سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

(6)

له بنسټپالنې سره د چلند په اړه «خو»ګانې

د افغانستان وګړو د متعصبو او بنسټپالو ډلو له لاسه دومره کړېدلي دي چې ځینې خلک مجبور شوي دي چې د مقابلې لاره ورته وګوري. بنسټپالي له ځانه پرته بل څوک نه مني او غواړي چې ټول خلک د دوی په رنګ وي. خو ډېر خلک پوهېږي چې دا کار ناشونی دی او نتیجه به یې د شخړو زیاتېدل وي. خو سره له دې چې ډېره موده کېږي چې له بنسټپالنې سره لاس او ګرېوان یو، خو لا د مقابلې لپاره یې مدونه تګلاره نشته. په دې لیکنه کې له دې ښکارندې سره د مقابلې پر لارو چارو او هغو نیمګړتیاوو خبرې کېږي چې د ناکامۍ سبب یې شوې دي.

ګوندي تجربه:

سیاسي ګوندونه هغسې چې نن یې په پر مختللو هېوادونو کې وینو، مډرنه تجربه ده. ګوندونه د دې لپاره جوړېږي چې د ټولیزو ګټو په لاره کې فردي او ډله‌ییزې هڅې سره منسجمې کړي. په ټولیز ډګر کې دغه عمده محورونه شامل دي: د قوانینو او لوایحو وضع کول، د امنیتي ستراتیژۍ وضع کول، د بېوزلۍ او محرومیت د ختمولو لپاره اقتصادي سیاست رامنځته کول، د بهرني سیاست د کرښو ټاکل، د پراختیا د بهیر مدیریت، د ټولنیزو فعالیتونو قانونمند کول، او داسې نور موردونه.

طبیعي دا چې په دې اړه دومره ډېر لیدلوري شته لکه د هرې متکثرې ټولنې د وګړو شمېر. ګوندونه د دې لپاره جوړېږي چې دغه تکثر د تیت و پرکي او ګډوډۍ سبب نه شي او هلې ځلې پر متناقضو محورونو ونه چورلي، بلکې خورا مهم نظرونه سره یو ځای د مدونو پروګرامونو په قالب کې راشي او دغه پروګرامونه بیا عمومي ملاتړ راخپل کړي. په حقیقت کې د ګوندونو د تشکیلېدو فلسفه، د مطالعې، دفاع او تطبیق وړ پروګرامونو د طرح کولو له لارې د ملي ګټو تأمینول دي. په بله وینا، په مډرنه نړۍ کې ګوندونه په دوو عنصرونو پېژندل کېږي، یو د ملي ګټو د واضح تعریف په وړاندې کولو او بل د دې ملي ګټو د تأمینولو لپاره د مدونو پروګرامونو وړاندې کول.

دا چې ملي ګټې عقلاني چارې دي چې ورباندې بحث کولی شو نو دې ته اړتیا نشته چې د ملي ګټو د حاصلولو لپاره طرحه شويو پروګرامونو ته ايډيالوژیک رنګ ورکړو. کله چې یوه موضوع د ایډیالوژۍ په خم رنګېږي، بیا نو د عمومي بحث له حوزې څخه وځي او تر بحث او نقد پورته ګڼل کېږي.

د دریمې نړۍ په هېوادونو کې چې افغانستان هم په کې شامل دی، د ملي ګټو بحث غالباً نوی بحث دی چې واضح تعریفونه ورته نه دي پیدا شوي. په تاریخي لحاظ، ګوندونه په ډېرو هېوادونو کې له استعمار او یا له مستبدو حکومتونو سره د تقابل په وجه رامنځته شوي دي، نو تر ټولو مهمه داعیه یې د خپلواکۍ او استقلال ګټل وو. البته آزادي هم په ژوره فلسفي معنا نه، بلکې یوازې له استعماري یا استبدادي حاکمیت څخه د آزادۍ په محدوده معنا وه. د داسې هدف لپاره لازمه وه چې جنګ او مبارزې ته تیاری ونیول شي او دا کار په یوه بل عنصر پورې تړلی و چې خلک یې د بیې پرې کولو ته چمتو کړي، او هغه ایډیالوژي وه.

ایډيالوژي، هغه که مذهبي ایډیالوژي وه که سیکولره، کولی شول چې حماسه وپنځوي، هیلې راوټوکوي، او غښتلې ارادې رامنځته کړي. دا عنصر د پردیو د شړلو یا د بېکاره نظام د نسکورولو لپاره ښه په کارېده، خو له سبا سره یې کار نه و چې تر هغه وروسته به څه کېږي، ځکه چې دغه حماسې او ارادې یوازې د جګړې په ښه راتلې او له په دې کې نه وې چې د مختلفو ډلو تر منځ ګډ ټکي پيدا او بیا د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د بېخ بناوو د رغولو لپاره تخصصي پروګرامونه جوړ کړي.

نو، د دریمې نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګوندونه چې له بهرني استعمار یا داخلي استبداد سره مقابله یې د خپلې وجودي فلسفې په حیث تعریف کړې وه، د هغه هدف تر حاصلولو وروسته د ګټو د خپلولو پر سر په خپلو کې سره ولوېدل. دې ګوندونو دا وړتیا نه درلوده چې لوی ملي ډسکورس رامنځته کړي. د دوی یوازینی هنر په داخلي جنګونو کې د ایډیالوژۍ د وسلې کارول وو. په پاکستان کې د مسلم لیګ، جماعت اسلامي او پیپلز پارټي، په مصر کې د وفد او اخوان المسلمین، په ایران کې د توده، ملي، مجاهدین خلق، او جمهوري اسلامي ګوندونو، په عراق او سوریه کې د بعث ګوند، په اجزایر کې د ملي خپلواکۍ ګوند، او د دریمې نړۍ د ډېر د نورو ګوندونو تجربې، د افغانستان د ورته ګوندونو له تجربو سره یو شان دي او په دې هېوادونو کې لا تر اوسه پورې هم په مډرنه معنا ګوندونه نشته.

په افغانستان کې دې بهیر لا غمجنه بڼه خپله کړه. یوه وجه یې دا وه چې دلته ګوندونه ځکه د وارداتي ایډیالوژیو ځولۍ ته ولوېدل چې پخپله یې تیورۍ نه درلودې. که دوی د خپل وطن شرایط د پوهې په رڼا کې تحلیلولی شوای، بیا به یې کولی شول چې ګټور عمومي بحثونه او خبرې اترې هم رامنځته کړي. کله چې پوهه کمه او د باوري معلوماتو د تولیدولو موسسې نه وي نو ایډیالوژۍ ته پناه ور وړل یوازینۍ لاره ده. نو همدا وه چې په افغانستان کې چپ ګوندونو بې له دې چې وګوري چې د صنعتي ټولنو تیورۍ زموږ له وروسته پاتې ټولنې سره اړخ لګوي که نه، پردۍ خبرې یې دلته راوړې. مذهبي بهیرونه هم چې د وخت له تحولاتو ناخبره وو، د هغو نارو انګازې یې څو لسیزې اورېدې چې په نورو ملکونو کې د عثماني خلافت د راپرځېدو په ویر کې له خولو وتلې وې. دوی ته دا نارې لکه داسې لوی اکتشافونه او مطلق حقیقتونه ښکارېدل چې ګواکې کولی یې شول چې د هغوی پر اساس افغانستان له سره ورغوي. دغه ایډیالوژۍ نه د علمي مطالعاتو محصول وې او نه په عمومي حوزه کې د جدي بحثونو محصول، بلکې د نورو ټولنو د روایتونو ناکاره تقلید او کاپي کول وو.

خو د ایډیالوژیو تر نقش بدتره دا وو چې اکثره ګوندونه او ډلې له زېږېدو سره سم په قومپالنې او توکمپالنې اخته شول. په افغانستان کې هېڅ داسې سراسري ګوند رامنځته نه شو چې په سېمبولیک ډول نه، بلکې په واقعي معنا د ټولو قومونو او د خلکو د ټولو قشرونو استازیتوب وکړي. په ځینو ګوندونو کې چې د نورو قومونو ځینې وګړي هم جذب شوي وو، دا هغه کسان وو چې د خپلو قومونو په منځ کې یې له خپلو رقیبانو سره ستونزې لرلې او په همدې وجه له نورو ګوندونو د باندې پاتې شوي وو. البته په دې ګوندونو کې هم ګوندي اکثریت د یوه قوم په لاس کې پاتې کېده. د دې بهیر منطقي نتیجه هماغه وه چې د جګړې تر پیلېدو دوه لسیزې وروسته، داسې ګوندونه رامنځته شول چې له الفه تر ی پورې یې د یوه قوم وو او ان په سېمبولیک ډول هم د نورو قومونو څوک نه وو په کې. لا نن هم چې د دې ګوندونو پر تاسیس څلوېښت کاله اوښتي دي، دوی د خپل بازار یوازې په دې ګرمولی شي چې قومي او ژبني اختلافونو ته هوا ورکړي. داسې ګوندونه قومي کتلې دي، نه په مډرنه معنا واقعي حزبونه.

پر هغو دوو نورو عیبونو سر بېره، وضعیت ځکه د ناورین پولې ته رسېدلی و چې دغه ټول ګوندونه د یو یا څو محوري شخصیتونو په محور کې رامنځته شوي وو او د هر ګوند تر ټولو مهمه پانګه، هماغه کلیدي شخصیتونه یې وو. حال دا چې په جمعي کارونو کې شخصیت‌پالنه د طرحې او پروګرام په جوړولو کې د وروسته پاتې والي نښه ده. البته دا ښکارنده یوازې په افغانستان پورې متخصه نه ده، بلکې د دریمې نړۍ په اکثرو ټولنو کې هم حکومتونه او هم ګوندونه او نور بنسټونه د شخصیتونو په محور کې راچورلي، نه د اصولو، ضوابطو، قوانینو، هدفونو او پروګرامونو په محور کې.

په افغانستان کې هغه ګوندونه چې په سر کې یې کاریزماټیک یا کاریزماټیک وزمه کسان وو، د خپلو رقیبو ګوندونو په پرتله غښتلي وو او زیات هیبت یې درلود. هغه ګوندونه چې ماریزماټیک شخصیتونه یې ژر له منځه ولاړل، ګوندونه یې هم سره وپاشل شول او د تاریخ په خاطرو بدل شول. د هغو ګوندونو په پاتې شونو کسانو کې لا هم د هغو شخصیتونو نوستالژيک ارمان لیدل کېږي.

    دا چې خلک پر داسې شخصیتونه مین دي او یو ډول باور لري چې رهبران خدای وزمه برم لري، ښايي وجه یې د سیمې ټولنیزه ارواپوهنه وي، په تېره بیا په موعود منجي باندې عقیده چې د دې سیمې په فرهنګ کې څو زره کاله لرغونې ده. ښايي همدا وجه وي چې دلته کاریزماټیک رهبران ډېر پیدا کېږي او د هغو کسانو کار آسانه کړي چې غواړي مادام العمره او بلامنازع رهبران پاتې شي. خو له بلې خوا، دا کار د عمومي عقلانیت ودې ته خنډ ګرځي، د ډلې په افرادو کې پر ځان باور کمزوری کوي، او ډلې نه پرېږدي چې د وخت له تحولاتو سره ګام په ګام ځان برابر کړي.

                دغه نیمګړتیا تر هر څه زیات په تکفر کې څرګندېږي. کله چې وګړي په دې باور وي چې په ګوند کې یو څوک یا ځینې کسان په دین او دنیا تر هر چا ښه پوهېږي او په خبرو کې یې د «خو» ځای نشته، نو د هغوی له خبرو سره هېڅوک مخالفت نه کوي، هېڅوک نوی نظر او نوې طرحه نه وړاندې کوي. په ترکیه او تونس کې نسبتاً بریالۍ تجربې تر ډېره بریده ځکه رامنځته شوې چې هغوی د خپلو پخوانیو نسلونو د رهبرانو له سیوري څخه ځانونه وایستل او له نوي لید او نویو نظرونو سره د سیاست میدان ته راودانګل. خو په افغانستان کې، نه یوازې دا چې نوې مفکورې او نوي نظرونه پیدا نه شول، بلکې تر څو لسیزو وروسته لا هم د ګوندونو شعارونه نه دي بدل شوي، ګواکې د نسلونو د بدلېدو او د نړۍ په کچه د پراخو تغییراتو خبر تر دوی نه دی رسېدلی.

په مډرنه معنا ګوند هله رامنځته کېږي چې د محوري کسانو او رهبرانو تر اهمیت، د پروګرامونو اهمیت یې زیات وي، د ټولنې ټول قومونه او قشرونه په کې ځان وویني، پر خیالي او ایډیالوژیکو هیلو د تکیې پر ځای د ټولنې واقعیتونو ته وګوري، د خپلو ځوانو رهبرانو د څرګندېدو لپاره لاره هواره کړي، د لویو ملي بحثونو په جوړولو کې برخه واخلي، د غړیتوب دروازې یې د هر چا پر مخ چې له پروګرامونو سره یې غمغږي وي، خلاصې وي، له هغه چا څخه کرکه ونه کړي چې له ګوند څخه وځي، شفافیت او حساب کتاب یې په هر کار کې وي، په ګوند کې د ننه د قدرت د لېږد لپاره دیموکراتیک میکانیزم ولري چې بیا د هېواد په کچه د واک د سوله‌ییز لېږد لپاره سم عمل وکړي، د ګوند حیات او ممات د یو یا څو کسانو په برخلیک پورې ونه تړي، شعارونه، پروګرامونه او تګلارې یې خوځنده او پراخېدونکي وي او د وخت له تحولاتو سره ادلون بدلون په کې راشي، د سیاسي رهبرانو د تېر نسل تجربې نوي نسل ته ولېږدوي او هغوی د خپل نقش ادا کولو ته چمتو کاندي.

هغه ګوند چې غواړي د خپلې ټولنې لپاره ګټور او مهم پروګرامونه ولري، باید هم پخپله د فکر د تولیدولو بنسټونه ولري چې ډېر متخصصان په کې کار وکړي او هم له علمي او اکاډمیکو موسسو سره باید دوامداره اړیکي ولري چې د هغوی له څېړنو او معلوماتو څخه د خپلو پروګرامونو په جوړولو کې کار واخلي. البته دا کار باید لنډمهاله یا تکتیکي نه وي، بلکې باید همیشنی بهیر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب