو د تولید پر پروسې واک چلاوه. په خپله کسبه ګرو ته په فردي توګه د نوښت او  سلیقې د ښودلو لپاره کم فرصت برابر شوی ؤ. د مثال په توګه د یوې چوکۍ په هکله د نجارانو اتحادیې پریکړه کوله، د نانبایانو صنف یا اتحادې د ډوډۍ د څرنګوالي فیصله کوله، او د سندروجوړونکو او شاعرانو اتحادېې یا صنف به دا ټاکله چې کوم اواز غوره دی او کوم بېکاره او مبتذل. همدغه راز ښاري شوراګانو او شهزادګانو به د بیو د کنټرول دنده درلوده. کله به ېې خلک مجبوره کړل چې ځینې شیان له چنې وهلو پرته په خاصه بیه وپیري. خو اوس په نوي ازاد بازار کې دغو ټولو اتحادیو، شوراګانو او شهزادګانو خپل ځاي یوې لوړې مرجعې ته پریښود چې د مشتریانو ازاده غوښتنه ده.

 د مثال په توګه فرض وکړئ ټویوټا غواړي یو نوی او تر ټولو ښه موټر جوړ کړي. لومړی په بېلابېلو برخو کې د متخصصینو یوه کمیټه جوړوي. تر ټولو غوره طراحان او انجنیران ګماري، تکړه فزیک پوهان او اقتصاد پوهان راغواړي او حتي له څو تنو اروا پوهانو او ټولنپوهانو سره هم مشورې کوي. د دې لپاره چې پوره یقیني شي د نوبل د جایزې یو یا دوه ګټونکي او د اسکار د جایزې یوه ګټونکې میرمن هم رابولي او مشوره ورسره کوي او په پاي کې له پنځو کلونو زیار او هلوځلو وروسته خپل غوره موټر نندارې ته وړاندې کوي. په میلیونونو دغه ډول موټر جوړ او ټولې نړۍ ته به واستول شي. خو ګورو به چې هیڅوک ېې نه اخلي. ایا دا په دې خاطر نه پلورل کیږي چې مشتریان په خپل خیر او ښیګڼه نه پوهېږي؟ نه داسې نه ده بلکه په یوه ازاد بازار کې تل مشتري او یا پېریدونکی  په حقه وي  او د هغه نظر لومړیتوب لري. که مشتري کوم ګاډی خوښ نه کړي په دې مانا دی چې ګاډی ښه نه دی. که د ټولې نړۍ ملایان، پادریان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له منبرو نارې سورې جوړې کړي چې دا ښه ګاډی دی هیڅ ارزښت به ونه لري او که مشتري ېې خوښ نه کړي نو ښه ګاډی نه دی. هیڅوک دا توان نه لري چې مشتري ته ووايي ته تېروتنه کوې، داسې نه شي کیداي چې خداي حکومت ته امر کړی دی چې مشتریان باید دغه ځانګړی موټر واخلي.

دا خبره یوازې په موټرو پورې نه ده محدوده بلکه ټول تولیدات او شیان په همدې ډول د مشتري په خوښه تولید او خرڅیږي. د مثال په توګه د اوپسالا د پوهنتون  استاد لایف اندِرسن ته غوږ شئ. هغه د فارمي حیواناتو د جنټیک د پرمختګ متخصص دی د هغه یو کار دا دی چې مثلاً د خنځیرانو په جنټیک کې په بدلون سره هغوي ژر لویږي، غواګانې په دغسې بدلون سره ډیرې شیدې کولی شي او چرګان تر عادي حالته ډیر غوښن کیږي.د نوامي داروم په نامه د ها ارتز ورځپاڼې خبریال ترې پوښتنه وکړه چې دغسې جنټیکي بدلون د حیواناتو د ځورولو سبب کیږي، همدا اوس د دغو بدلونونو له امله غواګانې دومره غټې غولانځې لري چې په لاره نه شي تللی او فارمي  چرګان دومره غټ دي چې په پښو نه شي دریدلی له اخلاقي نظره به دا څنګه وي؟  د پروفیسور انډرسن ځواب ډیر څرګند ؤ: «دا ټول په دې پورې اړه لري چې هر مشتري او پېریدونکی څه غواړي او مشتري په غوښې څومره پيسې ورکوي.

موږ باید په یاد ولرو چې دا به ناشونې وي چې موږ د چرګانو له اصلاح پرته د غوښې د تقاضا دغه اوسنۍ اندازه په راتولونکې کې هم پوره کړاي شو، که مشتریان ارزانه غوښه غواړي نو باید دغه کار وشي. دا به مشتریانو پورې اړه لري چې څه غواړي او څه شی ورته مهم دي بیه که بل شی».۳

پروفیسر انډرسن به په ارامه وجدان د شپې خوب کوي. تر هغه چې مشتریان د هغه اصلاح شوي چرګان او نور فارمي حیوانات او محصولات اخلي. د ا په دې مانا ده چې هغه د خلکو غوښتنه پوره کوي او یو نیک او ښه کار ترسره کوي.

 موږ همدغه منطق په لاندې مثال کې هم کارولی شو: که یو نړیوال یا څو ملیتي شرکت غواړي پوه شی چې د خپل دغه شعار په لړ کې چې وايي« بد مه کوه او شره مه رسوه» سم پرمخ روان دي. نو یوازې دا اړتیا وینې چې خپل تولیدات وګوري. که دوي ډیرې پيسې ګټلې وي مانا ېې دا ده چې میلیونونو کسانو د دوي تولیدات خوښ کړي دي او دا د دې ښودنه کوي چې دوي ښه کار کوي. که یو څوک اعتراض وکړي او و وايي چې ممکن خلک تېروتنه وکړي نو مقابل لوری به سمدستي ځواب ورکوي مشتري تل په حقه او سم دی او د انسان احساس د هر ډول مانا او حاکمیت سرچینه ده. که په ملیونونو کسان د دغه شرکت محصولات اخلي نو ته په کوم حق دا خبره کولی شي  چې خلک تېروتنه کوي. د لنې د بشرپالنې نظریې پرمختګ دغه راز په تعلیمي سیسټم کې هم انقلاب راوست. په منځنیو پېړیو کې د مانا او حاکمیت یا اقتدار سرچینه له انسانه بهر وه او ځکه خو تعلیمي سیسټم په تدریجي توګه د اطاعت کولو، د سپیڅلیو متنونو په یادولو، او د لرغونو دودونو په مطالعې راچورلید. ښوونکو به داسې پوښتنې کولې چې زده کوونکي به ېې هڅول چې ورپه زړه کړي ارسطو، سلیمان باچا، او یا توماس اکویناس څه ځواب ورته درلود. خو مډرن تعلیمي سیسټم برعکس په دې باور دی چې باید زده کوونکي ته ورزده کړو چې په خپله څنګه فکر کوي. دا به هم احمقانه نه وي چې پوه شو ارسطو، سلیمان باچا او اکویناس د سیاست، هنر، او اقتصاد په هکله څه فکر درلود خو له دې چې د مانا او اقتدار اصلي سرچینه په خپله په موږ «انسان» کې ده نو دا به غوره وي پوه شو چې په دې هکله موږ په خپله څه نظر لرو. د یوه وړکتون، ښوونځي، او یا پوهنتون له استاده پوښتنه وکړئ چې د څه شي درس ورکوي؟ هغه به ځواب درکوي زه د تاریخ، کوانتوم فزیک او هنر درس ورکوم خو زما ټوله هڅه دا ده چې شاګردان وهڅوم چې په خپله فکر وکړي. ښايي دغه روده تل کامیابه نه وي خو دا هغه څه دي چې هیومانیستي تعلیمي سیسټم ېې ترسره کوي.

له کوم وخته چې د مانا او اقتدار سرچینه له اسمانونو د انسانانو احساس ته راښکته شول د هستۍ او کایناتو ټول  طبیعیت او ماهیت بدل شو. بهرنۍ نړۍ او کاینات له خدایانو، د شعر او موسیقۍ له پرښتو، دیوانو او ارواوو تشه شوه. داخلي یا باطني نړۍ چې تر اوسه د پوچو او بې مانا شوقونو او غوښتنو ځاي ؤ په پراخه پيمانه لوړه او ژوره شوه. دیوان، پرښتې، او ارواوې چې پخوا په حقیقي نړۍ کې اوسېدل زموږ په باطن کې په داخلي ځواک بدل شول. دغه راز جنت او دوزخ له حقیقي حالته چې په اسمانانو او د ځمکې په تل کې وو په ذهني او باطني شیانو بدل شول. کله چې ته په خپل زړه کې د کرکې او غوسې اور بلوې نو دوزخ تجربه کوې او کله چې خپل دښمن بخښې، له ناسم کاره ډډه کوې، او خپله شتمني او سوکالي له بې وزلو سره ویشي نو د جنت تجربه کوې.

 کله چې نیچه وویل: «خداي مړ شو». دا همدغه شی دی چې هغه پخوا ویلي وو. لږ تر لږه په لودیځ کې خداي په یوه ناڅرګند او انتزاعي شی بدل شوی چې ځینې ېې مني او ځینې ېې نه مني، خو دا  ډیر کم ارزښت لري چې  سړی څنګه او په کوم نظر ورته ګوري. په منځنیو پېړیو کې که یو چا خداي نه درلود نو نه ېې سیاسي، او اخلاقي اقتدار او ارزښت درلود او نه ېې د ښکلا پیژندنې معیار درلود. دغسې یو کس د ښو او بدو ، ښکلا او بدرنګیو توپیر هم نه شو کولی. څوک دغسې ژوند کولی شي؟ خو نن سبا اسانه ده چې پر خداي باور پریږدي ځکه چې د دې بې ایمانۍ او پر خداي د نه باور له امله سزا نه راکول کیږي. زه اوس کولی شم اټیست و اوسم خو بیا هم د سیاست، اخلاقو، مورال او ښکلا پیژندنې ټولګه له خپلو باطني تجربو ولرم.

هیومانیزم په پنځو تصویرونو کې

۲۹- بشرپال سیاست: څوک چې رای۲۹- بشرپال سیاست: څوک چې رایه اچوي تر ټولو پوهېږيه اچوي تر ټولو پوهېږي
۳۰- بشرپال اقتصاد: مشتري یا ګاګ تل په حقه دی
۳۱- بشرپال معمار: ښایست د هغه چا په سترګو کې دی چې ګوري.« د مارسل دوچامپ فواره د سکاټلند د موډرن هنر په ملي موزیم کې»
۳۲-بشرپال اخلاق یا چالچلن: هغه کار ترسره کړه چې ښه احساس درکوي
۳۳- بشرپاله زده کړه: په خپله فکر وکړه

که زه په هر حال کې په خداي باور لرم دا به زما خپل انتخاب وي که زما په باطن کې «زه» راته ووايي پر خداي باور وکړه نو دغه کار به وکړم. نو زه پر خداي باور لرم ځکه چې زما احساس او زما خپل درک راته وايي خداي شته. که زه دا احساس ونه لرم او د خداي شتون احساس نه کړم او که زما زړه نا ببره راته ووايي چې خداي نه شته نو په همدې شېبه کې پر خداي ایمان او باور له لاسه ورکوم. په هر حالت کې دا زما خپل احساس او اقتدار دی او زه پریکړه کوم.  زه کولی شم ووایم چې په خداي باور لرم خو په حقیقت کې زه په خپل باطني احساس او باطني درک کلک باور لرم.

همدا زیړه لار  تعقیب کړه

د اقتدار د هرې سرچینې په شان احساسات هم خپلې کمزورتیاوې لري. هیومانیزم یا انسانپالنه وايي چې هر انسان یو باطني وجدان یا ضمیر لري خو کله چې غواړو ورته غوږ ونیسو نو یا بیخي غلی او چپ وي او یا هم متناقض او خشن غږ ترې پورته کیږي. د دې ستونزې د اواري لپاره هیومانیزم نه یوازې د تائید یوه بله نوې سرچینه لري بلکه یوه نوې روده هم لري چې  حقیقي پوهې ته د رسېدا او یا له اقتدار سره د اړیکې لپاره ترې استفاده کوي.

د منځنیو پیړیو په اروپا کې د ساینس او پوهې اصلي فورمول او معادله په دې ډول وه:

 لیکنې X منطق = ساینس کیږي. *

که خلکو غوښتل د یوې مهمې پوښتنې په ځواب پوه شي دوي به سپېڅلې لیکنې لوستلې او له منطقه به ېې کار اخیست چې پوه شي د لیکنې مطلب څه شی دی.

د دې لپاره چې د ځمکې بڼه معلومه شي نو لومړی باید انجیل ولوستل شي چې اړونده سرچینه پیدا شي. یوه عالم به اشاره کوله چې د یوب په ۳۸:۱۳ ایت کې راغلي دي چې خداي کولی شي « ځمکه له یوه کونجه ونیسي او ويې ښوروي او شر خوښونکي او پلیت کسان له ځمکه لیرې وغورځوي». له دې داسې معلومیږي چې ځمکه یوه څنډه لري چې له یوې څنډې نیول کیداي شي. نو ځمکه څلور کونجه او اواره ده. یو بل عالم به بل ډول تعبیر کاوه او د یس ۴۰:۲۲ ایت ته به ېې اشاره کوله چې پکې راغلي: «خداي د ځمکې د دایرې د پاسه په ګډۍ ناست دی». نو ایا دا د دې دلیل نه دی چې ځمکه دایروي ده.؟ دا د دې ښودنه کوي چې عالمانو کلونه په مدرسو او کتابتونونو کې تېرول چې سپیڅلي کتابونه ولولي او د دغو متنونو د سم درک لپاره ېې خپل منطق کاراوه.

ساینسي انقلاب د علم او پوهې لپاره بیخي نوی او بل ډول معادله وړاندې کړه: (حساب X تجربوي معلومات  = ساینس) .که موږ غواړو یوې پوښتنې ته ځواب پيدا کړو  باید تجربوي معلومات او ډیټا راټوله کړو او د ریاضۍ له معادلو او لارو چارو کار واخلو چې معلومات و ارزوو. که  د مثال په توګه موږ غواړو د ځمکې د کُرې دقیقه اندازه معلومه کړو، موږ باید د نړۍ له بېلابېلو سیمو د لمر، سپوږمۍ، او نورو سیارو څار وکړو. کله چې مو په کافي اندازه معلومات او ډیټا راټوله کړه نو د مثلثاتو له علمه په استفادې سره نه یوازې د ځمکې د کٌرې اندازه معلومولای شو بلکه د ټول شمسي نظام په چوکاټ او جوړښت هم پوهیدلی شو. دا په دې مانا ده چې عالمان او څېړاند کال په کال د علم او پوهې په ترلاسه کولو، څېړنو، او تجربو سره نور معلومات راټولوي او ورسره خپل حساب او د ریاضۍ علوم هم زیاتوي تر څو دغه معلومات او دیټا تحلیل او تجزیه کړاي شي.

د علم او ساینس لپاره دغه فورمول په نجوم، فزیک، طب، او نورو ډېرو برخو کې بې ساري پرمختګونه وکړل خو دغه فورمول یو لوی تاوان هم درلود. دغه فورمول د مانا او ارزښت لپاره ځواب پیدا نه کړاي شو. د منځنیو پېړیو نخبګانو او پوهانو په پرېکنده توګه ویلی شواي چې وژل او غلا ناروا او غلط کار دی او د انسان د ژوند هدف د خداي عبادت او نمنځ دی. ځکه چې په سپېڅلیو کتابونو کې همدا خبره راغلې ده. اوسني پوهان دغسې اخلاقي قضاوتونه نه شي کولی. د ریاضۍ په هکله چې څومره پرمختګ هم وشي  دا نه شي ثابتولی چې وژل ناروا دي. خو انساني ټولنې له دغسې ارزښتونو او قضاوتونو پرته ژوند نه شي کولی. دا چې پر دې ستونزې برلاسه شو یوه لاره دا وه چې د منځنیو پېړیو  پخوانی فورمول له نوي موډرن ساینس سره په موازي توګه وساتو. کله چې له یوې علمي ستونزې سره مخامخ شو د مثال په توګه د ځمکې د کُرې څرنګوالی،  د یوه پله جوړول،  او یا د یوې ناروغۍ درملنه نو په دغسې حالت کې معلومات راغونډولی او راټول شوي معلومات د ریاضۍ په مرسته تجزیه او تحلیل کړو. خو که له یوې اخلاقي ستونزې سره مخامخ شو د مثال په توګه د طلاق حق، د جنین د لرې کولو حق، او هجمنس پالنه نو هغه وخت به سپېڅلي متنونه ورپسې ګورو. دغه اصل تر ډېره حده د ځینو نويو ټولنو له لوري منل شوی دی. د ویکټوریا له بریټانیا رانیولې د یو ویشتمې پیړۍ تر ایرانه پورې.

هیومانیزم یا انسانپالنې بل الټرناتیو یا یوه بله لاره هم وړاندې کړه. کله چې انسان پر ځان ډیر زیات اعتماد ترلاسه کړي نو د اخلاقو د علم فورمول راڅرګند شي.

(حساسیت X تجربه = پوهې). که موږ غواړو یوې اخلاقي پوښتنې او مسلې ته ځواب پيدا کړو نو موږ باید له خپلو باطني تجربو سره اړیکه ونیسو او په ډیر حساسیت سره ېې و ارزوو. په عملي ډګر کې دا په دې مانا دی چې موږ کال په کال تجربې راغونډوو او خپل حساسیت ته وده ورکوو ترڅو په تجربو ښه پوه شو.

په حقیقت کې تجربه څه شی دی؟ دا تجربوي ډیټا یا معلومات نه دي. یوه تجربه له اتومونو، مالیکولونو، پروټینونو او یا عدودونو نه ده جوړه. یوه تجربه تر ډیره یوه ذهني ښکارنده ده چې درې اساسي توکي لري: حواس یا احساسات، عواطف او افکار. زموږ تجارب په هر ټاکلي وخت کې ټول هغه شیان لري چې موږ ېې حس کوو (ګرمي، خوند، هیجان او بل هر احساس)، عواطف چې موږ ېې پیژنو یا ېې ترلاسه کوو(مینه، ډار، کاوړ، او داسې نور)، او ټول هغه افکار چې زموږ په ماغزو کې راپیدا کیږي.

او حساسیت څه شی دی؟ دا دوه ماناوې لري. تر هرڅه مخکې په دې مانا دی چې د حواسو، عواطفو او افکارو په مقابل کې بیداره او هوښیار واوسو. او دویمه مانا ېې دا ده چې اجازه ورکړه دغه حواس، عواطف او احساسات پر تا اغېز وکړي. په طبیعي توګه زه به نه پرېږدم چې د هر باد بدلون ما له ځان سره بوځي خو له دې سره سره باید د نویو تجربو په وړاندې غېږ خلاصه وساتو چې دغه تجربې زموږ نظر، چال چلند، او حتي شخصیت بدل کړي.

حساسیت او تجربې په یو دایمي کړۍ کې د یو بل ملاتړ کوي. زه له حساسیت پرته د هیڅ شي تجربه نه شم کولی او زه کله هم حساسیت ته وده نه شم ورکولی تر هغو چې بېلابېلې تجربې ونه کړم. حساسیت لمس کېدونکې وړتیا نه ده چې د مثال په توګه د کتاب په لوستلو او یا د درس په ټولګي کې  د ښوونکی د لکچر په اوریدلو سره وده وکړي. دا یوه تجربوي او عملي وړتیا ده چې یوازې د عملي کیدا په بڼه پخیږي.

د چاي یو مثال. زه خپله ورځ د ورځپاڼې د لوستلو په وخت له یوه پیالې خواږه چاي سره پیلوم. چاي یوازې د لږ قند لپاره پلمه ده. یوه ورځ  مې له ځان سره فکر وکړ چې خوږو او ورځپاڼې دومره بوخت کړی یم چې د چاي خوند رانه هېر دی. نو هره ورځ د بورې اندازه کموم او ورو ورو ورځپاڼه هم څنګته ږدم، سترګې پټوم او پر چایو تمرکز کوم. په دې ډول د چاي خاص وږم احساسوم. ورو ورو د بېلابېلو چایونو تجربه کوم د تور، شین چاي په څښلو سره د چاي د بېلابېلو ډولونو له خوند او وږم څخه خوند اخلم. د یوې میاشتې په تېرېدا سره په عامو دوکانونو کې د چایو له پیریدلو ډډه کوم او د هارډوز له مخصوص پلورنځي چاي اخلم. زه په ټولو ډولونو کې له پانډا ډونګ چاي څخه ډیر خوند اخلم چې د شیوان د ولایت د یوان په غرونو کې کرل کیږي او د پانډا د فاضله موادو سره یا پارو ورکول کیږی. دغه چاي تر ټولو خوند راکوي. په دې ډول زه د حواسو په مرسته د چاي ښه پیژندونکی شم. که زما د چایو د پخواني عادت په شان چې له خوږو او ورځپاڼې سره تاسو راته د مینګ د شاهۍ لړۍ په یوې ښکلې چېني پياله کې د پانډا ډونګ چاي مخکې راته ایښي واي نو په یوې عادي کاغذي پیاله کې د تورې کڅوړې د عادي چاي په شان به ېې خوند راکاوه او ښايي د دواړو خوند او رنګ راته یو شان ښکاریداي. ته له ضروري حساسیت پرته د کوم شي تجربه نه شې کولی او ته به کله هم حساسیت ته وده ورنه کړای شې  ترهغو چې د تجربې یوه اږده لړۍ دې سرته نه وي رسولي.

دغه کیسه یوازې په چایو پورې نه محدودیږي بلکه  په ټولواخلاقي او د ښکلا پیژندنې  په برخه کې همدغه کیسه روانه ده. موږ په یو تیار باطني وجدان او د تشخیص له ځواک سره نه یو زیږیدلي. د عمر په اوږدو کې مو ډیر خلک ځورولي او ډېرو موږ ځورولي یو، موږ له نورو سره خواخوږي کوو او نور له موږ سره. که موږ اخلاقي حساسیتونو ته پام وکړو او وېې روزو نو زموږ مورال او اخلاق ښه کیږي او دغه تجربې په اخلاقي پوهې بدلیږي. په دې ډول  زه د ښو او بدو توپیر کولی شم او په دې پوهیږم چې څوک یم.

هیومانیزم ژوند ته د باطني بدلون د یوې دوامداره پروسې په سترګه ګوري، داسې یوه لړۍ چې له ناپوهۍ د تجربو په مرسته د بصیرت په لور حرکت کوي. د هیومانیستي ژوند ستر هدف د ذهني، عاطفي، او فزیکي تجربو په مرسته د علم، پوهې او درک لوړیدل دي. د نولسمې پېړۍ په پيل کې د موډرن تعلیمي سیسټم یو مخکښ لارښود او مهتمم «ویلهلم ون هومبولډ» وویل چې د انسان د شتون هدف دا دی چې  تر وسه وسه د ژوند پراخې تجربې په پوهې بدلې شي. هغه دغه راز لیکي په ژوند کې یوازې د اوج یو ټکی شته دی او هغه دا دی چې یو کس ټولو انساني احساساتو ته ورسیږي. ۴ همدغه نظر د هیومانیزم ښه شعار کیداي شي.

د چینايي فلسفې په اساس د نړۍ شتون او پایداري د دو متضادو خو په عین حال کې دو بشپړوونکو قطبونو یا قدرتونو له کبله دی چې یین او یانګ نومیږي. ښايي دغه نظر په فزیکی چاپریال او نړۍ کې سم نه وي خو د موډرنې نړۍ په هکله بیخي سم دی چې د هیومانیزم او ساینس ترمنځ د تړون په اساس رامنځته شوې. هر ساینسي یا علمي یانګ  یو هیومانیستي یین لري، او همداسې برعکس. یانګ موږ ته قدرت او توان راکوي او یین موږ ته مانا او اخلاقي درس راکوي. د مډرنیزم یانګ او یین همدا منطق، عواطف،  لابراتوارونه او موزیمونه، د تولید ځایونه او سوپر مارکیټونه دي. خلک ی يوازې یانګ کتلی شي او اوسنۍ نړۍ وچه، علمي، منطقي، او یوازې ګټې او سود ته د پام کولو  نړۍ بولي. بیخي لکه یوه لابراتوار یا فابریکه چې یوازې د ګټې او منطق په اساس چلیږي. خو دغه موډرنه نړۍ یوه پراخ سوپرمارکیټ ته ورته ده. د انساني تاریخ په اوږدو کې هیڅ یوه کلتور د انسان په احساس، هیلو او تجربو دومره اغېز نه دی کړی او نه ېې دومره اهمیت ورکړی دی. د تجربو د یوې لړۍ په توګه د انسانپالنې نړۍ لید د نوي صنعت په ډېرو برخو کې په یوې بنسټیزې افسانې بدل شوی دی. د توریزم یا ګرځندويي له ډګره رانیولې ترهنره پورې. د سیاحت کمپنۍ او د هوټلونو کارکوونکي پر موږ د الوتکو ټکټونه، د خوب کوټې او یا بیلابیل خواړه نه پلوري بلکه دوي پرمونږ نوې تجربې پلوري. په داسې حال کې چې تر موډرنې د پخوانیو زمانو کیسه ویونکو د بهرنیو موجوداتو او پيښو په اړه خبرې کولې خو موډرن رومانونه، فیلمونه او شعرونه زیاتره د احساس او عاطفې په هکله دي. د روم او یونان جنګي افسانې او د منځنیو پیړیو د شوالیه ګانو عشقي کیسې احساسات نه وو بلکه د یو لړ اتلوالیو نوملړونه وو. د دغو کیسو په یوه څپرکي کې به راغلي ؤ چې  یوه زړور شوالیه څنګه له دیو سره مبارزه کوي او وژني ېې. په بل څپرکي کې به راغلي ؤ چې څرنګه یو اتل د یوه ښامار له منګولو یوه شهزادګۍ وژغورله او څنګه ېې ښامار وواوژه. په بل څپرکي کې به بیا راغلي ؤ چې یو دیو څنګه یوه ښکلې شهزاده وتښتوله او بیا شوالیه څنګه دیو وواژه. دا عجیبه نه وه چې د کیسو اتلان نجاران کروندګر او یا نور عام خلک نه بلکه شوالیه ګان وو ځکه چې کروندګر کله هم اتلولي نه شي کولی. مهمه خبره دا وه چې اتل یا شوالیه کله هم باطني پرمختګ نه درلود. اشیل، ارتور، رولاند،  او لانسیلوټ زړور جنګیالي وو او تر هغه وړاندې چې افسانې رامنځته کړي د ځوانمردۍ نړۍ لید ېې درلود او له افسانې وروسته ېې  هم کوم خاص بدلون نه وي کړی. ټول هغه مبارزین چې دغو اتلانو وژلي وي او یا هغه شهزادګۍ چې دوي ژغورلي وي د دوي اتلولي مني خو دوي له دې اتلولۍ او پيښې هیڅ هم نه وي زده کړي.

د اعمالو په ځاي پر احساساتو او تجربو د هیومانیزم تمرکز اوفوکس هنر هم  بدل کړ. وردز وُرت، داستایوفسکي، ډیکنز، او زولا   شوالیه ګانو، او زړورو اتلانو ته ډیر پام نه دی کړی او د هغو په ځاي ېې د عادي خلکو او د کور د مېرمنو احساسات بیان کړي دي. ځینې خلک فکر کوي چې د جمیز جویز اثر اولیسس د بهرنیو واقعیتونو پر ځاي له حده زیات پر باطني ژوند تمرکز کړی دی. جویز په انګزیزي ژبه په ۲۶۰ زره لغاتونو سره د دوبلین د اوسیدونکو «ستیفین ډیډاولوس» او «لیوپولډ بلوم» د یو شوا روز پیښې انځور کړي دي. دوي په دې ۲۴ ساعتونو کې کوم کاورنه کوي… خو دوي کوم خاص کار هم نه کوی. کمو کسانو د اولیسس دغه کتاب لوستی دی خو د مشهورو کلتورونو زیاتره برخې په همدې اصولو بڼه خپلوي. په امریکا کې د « Survivor » سریال زیاتره وخت له نیوکو او یا ستاینو سره مخامخ وي چې د واقعیتونو په اساس پروګرامونه ېې دومره مشهوره کړل. دا د حقیقي ژوند یا ریالیزم لومړنی سریال دی چې ډیر زیات کتونکي ېې موندلي دي او د نیلسن د محبوبیت د اندازه کولو په څېړنه کې ېې لومړی مقام وګاټه. دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې ټایم مجلې دغه سریال د تاریخ د سلو ښو ټلویزیوني پروګرامونو په لیست کې راوست.۵

د سریال په هر څپرکي یا سیزن کې شل برخه وال د لامبو په جامو کې په یوې ګرمې جزیرې کې خوشې کوي. دغه شل کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کیږي او په هر پړاو کې یو کس له سیالۍ وځي او وروستی کس د یو میلیون ډالرو جایزه ترلاسه کوي.

د هومر په یونان کې او په پخواني روم کې، او یا د منځنیو پیړیو په اروپا کې ممکن خلکو چې د ډرامې نوم اوریدلی واي نو دغه ډرامه به ېې ډېره خوښه شوې وه. شل کسان له یو بل سره سیالي پیلوي او یو پکې اتل کیږي«ډیر ښه»  دوي به فکر کاوه چې د هومریانو یو شهزاده او یا د رومیانو یو خانزاده او یا مبارز شوالیه  به سره جنګیږي نو بیا به وايي موږ به حتمن  دغه ډرامه ګورو دا به یوه جالبه اسطوره وي، د مرګ او ژوند لوبه، نه ماتیدونکي اتلان او په مقابل کې ېې خاین او کمزوري جنګیالي، په سیالۍ کې به جنګیالي پر یو بل له شا د چړو ګوزارونه کوي، او یا به یو بل په قمچینې وهي چې پوستکي ېې جلا شوي  نه وي ډګر به نه پریږدي.خو دوي به نهیلي شي ځکه چې اوس زموږ په وخت کې په چاقو وهل، او یا تر هغو یو کس په درو وهل چې پوستکی ېې جلا شي یوازې خیالي کیسې او افسانې دي.

د دغه  سریال هره برخه کابو یو ساعته وي، ۱۵ دقیقې ېې د غاښونو د کریمونو، شامپوګانو او ناشتا په اعلانونو تیریږي. پنځه دقیقې ېې د ماشومانو په شان سیالي وي. د مثال په توګه څوک کولی شي ډیر ناریال په ټوکریو کې واچوي او یا څوک تر ټولو ډیر حشرات په یوې دقیقې کې خوړلی شي. په پاتې موده کې اتلان د خپلو احساساتو په هکله خبرې کوي. هغه دا وویل، هغې داسې وویل او ما داسې احساس درلود او همداسې نور. که د صلیبي جنګونو یو اتل په رښتیا د «Survivor» ډرامې ته ناست وي نو ممکن د جنګ تبر به ېې پورته کړی وي او ټلویزیون به ېې ټوټه ټوټه کړي ؤ. ځکه چې د ده له نظره تر ټولو بې خونده سیالي همدا وه. نن سبا ممکن موږ فکر کوو چې د منځنيو پیړیو شوالیه ګان او اتلان وحشي ځناورو ته ورته وو که دوي نن له موږ سره ژوند کولی نو ممکن موږ یوه ارواپوه ته استولي وي چې له خپل باطن سره د دوي اړیکه سمه کړي. دا هغه څه دي چې د اوز د ښار د کوډګر په افسانه کې له وسپنې جوړ لرګی وهونکی ورسره مخامخ شو. دغه لرګی وهونکی له دوروټي او د هغې له ملګرو سره یو ځاي په زیړې طلایي رنګه لارې روان شي په دې هیله چې لوي ګوډګر به په اوز ښار کې یو زړه ورکوي او دغه راز د مرغانو د ویرولو لپاره جوړې مجسمې ته به مازغه او زمري ته به زړورتیا ورکوي. کله چې دوي ماڼۍ ته نیژدې کیږي  نو پوهېږي چې کوډګر یو چلباز اوغلط سړی دی او دوي ته به هیڅ هم ورنه کړي خو دوي تر دې یو بل مهم شی پیدا کوي: هغه دا چې دغه ټول شیان چې دوي ېې  هیله کوله په خپله په دوي کې موجود ؤ. ته هیڅ خداي یا کوډګر ته اړتیا نه لرې چې تا ته دې عاطفه، هوښیاري او زړه ورتیا درکړي. ته باید یوازې دغه زیړه طلايي رنګه لاره تعقیب کړې او هغو تجربو ته غیږ پرانیزې چې ته ورسیره مخامخ کیږې.

کپټین «شیرک» او «کپټین جان لویس پیکارډ» چې کله په ستوربیړۍ «انټرپرایزس» کې سفر کوي له ورته کیسې سره مخامخ کیږي، دغه راز کله چې «ټام سواییر» او «هوکلبیري فین» د میسيسيپي د سیند په سفر ځي او یا هم کله چې په « Easy Rider» کې «ویاټ» او «بیلي» هارلي ډاویډسن چلوي او دغسې نور کرکټرونه چې د مزلونو په فیلمونو کې په پینسلوانیا او یا ښايي نیو ساوټ ویلز کې له خپلو کورنو او کروندو په زاړه شورلیټ او یا ښايی بسونو کې سفر کوي د بېلابېلو شیانو تجربه کوي او ژوند ېې ورسره بدل شي په دې ډول له خپل باطن سره په تماس کې شي، د خپلو احساساتو په هکله خبرې کوي او په پاي کې په سانفرانسیسکو او یا ښايي الیس سپرینګ کې خپل مقصد ته د رسیدا په وخت ډیر تکړه او هوښیار کس ترې جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب