پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهامریکا غواړي چې له لېرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

امریکا غواړي چې له لېرې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

تاند(دوشنبه، د ثور۲۷) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د پنتاګون چارواکي وايي، متحد ایالتونه به وروسته له دې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا ملي راډیو (این پي آر) نن وویل، چې بایدن او د پنتاګون چارواکو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د دې راډیو پر اساس، بایډن په وروستیو کې د کانګریس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وویل«موږ به له لېرې د دوی مرسته جاري وساتو.»

دې ته ورته خبره د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هم تازه په یوه خبري غونډه کې وکړه.

د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل«موږ باید په یو ډول افغان امنیتي ځواکونو ته مرسته ورسوو.»

امریکا سره له دې چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي خو له افغانستانه دباندې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او همداراز د دغو ځواکونو تجهیز او تمویل ته دوام ورکوي.

امریکا همداراز غواړي چې د افغانستان په شاوخوا هیوادونو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره اډې جوړې کړي خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیوید پیترایس، چې یوه موده د سي آی اې رييس و، وايي چې فکر نه کوي په لنډ وخت کې دې امریکا د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې اډه جوړه کړای شي.

پیترایس یوې انلاین غونډې ته وویل«شک لرم چې موږ دې په لنډو ورځو کې په منځنۍ اسیا کې کومه اډه جوړه کړای شو.»

خو این پي ار وايي، حاضردمه د امریکا تر ټولو نژدې اډه په قطر کې ده چې له افغانستانه ډېره لېرې ده.

پیترایس وايي چې له قطره تر افغانستانه د بې پېلوټه الوتکې د رسېدو لپاره له ۶ تر ۸ ساعتونو وخت ته اړتیا ده.

لوی درستیز جنرال میلي په دې اړه چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به په څه ډول کوي، له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل«حاضردمه افغان هوايي ځواک د خپلو پوځیانو په ملاتړ کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې هوايي بریدونه کوي. موږ عملاً د افغان ځواکونو خورا لږ هوايي ملاتړ کوو. افغان هوايي ځواک به کلیدي رول لري.»

خو د افغان هوايي ځواک الوتکې امریکايي قراردادیان ترمیموي او په پام کې ده چې که ټول نه وي نو اکثره یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ووځي.

2 COMMENTS

  1. بیا خو نو طالبان هم حق لري چې نورو ډلو ته دوي په جګیالویو کې ځای ورکړي ! دا خو نو واضح افغان وژنه ده او لوی حماقت دی

  2. ښاغلی د ( aslam) اېډي واله!
    یعنې تاسو حق لرئ چې افغان وژنې ته اشر وکړئ؟!!!
    ولې ټالبان صلح نه کوي؟ په کوم کتاب د افغان وژنه رواګڼې؟؟؟ د جنګ د دوام لپاره کومه توجیه لرې؟؟؟ آیا نه اورې چې ټول افغانان صلح غواړي؟؟؟ په آخر کې، د الله پاک ځواب به څنګه ورکوې؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب